د ننګرهار معارف د یو لوی ناورین سره مخامخ دی

یو وخت ننګرهار د علم او ادب زانګو وه خو له بده مرغه نن داسی ندی، نن هغه ننګرهار ندی چی ۸۵ فیصده یی استادان به یی ټول افغانستان ته تقدیمول. اوس هر څه بدل ښکاری د معارف وضع په ننګرهار کی په هیڅ حساب ده هر څه داسی دی لکه د شر او فساد په دوران کی جنګی تنظیمونه چی په واک کی  وو، د ښوونکو د زړه ښیښی ماتی شویدی، احساس، ملی روحیه او هیوادپالنه پکی مړاوی ښکاری هر ښوونکی د خپل سر اور وژنی.
 
بی نظمی او بی عدالتی پکی ښه په درځ روانه ده هر څه داسی شویدی چی ته به وایی اسلامی حزب دی که د ګوند غړیتوب دی درلودو نو ښه ښامار به یی، او که ندی درلود بیا نو په یو نوم او بل نوم مجبوریږی چی د معارف له دایری څخه لری لاړشی.
د استادانو خبره څوک نه منی شاګردان هم درسونه نه وایی ډاده دی چی واسطه کار کوی پلار می حزبی دی، کاکا می ورسره ښی اړیکی لری، او ماما می د معارف د ریس سره بلد دی یو څه به وکو. استادان له ډاره څه کولی نشی کله یی یو شاګرد تهدیدوی او کله د نورو زواکو لخوا، شاګردانو ته د تادیب په اړه هیڅ هم نه وویل کیږی هر شاګرد چی کله ټولګی ته داخل شی نو یا به ورسره چاقو وی او یا به ورسره بوکس پنجه او کوم یو چی حزبی وی نو د هغه سره به وسلح هم په لاس کی وی.
د یو څو استادانو سره می د زړه خواله وکړه هغوی راسره دغه ستونزی شریکی کړی او سر یی د معارف له ریس نه وټکوو چی دا ښاغلی د مور او مېری چلند کوی د ننګرهار پوهنتون استاد دی خو روانی ستونزی لری حزبی اړیکی پالی مرستیال خو داسی شخص دی چی چا حجرت نه وی کړی هغی ته د یو کافر په سترګه ګوری.
ټول مسلکی ښوونکی یی په یو نوم او بل نوم لری کړل او یا یی د ستونزو سره مخامخ کړی دی ، شاګردان یی د استادانو سره په جنګ کړیدی هیڅ یو شاګرد د ښوونکی تدریس ته غوږ نه نیسی او په ټولګیو کی ورته ستونزی جوړوی. استادانو دغه ستونزه د ننګرهار د معارف له ریس سره څو ځله شریکه کړه خو هغه په غوسه کیږی او مونږ ته داسی وایی چی تاسو درواغ او دسیسی جوړوی هیڅ هم ندی خراب هر څه سم روان دی.
که دغه ناورین ته د معارف وزارت چارواکی په جدی توګه توجه ونکړی لری به نوی چی ننګرهار به د بیسوادی له  بحران سره مخامخ شی او ننګرهاریان به د فقر، جنګ او ډاکی سره مل وی.
 
مننه
رحمتی
۲۱/۲/۱۳۹۲