مافيايي قشر او طالبي عشر


څو کاله کيږي چې د ننګرهار ځينې ولسواليو کې په لوی لاس نا امنۍ ته لمن وهل کيږي، ننګرهار چې يو وخت د سولې کور و، اوس د مافيا، قاچاق او طالبيزم اساسي ټاټوبی دی ، د هر قشر خپله سيمه ، بريد او ګټې معلومي دي يو دبل په چارو کې غرض نه کوي ، مثلا د ننګرهار ښار د رسمي مافيايي باڼدونو او کړيو تر منځ ويشل شوی ، والي او شريکان يې ګل مراد ، فاروق او ځينې نور سوداګر ، مسلميار او اړوند ګروپ يې قدير کورنۍ او ځينې ننګرهار اړوند د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړي ، او يو بله ډله چې له ښاره بهر په ولسواليو کې په مختلفو نومونو د طالب د چتر لاندې د ولس پر سر چپه ميچنې ګرځوي.
ننګرهار ته له ډير اوږده ځنډ وروسته بريښنا راغله خلک خوشاله شول چې که خدای کول نو جلال اباد له سختې ګرمي خو به خلاص شي ، خو له بده مرغه چې د ننګرهاريانو دا له ډير لږ ځنډ وروسته له خاورو سره خاورې شوې دا بريښنا هم په ښار کې دشته مافيا ډلو منګلو ته پريوته يوه ډيره تازه کيسه ده وايي چې هغه تيره ورځ خپله ګل مراد د جلال اباد د وچ ډنډ په سيمه کې خپلې جرناتورې راټلوې کړې او د يو بل قرارداد پر بنسټ چې له بريښنا شرکت سره يي کړی دولتي بريښنا اخلي او په خلکو يې يو کيلو واټ د ۲۵ افغانيو په بدل کې پلوري ،والي هم خوشاله دی ځکه هغه هم خپله برخه اخلي او او خلک هم مصروف دي، څوک يي لری کولای هم نه شي ، د ننګرهار ولسونو يې خلاف نږدې يوه اونۍ مظاهرې وکړې خو کرزي صيب بيا د دې پرځای چې لرې يې کړي تقدير کړ او د ګوشتې اتل يې ترې جوړ کړی ، قدير ته خو خدای زاخيوال برابر کړ او د نوموړي د اوړو د قاچاق دوسيه يي د خلکو مخ ته کړه دا چې نورې څومره بدمرغۍ د ده دلاسه په ننګرهار کې خلکو ته رسيږي هغه خو څوک ويلای نه شي، مسلميار که څه هم لا ځان سپين مرغه ګڼي خو په ننګرهار او په ځانګړې توګه د چپرهار په ولسوالۍ کې خلک فکر کوي چې د شته نا امنيو تر شا يې لاس دی له کومه وخته چې يې ورور صديق خان د چپرهار ولسوال شوی طالبان په چپرهار کې په ښكاره ګرځي .
طالب چې د اسلام ټيکه دار دی او امريکايانو خلاف يې جهاد اعلان کړی ، اوس داسې فکر کوي چې له امريکا سره خو يي زور برابر نه دی نو ولې له ولس زور نه اوباسې په ننګرهار کې تازه فصلونه رسيدلی غنم او په ځينو سيمو کې کوکنار ، طالبان د ورځې له مخې په ښکار مخونو ډلې ډلې ګرځي او له خلکو عشرونه غواړي حکومت لکه دمخه مې چې وويلې په خپلو مافيايي معاملو کې ګير دی او ولس بيا د دې ټولو خونخوارانو په پنجو کې ولسمشر د راتلونکې لپاره په معاملو کې او سياسي کسان د راتلونکې لپاره په خوبو کې هيڅوک د ولس او هيواد په غم کې نه الله دې د دې ولس په حال ورحميږي