
ايمان الله هېوادمل
هېواد کې د اوسني جمهوررئيس ترمشرۍ لاندې په جوړشوي حکومت کې که له يوې خواء د پام وړ ځینې پرمختګونه رامنځته شوي له بل لوري قوم پرستي، د چارواکو له لوري يو بل ته دسيسې جوړول او بدګومانۍ پيداکول، تروريستي او جنايي پېښې زياتېدل، پښتانه ځپل او سر سړي يې له منځه وړول هم د يادولو دي، چې په تېرشوي تاريخ کې ساری نه لري، په اوسنۍ کابينه کې داسې څوک پر افغان ولس تحميل شوي، چې نه د اهليت خاوندان وي او نه د کومې پياوړې تجربې، ولې د ايران په شان کلک حمايه کوونکي هېوادونه لري، دا غړي د ولس نفرتونه پيدا کوي، نفاقونو ته لمن وهي، ورسپارل شوې دندې په هغه شکل چې لازمه ده پر مخ نه وړي، بدګومانۍ پيداکوي او داسې حالات يې جوړ کړی چې ته وا (جنګل) دی، هېڅ يو چارواکی دا فکر له ځان سره نه لري، چې د ځورېدلي، ځپل شوي او د نورو له لوري په تحميل شوي جنګ کې سوزېدلي ولس ته د دوی د ساتنې، خدمت او يووالي مسووليت ولري.
په مرمرېنه (ارګ) ماڼۍ کې دننه چارواکي چې تاسو سره اوږه په اوږه کار کوي، هغه څه ته لمن وي، چې د نورو خواوو څخه ستاسو توجه واړوي او پر نوي ټوکېدلي ناورين ستاسو فکر وتړي، د کابل په پوهنتون کې د راولاړې شوې ستونزې يادونه ضروري بولم، چې د همدې ستونزې په ټوکېدو محصلينو په لاريونونو لاس پورې کړ، يوه ډله يې د استادانو د ګوښه کېدو او بله ډله يې بيا د رئيسه هئيت د ګوښه کېدو غوښتنې کوي، پداسې حال کې چې همداء لوبه په ارګ کې دننه د هغه چارواکو له لوري په لار اچول شوې، چې مستقيماً د ايران هېواد له لوري حمايه کېږي، د چارو د ادارې او د وزيرانو شوراء د دارلانشاء رئيس صادق مدبر يو له هغه ايران اصله ايراني ګټو ته ژمن افغان دی، چې د کابل پوهنتون او يو شمېر نورو ستونزو په راټوکېدو سره غواړي ستاسو(ولسمشر) فکر چې د ايران په مقابل کې دی تغير کړي، او هغه لوبې ته چې اوس مهال ګرمه شوې وه او ټولو افغانانو په يوه خوله د ايران په خلاف اواز پورته کاوه چې په ايران کې ډېری افغانان بې ګناه وژل شوي، بيا يې په اونيو اونيو مړي هم هېوادوالو ته نه سپارل کېږي، زيات شمېر يې بې لدي چې ثبوتونه ولري په زندانونو کې د ژوند شپې ورځې تېروي او يو شمېر نورو باندې بيا هغه اندازه درادنه حکومتي کارونه کوي چې نورې نړۍ او حتی په ايران کې خپله د پرمختلليو ماشينونو په ذريعه کېږي، خو دوی يې په افغانانو ځکه په لاسونه دا سخت کارونه کوي، چې افغانان يې لکه يرغمل نيولي، کله چې دا ټولې اوازې پورته شوي او نږدې وه، چې ولسمشر د داسې اعمالو په مقابل کې قدم پورته کړي، په ارګ کې دننه ايراني ګټو ته د مدبر په شان ژمن چارواکو د ايراني حکومت په مستقيما لارښوونه او هداياتو د کابل پوهنتون موضوع ګرمه کړه، او دا مسله څنګه چې ښکاري په راتلونکي کې د لويو ناورینونو سبب کېدای شي.
پورته ذکر شوي چارواکي بيا ځانونه ولسمشر پورې اړوند بولي او وايي چې دوی سره د ولسمشر ډېره همدردي ده او هېڅکله به ولسمشر د دوی په ګوښه کېدو کې لاس په کار نشي، ددې ترڅنګ په وزارتونو کې کارونه په ټپه ولاړ دي، د عادي افغان څخه نېولې تر چارواکو پورې هر يو بايد کارخلاصون په موخه دوی ته پيسې ورکړي کنه هېڅ کار نه خلاصېږي، په وزارتونو کې د وزیرانو او معينانو ترمنځ هم ستونزې شته، معين د وزیر امر نه مني او وزير بيا د معين له لوري په ورکړل شويو اسنادو اجراات نه کوي، وزير په ارګ کې د څو اشخاصو له لوري او معين بيا د څو نورو له لوري حمايه کېږي، وزيران اوسمهال پدې بوخت دی، چې د کوم نوماند سره ځانونه وتړي، لوی قراردادونه ملګرو ته ورکړي او څنګه په شروع شوي چور کې ځانونه شامل کاندي ترڅو ډېرې پیسې لاس ته راوړي، ځکه چې د ۲۰۱۴کال وروسته قيامت راتلونکی دی، او دا قيامت بل څوک نه يوازې همداء چارواکي راوړي، د چارواکو له لوري ترسره کېدونکو کړنو ولس هم په فکر کې ډوب کړی، چې په راتلونکي کې به څه کېږي، ولس ته پکار ده، چې د ۲۰۱۴کال په اړه درانه تشويشونه اوفکرونه ولري، ولس پدې پوهېدلی چې د چارواکو له لوري دوی ته د ۲۰۱۴کال په اړه ورکول کېدونکي ژمنې بېځایه دي، ځکه چې چارواکي پرې خپله عمل نه کوي.
ددې لپاره چې ولس سره د راتلونکي منفي فکر له منځه ولاړ شي، او اوسنۍ اداره ژمنه او افغاني ګټو ته وفداره اداره شي، پکار ده، چې د ارګ په اوسني ټيم کې مثبت تغيرات راشي، او که مثبت تغيرات رانشي وزارتونه به فلج شي، قومي نفاقونه به مخ په زياتېدو شي، او هېواد به د ۲۰۱۴کال څخه مخکې له اقتصادي، اداري، امنيتي او اجتماعي سقوط سره مخامخ شي، او د ۱۹۹۲کال تاريخ به يوځل بيا د غير مدبرانه مشرۍ له وجهې تکرار شي، خو پکار ده، چې د يادو ستونزو او فکرونو د ليرې کولو په موخه جدي قدمونه واخيستل شي، صادقه، وطندوسته او افغاني ګټو ته ژمن کاري ټيم بايد پيدا شي، مثبت اصلاحات راوستولو لپاره بايد جدي قدمونه واخيستل شي، او د عامه ولس د ذهنيت جوړونې په موخه بايد اقتصادي، سياسي، اداري او نظامي ادارې تقويه شي، ملي وحدت لپاره قدمونه پورته شي، هغه څوک چې ستاسو له نوم څخه ناوړه ګټې پورته کوي له صحنې څخه وغورځول شي، هغه څوک بايد له سياسي صحنې څخه د منځه يوړل شي، چې تاسو په احساساتو راولي او بيا پداسې حالاتو کې تاسو د بېځايه پرېکړو د نيولو مشورې درکوي، دا خلک پوهېږي، چې کله ستاسو احساسات راوپاوري او کله درباندې يو څه د احساساتو پر وخت کې ومني، همدوئ بيا ډېرې داسې پرېکړو کې ګوت وهنه کوي او د مخنيوي سبب يې ګرځي، چې تاسو یې نيسئ، له بل طرفه دوی دوه مخي دي او د نورو هېوادونو پاسپورتونه هم لري، پدې اند دي، چې کله هم پر دوی ستونزه راشي نو ژر به بل هېواد ته منډه واخلي او افغان ولس به همداسې د تېر په شان په وير پرېږدي.
که څه هم په تېر ۱۲کالونو کې ولس ته هېڅ هم نه دي شوي ولې بيا هم دا صادقه او په وطن مين ولس تاسو ته سترګې په لار دی او دا هيله لري، که ولسمشر وغواړي په پاتې کمه دوره کې او ډېر ژر د پورته ذکر شويو ستونزو په ليرې کېدو کې ګړندي قدمونه اخيستلی شي.
ولسمشره! نور پرتاسو اړه لري، چې ولس له ستونزو ژغورئ او که له نویو ستونزو سره یې مخ کوئ.