
نن سبا چي نړي د اړيکو نړې ده او نړيوال غوواړي چي دنورو هيوادونو سره دسولې فضا کې دخپلو ګټو لپاره دوستانه اړيکې ټينګې کړي او ددې اړيکو نه په استفاده خپل اقتصاد تقويه کړي له بده مرغه په ننې کليواله نړۍ کي زمونږ هيواد په خپل جنوب او ختيڅ کي داسې همسايه هيواد لري چي دافغانستان دنارامه کولو لپاره يي دخپل تاسيس د وخت نه تر اوسه هيڅ نوعه تخريبي کړنو نه مخ نه دې اړولې هغه که د داودخان شهيد وخت کې دهيواد ضد کړيو روزل اوسمبال ول وه اويا دجهاد وخت کې زمونږ دخلکو دپاکو احساساتو نه ناوړه ګټه اخستل وه ددوې دهمدې ناروا کړنو له امله زمونږ ملي ارزښتونه ، اسلامي ارزښتونه او بنسټيز جوړښتونه ديو سره له منځه ولاړل او دهمدوې د دسايسو په پايله کي داسلام په جامه کې ددين پتنګان تر پنځو کلونو پورې په کابل حاکم شول پاکستان غو ښتل چې د طا لبانو پواسطه خپلو ستراژيکو غو ښتنو ته ځان ورسوي او هم ددوې پواسطه د ډيورن کرښه امضاَ کړي خو کله چې طا لبانو د ډيورن کرښې امضا کول دځان دپاره په تاريخ کې تور داغ وګاڼه نو پاکستان دهغو ې په سر هم سودا وکړه او دبوش په يو ټيليفون مشرف داسلام ددين دا ښا غلي عالمان اوطالبان په امريکا سودا کړل په اسلام اباد کي دافغانستان دوخت سفير ښاغلې ملا عبدالسلام ضعيف امريکا يانو ته لاس تړلې حواله کړ دوې په دي سودا کې زيات ډالر وګتل او تر څلورو کلونوپورې يي دې تجارت ته ادامه ورکړه وروسته چې دوې وکتل دنړيووالې ټولنې شتون د افغانستان دپرمختګ اوسوالې سبب ګرځي نو يو ځل بيا ېې په نوي شکل طالبي ځواک رامنځ ته کړ صرف په دومره توپيرچې مخکينيو طالبانو به د دورې په زور اسلام عملي کاوه خو اوس هغه يي د سر پريکولو په واسطه پلې کوي دپاکستان د دسيسو جال تر افغانستان پورې محدود پاتې نشو بلکې د پاکستان کنترول لاندې پښتانه يي هم ډير بد بد وځپل او تر دې مهاله په سلګونو لر اوبر پښتانه شمله ور مشران يي دخپلو جلاتانو په لاس حلال کړل دوې نه يواځې پښتنو سره داڅه وکړل بلکه نړيوالو سره يي هم دوه مخې پاليسې وکړه چې له امله ېې پاکستان نړې کې تجريد او ګوښه شو دوې د دومره پيښونه دعبرت درس وانه خستلو او اوس ېې نو ې لوبه تجربه کړله هغه داچي پاکستان کي يي هغه ځواکونه چې لږ څه اعتدال خوښونکي وه د انتخاباتو کمپاين په وخت د زور واکو دناروا حملو پواسطه ېې د ميدان و باسل او دزور واکي په واسطه يي نواشريف اوعمران خان دولسواکې په ميدان کي کامياب را وويستل ددي نه د پاکستان داسټيبليشمينټ هدف د ٢٠١٤ نه وروسته افغانستان کې د ١٩٩٢ کال دمجاهدينو دتجربې عملي کول دي دکو مې تجربي چې نواشريف ښه وړتيا لري اوس دې لر او بر پښتانه سوچ وکړي چې دوې دپنجاب ګټې غواړي او يا خپلي د چنګ دوام دپنجاب او سوله دپښتون قام په ګټه ده او بـس په درنښت
ډاکټر زر علي معروف