
نېږدې یو کال کېږی چې د اذان په نوم درنې علمي، فکري او دعوتي مجلې کار پېل کړی، دغې مجلې کارکونکو څه موده وروسته د اذان په نوم په انټرنیټ کې یو ویب سایټ هم جوړ کړ، د اذان خپروندیه ټولنې ادارې لخوا خپریدونکې مجله او ویب سایټ دواړه ډیر په ښه او اعلی معیار سره خپل کار په مخه وړي. له اولې ورځې چې د مجلې پر پښتۍ ليکل شوې کوم تګلوری لیکل شوی تر پنځمې ګڼې پورې په ډير ښه انداز سره پرې روان دي.
http://aazaMn.net/index.php
مجله ښه علمي، فکري او دعوتي ده، په لوستو طبقه کې يې ځای مېندلی دی او نیږدې ده چې په لنډ وخت کې به له ډیرو میدان وګټي. دا به یې د چلوونکو اخلاص وګڼو.
چې خبره اوږده نشي اصلي مقصد ته راځم، دغې علمي، دعوتي مجلې چې په کومه بڼه او تیزۍ سره کار پیل کړی، هغسې روان نه دي، له همدې امله یې مسوولینو او د سايټ چلوونکو ته څو د ورورولۍ مشورې او وړانديزونه کوم:
لومړی: د مجلې کار مو ډیر ځنډنی دی، باید یې چې کوم نېټه مو ورته ټاکلې ده، په هغه وخت یې خپره کړﺉ، مجله ۲ میاشتینۍ ده او د نومبر او دسمبر میاشتو مجله ایله اوس له چاپه راووته، یعنی تاسې ۳ مجلې وروسته پاتې یﺉ. تر دې مهاله باید تاسو ۷ ګڼې راويستې وای.
د مجلې د خپرونې یا مجلې ته د مارکیټ موندنې کار مو ډیر سست دی، تاسې فکر کوم ۱۰۰۰ مجلې چاپوﺉ چې کافي تعداد دی، خو څومره چې تاسې یې باید وويشﺉ، هغومره نه کوﺉ، کابل ته نه رسيږي ننګرهار ته د ګوتو په شمېر څو ورسيږي او بس. خپل کار تر پېښور پورې مه منحصروﺉ.
په مجله چې مو کم تر کمه مصرف شوی وي نو ۱۰۰ روپۍ به پرې راغلې وي، چې خورا زیات شی دی، که تاسې ددې شوقیان یﺉ چې مجله مو په رنګين او غوره کاغذ کې بازار ته راوباسﺉ نو دومره خو هم کولای شﺉ چې ډيزاین یې لږ سم ورجوړ کړﺉ، دومره مصرف سره دومره ناقص او خراب ډيزاین د مجلې ارزښت کموي.
د څلورمې او پنځمې مجلې ډیزاین که زه ووایم چې د تېرو ګڼو څخه په سل وارې خراب دی، نو دروغ به مې نه وي ویلي. کوم سرليکونه چې تاسو ورکړي، د یوې مجلې خو لا څه کوې د یوې ورځپاڼې یا کتاب عنوانونو سره هم نه ښايي، د سرليک ډیزاین خورا مهم دی، په دې ګڼو کې سرليکونه خورا خراب دي، باید چې په اینده ګڼو کې ورته توجه وشي.
دننه ليکنو کې د فونټ سایز خورا زیات دی، مجله فکر نه کوم چې ټول سپين ګيرې دې ګوري، ځوانان، متوسط عمرونو خلک به یې هم ګوري، دومره به یې سترګې خرابې نه وي چې د لږ سایز فونټ به نشي کتلای.
که د ټولې مجلې د لیکنو فونټ سایز لږ تر لږه یولس او زیات یې ۱۳ شي نو ښه به وي، تاسو چې د کمونیزم خونړی تاریخ، تقليد، نړیوالتوب، انفلاسیون یا د پيسو پړسوب ليکنو ته کوم سایز ورکړی، خورا زیات دی، هسې مو د مجلې حجم پرې زیات کړی او بس.
اکثر ليکنې پای ته رسیدلې وي، تاسو سره نيم مخ یا له نیم څخه زیات ځای خالي پاتې وي، دغه ځای ددې په ځای چې تش پاتې شي د علماو او اسلامي مفکرینو په وینا ګانو ښایسته شي نو ښه به وي.
د مجلې پښتۍ کې باید نوې نوښت وکړﺉ، څلورمه او پنځمه ګڼه مو بېخي ددرېیمې ګڼي کاپي ده، درېیمه ګڼه لا ښه ښکاري، دې ګڼې باندې ليکل شوي عنوانونه بیخې ددې نه دي چې نابلده کس دې مجلې ته جذب کړي.
د سایټ په اړه دومره وایم چې خبرونو او لیکنو کې که بې طرفه پاتې شﺉ نو ښه به وي.
دا یو څو د ورورۍ مشورې او وړانديزونه وه، مسوولین یې زه سم نه پيژنم، چې د هغوی سره مې مخامخ دا خبره مطرح کړې وای له همدې امله چې غږ مې تر اذانوالو ورسیږي، د نيټ له لارې دا ليکنه خپره کړه.
درنښت