په ایران کې دولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې ...

 په ایران کې دولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې ...
په ایران کې دولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو په اړه سر له اوسه پوښتنې او اندېښنې راپورته شوې دي ،چې څوک به یې ګټي ؟ پګړۍ که خولۍ او ... دا پوښتنه یوازې علي خامنئي ځوابولای شي ، چې ټاکنو ته وار له مخه چمتو دی . دا به لومړنۍ ټاکنې وي ،چې له پیله نیولې تر پایه خامنئي کنترول کړې دي .
په نویمو کلونو کې خامنئي دومره نفوذ نه درلود ،چې دعلي اکبر هاشمي رفسنجاني په ټاکنه کې پریکنده رول ولوبوي همدا راز خامنئي ونه توانیده ،چې رفسنجاني دمحمد خاتمي له ملاتړ او مرستې راوګرځوي .

په 2005 ز کې خامنئي هڅه وکړه ،چې دخپل زوی پرمټ دپولیسو پخوانی مشر محمد باقر قالیباف کاندید او دولسمشرۍ څوکۍ ته ورسوي ، خو پلان یې ناکام شو ځکه قالینباف دټاکنو په لومړي پړاو کې له 5% لږې رایې خپلې کړې وې . خامنئي له مجبوریته احمدي نژاد ته مخه کړه او ملاتړ یې ورڅخه اعلان کړ ،چې درفسنجاني مخه پرې ونیسي ،چې د درېیم ځل لپاره ولسمشر نه شي .
په 2009 ز خامنئي اړ ،چې یو ځل بیا له احمدي نژاد خپل ملاتړ وکړي او دا ځل پرې دمېرحسین موسوي مخه ونیسوي ځکه موسوي دوه لسیزې خامنئي ته دسر په کاسه کې اوبه ورکړې وې .
وروسته له دې ،چې خامنئي په نظام کې خپل مخالفین وځپل اوس کولای شي ،چې دهغه سړی دولسمشر په توګه وټاکي ،چې دده خوښ ويرښ .
په ایران کې دنظام او دانقلاب د لارښود دګاندې لپاره دا مهمه ده ،چې راتلونکې ولسمشر به څه ډول کس وي پګړۍ به یې پر سر وي که خوله او که سرتوره به وي ؟ دشپږو ولسمشرانو له منځه دریو یې پګړۍ درلودې .
پګړۍ دشیعه مذهبي مشرانو سمبول دی ،چې له څلورو پیړیو راهسې یې راخپل کړې دی او دوی بیا دسیاسي واک په اړه ضدونقیض دریځونه لري . په عامه توګه په ایران کې دوه رنګه پګړۍ کارول کیږي : سپینه او توره .
کوم مذهبي مشران ،چې سپینه پګړۍ کاروي مانا یې داده ،چې دوی دنبي علیه السلام له نسله نه دي په بله مانا اصل یې عربي نه دی او هغه ،چې توره پګړۍ لري دوی د اهل البیت له نسله دي او د( الاثناعشریة ) له طایفې څخه دي .
خبره یو څه پیچلې ده دعربو له برید وروسته په ایران کې ولسي نکلونه وايي : دحضرت علي کرم الله وجهه زوی حسین دایران دوروستي پاچا یزدګر له لور بي بي شهر بانو سره واده کړې دی . کېسه داسې ده او کېدای شي په اتلسمه پیړۍ کې لیکل شوې وي پر ایران دعربو له برید څخه درې کاله وړاندې یوه شپه د شهربانو او دنبي علیه السلام دلور بي بي فاطمې ترمنځ لیده کاته شوې دي . بي بي شهر بانو په بغداد کې په خپله ماڼۍ کې پر تخت ناسته وه ، هغه مهال عربانو دا سیمه (المدائن ) بلله او دپارس امپراتوري پلازمینه وه . او بي بي فاطمه پرداسې ګاډۍ سپره وه ،چې ملایکو روانه کړې وه ترهیدلې شهربانو ته وايي : ډېر ژر به زما له ګران زوی سره واده وکړې .
شهربانو ورته وايي : دا څنګه شونې ده ،چې له تاسې یو کس سره واده وکړم ،چې 1000 کیلومتره له دې ځایه (المدائن ) لرې دی . فاطمه ځواب ورکوي : هر څه چمتو دي څنګه ،چې دا امپراتوري ړنګه شي ستاسې دواړو واده به وشي . دشنونکو او تاریخپوهانو له انده ددې کیسې پیغام دادی ،چې راوروسته ټول امامان ،چې پارسیان دي دا اجازه لري ،چې دعربو دین او پارسي نژاد سره یو ځای کړي . 

دپګړۍ پیچلتیاوې :
په ایران کې پګړۍ ډېرې پیچلتیاوې لري . ددیني زده کړو طالبان / شاګردان کولای شي ،چې دنګه پګړۍ وتړي او دا معلومه شي ،چې دوی په دې ډګر کې نوي دي .
(حجة الاسلام ) او یا دمنځنۍ کچې ملا کولای شي ،چې یو څه پیړه پګړۍ په سر کړي ، خو لویه پګړۍ ،چې څو متره وي یوازې د(ایت الله ) نښه ده .
درفسنجاني سپینه پګړۍ ددې مانا ورکوي ،چې دا کس له عربي نسل څخه نه دی ، خو خاتمي ، خامنئياو خميني بیا تورې پګړۍ تړي مانا ،چې دوی دپلار له پلوه عرب دي .
په ایران کې دولسمشرۍ احتمالي کاندیدان :

علي اکبر ولایتي

په لومړۍ دوره کې دپارلمان غړی و ، د1981-1997 ز ترمنځ دبهرنیو چارو وزیر و ، سخت دریځه دی او دخامنئي ته له نږدې کسانو څخه شمېرل کیږي او اوس دنړیوالو اړیکو په برخه کې دخامنئي سلاکار دی او دانقلاب دفرهنګي کمیسون او دتشخیص مصلحت نظام غړی دی .
علي اکبر ولایتي د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د درې ګوني سخت دریځه ایتلاف غړی دی دا ایتلاف د حداد عادل او محمد باقر قالیباف څخه جوړ شوې دی .
دتېرو دریو لسیزو تجربو دا ښودلې ده هغه څوک ،چې پلنې ،پیړې پګړۍ کاروي ،چې دشیعه مذهب له مشرانو څخه حساب شي دوی دانتخابي منصب د ترلاسه کولو په موخه کومه هڅه نه ده کړې او نه یې کوي ولسمشري خو غټه خبره ده خو کله ،چې دنرې پګړۍ څښتن واک ته ورسیږي سمدلاسه خپله پګړۍ پلنوي ، ږیره اوږدوي ،چې دمذهبي کس بڼه راخپله کړي ان خمیني ،چې په 1979 ز کې په تهران کې واک تر لاسه کړ خپله پګړۍ یې څو میتره نوره هم پسې اوږده کړه .
کله ،چې خامنئي دلومړي ځل لپاره وټاکل شو بیا یې نرې پګړۍ تړله خو کله ،چې دانقلاب لارښود او ولي فقیه شو دخپل پګړۍ حجم یې ډېر کړ او له رسنیو یې وغوښتل ،چې د( ایت الله العظمی ) په نوم یې یاد کړي .
ایا خامنئي به هڅه وکړي د( پګړیو قبیله ) څخه کوم یو واک ته ورسوي ؟ ځکه لیدل کیږي چې ځینو اخوندانو وار له مخه دخپلې کاندیدا خبر ورکړی دی په دې کې تر ټولو مشهور یې علي فلاحیان دی ،چې پخوا داستخباراتو وزیر و او خامنئي ته نږدې کس دی .
له دې هر څه سره خامنئي به دوه ځل فکر کوي که چیرې کوم ملا دولسمشرۍ څوکۍ ته رسوي . که چیرې کوم ملا دولسمشر په توګه وټاکل شي بیا داسې انګیرل کیږي ،چې دا دیني دولت دی او ملایان غواړي واک په خپل ګروت کې ونیسي او خامنئي بیا ګومان کوي ،چې زه خو نړیوال خوځښت رهبري کوم ، چې د( نوي تمدن ) درامنخته کولو لپاره هڅې کوي او اسلامي دولت به یې مخبیلګه وي .
که چیرې ملا ولسمشر شي بیا به سخته وي ،چې نړیوال قانع کړي او ایران دبیلګې په توګه ورته وړاندې کړي .
له بل پلوه ،له څو اړخونو څخه ملا او پګړۍ تړونکې ولسمشر خپله خامنئي ته هم ګواښ دی . کېدای شي یو شمېر تکنوکراتان ، کارپوهان ، مطلب اشنا او نور له دې نوي ولسمشر څخه راتاو شي او دراتلونکي سړی په سترګه به ورته وګوري او سوکه سوکه به ځانونه له خامنئي څخه لیرې کړي ځکه ،چې دا پخوانی او زوړ دی .
ولسمشرۍ ته دکاندیدانو ترمنځ پګړۍ تړونکې هغه رښتنیي او ژمن وي لکه رفسنجاني ، خاتمي او دکورنیو چارو پخوانی وزیر عبدالله نوري . رفسنجاني او خاتمي دواړه دخامنئي له بد چلند څخه خپه دي او دځان سپکاوې یې بولي . دا نوباوري ده که دا ځل هر یو له دوی څخه وټاکل شو خامنئي ته به دومره وخت ورنه کړي ،چې ټول واک په خپل ګروت کې ونیسي . او عبدالله نوري ،چې پر نظام یې نیوکې کړې وې او پنځه کاله یې زندان هم تېر کړې دی ، ډیری یې له بوریس یلڅین سره ورته بولي ځکه ،چې په مناسب وخت کې یې دهغه نظام دړنګیدو خبر ورکړی و چې دا یې واک ته رسولی و .
محمد باقر قالیباف :

دتهران والي او دتهران پوهنتون استاد تېر شوې دی ، دسپاه پاسداران دهوايي ځواک قومندان و ،چې په 2000 ز کې خامنئي دایران په کچه دامنیتي ځواکونو عمومي قومندان وټاکه پردې سربېره له قاچاق سره دمبارزې په برخه کې دولسمشر استازي دنده یې هم ترسره کړې ده . په 2005 ز کې د درې ګوني ایتلاف غړی شو ،چې دولسمشرۍ ټاکنې یې بایلودې .
که چیرې خامنئي وغواړي خوله او اتومي پروګرام دواړه یو ځای کړي نو بیا اړ دی ،چې بل څه غوره کړي . دا مهال نو 63 کلن حسن روحاني غوره کس دی ،چې ورته چاره ترسره کړي . دا هغه ملا دی ،چې درفسنجاني او خاتمي دواکمنۍ پر مهال یې اتومي خبرې اترې ترسره کولې . روحاني دمنځنۍ کچې دیني عالم دی او په انګلستان کې یې کیمیا لوستې ده ، خو په هیڅ صورت درفسنجاني ، خاتمي او عبدالله نوري مقام ته نه شي رسیدای او دخامنئي لپاره کوم ګواښ هم نه دی ځکه پوره یوه لسیزه دایران دملي امنیت عمومي مشر و او له نظامي او استخباراتي ارګانونو ته نږدې دی .
که چیرې ملایان وغواړي ،چې د اتومي پروګرام ټولې خواوې په خپل کنترول کې وساتي نو روحاني بیا وړ کس دی .
روحاني توانیدلې و ،چې دایران داتومي پروګرام په اړه دخبرو پرمهال اروپايي حکومتونه ورته ګوته په غاښ شي ان ،چې دانګلستان دبهرنیو چارو وزیر پخوانی وزیر یې په اړه وايي : دا زیرکه ډیپلومات دی او داسی سړی دی ،چې کار ورسره کېدای شي .
دروحاني بله ستونزه داده ،چې نوموړي هڅه کړې ده ،چې ټولې خواوې ورڅخه خوشاله وي او درفسنجاني او خاتمي په ګډون له ټولو سره ښې اړیکې ولري . که چیرې بخت ورسره یاري وکړي او واک ته ورسیږي هڅه به وکړي ،چې دخپلو پخوانیوملګرو په ګټه دخامنئي دواک بریدونه رامحدود کړي .
دخولۍ غوره کول / ټاکنه  

دخولۍ ټاکنه به څنګه وي ؟ دلته هم خامنئي له یو شمېر ستونزو سره مخ دی . پخوا هغو دریو ولسمشرانو ،چې خولۍ په سر وې دانقلاب لارښود ته ستونزې راپنځولې وې .
لومړی ابو الحسن بني صدر ،چې له خپل نوم سره یې د (سید) لقب کاروه او دا یې ښودله ،چې نسل یې دامامانو له زوزاته څخه دی او دلارښود دواک دراکمولو په موخه ځان دایت الله زوی معرفي کاوه . د وخت په تېریدویې له لارښود سره اړیکې ترینګلې شوې خمیني دنهو کلیمو یوه فتوا صادره کړه او بني صدر یې له واک څخه لیرې کړي دلته نو معلومه شوه،چې لارښود پوره واک لري .
دویم یې محمد علي رجائي و ،چې له ټاکل کېدو څو اونۍ وروسته ترور شو او دا یې زمینه یې تر لاسه نه کړه ،چې دلارښود په اړه خپله تګلار انځور کړي ، خو لیکنو او ویناوو یې ښودله ،چې دا دعلي شریعتي شاګرد دی ، چې هر وخت یې جنجالونه رامنځته کول دشریعتي شعارد او ( موږ له اخوندانو پرته شیعه مذهب غواړو ).
دریېم ولسمشر ،چې خوله یې په سر وه هغه محمود احمدي نژاد و اوس داسې ځای ته رسیدلې دی ،چې غواړي خپل ځان ملي ولسمشر په بڼه راڅرګند کړي او د(پټ امام ) راتګ خبره یې هم راپورته کړې ده .
له بل پلوه ، خوله دهغو ایراني مخورو سمبول و ،چې لویدیز پلوه او دنولسمې پیړۍ په نیمايي کې په ولس پراخه ملاتړ تر لاسه کړې و او دشلمې پيړۍ په پیل کې یې په ټول ایران کې سیاسي واک راخپل کړې و ،چې بیا په 1970 ز کې ملایانو / اخوندانو ترې ونیوه .
ځینې بیا وايي : په ایران کې منځنۍ کچه دا غوره بولي ،چې ولسمشر دی داسې کس وي ،چې خوله په سروي ځکه دڅو لسیزو په تیریدو ایرانی ولس دملایانو له تګلارو او سیاستونو څخه تر پوزې رسیدلې دی .
که چیرې هغه کس ،چې خوله یې په سر وي او واک ته ورسیږي ایا دا به دولس په مرسته داساسي قانون په ګډون یو شمېر اصلاحات رامنځته نه کړي ؟ کېدای شي په دې اصلاحاتو کې دا هم شامل وي ،چې دانقلاب دلارښود منصب له منځه یوسي او ایران عادي جمهوریت شي ،چې دواک بنسټ به یې ملي خپلواکي وي ؟
دې کې هم شک نشته خامنئي به هڅه وکړي ،چې داسې کس به ولسمشر کړي ،چې څرګند دریځ به نه لري او خوله به یې په سر وي او په ټوله به مانا به دلارښود تابع وي .
ځینې داسې کسان راڅرګند شوې دي ،چې دا ډول نښې لري لکه دبهرنیو چارو پخوانی وزیر منوچهر متکي نوم یې هغه مهال دژبو پر سر ګرځیده ،چې ولسمشر احمدي نژاد په ډېره سپکه بڼه له څوکۍ څخه ګوښه کړ .
پردې سربېره دعلي اکبر ولایتي نوم هم اخستل کیږي نوموړی د خامنئي دنړیوالو چارو سلاکار دی بل کس ،چې په دې ګټګورۍ کې شامل دی هغه خامنئي ته نږدې غلام علي حداد عادل دی ،چې داسلامي مجلس پخوانی رییس و او له خامنئي سره کورنۍ اړیکې هم لري .
دا هم شونې ده ،چې خامنئي به د درې واړو هرکلی وکړي ځکه دوی داسې کسان نه دي ،چې کاریزما دې ولري او پراخه ولسي ملاتړ ته اړ دي .

غلام علي حداد عادل
دتشخیص مصلحت نظام غړی دی . پخوا دپرلمان رییس هم تیر شوې او دپارلمان له شپږمې دورې څخه تر اوسه یې غړی دی . پردې سربېره نوموړی د(فرهنګستان / دژبې او پارسي ادب ) دټولنې رییس او دانقلاب دفرهنګي کمیسون غړی دی ،چې څه موده وړاندې یې د ولایتي او قالیباف په ملتیا یو ایتلاف هم رامنځته کړې دی . دا درې واړه په خپل منځ کې پردې سلا شوې دي ،چې په خپل منځ کې به سیالي نه کوي ،بلکې دقانون پر بنسټ به همغږي او همکاري کوي . دا هم خامنئي ته نږدې کس دی او کورنۍ اړیکې ورسره لري .
داسې هم ویل کیږي ،چې خامنئي غواړي دعلي لاریجاني داړیکو له شبکې څخه ګټه پورته کړي او لاریجاني دولسمشرۍ څوکۍ ته ورسوي ، خو دا هم له ګواښه ډکه ستراتیژي ده ځکه دلاریجاني شبکه هڅه کوي ،چې د(ولي فقیه ) څخه دخپلو ګټو امپراتوري خوندي کړي که لاریجاني او شبکه یې پوهه شوه ،چې ګټې یې له ګواښ سره مخ دي دوی به یوه شیبه هم درنګ ونه وکړي او سمدلاسه به دانقلاب لارښود زمریانو ته واچوي .
په پلازمینه تهران کې دسیاستوالو ترمنځ داسې ګنګوسې هم اوریدل کیږي ،چې خامنئي غواړي داسې سړی دولسمشرۍ څوکۍ ته ورسوي ،چې خوله په سروي ځکه دا ډول یو کس په نظام کې دننه دنوموړي دیني مقام نه ګواښي او په بهر کې به هم دایران انځور یو څه ښه ښکاره شي او دا به هغه وګړو ته یو ډول رشوت هم وي ،چې دا فکر کوي ،چې موږ له واک څخه لیرې شوي یو .
دناکره راپورونو پر بنسټ خامنئي به یو ځل بیا علي اکبر ولایتي ته مخ واړوي نوموړی 17 کاله دایران دبهرنیو چارو دوزیر په توګه دنده ترسره کړې ده او دانقلاب لارښود ته ژمن کس دی . پردې سربېره پراخه ولسي ملاتړ نه لري نو شونې نه ده ،چې د خامنئي واک وننګوي .
په دې وروستیو کې ولایتي داسلامي خوځښت دمشر په توګه ټاکل شوې دی او دنده یې هغو عربي هېوادو ته ،چې تازه له پاڅون څخه راوتې دي ایران ډوله نظام صادرول دي . که چیرې ولایتي واک ته ورسیږي نو خپل ډېر وخت به پردې تیروي ،چې اسلامي هېوادونه دیته رامات کړي ،چې د( ولایت فقیه ) بیلګه ومني .
68 کلن ولایتي بله ستونزه هم لري . په 1992 ز کې په برلین کې محکمې دولایتي دنیولو امر کړې دی ځکه پر نوموړي تور دی ، چې په برلین کې یې څلور ایراني کردان وژلي دي دا به بیا داسې ولسمشر وي ،چې په نیویارک کې به دملګرو متلونو په عمومي سرمشریزو کې ګډون نه شي کولای دیادونې ده ،چې خپله علي خامنئي هم دورته تور له کبله هیچیرې سفر نه شي کولای او نوموړی له 1989 ز څخه رادیخوا له ایران نه دی وتې .
خوله او پګړۍ دواړه  

د1979-78ز دانقلاب پرمهال دخولۍ او پګړۍ پلویانو لاس یو کړ او پاچا یې له واکه وغورځوه . دیو څه وخت لپاره دا تجربه ګټوره وه ،چې پګړۍ خولۍ ته اجازه ورکړې وه ،چې په حکومت کې دولسمشرۍ ، لومړي وزیر څوکۍ په ګډون مهمې هغه تر لاسه کړي . ملایانو / اخوندان تر ډېره دپردې تر شا وو او په غوره حالت کې یې په حکومت کې دمنځنۍ کچې دندې تر لاسه کړې وې . دوخت په تیریدو ملایانو ته جوته شوه ،چې دحکومت کول خو دومره سخته خبره نه ده دلته ده ،چې سړی دخمیني مشهوره وینا وریاده شي : خر هم کولای شي ،چې وزیر ، لومړی وزیر ان ولسمشر شي ، خو شرط دادی ،چې انقلاب ته به پوره ژمن وي .
دیو کال په ترڅ کې ملایانو دواک او حکومت خوند ولیده او لېوالتیا یې ورسره پیدا شوه .له دې وروسته یې خپله پریکړه بدله کړه او پیل یې وکړ ،چې په حکومت کې لوړې څوکۍ تر لاسه کړي او ټیټې هغه بیا خولۍ ته پریږدي . دڅو کلونو لپاره ملایانو / پګړۍ کلیدي څوکۍ لکه ولسمشري ، عدلیې ، کورنيو ، استخباراتو ، اطلاعاتو او ارشاد وزارتونه ، دپرلمان ریاست په خپل ګروت کې نیولي وو .
پردې سربېره ملایانو / پګړۍ مجلس تشخیص مصلحت نظام ، مجلس خبرګان ، دانقلاب لارښوده شورا ، دملي دفاع ملي کمیسون مشري هم ترلاسه کړې وه . پګړۍ په هر وزارت او دهېواد په کچه په هره برخه کې حاضر و . دایران په ټولو ولایتونو کې ملایانو داسې کړنې کولې ته وا دخولۍ پر ضد مبارزه کوي .
په پای کې دانقلاب دلارښود یا (ولي فقیه ) منصب یوازې دملایانو / پګړۍ حق دی ، خو له نظري اړخه له ملا پرته نور هم کولای شي ،چې دا منصب تر لاسه کړي ،چې تر اوسه داسې نه دي شوي .
محسن رضايي  

سخت دریځه کاندید دی . د17 کلونو لپاره دسپاه پاسداران او بیا دتشخیص مصلحت نظام مشر تېر شوې دی . اوس لګیا دي ، چې دولسمشرۍ ټاکنو لپاره چمتووالې نیسي ‎، څو ولایتونه یې هم دټاکنیز کمپاین په ترڅ کې کتلي دي . د2009-2005 ز کلونو پرمهال یې هم ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړې و دا به یې درېیم ځل وي ،چې ځان کاندیدوي .
کمربند ، دپوځ سمبول دی . په دودیزه توګه او دنورو مخ پر وده هېوادو برعکس ایراني پوځ هیڅکله دا هڅه نه ده کړې ،چې واک دزور له لارې ونیسي .
دخمیني له انقلاب څخه سل کاله وړاندې 38 کسان دلومړي وزیر په توګه ټاکل شوې دي په دې کې ایله درې تنه دپوځ پخواني چارواکي وو او له دې کبله ټاکل شوي وو ،چې نظام ته ژمن و او واک یې دزور پر مټ نه و تر لاسه کړې .
خو داسې ښکاري ،چې دپوځ ناپیلي دریځ به سوکه سوکه بدلون ومومي . په ایران کې پوځ څرګند سیاسي دریځ لري هر کله ،چې وړ بودیجه تر لاسه کړي ، په بربنډه توګه یې په چارو کې لاسوهنه ونه شي دا مهال نو پوځ دنیکمرغۍ احساس کوي .
ایرانی پوځ ویاړي ،چې په 1980 ز کې یې عراق ته ماتې ورکړې ده او له صدام حسین سره له اته کلنۍ جګړې بریالې راوتې دی . دپوڅ چارواکي پردې باوري دي ،چې موږ باید له سیاست ځانونه وژغورو .
ځینې بیا وايي : هر کله که ایران له ګواښ سره مخ شي دا مهال به پوڅ دواک تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې پیل کړي اوس که دا وړاندوینه سمه وي یا ناسمه ، رښتیاداده ،چې پوځ له سیاست لیرې دی او هیڅ کار ورسره نه لري .
په ایران کې " دکمربند څښتن " چیرته ولاړ دی ؟
دپوځ دریځ بیا له سپاه پاسدارانو سره توپیر لري دا هغه موازي نظامي جوړښت دی ،چې خمیني دانقلاب دژغورنې په موخه جوړ کړې و ځکه نوموړی دایران دپخوانی اردو پر ژمنتیا شکمن و . په تېره لسیزه کې دسپاه پاسدارانو سیاسي هیلې او غوښتنې راڅرګندې شوې . دې کې هم شک نشته ،چې همدا دسپاه پاسداران مشران و ،چې واک ته یې داحمدي نژاد په رسولو کې پریکنده رول ولوباوه .او احمدي نژاد هم بیا په سمه توګه ورسره ددې جایزه ورکړه یو شمېر یې پر مهمو دندو وګومارل ځینې یې وزیران کړل ا و پر ځینو نورو دسبسیډي له لارې ځینې دولتي شرکتونه په ارزانه وپلورل .
په تیرو دوه لسیزو کې دسپاه پاسدارنو درې پخوانیو مشرانو علي شمخاني ، محمد باقر قالیباف او محسن رضايي خپل بخت وازمایه او ځانونه یې دولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړي وو ، خودکاریزما او پراخه ولسي ملاتړ څخه برخمن نه وو ځکه ناکام شول ، خو کاندیدا یې لږ تر لږه دومره وکړل ،چې دکمربند څښتن ته یې سور څراغ ورکړ ،چې ولس نظامي څیره نه غواړي .

منوچشهر متکي
د2005-2010 ز پر مهال دایران دبهرنیو چارو وزیر و ، احمدي نژاد ګوښه کړ او پر ځای یې علي اکبر صالح وټاکه . متکي په لومړۍ او اوومه دوره کې دپرلمان غړی و پردې سربېره په ترکیه ، چاپان کې دخپل هېواد سفیر هم تېر شوې دی .
متکي غواړي ،چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې دامام خمیني دجبهې دمهمو کاندیدانو څخه یو وي او پخوا یې تور لګولې و ،چې اوس دامام خمیني له تګلارې لیرې شوې یو باید بیرته وروګرځو .
یو شمیر ایرانیان ،چې دخمیني د نظام پلویان دي اوس هم دسیاسي کلیدي څوکیو لپاره دپوځیانو ټاکنه غوره نه بولي .
په ایران کې یو بل خوځښت مخ پر وده دی او دا غوره بولي ،چې پوځ هر څه په خپل لاس کې ونیسي ځکه سپاه پاسداران بنسټیز رول لري نو دوی ولې واک تر لاسه نه کړي ،چې هر څه په خپله کنترول کړي په اوږدمهال کې که چیرې له سپاه پاسداران څخه څوک ولسمشر شي دا مهال نو کېدای شي ،چې دملایانو واک ته برید وټاکل شي .
اوس به قالیباف او محسن رضايي یو ځل بیا هڅه وکړي ،چې ځانونه واک ته ورسوي ، خو دا دواړه نه کاریزما لري او نه پراخه ولسي ملاتړ . په دې سیالۍ کې تور اس جنرال یحیی رحیم دي ،چې له خامنئي سره یې ښې اړیکې جوړې کړې دي او کوښښ کوي ځان داسې روڼ اندې معرفي کړي ،چې دمنځنۍ کچې دوګړو استازیتوب کولای شي ، خو دجنرال یحیی ستونزه داده ،چې دسپاه پاسداران اوسنی مشرتابه یې خپل غړی نه بولي او دا هم شونې ده ،چې اوسنی مشرتابه خپل کاندید ولري ، خو دا به دپخوانیو جنرالانو څخه نه وي یا به پګړۍ او یا خولۍ . دلته مهمه داده ،چې راتلونکې ولسمشر باید پردې پوه وي ،چې دسپاه پاسدارانو له ملاتړ پرته نه ولسمشر، نه دانقلاب لارښود او نه اسلامي جمهوریت پایښت موندلې شي .
سپاه پاسداران نه غواړي ،چې اوس په دې کاواکه اقتصادي ، سیاسي او ټولنیز وضعیت کې واک تر لاسه کړي دوی دومره ساده هم نه دي ،چې د تیرو 30کلونو دناوړه حکومتدارۍ څخه درامنځته شوو پایلو او وضعیت مسوولیت پر غاړه واخلي .
اوس پوښتنه داده ،،چې په دې پړاو کې ولې دپګړۍ ، خولۍ او کمربند ترمنځ شخړه اوستونزه رامنځته شوې ده ؟
لږترلږ درې لاملونه دي :
لومړی : واکمن ملایان / اخوندان نه غواړي ،چې دملا / اخوند په نوم یاد شي دا هغه اصطلاح ده ،چې نوره نړۍ ورته دافغانستان دطالبانو او یا ملا محمد عمر په سترګه ګوري . واکمن ملایان دا غوره بولي ،چې دوی ته د درېیمې نړۍ دانقلابیون په سترګه وکتل شي ،چې له امپریالیزم سره مبارزه کوي او یوه ورځ به راشي ،چې اسراییل دنړۍ له نخچې څخه لیرې کړي دوی دافغانستان طالبان نه دي ،چې ټوله دنده یې دښځې حجاب او دږیرې میچ کول دي . په واکمنه اداره کې ډیری پردې باور دي راځئ له ملا پرته یو بل څوک دولسمشرۍ څوکۍ ته ورسوئ دا له موږ سره مرسته کوي ،چې زموږ په اړه دنړیوالو دریځ او تصور بدل کاندي .
په هر صورت ، دخمیني په قانون کې ولسمشر دومره پراخه واک او صلاحیت نه لري او هره شېبه ددې شونتیا شته ،چې دانقلاب دلارښود له اړخه ګوښه شي په ایران کې په رښتیني مانا ولسمشر دانقلاب لارښود دی او دومره صلاحیتونه لري ،چې په نړۍ کې بل هیڅ واکمن دومره نه لري .
په ایران کې ولسمشر دلومړي وزیر په رول کې دی ،چې دولس په مستقیمه رایه ټاکل شوې دی ، خو دملایانو له اجازې پرته له خپل واک او منصب څخه هیڅ ډول ګټه نه شي پورته کولای . که په ایران کې خولۍ لرونکې سړی ولسمشر شي بیا هم نه شي کولای ،چې دانقلابي ملایانو واک ته برید وټاکي .


علي لاريجاني
له کومې ورځې ، چې دده او ولسمشر احمدي نژاد ترمنځ مخالفت ډېر شو نو دلاریجاني نوم دولسمشرۍ دکاندید په توګه ډېر یادیږي . کله ،چې دهاشمي رفسنجاني دواکمنۍ په وروستیو کې د کلتور او ارشاد وزیر محمد خاتمي له خپلې دندې استعفا وکړه علي لاریجاني یې دځایناستي په توګه وټاکل شو . دوه کاله وروسته د خامنئي له اړخه درادیو او تلویزون عمومي رییس وټاکل شو . دنوموړي دادارې بڼه او ډول له نیوکو سره مخه شوه ، خو لاسته راوړنې یې ډیرې وې . لاریجاني ته په ایران کې د(مختلفو څوکیو څښتن) په سترګه کتل کیږي .
بله دپاموړ خبره کېدای شي دټاکنو پرمهال یو بل جنجال هم سر راپورته کړي شیعه مذهبي مشران سر له اوسه اندېښمن دي دواکمنۍ سلبي اغیز به ایرانیان اړ کاندي ،چې دشیعه او اسلام په اړه خپل دریځ بدل کړي ځکه هره سیاسي او اقتصادي ناکامي به پر دین اچول کیږي دا مهال به دسیاست په پرتله مذهب ډیر تاوان کړې وي . خوله دار او یا کمربند دار ولسمشر به دبشري زغرې بڼه ولري او دحکومت هره تېروتنه به متوجه کیږي .
بله دپاموړ خبره داده ،چې په انقلابي موسسه کې ډیری غړي ملایان او پوځیان نه دي او د وخت په تیریدو دوی نهیلي شوې دي ،چې مهمو او کلیدو څوکیو ته نه شي رسیدای .
دوی په ډېر کوچنیتوب کې له انقلاب سره یو ځای شول ، امریکايي ډیپلوماتان یې برمته کړې وو ، دانقلاب ضد کړیو په ځپنه کې یې رول ولوباوه ، کردان ، ترکمن او بلوچ لږه کي یې په پراخه کچه وځپل ، دایران – عراق جګړې وړیا سرتیري وو ان ډیرو یې له مذهبي کورنیو سره د واده مزي وغځول ددې ټولو ځانګړنو سربېره دوی کلیدي پوستونو ته نه رسیږي ځکه ،چې ملایان / اخوندان نه دي .
ویشل شوې موسسه / اداره
په ایران کې دولسمشرۍ ټاکنې د روان کال په جون کې ترسره کیږي ، خو موسسه زړه نازړه او ویشل شوې ده ،چې دا ځل پګړۍ او که خولۍ ته زمنیه برابره کړي ،چې ولسمشر شي .
ولسمشر احمدي نژاد دسیالۍ ډګره وتې دی ځکه قانون اجازه نه ورکوي ،چې د درېیم ځل لپاره کاندید شي ، خو شنونکې وايي :احمدي نژاد به هڅه وکړي ،چې خپل نږدې ملاتړی وهڅوي ،چې ځان کاندید کړي او دپوټین ، میدویدوف تجربه تکرار کړي دلته نو داسفندیار رحیم مشايي نوم راڅرګندیږي نوموړی صوفي دی او له ناڅرګند امام سره تړاو لري .
احمدي نژاد ،چې دوینزویلا له پخواني ولسمشر هوګوچاویز څخه اغیزمن شوې دی غواړي ،چې دپټرولو پرمټ پراخه ولسي ملاتړ راخپل کړي دلته به ناڅرګند امام ، چی ګورا او پټرول دیوې سکې دوه مخه وي .
د خامنئي ددفتر اړونده رسنیو پر احمدي نژاد نیوکې پیل کړې ځکه د خامنئي زړه ته دا خبره پریوتې ده ،چې احمدي نژاد نور پخوانی هغه نه دی او زما مقام او واک راننګوي .

حسن روحاني
پخوا دپرلمان غړی و ددې ترڅنګ یې دمجلس خبرګان استازی او دتشخیص مصلحت نظام غړی دایران دملي امنیت عمومي مشر تېر شوې دی . پردې سربېره روحاني دتشخیص مصلحت نظام په چوکاټ کې دستراتیژیکو څیړنو دمرکز رییس دی .
روحاني په راتلونکو ټاکنو کې داحتمالي کاندید په توګه یادیږي ، خو داسې کوم څرګند کمپاین یې نه دی پیل کړې او نه یې په دې اړه کوم پریکړه کړې ده . روحاني په ایران کې له سمونپال خوځښت سره نږدې اړیکې لري .
په دې وروستیو کې ایران هڅه کړې ده ، چې انترنیت او برېښنالیک دواړو ته خلک پراخه لاسرسی پیدا نه کړي د روسیي په مرسته یې ځینې ځانګړي ځواکونه روزلي دي ،چې غونډې او لاریون ډېر ژر ځپلې شي . اوس هم دشین اوښتون سرخیل جبري نظربند دي ، پاسپورټونه ترې اخستل شوې دي ښه بیلګه یې نوري او خاتمي دي . حکومت دټاکنو قانون ځینې برخې تعدیل کړې دی ،چې داحمدي نژاد ډله بیا واک ته ونه رسیږي .
خو له دې هر څه په ایران کې دهر څه امکان او شونتیا شته ، په تېرو دریو لسیزو کې ،چې نظام په ټاکنو کې کومه درغلي کړې ده بیا به هم کیږي . که دا ځل نظام دخپلې خوښې کاندید دبریا لپاره په ټاکنو کې درغلي وکړي دا ځل به له توند غبرګون سره مخ شي . او ددې شونتیا هم شته ،چې ټول ایرانیان په یوه خوله له ټاکنو سره پریکون اعلان کړي دا به نو دنظام مشروعیت ته سخت ګوزار وي ،چې وار له مخه یې په اړه شک شتون لري .
په هر صورت ایرانی نظام ډیر عجیب دی دوی غواړي ،چې په یوه وخت کې دی هم دیني وي او هم ډیموکراتیک دخمیني نظام هغه دوه سره باز ته ورته دی ،چې یو لوري ته هم پرواز نه شي کولای مګر ،چې خپل ځان ژوبل کړي . راتلونکې ولسمشر به دپخوانیو هغو په څیر له ستونزو سره مخ وي او دا چیغې به وهي ،چې زه ولس ټاکلې یم او که دانقلاب لارښود .