شهیدامان الله سیلاب( ساپي ) د لوړتفکراوسپیڅلي احساس شاعر او لیکوال

 
ارواښاد امان الله (ساپی) چې زموږ د هیواد با استعداده، پیاوړې، ساده او سپیڅلې اونامتوشاعرو د ده نوم د ادبیاتو په تاریخ کې د یو دروند او با احساسه شاعر په توګه روښانه او ځلیدونکې دی . دی د یو عالي ادبي، ملي او علمي شخصیت څښتن و، او دشعر او شاعري بیرغ یې اوچت ساتلې و.                                                                                                          
سیلاب صیب دشعر او شاعري سره یوه ځانګړې مینه او علاقه درلوده او د ده  د ژوند دایمي مصروفیت و. دی یو ستر اولسي شاعر و. د ده شعري کلام یوه خوږه ژبه لري، د ده خبرې د زړه خبرې دي . د ده په کلام کې  دوستي، عشق اومحبت، مینه او خلوص، وفا او صمیمیت، رښتیا او صداقت، ایمان اوعقیده، جذابیت او ښایست، دروندوالې او وقار پروت دی . د ده په شعرونو کې سوزاودرد پروت دی، دی د یو ژور اغیز او دروند تاثیر خاوند شاعردی .
ما د سیلاب صاحب یو شمیر شعرونه چې زموږ د هیواد د اوسني سیاسي کړکیچنو حالاتو سره مطابقت لري د انځور په شکل ترتیب کړې دي ستاسودرنو دوستانو پام ورته را  اړوم .
په ډیره ادبي مینه او درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود
د آزادۍ پیغام
بشر ته  چې  نسیم  راوړو  پیغام  د  آزادۍ
اوچت  شول  ملتونه  په  هر  ګام  د  آزادۍ
نړۍ  او  نړۍ وال  که  آزادۍ  نه  قربانېږي
افغان  سر  په  تلي  وړي  تل  په  نام  د  آزادۍ
***
د آزادۍ دولت
افغان  تل  مست  په  مینه محبت  د  آزادۍ
له  هر څه  ورته  غوره  دی  دولت  د  آزادۍ
د ژوند په  لوړو  ځوړو  چې   بری  مومي  ځي  وړاندې
همدا  یې  ګڼه  نښه،  برکت  د  آزادۍ
د آزادۍ بیرغ
اوچت  دې  وي  توغونه  په  جهان  د  آزادۍ
بشر  دې  پاتې  نه  شي  په  آرمان  د  آزادۍ
تر څو چې  دا دنیا وي  نو اوچت  دې له  هر  چا وي
بیرغ  په  دې  نړۍ  کې  د افغان  د  آزادۍ
***
دآزادۍ پتنګان
دنیا  ورته  سر ښکته  په  تعظیم  کړي  تر  قیامته
کوم  قوم  چې  سرو مال   کاندي   قربان   د   آزادۍ
په  سرو مال  ډیل  نه  دي  د  آزاد  ژوندون  په  مینه
له  څیرمې  پتنګان  دي  افغانان  د  آزادۍ
د آزادۍ قهرمان

منلی  نړۍ  والو پیژندلی  لروبرو  دی
افغان  ملت  ختیځ  کې قهرمان  د  آزادۍ
ملت  چې  له  خوښۍ  نن  په  جامو  کې  نه   ځایږي
کړو لوړ  جموریت  شوکت  روښان  د  آزادۍ
شاعر : شهید امان الله سیلاب (ساپی)
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود