
د نور الله نامي!
په دې ورځو کې هم څه پېښه شوې وه، دوست مې غوښتل بازار
ته لاړ شي زه هم ور سره روان شوم، خو له روانېدو مخکې مې دوست ته وويل چې سړيه
راځه دا ساټ باټپه رښتيا هم چې زما يې بوټانو ته نه و پام شوی، همغه کليوالي لوی لوی
بوټان يې په پښو وو، ما چې ورته وکتل ما ته هم خندا راغله، لنډه دا چې يو څه مو پوليس ته ور کړل، ځان مو ترې خلاص کړ.
نوموړي له خپله ځانه د ګوشتې په اړه داسلامي امارت نظر
جوړ کړی او بيا يې له يوې او بلې خوا اوتې بوتې ويشتې دي، خو د الله جل جلاله کارو
ته ګوره چې دا دي اسلامي امارت دګوشتې په اړه خپله معقوله، پخه، کره، په اسلامي
اصولو اوملي ګټو ولاړه اعلاميه خپره کړه.
خبره مې د نور الله نامي د تقلب او ځان د مولوي په جامه
کې نغاړلو کوله، نوموړي غريب خو له ځان سره د مولوي په ليکلو خپله خواري کوي، مګر
خبره يې د ليکنې ده، يقينا که هر څوک دده ليکنه ولولي نو له ورايه به ورته جوته شي
چې ياره! ځکه مولوي دا رنګه سر چوک جملې او عبارتونه نه کاروي، ته که هر څوک په سر له اخو
ديخوا نه جنډې تاو را تاو کړې، ځان ملا اومولوي کړې، له بيخ نه دې پته لګېږي چې
څوک يې؟!
نوموړي له خلکو غوښتي چې طالبانو ته افغانان مه وايئ! څه باندې د څلويښتو هېوادونو يرغلګر در باندې راټول دي! په ماشومانو دې جنسي تيرې کوي! خپله دوی
درته وايي چې معاشونه دې زه در کوم نو څه رنګه د خپلواکۍ دعوې کوې؟!
ستا ضمير او وجدان دومره ويده دی چې لا تر اوسه نه
پوهېږې! کم تر کمه يوه ورځ خو به دې د خپلو ماما زامنو او خاله زامنو د ناکردو په
اړه هم ګوتې لږ کړولې وای! په اړه به يې دې يوه وړه ليکنه کړې وای! تندی
خو به دې لږ تريو کړی وای!
خو اصل حقيقت
دا دی چې ته خپله د يرغلګرو محصول يې، ستا هست او نيست تر يرغلګرو پورې تړلي، ته
هم په دې ښه پوهېږې چې که دا د ماما او خاله زامن دې نه وي نو بيا يو ساعت هم په
دې غيرتي او مجاهده خاوره کې نشې تم کېدای! د
ديني ارزښتونو او ملي اقدارو په بيه سره او شنه ياران خوشحاله کړې!
توريالی هېواد وال