د ښاغلی وهاج ساپی په نوم پرانېستے ليک

د ښاغلی وهاج ساپی په نوم پرانېستے ليک
له طرفه: انور شاهين خانخېل – پېښور (کوزه پښتونخوا)
برېښناليک:shaheenkhankhel@yahoo.com
په تېرو ورځو کښې راته يو کس چې وهاج ساپی نوميږی له بدو ردو او سپکاوی نه ډکه يوه ليکنه ايمېل کړه نو غواړم چې دا ځواب يې په پرانسته توګه ورولېږم چې نور پښتانۀ وروڼه ترې هم استفاده وکړی
د هغه پاک رب په نامه چې څوک له تيارو نه د رڼا او څوک له رڼا نه د تيارو په لور بوځی
ښاغلی وهاجه ! هيله ده چې روغ جوړ به يې
له بدر ردو او سپکايو او دروغو نه د ډک ايمېل د رالېږلو دې ډېره ډېره مننه
زۀ ډېر افسوس کوم چې تۀ ځان ته پښتون هم وائې او بيا له سپکاوی نه په ډکه داسې لهجه کښې خبرې کوې چې نه يې پښتو منی، نه يې منطق او نه يې يو مذهب منی. که څه هم تا خپله پښتو او خپله د پلار نيکۀ مسلمانی پرېښې ده او په سعودی عرب کښې وهابی شوے يې خو بيا هم درته پکار دی چې د يو بشر په توګه څه بشری اصول خو ولرې کنه. که څه هم يو پښتون ته د بدې ژبې ځواب ورکول اسان وی خو د اسلام مبين دين راته دا اجازت نه راکوی چې له اخلاقو نه پرېوتې خبرې وکړم.
زۀ به درته اول دا سپيناوے وکړم چې زۀ يو ساده پښتون او له شيعه سنی نه بالا تر يو مسلمان يم او د مسلمانۍ په عقيده کښې د محی الدين عربی (رح)، مولانا جلال الدين بلخی (رح)، علامه اقبال (رح) ، حمزه بابا (رح)، خوشحال بابا (رح) رحمان بابا (رح)، غنی خان بابا (رح) او امام خمېنی (رح) غوندې عارفانو او سالکانو د عرفانی نظرياتو حامی يم ځکه چې دغو عارفانو له خپل خالق او محبوب حقيقی سره په تعلق جوړولو سره خلقو ته صحيح او خالص توحيد ښودلے دے او له هر ډول فرقه واريت نه بالا تر يې د انسانيت خبره کړې ده او دغه عارفان د خداے له ګران رسول (ص) او د هغوی له اهلبېتو (ع) سره مينه د Ø
�يمان برخه ګڼی. نو ځکه مې د دوی د طريقت دا لاره خوښه ده.
همدا رنګ زۀ بنده شيعه او سنی مسلمانان وروڼه او د اسلام دوه لاسونه او دوه سترګې ګڼم او څوک چې د دوی ترمنځ تفرقه او اختلاف پېدا کوی هغوی د امريکې او اسرائيلو اېجنټان او د اسلام او مسلمانانو دښمنان ګڼم. او د هغو موخو او هدفونو په وړاندې کولو يې مامور ګڼم چې امريکه ورته د رسېدو لپاره په مليارډونو ډالره خرچ کوی.
البته څو پورې چې د ابن تيميه او ابن عبدالوهاب نجدی او د هغۀ د پېروکارو وهابيانو تعلق دے نو کېدې شی چې شيعه او سنی فرقې يې مسلمانان وګڼی خو زۀ يې مسلمانان نه ګڼم بلکې وهابيت د انګريز جاسوس (( مسټر همفرے )) په لاس د اسلام په خلاف يوه دهشت ګرده، ترهه ګره او متحجره تکفيری ډله ګڼم چې هدف يې اسلام په غلط رنګ کښې وړاندې کول اسلام بدنامول او په مسلمانانو کښې تفرقه او اختلاف پېدا کول دی چې د انګرېز جاسوس مسټر همفرے خپل اعترافات په دې خبره ګواه دی او دغه کتاب د نړۍ په ډېرو ژبو کښې ترجمه شوے او چاپ شوے دے ځکه چې د تاريخ پاڼې ګواه دی او اوس يې هم مونږ وينو چې و
هابيان، سنيان او شيعه دواړه مسلمان مذهبونه کافران او مشرکان ګڼی، د انبياء کرامو، اهلبېتو، اصحابو، اولياو او د دين د بزرګانو سپکاوے کوی، د هغوی قبرونو ته بتان وائی ، د خداے ګران رسول سرور کائنات حضرت محمد مصطفی (ص) نغوذ بالله د يو پوسټچی په توګه منی او د هغه پاک ذات په حقله ابن عبدالوهاب نجدی وائی چې نعوذ بالله زما امسا له پېغمبر(ص) نه ښه ده چې مار لړم پرې وژلې شم خو پېغمبر (ص) هيڅ نفع نقصان چا ته نه شی رسولې، دعاګانې، خېراتونه او د عيد ميلاد النبی (ص) غوندې اسلامی مناسبتونه بدعت ګڼی، د خداے پاک لپاره د جسم او د انسان غوندې د بدن قائل دی. پېغمبران معصÙ
�م او له ګناه نه پاک نه ګڼی بلکې پÙ!
‡ پېغ
مبرانو پسې يې د حديثونو په نامه رنګ رنګ ډرامې جوړې کړی دی. دوی نه د رسول الله (ص) له اولاد څخه د دولسو امامانو قائل دی او نه د څلورو سنی امامانو قائل دی او د امامت له اصل نه منکر دی. د کربلا په جنګ کښې يزيد په حقه او امام حسېن (ع) په نا حقه ګڼی. دغه تکفيری ډله د عربۍ ژبې له تقدس نه په ناوړه استفادې سره د نورو قومونو او ژبو سپکاوے کوی او قوميت او له خپلې مورنۍ ژبې سره مينه کول کفر ګڼی. او داسې نور ډېر خرافات او سپکاوی دی چې مسلمانان او په خاصه توګه زمونږ پښتانۀ ترې ډېر زيات واقف دی.
يو داسې وخت ؤ چې چا به چا ته کنځل کول نو ورته به يې ويل چې د وهابی زويه خو دغو وهابيانو د سنی مذهب په جامه کښې د سعودی د عياشو، شرابيانو او زنا کارو شېخانو په دولت او د امريکې او اسرائيلو په ملاتړ سره داسې تبليغات وکړل او په سنيانو کښې يې داسې نفوذ وکړ چې پوره پوره سنی ډلې او ګوندونه يې له خپل دين نه واړول او عقيدې يې ورته وهابی کړې او نن که مونږ وګورو نو په کومو سيمو کښې چې جهالت زيات وی هلته به وهابيان هم زيات وی ځکه چې دوی په هغو سيمو کښې چې چرته خلق علم او پوه لری نفوذ نه شی کولې.
اوس هم ما ته په پاکستان کښې د (( سپاه صحابه )) په نامه د وهابی ډلې چې امريکې، ضياء الحق او سعودی عرب په ګډه جوړه کړې وه او بيا وروستو ترې د پاکستان نورو استخباراتی ادارو طالبان جوړ کړل او پښتونخوا يې له تباهۍ او بدبختۍ سره مخامخ کړه دا نعره ياده ده چې ويل به يې: (( شيعه کافر سنی سور وهابی نور وهابی نور )) يعنې شيعه کافران دی سنيان خنځيران دی او يواځې وهابيان نور دی. په داسې حال کښې چې دغه ډله د خداے د ګران رسول (ص) له نورانيت نه انکار کوی. همدغې وهابی ډلې به ويل چې يا رسول الله (ص) ويل شرک دے ځکه چې يا حرف نداء ده او دا به يواځې خداے پاک لپاره استعمالوې خو چې
کله يې خپل جنګوی مړ شو نو د پاکستان په ديوالونو.يې دا جملې ټولې دنيا وليدې چې ( اے شهيد جنهنګوی! تېرا خون رنګ لائے ګا ) يعنې اے شهيد جنګوی ستا وينه به رنګ راوړی. نو بيا دلته ((اے)) يعنې ((يا)) حرف ندا نه وه. همدا سعودی چې وائی يواځې به له خداے پاک نه مدد غواړې له بل چا نه مدد غوښتل شرک دے خو چې کله صدام حسېن د امريکې په لمسه اعلان وکړ چې زۀ به سعودی عرب په توغنديو سره ولم نو همدغو سعودی وهابيانو بيا وويل چې اے امريکې مدد ته رارسېږه. اوس دغلته شرک نه ؤ ځکه چې امريکه خو هسې هم دوی خپل خداے ګڼی. همدا رنګ خپله د حج په ورځو کښې زمونږ ټول شيعه او سنی مسلمانان ګواه وÛ
Œ چې دغه وهابيان د رسول الله (ص) له !
عاشق
انو سره چې غواړی د رسول الله (ص) قبر مبارک ښکل کړی يا لږ تر لږه ورته ګوتې يوسی يا هغه مبارک مزار ته مخ کړی او دعا کوی نو کوم عمل ورسره کوی؟
دا يوه تاريخی خبره به کېدې شی چا ته معلومه وی يا نه چې د سعودی باچا عبدالعزيز په دور کښې هغۀ حج ته تللی د ټولو اسلامی فرقو مسلمان عالمان خپل دربار ته دعوت کړی او مېلمانۀ کړی وو نو د هرې فرقې عالمانو له ځانونو سره د باچا لپاره څه تحفې او ډالۍ هم يوړې چې په دغو کښې يو شيعه عالم، علامه سيد شرف الدين هم ؤ او په دغه کال دغه عالم د ټولو مسلمانانو د نمونځ امامت هم کړے ؤ. کله چې دغو ټولو عالمانو خپلې خپلې ډالۍ عبدالعزيز باچا ته وړاندې کړې نو علامه سيد شرف الدين هم ورته يوه ډالۍ وړاندې کړه چې قران مجيد ؤ او د څرمنې په ښکلی پوښ سره پټ ؤ. عبدالعزيز باچا زر هغه
ښکل کړ او په ډېر احترام يې قبول کړ. نو علامه سيد شرف الدين ورته وويل چې باچا صېبه! دا دې ولې ښکل کړ؟ هغۀ ورته وويل ځکه چې قران مجيد دے کنه، علامه ورته وويل تا خو هغه پاس څرمن ښکله کړه، هغۀ ورته وويل په دې وجه چې پکښې دننه قران مجيد دے کنه. نو بس علامه صېب ورته هغه حقيقت چې يې غوښتۀ بيان کړ او ورته يې وويل نو بس مونږ هم د رسول الله (ص) د قبر مبارک جالۍ او جنګلې ښکلوو په دې نيت چې پکښې زمونږ خوږ او ګران پېغمبر (ص) دے او له هغه پاک ذات سره يې نسبت دے نو د هغه ذات په خاطر يې ښکلوو. دغه وخت په عبدالعزيز باچا باندې دې ژوندی دليل ډېر تاثير وکړ او حکم يې جاری کړ چې لÙ
‡ نن نه پس د هر مذهب پېروکارو ته د Ø!
�پلې
عقيدې مطابق د مدينې منورې او مکې معظمې د زيارتونو کولو اجازت دے. خو افسوس چې دغه د عبدالعزيز باچا وروستی وختونه وو او د هغۀ له وفات نه پس نورو باچايانو بيا د خپلې وهابی نظريې مطابق پابندۍ ولګولې.
(( آل سعود )) هغه ډله ده چې د شجرې جرړې يې (( آل يهود )) ته رسيږی او دغې ډلې د تاريخ په اوږدو کښې تل د توحيد په نامه د شيعه او سنی مسلمانانو قتل عام کړے دے، په مدينه منوره او نورو اسلامی سيمو کښې يې د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو او صحابه کرامو ښکلی او مقدس مزارونه په بولډيزرو سره شهيدان کړی او حتی چې د رسول الله (ص) د مزار مبارک د شهيدولو هڅه يې هم کړې وه خو د نړۍ د ميلينونو مسلمانانو په احتجاج سره يې دغه طرحه وځنډوله.دا دے همدا اوس هم د عربو ځينو وهابی مفتيانو په عراق کښې د مقدسو زيارتونو د شهيدولو فتوې جاری کړې دی او په دې وروستيو کښې يې پرې عمل هÙ
… کړے دے.
نن د نړۍ ټول خلق په افغانستان، عراق او نړۍ په نورو سيمو کښې د طالبانو او القاعدې غوندې وهابی ډلو ظلمونه او اسلام بدناموونکی عمليات وينی ګوری او څه دليل ته ضرورت نشته. نن د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دا خبره معلومه ده چې د عربو وهابيانو شېخانو دربارونه له عيسائی او يهودی ښځو نه ډک دی او په شرابو کبابو او زنا کاريو بوخت دی او دغه شېخان د امريکې او صهيونېسټانو په خلاف يوه خبره هم نه شی کولې ګنې په خپل دربار کښې به مړه پراتۀ وی. د لبنان د حزب الله او د اسرائيلو په ٣٣ ورځنی جنګ کښې به د اسرائيلو جنګی الوتکو د لبنان په خلقو باندې د حملو لپاره تېل د سعودی له
اډو نه اخېستل، او دا دے اوس اوس امريکې د ايران د راپرزولو لپاره په سعودی باندې د دېرشو مليارډ ډالرو وسله خرڅه کړه او دغه شان اسرائيل هم په لا زياتو پرمختلليو وسلو سره سنبالوی چې د حزب الله او ايران او حماس مقابله وکړی چې دا داسې نه انکارېدونکی دليلونه دا خبره نوره هم په ډاګه کوی چې دا وهابی ډله د امريکې او اسرائيلو لپاره د هر ډول کارونه تر سره کوی.
ښاغلی وهاجه! زۀ درباندې ډېر خفه کېږم چې خپله پښتو او خپل خوږ اسلام دے پرېښود او په سعودی کښې وهابی شوې.پکار دی هغه پښتو او هغه اسلام بيا راټينګ کړې او د مسلمانانو تر مېنځ له اختلافاتو او د دينی مقدساتو له سپکاوی نه لاس واخلې. چې دنيا او اخېرت دې دواړ ښه شی.
بله دا چې تا په خپله ليکنه کښې د مسلمانانو ترمنېځ د تفرقې اچولو لپاره په شيعه مذهب باندې کوم د وهابيانو هغه تکرار شوی اعتراضونه کړی دی ، سپکاوی او کنځلونه دې کړی او تورونه دې لګولی دی نو زۀ به دومره عرض وکړم چې د شيعه او سنی ترمېنځ اختلافات اصولی نه بلکې فروعی دی بلکې خپله د سنی مذهبونو ترمېنځ دغه فروعی اختلافات لا زيات دی چې د دا ډول فروعی او فقهی اختلافاتو ته رحمت ويلې شوے دے. البته که ستاسو وهابيانو په شيعه مذهب څه اعتراضات وی نو دا په نن سبا د پرمختلليو ټېکنالوجيو په دور کښې څه ګرانه خبره نه ده. د سعودی عرب خپلو وهابی شېخانو ته دې ووايه چې د Ø
�يران له شېعه عالمانو سره په اختلافی مسائلو باندې په ټيلی ويژن باندې نېغ په نېغ مناظره وکړی. او لکه چې ما درته په سر کښې خپله عقيده بيان کړه که د تصوف او عرفان، پښتونولۍ او پښتو ژبې په حقله څه اعتراض وی نو زۀ درته حاضر يم.
د نړۍ د سنی او شيعه مسلمانانو د يووالی، سر لوړۍ او برياليتوب په هيله.
والسلام علی من التبع الهدی
انور شاهين خانخېل