
سيدحبیب
په ټوله نړۍ کې لوړې زده کړې ورځ په ورځ پرمختګ کوي او د خپلو زده کوونکو د زدکړې لپاره نوي توکي تياروي. ټول ښوونکي په دې هڅه کې وي چې يوه نوې لاسته راوړنه ولري. خپلو زده کوونکو ته د وخت له اړتيا سره سم درسي مواد برابروي. دوی ځان خپلې ټولنې او خپلو خلکو ته مسوول بولي او هڅه کوي چې خپل مسووليت په ښه توګه ترسره کړي. خو د ټولې نړۍ پرخلاف بيا زموږ د پوهنتونو استادان د نوو توکو د پيداکولو په فکر کې نه دي. دوی له خپلو تېرو زړو چېپټرونو او زړو نوټونو نه تېرېږي. خپلو زده کوونکو ته همغه چېپټرونه وايي چې له دوی سره د لسو او شلو کلو مخکې شته دي او له خپلو پخوانيو استادانو ورته په ميراث پاتې شوي دي. دوی نه خپلو چېپټرونو کې کوم بدلون راولي او نه هم نورو نوو کسانو ته د بدلون او نوښت اجازه ورکوي.
ښه مې ياد دي هغه وخت چې زه د ژورنالېزم د پوهنځي زده کوونکی وم، موږ ته په يوه مضمون کې د ذغالي سټوډيو په ګډون اووه سټوډيوګانې تشرېح کېدې او بايد چې زده کړې مو هم وای، يوه زده کوونکي له استاد وپوښتل چې موږ اوس مهال د دې اوو سټوډيوګانو زده کولو ته څه اړتيا لرو؟ ځکه چې اوس خو سټوډيوګان د پخوا په څېر نه دي او سټوډيوګان ډېر ساده او آسانه او ډېر پرمختللی سېستم لري. اوس د مني ډېسک، سي ډي، فلش د نويو او پرمختللو وسايلو زمانه ده او ددې نوو توکو د زده کړې اړتيا ده. خو استاد په ډېرې سپين سترګۍ ورته وويل: څه چې درته ويل کېږي هماغه زده کړه، زه د هغې څه آزموينه اخلم کوم چې درته تدريس کېږي. دا د لس کاله مخکې کيسه ده، خو اوس هم په ژورنالېزم کې هماغه پخواني چېپټرونه تدريس کېږي.
ستونزه دلته ده چې هر پوهنځی د څو پخوانيو استادانو له خوا په يرغمل نيول شوی دوی له نويو کسانو هغه کسان د استاد په توګه مني چې دوی ته خنډ نه شي که چېرې کوم تکړه زده کوونکی چې کادري نومرې ولري او په راتلونکي کې د استاد کېدو چانس ولري. که دوی پوه شي چې دوی ته خنډ کېږي او يا په بل عبارت يو څه نوښت ولري او وکولای شي د پوهنتون په درسونو کې نوښت راولي، که هغه زده کوونکی هر څومره لايق هم وي دوی په آزموينو کې چانس ورکوي. له کادر يې وباسي او د استاد کېدو چانس ترې اخلي.
دا زموږ د پوهنتون نننۍ حالت دی، خو ددې پر ځای چې د لوړو زده کړو مسوولين خپل دا حالت بدل کړي او د پوهنتون په درسونو کې نوښت راولي دوی په نورو لانجو اخته دي. دوی اوس وخت د پوهنتون او دانشګاه لغتونو باندې بوخت دي. موږ د لوړو زده کړو په ټولو موسسو کې ډېرې ستونزې لرو، ډېرې اړتياوې لرو. موږ بايد فکر وکړو چې اړتيا مو څه ده او کوو څه؟ په پوهنتون کې درس نشته ډېری زده کوونکي بېسواده فارغېږي خو زموږ د نن زمانې روڼ اندي بيا فکر کوي چې ستونزه به ټوله د نومونو په اړولو اواره شي. د نومونو په اړولو ستونزې نه اوارېږي، که پوهنتون هر نوم ولري چې درسونه يې په پخواني ډول وي کومه ګټه نه لري هېڅ ستونزه به هم اواره نکړي. زموږ لومړۍ اړتيا د درسونو ښه والی او نوښت دی.
که چېرې د لوړو زده کړو مسوولين او نور مشران چې په دې ستونزو کې دخيل دي، لومړی تر هرڅه مخکې په پوهنتونونو کې د زده کړو په کيفيت کار وکړي زما په فکر به دا د پوهنتون د نوم تر اړولو ډېر غوره وي.