 
        	    
                    
                                    
                     
دېرش کاله کيږي ، چې موږ ټول د سولې چيغې وهو، د سولې شعارونه ورکوو او د سولې په ستاينه کې اشعار ليکو. چاچې سوله زندۍ کړې هم د سولې چيغې وهي او څوک چې د سولې په څېر په خپله د جګړې په دارځړېدلي هم سوله وايي . نو دا سوله ولې نه راځي ؟
سوله خو په نورو هېوادونو کې هم کله کله مروريږي ،خو د څو مياشتو ياکلونو په ترڅ کې بېرته پخلاشي او د جګړې ټغر ټول کړي ، خو دا له موږ څخه ولې داسې مروره شوې چې د پخلاينې هېڅ څرک يې نه ليدل کيږي او حتی د پخلاينې کومه وړه نښه يې هم په نظر نه راځي ؟ 
زموږ لوېديځ انډېوالان وايي ، چې دوه درې لسيزې نوره هم په کار دي چې سوله راشي او پخلاشي او طالبان وروڼه بيا وايي ، چې يو ځل واشنګټن ، مسکو او پېکنګ ازاد کړو بيابه سوله راځي .
ښه دوی که دا خبرې کوي ،خو په خپله يې سوله شړلې ده او څو چې سولې د دوی فرمان ته  غاړه نه وي ايښې تر هغو به يې راپرې نه ږدي .
خو دا موږ ولې هسې خپل ستونی په عذابوو ،آيا يوازې د چيغو په وهلو او د سولې په ويلو سره به سوله راشي ؟ که موږ خپله پسې ورنه شو او پخلا يې نه کړو ،  نه به  سوله  په خپله راشي  او نه به يې بل څوک راته ډالۍ کړي .
له بده مرغه له موږ څخه د سلطان محمود لټان جوړ شوي . وايي چې سلطان محمود په خپل دربار کې داسې لټان ساتل، چې يوازې يې خوراک او څښاک زده و او بس ، نور به له ځايه هم نه خوځېدل .خو د دې ترڅنګ يوشمېر نور کسان هم د دې لپاره چې د دربار له نعمتونو څخه برخمن شي ، ځانونه په ټګۍ واچول . دا خبر سلطان ته ورسېداو سلطان هم له وزيره د چارې غوښتنه وکړه .وزير امر وکړ چې د ټولو لټانو تر کټونو لاندې اورونه بل کړي ، څو د لټانو او ټګانو تر منځ توپير څرګند شي .کله چې اورونه بل شول، ټګانو منډې پيل کړې، هغوی چې عادي لټان وو چيغې يې پيل کړې چې : وای سوختم! او هغوی چې پاخه لټان وو پر خپل ګاونډي به يې غلي شانته غږ وکړچې:  از طرف مه هم صدا کو!
نو له بده مرغه موږ هم چې د جګړې په اور کې سوځو چيغې وهو ، خو د ځان ژغورنې لپاره ځانونه نه خوځوو .يوازې د شعارونو په ورکولو، د اعلاميو په صادرولو او حتی د غونډو په جوړولو به هېڅکله سوله رانه شي .
د سولې د پخلاينې او راوستو رمز څرګند دی او هغه دا چې لومړی بايد موږ په خپلو منځو کې سره پخلا شو او تر ټولو نورو خبرو لومړی او تر دې دمخه چې څوک دې پاچا وي او څوک دې رعيت، يوازې په يوه خبره سره سلا شو او لاسونه سره يو کړو ، چې راځیء لومړی د افغان وژنې مخنيوی وکړو ، سوله راولو، خپله خپلواکي ترلاسه کړو، بيا به پر واک او نورو مسايلوخبرې کوو.ځکه چې سوله نه وي ، خپلواکي نه وي نو هغه واک به څه خوند ولري .
راځیء دا هېر کړو چې پرون څوک سور او څوک شين و، بلکې په دې فکر وکړو چې اوس څوک د سولې لپاره ډېرې منډې وهلی شي ، راځیء هغه زړې لارې نورې هېرې کړو چې موږ يې دغې ورځې ته رارسولي يو ، بلکې په ګډه هغه لاره غوره کړو چې له دې روان ناورين څخه مو وژغوري .
د سولې لپاره پخوا هم طرحې وړاندې شوي او ښايي په راتلونکي کې نورې هم وړاندې شي ، خو په زغرده ويلی شم چې يوازې هغه طرحه به پايله ولري ، چې د پلي کېدو لپاره يې د همت او صداقت ملاوتړل شي .
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								