
مولوي نورالله اندړ
د ګوشتې پېښه چې د افغانانو ملي احساسات یې را وپارول، یوه داسې پېښه وه چې ټول افغان ولس د پاکستان په باب خپل احساسات په ډاګه کړل، بلکې د بېلابېلو وړو او سترو لاریونونو په بڼه یې له پاکستان څخه د خپل نفرت اظهار وکړ، او دا یې ثابته کړه چې د خپلې یوې لوېشتې خاورې واک هم چا ته نه ورکوي، او د تېري او تجاوز په صورت کې عملاً د جګړې میدان ته ور دانګي. دا پېښه چې تقریباً لس ورځې مخکې رامنځته شوه، او نومیالی محمد قاسم خان یې لومړی شهید و، چې خپل سپېڅلی روح یې د الله تعالی په نامه د خپلې پاکې خاورې نذرانه کړ، او عام ولس یې د پاکو وینو داسې احترام وکړ چې تر اوسه پورې د کوم بل شهید داسې احترام نه دی شوی. په زرګونو خلکو یې د جنازې په لمانځه کې برخه واخیسته، په قبر یې ګېډۍ ګېډۍ ګلونه ور کېښودل او ټول مظلوم ولس ورته د لوی الله په دربار کې د دوعا لاسونه لپه کړل، ځوان شهید ته یې د بښنې، او کورنۍ ته یې صبر او زغم دوعاګانې وغوښتلې.
ریښتیا هم باید د داسې مور قدر وشي چې د خپل زړه ټوټه یې د پاکې خاورې نذرانه کړه. داسې پلار ته باید پلار وویل شي چې خپل ګران زوی یې د خپل ولس دفاع ته وقف کړ. د داسې مېرمنې باید د زړه له کومې درناوی وشي چې خپل خوږ خاوند یې د خپل هېواد په ساتنه کې له ځانه بیل کړ، او د داسې یتیمانو باید بشپړه پاملرنه وشي چې د مهربان پلار سایه یې له سره لرې شوه.
خو طالبان په دې ټولو سربېره هم، په نوموړي حساسه موضوع کې غلي پاتي ول. اوږده موده یې په دې اړه هیڅ ونه ویل. ګڼو رسنیو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته برېښنالیکونه واستول چې د طالبانو نظر وپوښتي، خو هغوی هیڅ ځواب ورنکړ. د عام ولس دا تمه وه چې که طالبان د پاکستان غندلو ته حاضر نشي، لږ تر لږه، بې طرفه، او بې موقفه خو به پاتې شي، خو طالبانو بالعکس، په تېره شنبه، عام ولس ته عملاً وښودله، چې دوی په دې حساسه موضوع کې بې موقفه نه دي، بلکې د پاکستان ګټو، او اهدافو ته تر هرڅه زیاته ترجیح ورکوي. تاسې به اورېدلي وي چې د ګوشتې له پېښې تقریباً لس، یوولس شپې وروسته د تېرې هفتې پر ورځ طالبانو په کامه ولسوالۍ کې د ګوشتې سنګر ته پرلاره، د افغان سرحدي پولیسو یو موټر په ماین والوځاوه، او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یې په ډېره بې شرمۍ پړه پر غاړه واخیسته، او د لمر غوندې یې څرګنده کړه چې د افغانستان، او پاکستان ترمنځ په جګړه کې موږ په زغرده د پاکستان بچیان یو، او هیڅ افغاني ارزښت ته درناوی نه لرو.
ګرانو لوستونکیو، تاسې ووایاست، د خدای لپاره طالبانو ته افغانان ویل، له افغانیت او افغانانو سره ظلم او خیانت نه دی؟ له طالبانو د افغانیت او د افغاني ارزښتونو د ننګې تمه خپله طالبتوب او د افغانانو پر ټنډه تور داغ ور ایښودل نه دي؟
څوک چې خپله خاوره، ولس، بیرغ، اردو، او پولې نه لري، دا سړی نه حقیقي، او نه حکمي شخصیت لري. نوموړی ساکن هرکجا دی، چې چېرته ښه، هلته یې شپه وي. افغان ورته ویل ستره ګناه، او د نورو افغانانو پر حقونو تېری دی.
د طالبانو خواخوږیو ته دا وایم چې که طالبان د ټولې نړۍ د هر زړه ور قوم په نامه نوموئ، خو د خدای لپاره، د افغانانو په نامه یې مه یادوئ، ځکه ... (په خپلو تبصرو تش ځای ډک، او لامل په ګوته کړئ.)