ولسي جرګې ته د ژبو د پرمختګ لپاره مناسب وړانديز:


په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه كړ چې په ولسي جرګه كې د ملي ترمينالوژۍ پر سر فزيکي شخړه وشوه، ويل كيږي چې دا شخړه په قانون کې د پوهنتون او دانشګاه او پوهنځي او دانشکدې کلمو د کارولو په اړه په ولسي جرګه کې د بحثونو په جريان كې د جرګې دوو ښځينه غړو ترمنځ وشوه، دا چې شخړه څه ډول وه پدې خبرې نه كوو، خو په ولسي جرګه کې د هرات استازي احمد بهزاد ويلي، چې له اساسي قانون سره سم دولت اړ دى چې د ژبو د پرمختګ لپاره کار وکړي، بهزاد شپاړسمې مادې ته په اشارې وايي: د دې لپاره چې زموږ ژبې پرمختګ وکړي، د اړتيا په صورت کې بايد موږ ورته ځينې نورې کلمې له نورو بهرنيو ژبو را واخلو، په لوحو کې بايد د پوهنتون تر څنګ د دانشګاه کلمه هم وليکل شي ترڅو د دري ژبې د پرمختګ مخه نه وي نيول شوې، بهزاد وايي ډېر ارګانونه دي، چې هم دري او هم پښتو نوم لري، لکه د معارف وزارت ته د پوهني وزارت هم وايي.
همداشان د ولسي جرګې د تېرې دورې ريس محمديونس قانوني هم ورته نظر لري او وايي، چې په لوحو کې د پوهنتون ترڅنګ بايد د دانشګاه کلمه هم وليکل شي، ترڅو دغه ستونزه د تل لپاره هواره شي، قانوني دا هم ويلي چې که دغه ستونزه له همدې لارې هواره نه کړو په هېواد کې به داسې ستونزې رامنځته شي، چې بيا به يې نه دغه مجلس او نه هم دولت کنټرولولى شي.
اوس راځو مطلب ته بهزاد جانه ته خو خپلې خبرې يوځلې ښه وسنجوه چې څه دې ويلي دي؟
كه په ريښتياسره د اساسي قانون دغې مادې ته ژمن وې نوبايد دا دې هم ويلي وى چې له دې ورسته بايد په ټول هيواد كې احكام، مكتوبونه، د پوهنتون درسونه، د اوونيو ورځې او ګڼ شمېر نور چې په ټول هيواد كې تراوسه په دري ليكل كيږي، بايد په پښتو هم وليكل شي ځكه دولت بايد د ژبې د پرمختګ لپاره كار وكړي، تاسره دا انصاف نشته چې د كابل مركزي پوهنتون ټول درسونه په دري ژبه دي، دا هم بايد نيم په نيمه په پښتو ژبه وويل شي، ستاډېرى وزيران نه دا چې په پښتو ژبه ليكل نه شي كولاى او يا احكام پرې نه ليكي، په پښتو ژبه هيڅ پوهيږي نه، دا انصاف دى چې د هيواد يو وزير د خپل هيواد په رسمي ژبه نه پوهيږي؟؟؟
قانوني چې له خپل تخلص سره ډېر ليرې پاتې شوى او د ښه مجاهدنوم پرې پروت دى، اوس يې قوم پرستۍ ته مخه كړې، او له اسلامي ارشاداتو سره سم په ټكركې لګيا دى، قانوني صاحب پاس چې څه وليكل شول، كه ريښتياقانوني وې، بايد داسې ونه شي؟؟؟
ته خو وايي چې كه دا مسئله موږ اوس حل نه كړو ډېرې ستونزې به پيدا شي، ګرانه پدې فكر نه كوې چې له دې سره ستونزې كمې نه بلكې اورونه به بل كړې، ته اور ته لمن وهې چې تازه شي، او په زرګونو بي ګناه، بيچاره او مظلوم ولس يو ځل بيا پكې لوله لپه شي، ستاسو په دې كار سره به ټول هغه غريب ولس برباد شي چې د څو پيسو لپاره په نورو ولايتونوكې كار كوي، يواځې په خوست ښار كې په سلو كې ۹۰% دوكاندران دري ژبي دي، خوستيان ورسره د وروڼو په شان سلوك كوي، كنه له يوې ستونزې نه به يې خبر شوى وى!!!
همدا ډول ډير پښتنه دي چې په داسې ځاى كې د غريبۍ شپې او ورځې تېره وي چې ځايي اوسيدونكي يې دري ژبي دي، هغوى د وروڼو په شان ژوند كوي هيڅ كومې ستونزې نه سره لري، تاسو ته نورې د جنګ بهانې در تمامې شوې خو اوس مو د قوم او ژبې شخړو ته لستوڼي بډوهلي دي.
بيا غواړى چې په دې نوم له نورو امكانات تر لاسه كړى او لانجې ګرمې وساتى، تاله خپل ولس پوښتنه كړې چې هغوى دانشكده يا دانشګاه پېژني؟؟؟
كه خبره د تعصب نه بلكې د ژبې د پرمختګ په اړه وي نو ولې، دا نه وايى چې له دې ورسته دې وزارتونه، او ټولې دولتي ادارې نيم احكام او مكتوبونه په پښتو او نيم په دري ژبه وليكي، كنه يوه ورځ دې پښتو او بله دري وليكل شي، يادې يوه مياشت په يوه او بله مياشت دې په بله ژبه وليكل شي.
په پوهنتون كې دې درسونه په درې او پښتو ژبو دواړو وركړل شي، كنه تاسو خپله دا ثبوتوى چې موږ د افغانستان نه، بلكې د بل چا لپاره كار كوو او هغوى ته وفادار يو، كنه قانوني صاحب ته خو مجاهد يې او ديني زده كړې دې هم كړي، اسلام خو وايي چې انسانان يواځې دپيژندنې لپاره ډلې او قبيلې، قبيلې پيداشوي تاسو ولې داسې مسئلوته لمن وهى چې د مبارزه كونكو ايمان تر سوال لاندې راولي.
ځكه څوك چې د قوم او ژبې پر سرله نورو مسلمامانو سره توپير او قوم پرستي كوي هغوى خو د رسول اكرم له امت نه ګڼل كيږي.
افسوس خو پدې دى چې تاسو داسې څوك خوشاله وئ، چې د تخار ولايت په لسګونو كورنۍ يې د وير په ټغر كينولي، د فراه ولايت په سلګونو كورنۍ يې د زړه په درد اخته كړي او تل يې د خپلو خوږو بچيانو نه بي غمه كړل، او داسې نور ډېر څه يې كړي چې له مسلمانۍ سره ښكاره په ټكر كې وي. عادل خوستوال