د غزې کربلا

نن په غزه کښې يوه بله کربلا جوړه ده
د يزيديانو په لاس هر خوا واوېلا جوړه ده
 
کورونه وران او اوسېدونکي يې ټوټې ټوټې دي
هر لور ته کريکې ، ماتمونه، وير ژړا جوړه ده
 
ټول ماشومان، ښځې، ځوانان او بوډاګان قتليږي
په فلسطين باندې د ظلم انتها جوړه ده
 
دا مسلمان او عربان حکمرانان چرته دي؟
د ايمانونو يې امريکې سره سودا جوړه ده
 
نن امريکه، غرب، اروپا او اسرائيل يو شوي
اسلام خلاف يې دسيسه ښۀ برملا جوړه ده
 
صد آفرين په حزب الله او په حماس دې وي تل
د اسرائيلو نابودۍ لره بنا جوړه ده
 
بالاخره به  حسېني غورځنګ دنيا کښې جوړ شي
شاهينه کفر او نفاق لره فنا جوړه ده
 
 
 
د محرم په مقدسه مياشت کښې چې خداے پاک پکښې جنګ حرام کړے دے  د همدې مياشت په شروع کېدو سره يو ځل بيا د يزيد پېروکارو د صهيونېسټو غېر قانوني، غاصب او جعلي رژيم فوځيانو د امريکې ، انګرېزانو او نورو کفري قوتونو په ملاتړ سره د غزې د ښار  په مظلومو، بې وزلو، بې دفاع او بې اسرې فلسطينيانو باندې د هوا، زمکې او سمندر له لارې وحشيانه حملې پېل کړې او ماشومان، ښځې، بوډاګان او ځوانان يې په وينو او خاورو کښې ولوغړول. په داسې حال کښې چې د نړۍ يو قانون هم په جنګونو کښې د غېر فوځي په خاصه توګه د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو د وژنې اجازت نه ورکوي خو له بده مرغه  په دې وحشيانه يرغل کښې زياتره ماشومان او ښځې قتل عام شول.
او تر ټولو د افسوس خبره دا ده چې د اکثرو عربو او مسلمانو هېوادونو استبدادي  واکمنان چې د عوامو په څټونو باندې د وسلې او سرمايې په زرو ناست دي او له صهيونېسټو يزيديانو سره يې پټې او ښکاره رابطې لري او نن د کوفيانو کردار ادا کوي  هم د غزې د کربلا تماشه کوي بلکې په واضحه توګه به دا ووايو چې په دې انتظار کښې ناست دي چې کله به د فلسطين حماس غورځنګ له منځه لاړ شي بالکل هم هغه شان لکه چې په لبنان باندې د اسرائيلو د حـملې په وخت په دې انتظار کښې وو چې کله به حزب الله غورځنګ له منځه لاړ شي خو دا خداے پاک وعده ده چې ان حزب الله هم الغالبون. او د لبنان په ٣٣ ورځني جنګ کښې د اسرائيلو غوندې ستر فوځي قوت له ذلت او خوارۍ او شرمناکې ماتې سره مخامخ شو او حزب الله ته خداے پاک غلبه ورکړه او د دغو استبدادي تش په نامه مسلمانو واکمنانو ارمان پوره نه شو نو په دې جنګ کښې به هم انشاء الله چې حق غالب وي او باطل به ماتې خوري ځکه چې د نړۍ ټول حق پرسته عام انسانان چې هغه د هر مذهب ، مسلک، هر قوم او هر هېواد دي د مظلومو فلسطينيانو ملاتړ کوي
مونږ هم د نړۍ د ټولو مظلومو او مستضعفو خلقو سره په يو اواز د فلسطين د مظلومو مسلمانانو ملاتړ او د وخت د يزيد صفته ظالمانو او د هغوي د ملاتړو استکباري قوتونو او د هغوي د ظلمونو تماشه کوونکو تش په نامه مسلمانانو استبدادي واکمنانو او همدا رنګ د قاضي شرېح د پېروکارو هغو عربو او غېر عربو وهابي مفتيانو چې د فلسطينيانو په حق احتجاج کوونکي د دنيا په مېلينونو انسانان يې فاسدان بللي دي په سختۍ سره غندنه کوو. او د استکبار او استبداد تر تسلط لاندې عوامو ته بلنه وروکوو چې نن د حسېني کردار په ادا کولو سره د ظلم ، جبر، استکبار، استعمار او استبداد په خلاف په پاڅون سره د مظلومو ملاتړ ته راپاڅي. او د اسرائيلو، امريکې، انګرېزانو او نورو کفري او منافقو واکمنانو په خلاف د خپل قهر له څرګندونو سره سره دې خپل واکمنان په دې مجبوره کړي چې يوازې په يو مذمتي بيان دې بسنه ونکړي بلکې د ظالم اسرائيل په خلاف او د مظلومو فلسطينيانو په ملاتړ کښې دې عملي ګامونه اوچت کړي.
د هغې ورځې په اميدچې زمونږ مسلمانانو وړومبۍ قبله بېت المقدس او د فلسطين سپېڅلې خاوره د حزب الله او حماس په لاسو د غاصبو صهيونېسټانو له تسلط نه ازاده شي او اسرائيلي رژيم د زمکې له سر نه نابود او تش په نامه هغه مسلمان واکمنان چې له صهيونېسټانو سره پټ او ښکاره تړونونه لري رسوا او د خپلو عوامو په لاسو نسکور شي.
 
انور شاهين خانخېل