
الحاج مولوي زین الله منلی
شاعر هغه څوک دی چې د مفاهیمو د سم درک او افادې غښتلتیا او وړتیالري اوڅرنګه چې زه دغه ډول وړتیا نه لرم اود دغه ډول غښتلتیا فاقد یم نوباور لرم چې شاعر خو نه یم.
ناظم هم هغه څوک دی چې د اسمانونو، قصې اوافسانې په ښه توګه نظم کولی شي اود قافیې په موندلو کې د پوره وړتیا خاوند وي. له دې کبله چې د قافیې په ډګر کې هم کومه غښتلتیا اوسېک نه لرم اوچې په«ان»، «بان» او «تان» پیل وکړم نو چې تر «ځان» رسېږم «جان» او «جهان» راڅخه ورک شي، ټپ ودرېږم. نوپه دې بنا ویلای شم چې ناظم هم نه یم او چې ډېر زور وکړم په ډېر تکلیف سره،درې، څلور، پنځه، شپږ تر لسو پوري بیتونه جوړولای شم نوره مې وسه ټپه درېږي.
زما تکلفي شعر هم لواړ،لواړ اوزیږ، زیږ راځي، دخوند په ځای تش شخوند وي، خوڅه وکړم کله، کله مې زړه هسي بېواکه شي، لومړی «تنه تن تن،تنه تن تن» له ځان سره زمزمه کوم اوبیاپه ډېر تکلیف سره بیتونه روغ کړم اودغه بیتونه بیا له ځان سره شعر هم بولم.
زما دالاندي شعر هم یو له هغوڅخه دی چې په رغولو کې مې یې زړه شین او خوړین کړی او که د کوم لوستونکي مهال زما د دغه شعرپه لوستلو ابته شي هیله کوم چې ماګرم ونه بولي ځکه چې ما خپل عذر مخکې وړاندي کړی دی.
ښه لور
غږ د عاطفې دې خپورجهان باندې
ښه یې لورډېر لرې په ځان باندې
خیردی چې وي، وي دې تل ترتله تل
ټول خواږه یوازې ستا په خوان باندې
ځغلي دې بېواکه ستا په مخ کې سم
وران دي مه شه چورت په بل انسان باندې
ته لوی په پسته غېږه د نازکې یې
ستا شوې پالنه په ښه شان باندې
ته یوازي حق د ژوندانه لرې
نور دې ګالي زیار په دې میدان باندې
ځکه خو:
بل چاکه د ژوند هیله ارزو وکړه
پرېوزي په تا ټکه هغه ان باندې
توره شپه د غم که شوه سبا د بل
بلوسې ته له قهره په اسمان باندې
څه وکړي منلی چې راغلی اوس
وار د تېرېدو ستا په دوران باندي
(دا لیکنه لومړی ځل د ۱۳۵۰ ل کال د زېري جریدې په ۴۹ مه ګنه کې خپره شوې ده)