
سيدحبيب
هر هېواد د نورو هېوادونو په وړاندې خپل ځانګړی هويت لري. چې د هغه هېواد له ملي ارزښتونو او ملي کلتور څخه څرګندېږي. د همدې ملي ارزښتونو له ډلې څخه يو هم د يوه هېواد پيسه ده، د هر هېواد د پيسو ډول د هغوی لپاره يو ملي ارزښت دی. خو که فکر وکړو، له بده مرغه موږ تر اوسه د نورو ارزښتونو په څېر دا ارزښت هم له لاسه ورکړی. له نږدې دوه لسیزو را په دې خوا د هېواد په ځينو ولايتونو لکه خوست، پکتيکا، پکتيا، غزني، ننګرهار، ارزګان او ځينو نورو یو شمېر هغو سرحدي ولایتونو کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري د افغانیو پر ځای د کلدارو کارول دود دي. بايد چې د دې ارزښت د ترلاسه کولو او د بېرته خپلولو لپاره دولت کار وکړي. خو تر اوسه افغان دولت دې مهمې مسئلې ته هېڅ پام نه دی کړی او نه يې هم په اړه کوم جدي اقدام کړی. موږ به ترڅو پورې له خپلو افغانانود کلداره که افغانۍکلمه اورو؟ آيا موږ خپله پيسه خپل ملي هويت نه بولو؟
اوس خبره تر پخوا هم خرابه شوې، هغه داسې چې په ځينو دولتي ادارو کې هم د افغانۍ په ځای کلدارې او يا هم ډالر تبادله کېږي. څو ورځې وړاندې د ننګرهار د ټلويزيون کارکوونکو د افغانستان د اتل شهيد قاسم خان کورنۍ ته يو څه پيسې ټولې کړې وې، فيسبوک کې يې ليکلي و، د ننګرهار ملي راډيو ټلويزيون کارکوونکو د شهيد قاسم خان له کورنۍ سره د سل زره کلدارو مرسته وکړه. په داسې حال کې چې قاسم خان خپله د کلدارو د خاوندانو له لاسه شهيد شو. خو زموږ افغانان بيا هم د هغې له کورنۍ سره د کلدارو مرسته کوي او کلدارې يادوي.
اوس بايد په دې فکر وکړو چې افغانۍ څه ډول دود کولای شو، او هڅه وکړو چې خپله ټوله راکړه ورکړه په افغانيو وکړو. خو زموږ ډېر خلک خپل ملي ارزښتونه نه پېژني. خلکو ته باید د افغانیو په اړه پوهای ورکړل شي. د خلکو احساس را ژوندی کړل شي او د خپل هېواد د ملي هویت دغه ارزښتناکه برخه ورته تشرېح کړل شي او ارزښت يې ورته وښودل شي.
خو له بلې خوا سوداګر بیا د افغانیو د دودولو او کارولو پر وړاندې یو لړ ستونزې په ګوته کوي او دا نیوکه کوي چې چارواکي په خپلو جېبونو کې د افغانيو پر ځای کلدارې ګرځوي. خو ډېرى خلک په دې فکر دي، چې که په ختيځو او ټولو هغو سيمو کې کلدارې په کې چلېږي د افغانيو دودولو لپاره له جدي څارنې نه کار وانه خيستل شي، هېڅ کله به کلداره په افغانيو بدله نه شي.
که اړوند ارګانونه قانوني چلند وکړي امکان لري په لږه موده کې د کلدارو پر ځاى افغانۍ دود شي، د کلدارو کاروونکو ته ګواښ وشي او جريمه شي. په ننګرهار کې ډېری دولتي مامورين، پوليس او نور ټول خپل معاشونه په کلدارو بدلوي او بيا پرې سودا کوي. اقتصادي موسسې لکه ګمرک، مستوفيت او خصوصي بانکونه چې د پيسو راکړه ورکړه کوي که دوى خپل معاملات له يوې مخې په افغانيو ترسره کړي، د افغانيو په دودولو کې به يې مرسته کړې وي. که دولت په رښتيا هم غواړي چې د افغانانو په منځ کې افغانۍ دود شي نو د افغانيو په راکړه ورکړه کې دې مکافات او مجزات شامل کړي.
جګړو هم د افغانيو ارزښت او دودولو ته ډېر ضرر رسولی، زموږ د افغانيو ارزښت د خپلمنځي جګړو پر مهال هم ډېر کم شو، هغه وخت افغانۍ دومره راولوېده چې زموږ خپلو افغانانو به پرې د شرم او دښمنانو پرې د وياړ احساس كاوه، ځکه چې د هغه مهال تش په نامه واكمنو په كانتينرونو راوړلې او د خپلو ناروا اهدافو لپاره يې هغه چا ته وركولې چې له دوى يې پيروي كوله، د طالبانو په واكمنۍ كې هم افغانۍ ښه ورځ ونه ليده، خو له نېكه مرغه په تېره يوه لسيزه کې د افغانۍ ارزښت تر پاکستانۍ کلدارې نږدې دوه برابره لوړ شو. يوه بله لويه ستونزه داده چې صرافان له بهر څخه پيسې د پاکستانيو بانکونو له لارې رالېږي او ګټه يې هم هغوى وړي.
ددې کار د اواري لپاره بايد لومړی د صرافانو په دې ناوړه کار بنديز ولګېږي، ځکه چې د دوی كار بې باوره او ناقانونه دی، په ځينو ولايتونو کې ډېری سودا اخيستونکي دوکاندارانو ته ځکه کلدارې ورکوي چې كه افغانۍ وركړي نو زياتې ترې اخلي.
حکومتي ادارې که له زړه وکړي، کولای شي دې ستونزې ته د پای ټکی کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې ولې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغانۍ پر ځای پاکستانۍ کلداره چلېږي او حکومت ولې په دې نه توانېږي چې مخه یې ونیسي. خو که چېرې دولتي ادارې افغانۍ وکاروي او ټول هغه نادولتي موسسې چې په سرحدي ولايتونو کې فعاليت کوي، راضي کړي چې هغوى هم خپلو کارکوونکو ته معاشونه په افغانيو ورکړي، له دې سره به د افغانيو په دودولو كې ډېره مرسته وشي.
ډېری سوداګر د کلدارو راکړه ورکړه د افغانيو د كموالي له كبله بولي. بله دا چې دوی ډېر توکي له پاکستان نه راوړي، راځئ د خپل ملي هويت ملاتړ او د پردیو اسعارو په چلند بندیز ولګوو. هر افغان بايد دا خپله دنده وبولي چې د پردیو اسعارو مخنیوی وکړي او خپل پولي واحد کارولو ته خلک وهڅوي. او له بله پلوه دولت باید د افغانۍ د چلند او کلدارو د مخنیوي لپاره یو ځانګړی قانون جوړ کړي او د قانون ماتوونکي دې د سزا لپاره د قانون منګولو ته وسپاري.
له ټولوملي سوداګرو هيله کوو، ترڅو له دې وروسته خپلې ټولې سوداګريزې راکړي ورکړې په افغانیو وکړي. د ټولو ولايتونو ښاروالۍ بايد هټیوالو ته لارښوونه وکړي چې په خپلو هټیو کې په ټولو توکو باندي د افغانیو مناسب نرخونه ولیکي او هرڅه په افغانيو واخلي او وپلوري.
موږ ټول افغانان بايد هوډ وکړو چې د خپل افغاني هویت د ساتلو په منظور د افغانیو د دودولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو، ځکه افغانۍ زموږ د ملي يووالي لپاره يوازينی ملي ارزښت دی.