ابـــن ســـيـــنااديب طبيب


          په بشري ټولنه کښې ، داسې ډېر طبيبان تېر شوي دي چه اديبان وو او داسې اديبان هم پيژنو چه طبيبان وو . طب او ادب 
د کار او مسلک له مخه سره بېل دي ، مگر په هدف او غايه کښې يو تر بله سره نژدې دي او يو راز والى لري . طبيب د خلکو
د جسمي رنځونو در مانگر دى او ادي دوگړو د معنوي ناروغيو رغندوى .
          نو کېدى شي چه د معنا له مخه ، اديب هم طبيب وبولو . په کلا سيک ادب کښې هغه شاعران او اديبان چه د ( حکيم ) په لقب ستايل شوي دي هغه زياتره طبيبان هم دي .
          په اوسنئ زمانه کښې ژبپو هنه او ادبڅيړنه د پوهنې بېلې بېلې څانگې دي . شعر د تخليقي ادب يوژانر او شعر پېژندنه
د تحقيقي ادب يا ادبپوهنې يوه څانگه ده . مگر په پخوانو زمانو کښې ددغو ټولو مهارتونو خاوندان د ( اديب ) په نامه يادېدل.  اوس هم ژبپوهنه او ادبڅيړنه که د زده کړې ، څيړنې او مطالعې په ډگر کښې بېلې بېلې رشتې وي هم ، مگر يو تر بله سره ډېرې نژدې بلل کېږي او
د نړئ په ډېرو پوهنتونونو او اکادميو کښې  د ژبې يا ادب فارغانو ته
د فيلالوژي علومو د ماسټرئ يا ډاکټرئ د يپلومونه ورکړ شوي دي .  او دا بېله خبره ده چه د ارسطو په (( کتاب الشعر )) کښې شعر د (( منطق )) يوه مقوله يا کته گوري گڼل شوى دى .
          شيخ الرئيس ابوعلى ابن سينا ، د خپل وخت پر  متد اولو معقولو او منقولو  علومو اتقان درلود . د طب د علم د الوى دانشمند ددې پوهنې په نظري برخه کښې مبتکر اوپه عملي خوا کښې يې ماهرو . دې سره د الوى طبيب ، پياوړى اديب ، ژب پوهاند او شاعر هم و . و به گورو چه هغه د ژبپوهنې او بيا د شعر او شاعرئ نړئ ته څه او څومره بخښنې کړي دي ؟
          الف : ژب  پوهنه :
١ _ د عربي ژبې د فونولوژئ يا (( علم اصوات )) په برخه کښې ، د هغه مهم اثر (( مخارج الحروف )) نوميږي چه په عربي ژبه ليکل شوى دى او خطي نسخې يې زمونږ تر زمانې پورې رارسېدلي دي . ددې کتاب فارسي ترجمه په تهران کښې د دوکتور ناتل خانلري په ذريعه ، پښتو ترجمه يې په پېښور کښې د مولوي محمد اسراييل په واسطه او په کابل کښې د اکادميسين عبدالشکور رشاد له خوا شوې ده چه درې واړو مترجمانو پر هغه باندې سريزې او تعليقات ليکلي دي ( ١ )
          د ابن سينا په دې رساله کښې د حروفو مخرجونه او ورسره
د غږونو او حروفو د پيدايښت سببونه بيان شوي دي . نو دارساله اساساً د عربي ژبې د غږ پوهنې ( فونولوژي ) مستقله ، عامه ، علمي او تشريحي څيړنه ده او څرنگه چه په دې کښې د عربي ژبې د حروفو مخرجونه تشخيص شوي دي ، نو د تجويد يا علم قراء ت يو ښه کتاب يې هم گنلى شوو ( ٢ )
          په تجويد ياعلم قراء ت کښې د حروفو د مخرجونو د شمېرې په سر ددې علم د امامانو تر منځ اخــــتـــلاف دى . په دې لړ کښې ، سېبويه  حروف جوفى پکښې نه شماري او مخرجونه شپاړس گڼي ،
          فراء   بيا سر بېره پردې ، د ( ل ، ر  ، ن ) يو مخرج بولي او د مخرجونو شمېره څوارلسو ته ټيټوي. امـــا خليل بيا دا ټول پکښې شامل او بيل مخر جونه گڼي او شمېره يې اوه لسوته رسوي چه د ابن سينا هم دا نظر دى ( ٣ ) او دا د اوسنئ ژب پوهنې پرنسيبونوته  هم نژدې دى .
٢ _ په عربي ژبه ، په لسوټو کونو کښې ، يو کتاب د ( لسان العرب ) په نامه د ابن سينا د تاليفاتو په فهرست کښې ثبت دى .  ( ٤ )  شيخ د ٤٢٠ هـ ق په شاو خوا کښې دا کتاب ليکلى دى ( ٥ ) ددې کتاب د تاليف
د سبب په ارتباط،ابو عبيد جوزجاني د شيخ شاگرد ، داسې قصه کوي :
          ( ورځو څخه يوه ورځ ، شيخ په  (  شاپور ) کښـې دامير ( علاء الدوله )په حضور کښې ناست و او ابو منصور جبان هم هلته و . د لغت په باره کښې خبره را منځ ته شوه . په هغه مسئله کښې چه شيخ څنگه پوهېده هغـسې يې وويل . ابو منصور ورته وويل : ته يو فيلسوف او حکيم سړى يې او د لغت په علم کښې دې څه لوستي نه دي او څه چه په دې باره کښې وايې د منلو وړنه دي .
          شيخ ددې خبرې په اورېدو خو اشينى شو او د لغت د کتابونو لوستلو ته يې مخه کړه . او درې کاله يې پکښې تېر کړه . او د ابو منصور از هرى د (( تهذيب اللغه )) کتاب يې له خراسان څخه وغوښت او په لغت پوهنه کښې هغسې استاد شو چه سارى يې نه درلود . د عربي ژبې نا آشنالغتونه يې را ټول کړل . او درې کتابونه يې وليکل . يو د
(( ابن عميد)) په شېوه بل د (( صاحب )) په سياق او دريم د (( صابى )) په طريقه . درې واړو ته يې زړې پشتئ ورکړې . او علاء الدوله سره يې په پټه و پتيله چه درې واړه  ابو منصور ته ورکړي چه هغه پکښې څه ووايي ؟
          بله ورځ امير درې واړه کتابونه ابو منصور ته وښودل او ورته يې وويل دا کتابونه مې د ښکار په مهال په دشته کښې وموندل . هغه وگوره ، و يې پلټه چه څه کتابونه دي ؟ ابو منصور هغه کتابونه وکتل اود ځينو مطالبو په پوهيدنه کښې يې پاته راغى . مگر شيخ وويل : هغه څه چه په دې کتاب کښې راغلي دي او ته پرې نه يې پوه شوى د لغت
د پلانکي کتاب په پلانکئ برخه کښې راغلى دى . په دې وخت کښې يې د لغت د څو مشهورو کتابونو نومونه واخستل چه د هغه کتابونو الفاظ شيخ په يادو ياد کړي وو . په داسې حال کښې ابو منصور د هغو الفاظو د ځينو برخو په باره کښې چټيات وويل ،
          بيا نو ابو منصور پوه شو چه دا رسالې د شيخ له تصنيفاتو څخه دي او دده د هغې ورځې  دگستاخئ د تلافئ لپاره ليکل شوي دي .
          تر هغه وروسته شيخ په لغت کښې د ( لسان العرب ) په نامه يو کتاب وليکه چه تر هغې ورځې پورې چا دغسې کتاب نه وليکلى مگر دغه کتاب له سواد نه بياض ته نه دى راغلى (  پاکنويس شوى نه دى ) او د هغه تر مړينې پورې هماغسې د مسودې په حال پاته دى او چا ترتيب کړى نه دى . ( ٦ )
          له پورته کېسې څخه له يوې خوا د شيخ د غيرت اندازه او له بلې خوا په عربى ژبه يا لغت کښې  د هغه د پوهې قوت او وسعت څرگنديږي .
 ٣ _ ابو عبيد جوزجاني د شيخ د آثارو په فهرست کښې ( کتاب الحروف ) هم راوړى دى . مگر د ( مخارج الحروف و اسباب حدوث الحروف ) نوم په دې فهرست کښې نشته او د شيخ د ژوند ليک فاضل محشى استاد پوهاند حبيبى ليکلي دي :
          شيخ د حروفو په ارتباط دوه رسالې لرى :
    اوله : هماغه ( مخارج الحروف ) . . . 
          دوهــمه : النيروزيه فى حروف الابجد _ يا _ الرسالۀ فى معاني الحروف الهجائية التى فى فواتح بعض السور الفرقانية . چه د شيخ
د(( تسع رسايل )) په لړ کښې په ١٢٩٨ ق په قاهره او په ١٩٠٨ م کال
د (( الرسالة النيروزية فى معاني الحروف الهجائيه )) په نامه چاپ شوې ده .
          استاد زيا توي : لويي ماسينيون فرانسوي څيړندوى د مسلمانانو
پرروح باندې د ملفوظو کلماتو پراغېز پوهيدلى دى او هغه درې ارزښتونه يې بيان کړي دي چه سامى نژاد ورته د توريو ( حروفو ) په ارتباط قايل دي . لومړى صوتي يا لفظي ارزښت چه هغه د شيخ
د مخارج الحروف په کتاب کښې څيړل شوى دى . دوهم د تورو ( حروفو ) پورې د مربوطو انديښنو معنوى ارزښت ، او دريم حسابي او د شمېرله مخه ارزښت چه سامي ريښه لري ( د ابجد حروف _ خدمتگار ) . . . څرنگه چه شيخ د حروفو په دواړو لفظي او معنوي ارزښتونو دوه رسالې لري ، ښايى چه په دې فهرست کښې                د جوز جانى مطلب يوه له دغو دوو څخه وي . ( ٧ )
          د خدمتگار په اند ، دا دواړه بېلې بېلې ليکنې دي او دا خبره
د دواړو له نومونو څخه څرگنديږي چه لومړئ د حروفو (  مخارج ) او
( حدوث ) او دوهم د حروفو ( معاني ) څرگندوي او  د دوهمې رسالې
د نامه په شکل کښې د ( ابجد ) او ( فواتح بعض السور الفرقانيه ) څخه هم دا څرگنديږي چه د مخارج الحروف او ددې رسالې موضوعات سره بيل دي نو رسالى هم بېلې دي .
          لکه چه وويل شوو ، د حروفو په باره کښې د شيخ ددوهم کتاب نوم دى : (( النير وزية فى حروف ابجد _ يا _ الرسالة فى معانى الحروف الهجائية التى فى فواتح بعض السور الفر قانية )) .
          په دې نامه کښې د ځينو راغلو عباراتو په ارتباط بايد ووايو :
          _ النيروزية
          _ ابجد : دا د الفباء يا الفبې يا الفابيت د تورو ( او ازونو _ فونيمونو ) د شکلونو ( گرافيمونو ) لومړنى جدول دى چه د سامي نژاد
د عربي کنعانيانو له خوا ، د عربو د تمدن په دوهمه دوره ،                    له جزيرة العرب ( عربستان ) څخه د هغو تر مهاجرت وروسته ، د سينا په جزيره کښې د حضرت  عيسى عليه السلام تر ميلاد د ( ١٨٥٠ ) کلونو په شاو خوا د مخه زمانه کښې اختراع شوى دى . داتوري په لومړي سر کښې ، خپله معنا هم لرله ، چه ورو ورو هغه معنايې له  خلکو څخه هېره شوې ده او په قاموسونو کښې هم نه ليکل کيږي . بلکه مثلاً د ( الف ) د ترجمې په ځاى ليکي : ( د الفباء لومړى تورى ) چه داد
 ( الف ) معنانه بلکه د هغه د ( موقعيت ) څرگندونه ده .
          د هر توري د ځانله معنا په باره کښې داسې نظر هم شته ، چه دا
د سريانى ژبې خصوصيت دى . په لومړي سر کښې . هر توري ځانله معنا لرله . وروسته بيا ورو ورو ددغو معنا لرونکو تورو له يو ځاى کولو د ( ترکيب ) څخه ، نورې کلمې په ځانله ځانله معناو جوړې شوي او له سرياني ژبې څخه نورې ژبې جوړې شوي دي . ( ٩ )
        _ معانى الحروف الهجائية التى فى فواتح بعض السور الفر قانيه . 
          يعنى _ د هغو هجايي تورومعنا گانې چه د قرآن د ځينو سورتونو په سر کښې راغلي دي : لکه . ( الم _ وغيره ) داسې حروف د قرآن مجيد د نهه ويشتو سورتونو په سر کښې راغلي او ټول اته او يا توري دي چه تکراري توري ترې وباسو بيا نو څوارلس توري پاته کيږي . دغو څوارلسو تورو ته د قران مجيد تفسير او تجويد پوهانو ( مقطعات ) ويلي دي . د هغو د معنا په باره کښې متقدمو ( پخوانو ) مفسرانو ليکلي دي چه  ( والله اعلم _ خداى پوهيږي ) او ځينو متاخرو ( وروستنو ) پکښې راز راز تاويلات کړي دي . ( ١٠ )
           هو! په متـــقــدمينو دانشمندانو کښې ابن سينا داسې يو څوک دى چه په دې باره کښې يې رساله ليکلې ده . ډېره ښه ده چه دارساله يو ځل په استانبول او يو ځل په قاهره کښې چاپ شوې ده . مگر  دهغې متن يا کومه چاپي يا خطي نسخه ما سره نشته ، نو ځکه نه شم پوهېدلى چه د شيخ د کار اساس سرياني ژبه ده او که نه ؟ او څرنگه چه د مخارج الحروف د کتاپ ترجمې په تهران ، پېښور او کابل کښې چاپ شوي دي ، که څه هم زه همدا اوس دا دواړه رسالې بېلې گڼم ، مگر د دواړو د کتلو او پر تلې څخه به را څرگنده شي چه په دې برخه کښې زما رايه سمه ده او که ناسمه ؟
ب : شعر او شاعري :
          د شيخ د ژوندانه په سيمه کښې فارسي ژبه د خلکو او ورسره
د شعر او ادب ژبه وه مگر عربي ژبه د اسلام ددين له برکته دومره مسلطه وه چه د عجمي هيوادونو ډېرو پوهانو به خپل علمي آثار په دې ژبه ليکل . د ابن سينا زياتره علمي تاليفات په عربي ژبه دي چه د ټولو شمېر تر دوو سوو زيات ښودل شوى دى ( ١١ ) او د فارسي ژبې تاليفات يې شايد د گوتو تر شمېر زيات نه شي .
          د شعر په برخه کښې له ابن سينا څخه په دواړو ژبو اشعار پاته دي چه دلته به ورباندې يو څه رڼا واچوو .
          فارسي اشعار :
په دې ژبه د شيخ دار باعي پوره شهرت لري :
کفر چومنى گزاف وآســـــــان نبـــــود
مـــحکم تر از ايمان من ايمان نــبود
در د هر چو مـن يـکى و آن هم کافـر
پس در همه د هر يک مسلمان نـبود
          دې سره د هغه در اپاته رباعياتو شمير دوه ويشت ښودل شوي  او هغه هم ورته منسوب بلل شوي دي ( ١٢ ) چه د همدې په برکت د شيخ پېژندنه د شاعر په حيث تذکرو ته لار موندلې ده .
          زه پخپله د دانشمندانو دې شکاکيت ته د شک په نظر گورم او
د تامل وړ يې بولم . زما په نظر پر له پسې روايت او عنعنه ، تو اتر او شهرت له يوې خوا او بله دا چه حکيم په عربي ژبه کښې د يو ښه شاعر په توگه آثار لري ، نو په فارسي ژبه کښې د هغه دا استعداد د منلو وړ دى . ځکه چه فارسي يې مورنئ او د ژوندانه د سيمې د خلکو ژبه ده
          بايد زياته کړو چه د خدمتگار په کتابخونه کښې د مولانا عبدالرحمان جامي د ( لوايح ) او د ناظم هروي د ( يوسف زليخا ) يوه خطي نسخه خوندي ده چه دواړه کتابونه په يوه پشتئ کښې سره ځاى په ځاى شوي دي .
          دانسخې تر١٢٧١ هـ ق کال د مخه ، د محمد عابد بن عوض محمد قطغان په ښکلي  ليک ليکلي دي .
          د نسخې په سر کښې ، په هماغه ليک ترلوايح دمخه ، او بيا تر لوايح  وروسته او تر يوسف زليخا د مخه ، د مولانا جامي او ځينو نورو پخوانو شاعرانو ځانله ځانله شعرونه هم ثبت شوي دي او په دې برخو کښې يې نسخې ته د  يو ( جونگ ) بڼه ورکړې ده .
          په دې کښې د ٢٢ مې پاڼې په الف مخ کښې د ( از خواجه ابو على سينا ) تر عنوان لانــــدې دادرې معما ډوله بيتونه لولو :
ز تر کان چهار وز هندوست پــــــــنج
دو رومى بايک عراقى بسنـــــــــــج
سه روز و شب و يک نهار و دوليـل
دوباز و سه زاغ و يکى چون سهيل
دو ميغ و دوماه و يکى همچــودود
به نه نه شمردن بمير د جــــــهـــــــود
          عربي شعرونه : 
          په عربي ژبه هم د شيخ د شاعرئ يو څه بېلگې وړاندې کوو :
    _ شيخ په خپله افتوبيو گرافئ کښې ليکى :
(( . . . بېرته جر جان ته ستون شوم . او دلته ابو عبيد جوز جانى
را سره يو ځاى شو . او د خپل ځان د حالاتو په باره کښې مې يوه قصيده وليکله چه يو بيت يې دادى :
لـــما عظمت فلـــيس مصر واسعــــــــــي
( لما على  ثمني عدمت المشتــري ( ١٣ )
ترجمه :
کله چه ستر شوم ښارونه تنگ وو
چه ارزښـتمن شوم خريدار نشتــــه
          _ ابو عبيد جوز جانى د شيخ شاگرد چه د هغه بيو گرافي يې بشپړه کړې ده ، د (( فرد جان )) په کلا کښې د شيخ د بندي کېدو
د بيا نولو په ترڅ کښې ليکي : (( . . . د فرد جان په کلا کښې يې بندى کړ او يوه قصيده يې وويله چه يو بيت يې دادى :
         
د خـــــولـــــى بــــاليقين کما تــــــــــــــراه
وکل الشک فى امر الخـــــــروج ( ١٤ )
          ترجمه :  
لـــکــــــــــــه چه وينې رښتيا بندي شوم
په راو تو کښې شکونه ډېـر دي ( ١٥ )
          _ ابو عبيد جوزجاني د شيخ د آثارو په فهرست کښې ، د ( المنطق ) په نامه کتاب شامل کړى او هغه يې ( په شعر) بللى دى . استاد پوهاند حبيبي په دې باره کښې ليکلي دي :
         له شيخ څخه دوه ليکنې په منطق کښې پاته دي  لومړى
(( الرجزالمنطقى _ د بون چاپ ١٨٣٦ م . دوهم القصيدة المزدوجة فــى
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 په اصل کښې : غلا .
المنطق ، په گرگانج کښې د ابوالحسن سهيل ابن محمد سهيلي په
نامه . لومړى چاپ په بون کښې ١٨٣٦ م ، دوهم چاپ د منطق المشرقيين 
د ضميمې په ډول په قاهره کښې ١٣٢٨ هـ ق . ( ١٦)  
          _ ابو عبيد جوزجاني د شيخ د  آثارو په فهرست کښې د ( القصايد فى العظة وا لحکمة ) په نامه د يو کتاب نوم ثبت کړى دى چه بيا استاد پوهاند حبيبي دغه قصايد داسې ښودلي دي :
 . . الرجزالمنطقى ( چه پاس ښودل شوى دى )
          قصيدة النفس .
          قصيدة الشيب و الحکمة و الزهد .
          فلسفة  العمر .
          قصيدة طريق الحيات .
          قصيدة الحب والحيات . چه د نورو عربى پاړکو ( قطعو ) سره په مصر کښې چاپ شوى دى _ ١٣٢٨ هـ ق .
          ارجوزة  فى المجرپات من الاحکام النجومية و القواعد الطبية ،
د يو سل ولسو بيتونو په  شاو خوا کښې ، د هند د لکهنوو چاپ ١٢٦١ هـ ق .
          قصيدة توحيديه ، د ، الجمالة الالهية _ د قاهرې په کتابخونه کښې .
          رجزفى علامات الموت الابقراط په ٢٥ بيتونو کښې
          د صحبت ، په باره کښې دوه قصيدې ،
          د څلورو فصلونو په باره کښې قصيده ،
          په کامل بحر کښې دوصيت قصيده ،
          قصيدة د عوۀ الى صاحبه او قصيدة عن الدهر په برلين کــــــــښـــې
موجودې دي .