دګوشتې په سیمه کې دپاکستانیانو ولکه بین المللي سازش دي :

بسم الله الرحمن الرحیم


قریب الرحمن سعید:
په ډیرې ناخوالۍ سره خبرونه رارسیږي چې دننګرهار د ولایت د ګوشتې دوالسوالۍ د خاورې د ستراتیژیکي سیمي په هغې برخه کې چې پاکستاني ځواکونو په افغانستان باندی دواکمنو امریکایانو او ناټودځواکونو په پوره سترګو پټولوسره ولکه کړې او هلته یی خپل څارونکي مرکزونه جوړ کړي ، د افغانانو د اعتراض له مخې اوپاکستانیانو ته دبیا بیا اخطارونو د ورکولو وروسته هلته د دواړو اړخونو د نظامي ځواکونو له لورې یو په بل حملي شوي دې ، افغان میړنو ځواکونو دخپله ځانه اودخپلې خاورې نه ددفاع په خاطر دپاکستانیانو دغه ولکه له منځه وړي اودوه ځلي یی په شا یی تمبولي ، افغان میړنو ځواکونو شهادت ورکړې ، الله تعالي دي یی شهادت قبول کړي .
په داسې حال کي چې د افغانستان ولس د انګلیس له اړخه هغه لیکه چې د افغانستان د ازادۍ په وخت کې یی د افغانستان د امیرانو سره د یوې موقتي کرښې (ډیورنډ) په نامه جوړه کړې وه له یوه سره نه منلي اونه به یی، تر هغې چې دخپل ولس ټول حقوق او دخپلې خاورې پاته برخه یی نه وي تر لاسه کړي ، ومني ،ځکه افغانان هوډ لري چې دپښتنو ټولې سیمي چې دانګلیس داستعمار په واسطه ترې دیوې موقتي مودې له پاره د ډیورنډ دناولي کرښې تر نامه لاندی جدا شوې وې او دافغانانو دمقدسې خاورې یوه نه جداکیدونکي برخه ده ،بیرته ترلاسه او دافغانستان دخاوري برخه یی وګرځوي
خو اوس دپاکستان نظامیان دبین المللي ښکیلاکګرو سره یو ځاې د موقع او فرصت نه په ګټي اخستو سره زمونږ په خاوره کي ان تر څو کیلومترو پورې نور هم راننوتي او زمونږ په خاوره کي یی خپلې نظامي پوستې جوړې کړې دي .
داسې بریښي چې اشغالګر ځواکونه پخوا له دې چې افغانستان پریږدي یو ځل بیا دپخوا په څیر د پاکستان او افغانستان د مسلمانو ولسونو تر منځ لانجې او کړکیچونه را پورته کړي او دهمدي بحرانو په پایلو کې هغوې دخپلو ځواکونو له پاره د افغانستان دخاوري څخه دوتلو سالمي لارې پیدا کړي . هم پاکستان مجبور کړي چې ورته ډاډمنه لار ورکړي اوهم افغانان په داسې یو بل جنګ کې راښکیل کړي چې له دوې څخه خپله توجه بلې لورې ته واړوي اودوې ته دوتلو له پاره مصؤنه لاره پیدا شي .
په دې حساس وخت کې ټول افغانان باید سخت متوجه اوسي ، د هرډول دښمن د سازشونو په مقابل کی یو موټي او متحد و دریږي، دخپل ولس او دخپل ولس د مجاهدو زامنو لاسونه او مټي ورکلکې کړي ، افغانان باید درک کړي چې له یوه اړخه انګلیس اوامریکا دخپلو پخوانیو پالیسیو څخه په کار اخستو سره غواړې زمونږ دهیواد پاکه خاوره یا تجزیه او یا یی هم د ګاونډیو(پاکستان اوایران ) سره وویشې ،او یا هم دخپلو شومو اغراضو د ترلاسه کولو په خاطر نورتر سترګو لاندي پلانونه عملی کړي ، اوله بله اړخه غواړي د افغانستان اودهغوې د ګاونډیو مسلمانو ولسونو تر منځ ددغسې کشمکشونو له لارې ستونزي را پیدا او دا ولسونه یو دبل دښمنان و ګرځوي .
دافغانستان ولس ته ستر زیان پردیونه ، بلکه خپلو نااهله حکمرانانو رسولې ، که په دې تیرو اونیو کې دلندن په غونډه کې د هیواد ولسمشرکرزي د پاکستاني ولسمشر زرداري سره د انګلیس د صدراعظم تر مخه په توافق لاس لیک نه وې کړې نو نن به د تورخم دروازه د افغان ولس د زامنو په مخ نه تړل کیده . باید په دې پوه اوسو چې تر هغو چې نا اهله او ناوړه حکمرانان ، هغوې چې دایران او امریکا په تورو خلطو مست دي ، اودهیواد په مقداراتو باندی واکمن وي تر هغې به زمونږ د ولس حال دیوې ورځي بلې ته خرابیږي . راځئ ټول خپل تقدیر پخپله بدل کړو او ددې رنځ جرړې چې دامریکا اوانګلیس د استعماري کړیو په واسطه ژورې کرل شوي په له منځه وړلو کې یو بل ته لاس ورکړو .
ژوندي دې وې افغانستان
قریب الرحمن سعید