په انټرنتی سایټونو کې د بابا په اړه خپاره شوی لیکنې او ګزارشونه .
محمد ظاهرشاه د افغانستان وروستى پاچا و، چې له ١٩٣٣ کال څخه يې تر ١٩٧٣ کال پورې واکمني کړې ده. محمد ظاهر د ١٩١٤ کال د اکتوبر په شپاړسمه نېټه د محمد نادرخان په کور کې و زېږېد. هغه ١٥ کلن و، چې پلار يې د حبيپ الله کلکاني( بچۀ سقاو) واکمني پاى ته ورسوله. د محمد ظاهر مور ماه پرور بېګم او مېرمن يې ملکه حميرا وه، چې پر ٢٠٠٢ کال په روم کې په حق ورسېده او مړى يې کابل ته راولېږدېد.
د پلارمړينه:
محمد نادرشاه د ١٩٣٣ زکال د نومبر په اتمه نېټه د لغمان په کله ګوش کې د فوټبال د يوې لوبډلې غړو ته د جايزو د وېش پرمهال د يوه هزاره توکمه زلمي عبدالخالق د تومانچې په ډزو ووژل شو. ظاهرشاه د خپل پلار د مړينې پرمهال ١٩ کلن و.
د پاچا واکمني:
محمد ظاهر د پلار تر مړينې وروسته د ١٩٣٣ کال د نومبر په اتمه نېټه د افغانستان د پاچاهۍ پر ګدۍ کښېناست. هغه دغه مهال ١٩ کلن و او د واک ډېرى چارې يې ترونو پر مخ بېولې. د ظاهره شاه د واکمنۍ پرمهال افغانستان سوکاله او غلى و، د تېرو او را وروسته کلونو په څېر په افغانستان کې هيڅ جګړه ونه نښته. په دوهمه نړيواله جګړه کې يې د افغانستان بې پريتوب وساته. ظاهرشاه پر ١٩٦٤ کال د هېواد نوى اساسي قانون خپور کړ. دغه قانون د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ٢٠٠١ ز کال کې د پاچاهۍ د اړوندو توکو په لرې کېدو سره د افغانستان لنډمهالى اساسي قانون وګڼلاى شو. ظاهرشاه د افغانستان د مډرنيزه تابه لپاره پر سياسي، اقتصادي اصلاحاتو، ډيموکراټيک قانون جوړوونکي سسټم، پرمختتلې پوهنې، ښځينه زده کړو او پوهنتون جوړونې لاس پورې کړ.
پر پاچا نيوکې:
په همدې ترڅ کې د محمد ظاهر شاه مخالفان د هغه نږدې ٤٠ کلنه واکمني تور پېر بولي او پخوانى پاچا په ناسم اقتصادي مديريت تورنوي. پر هغه دا نيوکې هم کيږي، چې پر واک يې منګولې تينګې کړې وې او مهمې څوکۍ يې د خپلې کورنۍ غړو ته ورکړې وې، خو دا هغه څه دي، چې د سياسي چارو ډېرى نور شنونکي يې د هغه د مثبتو چارو پر وړاندې کمزورې بولي.
د پاچا جلا وطني:
پر ١٩٧٣ کال،ظاهرشاه په ايټاليا کې و،چې لومړي وزير او دتره زوى يې (شهيد سردارمحمد داوودخان) سپينه کودتاپرې وکړه. پاچا بېواکه کړاى شو او د شاهي نظام په پاى ته رسولو يې د ولسمشرۍ اعلان وکړه. سوله خوښ ظاهرشاه دغه مهال په روم کې د خپلې سترګې درملنه کوله، خو خپله بېواکي يې ومنله. پخوانى پاچا ٢٩ کاله په ايټاليا کې په جلاوطنۍ کې تېر کړل او د کمونستانو د واکمنۍ پر مهال يې افغانستان ته د راتګ اجازه نه درلوده. ظاهرشاه د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان جهاد پر مهال د محاذ او نجات ملي جبهې ملاتړ کاوه.
د پاچا راستنېدنه:
ظاهرشاه د ٢٠٠٢ کال په اګست مياشت کې د طالپانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته بېرته کابل ته راستون شو، چې د لنډمهالي حکومت لپاره پېړنۍ لويه جرګه پرانيزي. په لويه جرګه او د افغانستان په اساسي قانون کې هغه د ملت بابا ونومول شو او د عمر ترپايه يې د ولسمشرۍ ماڼۍ د استوګنځي په توګه په واک کې ورکړه. هغه په ټولو مهمو مراسمو، د ولسمشر د لوړې په مراسمو، پارلمان او .. کې يا پخپله ګډون کاوه او يا به يې پيغامونه ور استول. د ٢٠٠٧ کال په جنوري کې د هغه د ناروغۍ خبرونه خپاره شول او وروسته دا ګونګسي هم دېر شول، چې پاچا مړى شوى دى.
د پاچا مړينه:
نن د جولاى پر ٢٣ مه نېټه له ارګ نه د ملت د بابا محمد ظاهرشاه د مرګ خبر خپور شو. هغه له ډېرې مودې راهيسې ناروغ و او دغه ناروغي يې نن په مرګ پاى ته ورسېده. د پاچا مرګ د هغه د پلويانو لپاره ښايي بې اغيزې نه وي، خو په ټوله کې پاچا او ولس په دې څو لسيزو کې يوله بله سره لرې شوي وو. د ملت د بابا مرګ پر داسې مهال پېښيږي، چې په افغانستان کې حکومت ، جرګه او نظام ټينګ شوى او کومې تمې او هيلې ، چې په هغه پورې تړلې وې تر ډېره بريده پرځاى شوې دي. هغه په طبيعي مرګ وکوچېد او ښايي دغه کوچېدنه پر روان سياسي بهير دومره اغيز ونه کړي. (اروا يې ښاده )
دغه ليکنه له دري ويکيپديا نه په ګټه اخستنه چمتو شوې ده.
د ملت بابا اعليحضرت محمد ظاهر شاه د ورپيښې ناروغۍ له کبله ، نن سهار ( د زمري په اوله ) په پلازمينه کابل کې دتل لپاره سترګې پټې کړې . ظاهر شاه په ١٣١٢ کې د خپل پلار محمد نادرخان له وژل کېدو وروسته په تخت کېناست او په ١٣٥٢ کال کې د محمد داود خان له خوا د يوې کودتاه په ترڅ کې له تخته کوز او د هغه څلويښت کلنې شاهۍ دورې ټغر د تل لپاره ټول شو .
درې نوي کلن محمد ظاهر د بېړنۍ لويې جرګې ( ١٣٨١ ) لمريز كال کې د ملت بابا لقب خپل کړ او له هماغې وروسته دغه پخوانى پاچا په نوموړى لقب ياديده . ظاهر شاه به د ښار په ختيځ کې د نادر خان په تپه کې د خپل پلار ( نادرخان ) ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي .
دملت بابا عليحضرت محمد ظاهر شاه مړينه دولتي چارواكو هم تائيد كړه ، دملي راډيو تلويزيون له قوله،ولسمشر حامد كرزى به همدانن دملت بابا په اړه خپله وينا واور وي .
خو تر اوسه دهغه دجنازې دمراسمو په اړه څه نه دي ويل شوي .
افغانستان پخوانى ټولواک، محمد ظاهر، د ٩٢ کلونو په عمر د ورپېښې اوږدې ناروغۍ لامله په کابل کې ومړ . ولسمشر حامد کرزي په ارگ ماڼۍ کې خبريالانو ته نن (دوشنبه) سهار دغه خبر اعلان کړ.
ولسمشر کرزي پخوانى پاچا په هيواد کې د ملي يووالي د سمبول په توگه ياد کړ، چې په وينا يې، په خپل ټول ژوند کي يې د هيواد د پرمختگ او سوکالۍ لپاره هلې ځلې کړې دي .
محمد ظاهر شاه څلورلسيزې په افغانستان کې واکمن و، چې د دۀ واکمنۍ پېر د ارامۍ او ديموکراسۍ پړاو بلل کېږي.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ په انگړ کې خبريالانو ته د افغانستان د پخواني ټولواک محمد ظاهر د مړينې د خبر د اعلانولو پر مهال، له ښاغلي کرزي سره پر يو شمير حکومتي چارواکو سربيره ، د پاچا له کورنۍ څخه يوازې د ده لمسى مصطفى ظاهر وو. د نورو ورځو په پرتله ښاغلى کرزى هم ډير خپه ښکارېده او د پخواني پاچا مړينه يې د افغانانو لپاره د غم او وير يوه دردونکې پيښه وبلله .
پخوانى ټولواک محمد ظاهر په ١٩١٤ ميلادي کال کې کابل کې وزيږيد اوپه فرانسې کې يې زدکړې وکړې. دى ١٩ کلن و چې د خپل پلار تر وژل کيدو وروسته د افغانستان واکمن شو .
څنگه چې د چارويو شمير کار پوهان وايي د خپلې واکمنۍ په څلويښت کلنه دوره کې يې د هيواد د پرمختگ زمينه برابره کړه . په ١٩٤٣ کال کې نوى اساسي قانون جوړ شو چې په هيواد کې يې د ولسواکۍ لپاره لاره اواره کړه . په هيواد کې سياسي گوندونه جوړ او په پرتليز ډول خپلواکې رسنۍ رامنځته شوې .
په ١٩٧٣ ميلادي کال کې د تره د زوى محمد داود خان لخوا تر کودتا وروسته ، پخوانى پاچا ايټاليې کې کډوال شو . په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې د طالبانو د واک له نسکوريدو څخه څو مياشتې وروسته بيرته افغانستان ته راستون شو چې د اساسي قانون د لويې جرگې له خوا د ملت د بابا لقب ورته ورکړ شو.
پخواني پاچا په وروستيو پنځو کلونو کې سخت ناروغه و، ان چې څو ځلې يې د مرگ اوازې خپرې شوې. دى به يوازې د سترو ملي مراسمو په ترڅ کې راښکارېده.
ښاغلي کرزي په راوروسته کلونو کې هم د جگړې په بنديدو کې د هغه ونډه وستايله او ويې وويل چې په هيواد کې د سولې او پايښت د راوستو لپاره يې اغيزمنې هڅې وکړي .
خو يو شمير افغانان بيا پر پخواني ټولواک نيوکه کوي چې وايي د خپلې واکمنۍ په څلويښت کلنې دورې کې يې هومره څه نه دي کړي چې د هيواد د پر مختگ او سوکالۍ لپاره هغه مهال پکار و.
په پام کې ده چې د پخواني ټولواک مړى د سه شبنې پر ورځ په کابل کې خاور ته سپارل شي چې له کبله يې درې ورځې په هيواد کې ملي وير اعلان شو ى دى.
څرنگه چې ښاغلي کرزي وويل په دغو ورځو کې به په پلازمينه کابل، ولايتونو او بهر کې د افغانستان په نمايندگيو کې فاتحې اخيستل کيږي او د افغانستان بيرغ به نيم ځوړند وي .
همدارنگه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له غږيزو او انځوريزو رسنيو څخه غوښتنه کړې چې په دغو ورځو کې دې دموسيقۍ له خپرولو ډډه وکړي .
برخليک محمد ظاهر شاه ته دوه ځله په ډېرو کړکېچنو حالاتو کې له اروپا نه خپل هيواد ته د ستنېدو چاره ورترغاړه کړه: يو ځل د تنکي زلمي په توگه د شلمې پېړۍ په سر کې او بل ځل په بوډاتوب کې د يو ويشتمې پېړۍ تر پېلېدو لږ وروسته.
د ژوندانه سمه نيمه برخه يې په بهر کې تېره شوې، خو زوکړه يې دننه په افغانستان کې شوې ده د ١٢٩٣ کال د لړم پر ٢٣ د کابل په ده افغانانو کې. پلار يې، جنرال محمد نادرخان، د هيواد تر ټولو ځواکمن پوځي قوماندان بلل کېده، خو د محمد ظاهر په خپله يې له عادي ولس سره د شتمنۍ توپير ډېر لږ و.
''داسې نه وه چې زه شهزاده رالوى شوى يم. زه شهزاده نه يم لوى شوى. د سپاه سالار زوى وم، د داسې سپاه سالار چې هېڅ وخت په کور کې نه و، ټول ژوند يې د خلکو خدمت کې ته وقف شوى و. که څۀ هم د خپلواکۍ له گټلو وروسته، زما پلار په هېواد کې دويم سړى و، خو زموږ ژوند د يوۀ ډېر کوچني مدير په کچه هم نه و.''
ظاهر شاه رېښتيا هم شهزاده نه و ، خو هغه مهال شهزاده شو، چې پلار يې د امان الله خان تر نسکورېدو وروسته د قومي جرگې په پرېکړه د هيواد نوى پاچا غوره شو او څلور کاله وروسته د پلار په وژل کېدو پسې، پخپله په ١٩ کلنۍ کې واکمنۍ ته ورسېد.
د اوږده سلطنت تر نيمايي زياته برخه يې د ترونو تر سيوري لاندې تېره شوه، خو تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته پخپله د مستقل شخصيت په توگه ډگر ته راووت. په دغه جگړه کې يې افغانستان د غليمو ايتلافونو له سياليو لېرې او له جگړې خوندي وساته.
د هند د نيمې وچې تر خپلواکېدو وروسته يې له نوي جوړ شوي هيواد، پاکستان، سره د ډېورنډ د ليکې پر سر لانجه راغله چې د لويې جرگې په پرېکړه يې د گډې پولې په توگه رد کړه. د کوزې خوا پښتانه او بلوڅ يې د خپل ويشل شوي هيواد د برخې په توگه وپېژندل او مخامخ اړيکي يې ورسره پراخ کړل.
په کور دننه يې گام په گام سمونوته لاس واچاوه لکه: عصري تاسيسات، د زده کړو عامېدل، له بهر سره د اړيکو پراخېدل او ښځو ته په ټولنيز ژوندانه کې د ونډې قايلېدل. خو د يوه پخواني وزير عزيزا لله واصفي په وينا دده ترټولو لوى ميراث په افغانستان کې د مشروطه نظام اعلان و چې مخکنيو نسلونو ورته ډېرې قربانۍ ورکړې وې.
دا ډول مخبنايي بدلونونه د بنسټيزو جوړښتو له اوښتون سره ملگري نه شول او هيواد لاهم هماغسې د بېسارې بېوزلۍ په منگلو کې ښکېل پاتې و. نويو ټوکېدلو سياسي ډلو له دې حالت نه په گټې اخيستنې فضا ناکراره کړه او د وروسته پاتې والي پړه يې مخامخ پر ټولواک اچوله.
خو د هغه مهال د صدارت يو مرستيال ډاکټر عبدالصمد حامد وايي چې د اقتصادي بېوزلۍ او وروسته پاتې والي پړه يوازې پر محمد ظاهر شاه نشي راتلاى:
''د دۀ د پاچايي دوره په کورنۍ او نړيواله کچه له سختو کړکېچنو حالاتو سره مله وه. هغه څه چې هغه مهال افغان ولس ته پکارو، موږ تر هغه وړواندې تگ نه دى کړى. او دا هم سمه نه ده چې د دغه وړاندې تگ پړه يوازې پر پاچا ورواچول شي، بلکې هر چا خپل مسوليت درلود.''
که څه هم د ښي او کيڼ لاس ډلو هرې يوې هڅه کوله چې د زور په کارولو د ظاهر شاه واکمني واړوي، خو اصلي خطر په خپله د سلطنتي کورنۍ له منځ نه راوټوکېد.
د خپل تربور- سردار محمد داود لخوايې د جمهوريت دا اعلان د ١٣٥٢ لمريز کال په دوبي په داسې حال کې واورېده چې په ايټاليا کې د سترگو په درملنه بوخت و او په خپل اعتراف يې له مقاومت ځکه جمهوريت ته غاړه کېښوده چې نور ستړى شوى و او هوسا کېدل يې غوښتل.
خو لکه چې برخليک هوسا کېدو ته نه پرېښوده: ځايناستى يې د شوروي پلوه گوند په کودتا کې ووژل شو او ورپسې د واکمنې ډلې خپلمنځي سياليو او د هغې خلاف ولسي مقاومت هيواد د يوه ژورېدونکي کړکېچ لور ته څکاوه.
په پاى کې شوروي بريد وکړ او هيواد ددغه زبر ځواک په منگولو کېوت. ظاهر شاه څو کاله په خاموشۍ کې تېر کړل خو وروسته يې د روسانو خلاف جهاد سره د ملگرتيا اعلان وکړ.
خو په جهاد کې يو شمېر ښکېلو ډلو د هغه ونډه ونه منله او آن هغه يې د راټوکېدلي بحران عامل وباله.
ولس چې د ظاهر شاه د څلوېښت کلن سلطنت په آرامۍ پسې يې آرمان کاوه، ډگر ته د هغه د بيا راوتلو هرکلى وکړ. په کابل کې حکومت هم هڅه وکړه له هغه سره د تماس له لارې د هيواد کړکېچ ته د حل لاره ومومي. دغه نوښت ولسمشر نجيب الله مخ ته کړ، خو ظاهر شاه ونه مانه.
مخکيني پاچا له چا سره د همکارۍ پر ځاى د بيړنۍ لويې جرگې طرحه او يو درې فقره ييزه پلان وړاندې کړ چې په بهر کې يې د مېشتو کډوالو کلک ملاتړ خپل کړ. دغو طرحوجهادي ډلې چې ځانونه يې راتلونکي واکمنان بلل، سختې وقهرولې.
د هغه يو شمېر ټينگ ملاتړي په مرموز ډول ووژل شول او پر ده هم د چړې بريد وشو، خو ژوندى ووت. کابل سقوط وکړ او جهادي ډلې، لکه چې اټکل کېده د واک پر سر ونښتې. درې کاله وروسته ددغو ډلو خلاف راپورته شوي نوي غورځنگ- د طالبانو تحريک - هم د ولسي ملاتړ د خپلولو لپاره د ظاهرشاه نوم د شعار په توگه وکاراوه، خو پر واک د منگولو له ټينگېدو سره يې هغه ته شاته کړه.
دا ځل د طالبانو مخالفينو د محمد ظاهر شاه لمن ونيوله. د کابل تر بايللو وروسته شمالي ټلوالې په رسمي ډول له هغه نه وغوښتل چې مزارشريف ته ورشي او د کړکېچ غم وخوري. خو دغه بلنه د پخواني پاچا لخوا رد شوه.
د ظاهر شاه د وياند لخوا مزارشريف ته د طالبانو د رسېدو هرکلي، له شمالي ټلوالې سره د هغه اړيکو ته کلک گوزار ورکړ.
ايله هغه مهال چې د نړيوالو ځواکونوتر کلکو گوزارونو لاندې د ١٣٨١ کال په پسرلي کې طالب رژيم وپرزېد، ظاهر شاه تر ٢٩ کلو جلاوطنۍ وروسته خپل هيواد ته د بيا ستنېدو امکان وموند. د نوي پړاو په تاريخي پېښو کې يې د مشرتابه سمبوليک رول ولوباوه.
بيړنۍ لويه جرگه يې پرانيسته او د اساسي قانون د لويې جرگې غړو ته يې، چې ده ته يې د ملت د بابا لقب ورکړ، وينا وکړه.
او د دريو لسيزو تر يوې وقفې وروسته يې يو ځل بيا د افغانستان ټاکل شوى پارلمان له ولسمشر کرزي سره په گډه پرانيسته.
که څه هم د کورنۍ ځينو نژدې غړو يې د سلطنت د بيا ژوندي کولو هيله نه پټوله، خو ظاهر شاه تل ويل چې د واکمنۍ په فکر کې نه دى، يوازې يې غوښتل چې ولس ته خپل وروستى خدمت وکړي.
تر څه ځايه يې دغه کار وکړ او بله هيله يې هم چې د راستنېدو محرک يې و، بشپړه ترسره شوه، چې دهغه په خپلو ټکو داوه: ''زه پوهېدم چې د ژوندانۀ ډېرې شپې مې نه دى پاتې. نو ځکه مې وغوښتل چې راستون شم، او خپل هېواد ته وروستى خدمت وکړم، او بيا هماغلته په خپل وطن کې خاور ته وسپارل شم. ډارېدم چې له دغې ناروغۍ څخه په بهر کې مړ نه شم. او همدې خبرې زه دې ته کش کړم چې خپلې وروستۍ شپې او ورځې په افغانستان کې تېرې کړم.
وروستي