د زمزمې نيازۍ هنري زمزمې

                           د زمزمې نيازۍ هنري زمزمې!
يادونه: دا ليکنه مې د آغلې زمزمې نيازۍ د کتاب (نه به هغه په دې لار راشي، نه هغه وختونه) د مخکتنې د غونډې لپاره کړې وه، خو هلته مې وخت پيدا نه کړو چې ورشم او وايې وروم.)


           د خيالاتو، جذباتو، عواطفو او حوادثو په يو ځانګړي انداز کې بیان او اظهار ته شعر وايي، هغه کلام چې موزونه بحر، وزن، قافيه او رديف ولري شعر ورته وايي، همداسې د شعر ډېرتعريفونه دي، هر څوک يې خپل ذهن او فکر له زاويې تعريفوي. ولې هر څوک شاعر نشي کېدای او ولې کم خلک شاعران دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې څوک شاعر دی او که څوک  شاعر نه دی تر اوسه پورې  يې ځواب کړې نه دي.
     وايي هر څوک چې له  موره وزيږي شاعر وي؛ خو څوک د شعر په ژبه اظهار کولی شي او څوک نه. څوک ژبور او سخنور شي، نو شاعر شي او څوک داسې نه وي هغه شاعر نه وي. په اوس  وخت کې شاعر ته د الهام کېدو او نه کېدو خبره ډېره کيږي، څوک وايي چې په شعر کې الهام يا شعر  نازېدل څه خبره نه ده، هر وخت چې شاعر له کومې ښې او بدې پېښې نه متاثره شي شعر وليکي، دې کې د الهام څه کيسه  نشته او ځينې يې بيا همدا له پېښې نه متاثره کېدل او څه ليکل الهام ګڼي. که داسې نه وای نو نن به هر څوک شاعر و. د دې لپاره يو ښه دليل دا هم کېدای شي تاسې به تجربه کړې وي، ځينې وخت سړی ډير وخت  لري او څه بوختيا نلري، زړه يې غواړي چې شعر وليکي؛ خو نشي يې ليکلی او کله بيا ډېر بوخت وي خو بيا هم شعرونه پرې رااوري.
          په دې وروستيو کې ځينو خلکو وويل چې هر څوک بايد شعر ونه ليکي، ځکه چې شاعران ډېر شوي دي او څوک مناسب شعرونه نه ليکي، دا خبره په شاعرانو ښه ونه لګېده او له هر لوري راوپارېدل، زه هم له دې خلکو سره همغږی يم، دا ټول مني چې تاريخ هر څوک نه ساتي، که چا شعر ته د زړه وينې ورکړې او وځلېده، کېدای شي تاريخ يې هم وساتي. ځينې خلک هسې هم شعر ليکلو ته جوړ وي، هغه که خواري هم  ونکړي ښه شعر ليکي، د شعر ليکلو استعداد لري، دا خو ټول مني، چې  هر څوک، خوشال، رحمان، حمزه، حميد او.......... نشي کيدای؛ ځکه چې د دوی په وختونو کې به هم داسې ډير شاعران وو؛ خو تاريخ يوازې دوی ساتلي دي. اوس که يو څوک ووايي چې زه  خو هماغسې نه يم،  نو ولې بيا شعر ونه ليکم، داسې  نه ده دا پرېکړه به راتلونکي وختونه او تاريخ  کوي، چې څوک څوک د ساتلو دي.
              زمونږ ډېری لوی ليکوال، لکه حبيبي صاحب، رښتين صاحب ، الفت صاحب،رشاد صاحب او نور د شعر له لارې نثر ته راغلي دي، چې دا د شعر ځانګړنه او کمال دی. که څوک په شعر ليکلو برلاسی وي، هغه دې شعر وليکي، که څوک له نثرسره مينه لري او تجربه پکې لري هغه دې بيا د شعر پر ځای نثر  وليکي، ژباړه دې وکړي او څېړنه دې وکړي.
       د خدای فضل دی په دې وروستيو کلونو  کې پښتو  شعر هم ښه وځلیده، د ښو ښو نارينه او ښځينه شاعرانو ټولګې پکې  خپرې شوې. په ټوله کې مونږ د شعر او نثر په برخه کې د مېرمنو ونډې ته نن سبا زياته اړتيا لرو او لکه څومره چې پکار ده هومره کار نه دی ورته شوی،شايد د دې علت د انقلابونو، مهاجرتونو، ښځينه محروميتونو او نور ستونزو له امله وي؛ خو  بيا هم په دې وروستيو کې په کابل کې د مېرمن ادبي بهير مېرمنو ته دا موقع په لاس ورکړه، چې په خلاص زړه غونډو ته لاړې شي او د خپلو خيالاتو اظهار پکې وکړي.
       آغلې زمزمه نيازۍ هم يوه د مېرمن ادبي بهیر له ګډونوالو څخه ده، چې تل يې د بهير په غونډو کې برخه اخيستې ده. ما يې ډير شعرونه لوستي دي او خوند مې  ترې اخيستي دی، په لومړي ځل چې زه د مېرمن ادبي بهير ته لاړم، اغلې نيازۍ مې وليده، چې ډير جالبه شعر يې وويلې او نورو خوېندو هم په چکچکو بدرګه کړو. په دې وروستيو کې مې د آغلې خور په شعري ټولګه سترګې خوږې  شوې، ومې لوسته او خوند مې ترې واخيستو.
     د زمزمې خور په شعر کې مې يو شی وليدو  چې شعر يې دومره رواني لري،چې هر څوک په ډېرې اسانۍ سره پرې  پوهيږي، زه وايم چې د مېرمنو په شعر کې بايد دا شی وي، ځکه چې مېرمنې شايد په پېچلو شعرونو ښې  ونه پوهيږي. له دې پرته مې  د نوموړې خورکۍ په شعر کې ډېره معصوميت وليدو، شاعره ځان ډېر بې ګناه بولي، چې دا زمونږ د  پښتنې ټولنې د محروميتونو ښه هېنداره ده؛لکه په پښتو لنډيو کې چې ښځينه محروميتونه ګورو، لاندې  بېتونو ته ځير شئ:
                
چي پکي کرکه کرکه ژوند دی مینه نه پیژني
 ما داسي ښارکې پیغلتوب او تا ځواني تیره کړه
 
 شپې او ورځې دې بي یاره مجبوري د
 چې دې زغمم انتظاره مجبوري  ده

هغه څه چې ښځينه شاعره يې حس او درک کوي شايد نارينه يې د دوی د اظهار په ژبه هماغسې ونه پوهيږي. وايي چې پښتنې مېرمنې شنه بوټي ته هم سر سپينوي، چې دا يې معصوميت، ژمنتيا او  وفاداري ښه بېلګه ده، د زمزمې  خور لاندې  بيت کې د پښتنې ټولنې د بې وسي انځور څومره جالبه دی:


نه دا ستا د خپلولو امکان وینم
 نه وتی شم له دي ښاره مجبوري ده
 
شاعره چې کله نهيلې شوې ده نو غواړي چې محبوب هېر کړي او يا هغه په دې وډار کړي چې نور دې  له زړه څخه باسم؛ خو داسې نه وي د يو چا هېرول د هغه د ډېر يادولو په  مانا دی:
  
نور به صبر وظیفه کړم درنه ځمه
 هیروم دې نور نگاره مجبوري ده
شاعره د همدې غزل په يو بيت کې يو څوک يادوي چې دا لېونی نه دی چې په خندا دار  ته ورخيژي؛ بلکې دا د مينې ګنهګار او د مينې لېونی دی او دا يې مجبوري ده، خلک بايد لېونۍ ورته ونه وايي:



دي سړي ته لیونی خطاب ونکړئ
 په خندا چي ځي تر داره مجبوري ده

شاعره ډېره با احساسه او حالاتو ته سترګې په لاره چې کله به سوله او سوکالي راشي، په همدې يې زيات باور دی، پرې خوش باوره ده او تمه يې شته، ورته ژاړي نه؛ بلکې په خندا له  ناخوالو سره مخامخ کيږي:

زمزمې ښـــــــــکاري د دې وخت یې د بدلون په تمه
په دې حالاتو کې چې اوس هم لاموسکۍ پاتې یې



 
د زمزمې پر کتاب (نه به هغه په دې لار راشي، نه هغه وختونه) ډيرې خبرې کيدای شي، ما يې د شعر يو څو بېلګې له تاسې سره شريکې کړې. نوموړې په ازاد شعر کې هم طبعه ازمايي کړې ده چې پکې بريالی  ښکاري؛ خو ډېره شاعري يې غزل ده، غزل او نظم دواړه يې له شرنګ او  اهنګه مالا مال دي، زه شاعرې ته يوه مشوره ورکوم، شاعره دې په خپلو  شعرونو کې نوره هم هيله منه او باوري شي، نهيلي ته  دې ډېر شعرونه نه ليکي، ځکه چې نهيلي خوښي وژني.
    زه مطمین يم که زمزمه خور د محنت او خواري لمن همداسې ټينګه ونيسي، مطالعه وکړي، په مشاعرو او کره کتنيزو غونډو کې  ګډون  وکړي، تمه شته چې په راتلونکې کې به د هيواد وتلې او مخکښه شاعره وي.
په همدې هيله.
ډاکتر محمدحنيف حيران
کابل
۲۴-۰۲-۱۳۹۲