د کابل دوروستي عملياتو په هکله د حزب اسلامي اعلاميه

حزب اسلامي د افغان ولس حقيقی خواخوږی او ددې مجاهد ولس د آرمانونو او خپلواکۍ مدافع دی ، حزب اسلامي په تيرو ۴۵ کلونوکې خپل ولس ته ثابته کړې چې حزب اسلامي يواځنۍ تنظيم دی چې دخپل ولس څخه ئې ددفاع او دې ولس ته د خپلواکۍ ګټلو په لاره کې خپل رښتوني بچيان قربان کړي ، او په پوره خواخوږۍ سره ئې د خپل ولس په ټپونو پټي ايښي دی ، دښمن نشي کولای ددې تنظيم روڼ او ځلانده تارېخ په غلطو او بی بنياده تبليغاتو سره داغجن کړي ، پدې ورستيو کې دحزب اسلامي لخوا د کابل په شاه شهيد سيمه کې د ترسره شوي فدائې بريد په هکله ددښمن مطبوعاتو و غوښتل چې د عوامو ذهنيت د حزب اسلامي د جهادي کارنامو په هکله غلط توجيه کړي او ددې غلطو تبليغاتو اساسي موخه دا وه چې دښمن ته رسيدلی درد او غم پټ او ددې ستري کارنامې رنګ بدل شي ، مونږ د مسلسل او دقيق څيړنو څخه وروسته ددې عملياتو دحقيقت په هکله لاندني معلومات خپل ولس ته وړاندې کوو ترڅو عام خلک ددښمن د تبليغاتي سحر څخه متاثر نشي او د حزب اسلامي د جهادي کارنامو په هکله بدګماني ونکړي :
ددښمن له منځه وړل شوي سلاکاران چي تعداد ئې ۱۳ تنو ته رسيده تر ټولو مهم نظامي مشاورين ول چې د دفاع وزارت په کشف رياست کي ئې د مشاورينو په توګه دنده ترسره کوله ، او دښمن دومره پرې درديدلی وه چې داخله وزير مجبور شو د عملياتو سيمي ته ولاړ شي او خپل غمرازی له خپلو بادارانو سره شريک کړي .
په سيمه کې ددښمن د حقيقي تلفاتو د نه افشاء کيدو لپاره دښمن سيمي ته تر ډيرو ساعتونو د خبرنګارانو د ورتللو مخنيوی وکړ ، او په ډير شرم ئې مجبورا خپل تلفات شپږ کسان اعلان کړل ، حال دا چې داشمير تر دې دوچنده وه.
د عملياتو سيمه بازار ښودل کيده حال دا چې هلته يوي خواته د وکيل کور او بلې خواته د عزيزي بانک نماينده ګۍ وه ، تخريب شوي موټر يو هم روان او د سورليو موټر ندي ، بلکه د وکيل او عزيزی بانک ولاړ موټر تخريب شوي .
تر عملياتو وروسته د وکيل د کور مؤظف عسکر او له عملياتو يواځني پاتې شوي زخمي امريکائې مشاور په خپلو ډزو دوه ماشومان او يو د عزېزی بانک کارکونکۍ وژلي . عام تلفات همدا دري کسان دي او د زخميانو شمير هم تر شپږو کسانو ډير ندی ، چې ټول په شيشو سطحي زخميان شوي ول ، دښمن د عامو تلفاتو له درواغجنو ادعاوو سره سره هيڅ حقیقی صحنه ئې ونشو ښودلای .
حزب اسلامي نظامي عمليات د خپل ولس  د هغو تنکيو بچيانو په غچ کې تر سره کوي کوم چې هره ورځ د هيواد په ګوټ ، ګوټ کې د صليبي دښمن په وړندو بمباريو کې شهيدان کيږي ، حزب اسلامي په دې عملياتو کې هم ددښمن په ډزو ويشتل شوي عام ولسي وګړي ددښمن د ظلم يو برخه ګڼي چې د ويښ ضمير لرونکۍ افغانانو ته ښه څرګند دی .
حزب اسلامي د شاه شهيد په فدائې عملياتو کې ددښمن په ډزو ويشتل شوي کسانو په هکله د حقيقت د څرګنديدو لپاره هر رنګ بی طرفه تحقيقاتو ته اماده دی او په جرات سره اعلان کوي چې په دې دقيق عملياتو کې محدود عام تلفات هم د دښمن لخوا وارد شوی ، د شهيدانو جسدونه ددې ګواه دي چې هغوي د مرميو په ډزو ويشتل شوي نه د انفجار په ټوټو ، ددې حقيقت لپاره بايد يو بی طرفه طبي ټيم زمونږ د کسانو په موجوديت کې تحقيقات وکړي ، مونږ ددې لپاره پوره اماده ګي لرو .
په اخره کې په هغه نا افغانانو تاسف کوو چې ددښمن په لاس هره ورځ وژل شوي افغانان او ددوي دخويندو عفتونه ددوي ضمير نشي راويښولای ، بلکه ددښمن ناروا او غلط تبليغاتو ته بيا دومره زور ورکوي چې حقيقتونه پکې پټ شي ، تاريخ به ددې ناافغانه او ذليلو خلکو دا خيانتونه هير نکړي .
                                                                           والسلام 
                                                                      هارون زرغون 
                                                                 د حزب اسلامي وياند