
ليکوال: سيدحبيب
هر هېواد، هره ټولنه او هر ملت خپل ځانګړي ملي ارزښتونه او ملي بنسټونه لري، چې د يوه هېواد ملي پانګه بلل کېږي. دغه ارزښتونه ساتنه غواړي، هغه څوک يې ساتلی شي چې ملي فکر ولري خو هغه کسان چې د ملي فکر پر ځای شخصي فکر ولري نشي کولای خپل ملي ارزښتونه او ملي بنسټونه څه ډول چې اړتيا ده هغسې وساتي.
څو ورځې وړاندې مې له يوه کس سره چې تازه يې له سيمې او ولايت څخه د ولسمشر کرزي په امر بهرني سرتېري وتلي و او ځای يې افغان ملي پوځ نيولی و د افغانستان په روانو او ستونزمنو حالاتو خبرې کولې. ډېر خواشينی و او له افغان ملي اردو يې سرټکاوه، ويل يې ملي اردو زموږ په ولسوالۍ کې له خلکو سره زور زياتی کوي، دوی مسلمان نه دي، پر خلکو ظلم کوي، کورونه تالاشي کوي، دوی تر امريکايانو ډېر ظالمان دي، امريکا خو به چې کوم طالب ونيو بندي به يې کړ بيا به وروسته په يوه لاره نه يوه لاره خوشې شو، خو دا ظالمان يې ځای په ځای وژني.
زه يې خبرو ته حيران شوم، له دې مخکې به مې چې دا کس وليد تل به يې ويل، کلي کور ته مو سره کفار راغلي، دوی کافران دي، زموږ خلکو او زموږ دين ته سپکاوی کوي او په خلکو ظلم کوي، وهي ټکوي يې او خلک يې له ژوند زړه توري کړي دي.
اوس که داسې نظرونو او څرګندونو ته فکر وکړو، دې پايلې ته رسېږو چې موږ په هېڅ حالت نه راضي کېږو. که په وطن کې له سرو کفارو بهرنيو سرتېرو خلاص شو بيا په خپلو افغانو مسلمانو سرتېرو هم نيوکه کوو او هر ډول چې کېږي د کارونو خنډ يې کېږو، او په سيمه کې يې ګرځېدل بد راباندې لګېږي. څو ځله مې له سيمه ييزو خلکو اورېدلي چې امريکايي پوځيان طالبانو سره جګړه نه کوي، طالب چې کله ډز وکړي، بيا امريکايي پوځيان کلي او کورونو ته د خپلو وسلو شپېلۍ برابرې کړي او هر ډول يې چې زړه وي هغه ډول ډزې پرې کوي. او په مقابل کې يې طالبان هم له هغې لوري ډزې کوي، دې پسې نه ګرځي چې د ټوپک او راکټ مرمۍ يې په امريکايي لګېږي او که د سيمې په خپل افغان مسلمان ورور، دوی يې د حافظ د غونډوسکي په څېر واروي او د ډزو په کړلو کې له هغوی ځان کم نه راولي. دا په دې مانا چې د دواړو لوريو تر منځ د ملکي او سيمه ييزو خلکو د ځورونې او وژنې سيالي روانه وي.
خو اوس چې افغان ملي پوځ په ځينو سيمو کې ځای پر ځای شوی دی، بيا هم دا خلک ترې خوښ نه دي وايي پوځ تالاشي کوي، ظلم کوي او خلک وهي. زما په فکر دا به هم ناشونی کار وي چې د حکومت کولو لپاره له آسمانه ملايکې راښکته کړل شي. موږ بايد د حکومت کولو لپاره خپل افغانان ومنو، موږ ته لازمه ده چې تر خپله وسه همکاري ورسره وکړو. له ملي پوځ سره د همکارۍ له لارې کولای شو، د دوی له خوا د ظلم مخه ونيسو. زما په فکر خو يوازې په بد ويلو، تور لګولو، ښکنځلو، ټاپه لګولو، مسلمان ته په کافر ويلو او له هرې ډلې سره په مخالفت څه نشو ترلاسه کولای. خو په منطق، کره دليل، خپلو خلکو، ملي ارزښتونو او ملي بنسټونو ته په درناوي سره کولای شو ډېرې ستونزې اوارې کړو.
موږ په اوسني حساس وخت کې پوځ ته اړتيا لرو او د هر افغان دنده ده چې تر خپله وسه مرسته ورسره وکړي. که پوځ ونلرو نو هر هغه ښامار چې تر نورو راته نژدې دی ډېر ژر به مو تر ستوني تېر کړي. زه په خپل پوځ وياړم که کمزوری هم وي، يوه ورځ به ځواکمن شي، خپله خاوره، ناموس او ملت به وساتلای شي. د پاکستان له پخواني لومړي وزير نوازشريف نه کوم ژورنالېست پوښتنه کړې وه، چې تا په دې دومره موده واکمنۍ کې د خپل هېواد لپاره کوم د يادولو وړ کار وکړ؟ نوموړي په ځواب کې ورته ويلي و، چې ما د افغانستان پياوړی ملي پوځ دړې وړې کړ، دا مې پاکستان ته لوی خدمت کړی دی. که چېرې د پاکستان د لومړي وزير دې وينا ته فکر وکړو، نو بايد چې د خپلو ملي بنسټونو او ملي ارزښتونو لکه ملي اردو، ملي پوليس او ملي دودونو ساتنه وکړو او له يو بل سره لاس يو کړو، نه چې دا نوی جوړ شوی پوځ مو همدا نواز شريف يو ځل بيا دړې وړې کړي. موږ بايد د خپلو ملي ارزښتونو ساتنه وکړو او په درنه سترګه ورته وګورو. هر هېواد يوه پياوړي پوځ ته اړتيا لري، که حکومت د هر چا وي خو پوځ بايد ولرو، پوځ زموږ ملي ارزښت دی له پوځ پرته موږ نشو کولای خپل ملک له ګاونډيو خوړونکو ښامارانو وساتو، هغوی هره لحظه زموږ وينو ته تږي ناست دي، دوی اسلام د ځان لپاره د سپر په توګه کاروي، خپله يې نه مني خو زما په وړاندې ترې سوء استفاده کوي.
څو ورځې وړاندې چې پاکستان زموږ د هېواد د جلال آباد د ګوشتې په ولسوالۍ تېری وکړ، موږ ټولو افغانانو هغه ورځې او هغه حالت په خپلو سترګو وليد. دوی زموږ په خاوره کې پوځي تاسيسات جوړ کړل. په دې سره يې يو ځل بيا زموږ په وړاندې خپله کرکه څرګنده کړه، يو ځل بيا يې خپله د کلونو کلونو دښمني څرګنده کړه. په ډاګه يې کړه چې اوس هم ستاسې دښمن يم او د انګرېز په پخوانۍ راکړل شوې او له تاسې بېله شوې خاوره قناعت نه کوم نوره خاوره مې هم په کار ده. چې دا موږ ته د اندېښنې خبره ده له بلې خوا دې جګړې يوه د خوښۍ خبره هم درلوده، هغه دا چې په ټول هېواد کې د خپل ملي پوځ او له افغانستان څخه د دفاع په موخه لاريونونه وشول، خلک سره يو موټۍ شول او د خپل دښمن په وړاندې يو لاس ودرېدل.
زموږ ګاونډيان هېڅکله هم دا نه خوښوي چې موږ دې ډاکټر، انجينر، فابريکه، روغتون، سړک، مارکېټ او پاک ښار ولرو. دوی خو تل په دې خوشاله دي چې زموږ ناروغ د حيات آباد په رحمان ميډيکل روغتون کې تداوي شي او څه پيسې چې لرو، دوی ته يې تسليم کړو. موږ به ترڅو پورې رحمان ميډيکل روغتون ته اړ و، ولې په خپل هېواد کې د رحمان ميډيکل روغتون بديل جوړ نه کړو.
موږ په هېواد کې د پرېمانه تازه مېوو لکه مڼو، انګورو، انارو او نورو مېوو لپاره سړه خونه نه لرو او تل خپلې مېوې د مېوې د پخېدو په وخت په وړيا ډول نورو هېوادونو ته تسليموو، ځکه که تسليم يې نکړو نو له ځنډ پرته له منځه ځي.
خو ددې ټولو ستونزو د اورېدو لپاره موږ ټول افغانان يوه خبره کوو هغه دا چې امنيت نشته، امنيت خو پخپله نه راځي، امنيت خو د خلکو په مرسته راځي، د پياوړې اردو په مرسته راځي. موږ بايد خپل تاسيسات، ملي بنسټونه، ملي ارزښتونه وساتو، درناوی يې وکړو مرسته ورسره وکړو او تل د خپلو ملي ارزښتونو داسې ساتنه وکړو، کوم ډول يې چې نور ولسونه ساتنه کړي.
د يوه پياوړي هېواد، پياوړي ملي پوځ او پياوړو ملي ارزښتونو په هيله