د پاکستان ټاکنې : زاړه لوبغاړي نوي پروګرامونه

 د پاکستان ټاکنې : زاړه لوبغاړي نوي پروګرامونه
د. أحمد موفق زيدان
ژ/ حکمت امرخیل
 
په پاکستان کې پارلماني ټاکنې ،چې د روان کال دمی پر یولسمه نېټه به ترسره شي له سیاسي او ټاکنیز پلوه مهمې دي او پاکستان دا ډول ټاکنې له 1947 ز څخه رادیخوا نه دي لیدلي . دا به لومړی ځل وي ،چې ټاکنې ترسره کیږي او دیموکرات حکومت خپله موده بشپړه کړې ده نه پرې کودتا شوې ده او نه ګوښه شوې . دا به هم دپاکستان په تاریخ کې لومړی ځل وي ،چې دیو دیموکرات حکومت پر ځای هغه رامنځته کیږي .
پاکستان په تاریخ کې پردې روږدې شوې و ،چې دیموکرات حکومت ړنګ شوې پر ځای یې نظامي هغه راغلې او بیا یې ټاکنې څارلې او ترسره کړې دي . دا ځل وړ لنډمهاله حکومت دی ،چې ټاکنې به ترسره کوي او تر ډیره ټولو ته دمنلو دی او کومه سیاسي اجنډا نه لري . دا په پاکستان کې دیموکراسي پیاوړې کوي . پردې سربېره پاکستانۍ سترې محکمې هم خپل رول ولوباوه او مشر یې چودري افتخار دهمدې حکومت د مودې په بشپړولو کې خپل رول ولوباوه ، هیچا لاسوهنه ونه کړه . محکمې داردو دپخواني لوی درستیز جنرال پرویزمشرف دنیولو امر هم وکړ اوپر ملي خیانت یې هم تورن کړ ،چې دا خپله د دیموکراسۍ دپیاوړتیا نښه ګڼل کېدای شي .
دټاکنو بل اهمیت دادی ،چې دلومړي ځل لپاره دا ټاکنې داسې مهال ترسره کیږي ،چې رسنۍ له پوره ازادۍ څخه برخمنې دي هر کاندید کولای شي ،چې دټولنیزو شبکو او لسګونو تلویزوني کانالونو پر مټ خپل ټاکنیز کمپاین وکړي . ددودیزو ګوندونو سیاستوال اوس دکرکټ دنړیوال اتل عمران خان له (تحریک انصاف پاکستان ) سره یو ځای شوې دي او په ټاکنیز کمپاین کې یې خپل ځای او مقام تر لاسه کړې دی پردې سربېره هغو سیاستوالو ،چې پخوا یې له ټاکنو سره پریکون اعلان کړې و دا ځل یې ځانونه کاندید کړي ،چې دا به رایو ورکونکو ته زمینه برابره کړي ،چې دخپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي .
په اوسنیو ټاکنو کې بله داهمیت خبره داده ،چې دټاکنو کمیسون دجوړښت ده ، چې پنځه غړي لري اونږدې ټولو ته دمنلو وړ دي ځکه دا غړي له ښه اونیک شالید څخه برخمن دي او تر اوسه یې خپل ناپیلیتوب ثابت کړې دی . د ټاکنو اړوند ټولې پریکړې دهمدې پنځه کسیز کمیسون کار دی پخوا به دپریکړو ټول صلاحیت او واک دټاکنو کمیسون د رییس و .
د دودیزو سیاسي ګوندونو چانس
کله ،چې په پاکستان کې د دودیزو ګوندونو په اړه غږیږو نو دپاکستان دخلکو ګوندPPP ،چې اوس ګډه مشرتابه (دبینظیر بوټو زوی بلاول زرداري ، اصف زرداري ) لري .
بل دودیز ګوند دنوازشریف په مشرۍ دمسلم لیګ ګوند دی ، خو اوس داسې ښکاري ،چې دپاکستان دخلکو ګوند او په خیبر پښتونخوا کې ددوی ملاتړی ګوند(ANP) Awami national Party کې خپل ملاتړ له لاسه ورکړی دی ځکه په تېرو پنځوکلونوکې یې له ولس کړې ژمنې پلې نه کړې . دبریا چانس یې کم دی دهمدوی دحکومت پرمهال په پاکستان کې دبرېښنا او انرژۍ دکمښت ستونزه رامنځته شوه ، ګاز کم شو پردې سربېره امنیت هم ترینګلې شو اقتصادي وضعیت هم کاواکه شو . دپاکستان خلکو ګوند د2008 ز په ټاکنو کې له ولس ته دهمدې ستونزو دحل ژمنه کړې وه . دا ځل حکومت نه شي کولای ،چې خپله ناکامي پر بل چا ورواچوي ځکه پخوا به حکومت پلمه کوله ،چې پوځ زموږ حکومت راړنګ کړ او داصف زرداري حکومت خپله دوره بشپړه کړې ده .
دخلکو ګوند اوس اړ دی ،چې خپلو پلویانو اوملاتړو ته دخپلې سیاسي او اقتصادي ناکامۍ په اړه معلومات ورکړي نه دا ،چې خپل ټاکنیز کمپاین پر مخ بوځي . پردې سربېره دا ګوند اوس داسې کاریزمي او ملي مشر نه لري ،چې خلک پرې راټول شي او د ( شهیداسطوره ) اوس هغسې نه ده لکه پخوا ،چې وه په تېر کې به دخلکو ګوند په ټاکنیز کمپاین کې د(شهیداسطوره ) کاروله . شهید ذوالفقار بوټو ، شهید بینظیر بوټو ، شهیدشهناز بوټو نومونه دټاکنیز کمپاین پرمهال کارول . اوس دا (اسطوره ) له کاره او موډه پریوتې ده او خلک پرې نه شي راټولې .
له دې ټولو ستونزو سره اټکل دادی ،چې دخلکو ګوند به په سند ایالت کې دخپل خوښې ټاکنیز کمپاین ترسره کړي ، خو دنواز شریف مسلم لیګ ګوند ،چې په تېرو پنځو کلونو کې یې دپنجاب ایالت حکومت ګټلې و درایو له ویش سره مخامخ شي ځکه هلته یو بل پیاوړي سیال دتحریک انصاف مشر عمران خان رامنځته شوې دی او بل جماعت اسلامي ،چې له تېرو ټاکنو سره یې پریکون اعلان کړې و دا ځل په ټاکنو کې ونډه اخلي .تېر ځل دجماعت پلویانو نواز شریف ته رایه ورکړې وه . عمران خان هم دنواز شریف په څیر ځان ښي اړخې معرفي کوي . اوس به دعمران خان ګوند په هغو سیمو او حوزو کې رایې لټوي ،چې پخوا یې مسلم لیګ ته رایه ورکړې وه .
خبره تردې ورسیده ،چې دنوازشریف ورور شهباز اړ شو ،چې دعمران خان پر ضد دا ډول څرګندونې وکړي : عمران هم داصف زرداري په څیر ژبه کاروي . شنونکي وايي : مسلم لیګ دعمران خان له نفوذ څخه تنګ شوې دی او دځان په زیان یې ګوري .
خلکو ګوند ،چې یو څه ملاتړي له لاسه ورکړي دي نو دنوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ بیا دښه نوم څښتن دی ،مشر یې یو دی ، داوسني خلکو ګوند په پرتله یو څه کاریزمي مشران لري او دا یې په بریا کې رول لوبولې شي . کېدای شي نواز شریف دعمران له شتون سره سره په پنجاب کې بریا تر لاسه کړي اودا هم شونې ده ،چې په خیبر پښتونخوا کې او که په بلوچستان کې له جماعت اسلامي ، جمعیت علماء اسلام او ځینې بلوچ ګوندونو سره لاس ورکړي هلته هم رایې تر لاسه کړي .
داسې ښکاري ،چې په کراچۍ کې به دخلکوګوند ملاتړي (مهاجر قومي مومنټ ) لاسبرې وي ځکه دا دوی دودیزه سیمه ده او دلته رایه پر توکمیز بنسټ ورکول کیږي دلته نور ګوندونه له دوی سره سیالي نه شي کولای .
پېښور کې به ټاکنې محوري بڼه ولري دلته (ANP) Awami national Party ،چې خلکو ګوند ملاتړی دی خپل ملاتړ له لاسه ورکړی دی ځکه دوی دالقاعدې او طالبانو پر ضد له امریکا سره ودریدل او په قبایلي سیمو کې یې دبې پیلوټه الوتکو له بریدونو ملاتړ کړې و ،چې په سیمه کې یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده . دا ګوند له طالبانو سره په دښمنۍ اوښتې دی او تر اوسه یې څو غونډې اومشران په نښه شوې دي . دوی اوس نه شي کولای ،چې دچاودنو له ډار پراخه ټاکنیز کمپاین پیل کاندي .
دشفافیت او مشروعیت انسټیټوت دټاکنو په اړه یوه څیړنه کړې وه ،چې لنډیز ېې په دې توګه دی : پنجاب ایالت کې به ډیری رایې دنوازشریف دګوند په برخه شي ددې ترڅنګ به په خیبر پښتونخوا کې هم یو څه رایې تر لاسه کړي . په بلوچستان کې به رایې دڅو ګوندونو ترمنځ وویشل شي او په سند کې به رایې دخلکو ګوند او مهاجر قومي مومنټ په برخه شي .
عمران خان .. مخ پر وده ځواک
په پاکستان کې سیاست داسی دی کله خصوصي سکتور ، دا به اسانه نه وي که څوک یوه ټوټه ځمکه راونیسي بیایې خوشې کړي ، یا یې خرڅه کړي او یا یې څوک ورڅخه په زور واخلي .
60كلن عمران خان په پاکستان کې د دکرکټ دنړیوال اتل په توګه راڅرګند شو او له همدې لارې یې ډیر ځوانان او پیغلې ځان پسې کړې ، عمران بیا وروسته هڅه وکړه ،چې خپله دا بریا دسیاست میدان ته هم ولیږدوي ، خو په عامه توګه سیاست داسې دی ،چې سوکه سوکه پرمختګ کوي او بریا ژر نه رامنځته کیږي . د1997 ز په ټاکنو کې عمران خان 8% رایې ګټلې وې بیا په 2002 ز کې یې بریا یو څه زیاته شوه او 1,7% ته ورسیده او وتوانیده ،چې په پارلمان کې دځان لپاره یوه څوکۍ وګټي او هغه مهال جنرال مشرف دمسلم لیګ او خلکو ګوند مخور او مشهور مشران له ټاکنو بې برخې کړي وو . په 2008 ز کې عمران خان دجماعت اسلامي په څیر له ټاکنو سره پریکون اعلان کړې و .
دمسلم لیګ او خلکو ګوند دودیز سیاستوال له عمران خان سره یو ځای شوې دي ، ځینې وايي دوی دعمران خان هغو شعارونو پسې تللي دي ،چې نوموړي په دې وروستیو کې راپورته کړي دي ځکه پخوانيو ګوندونو خپلې ژمنې او شعارونه پلي نه شو کړای . پردې سربېره ډېر شمیر پاکستانیان دې دودیزو ګوندونو ته په سمه سترګه نه ګوري او پردې باور دي ،چې دوی دستونزې یوه برخه ده نه دحل . ځینې خو باوري دي ،چې عمران خان به دځوانانو رایې راخپلې کړي په پاکستان کې ځوانان درایې ورکونکو 40% جوړوي . ددې ځوانانو عمرونه د30- 20 کلونو ترمنځ دي د دوی رایه د دودیزو ګوندونو په پرتله دعمران خان په ګټه ده .
یوه ټولپوښتنه وايي : اوس په پاکستان کې دعمران خان او دخلکو ګوند دملاتړ کچه برابره ده ، خو خان نه شي کولای ،چې په لرو پرتو کلیو او باڼدو کې دخلکو رایې راخپلې کړې هلته دخلکو ګوند رېښې پیاوړې دي .عمران خان بیا په ښارونو او دلوستو ترمنځ پراخه ملاتړي لري همدا ده ،چې خان دنورو ګوندونو په پرتله دنوو ټولنیزو شبکو پر مټ پراخه کمپاین کوي .
عمران خان له دوو ستونزو سره مخ دی . لومړی په کلیو او بانډو کې دپاموړ نفوذ نه لري او ګوند یې پریکړه کړې ده ،چې په کلیو او بانډو کې دبیارغونې په موخه بسپنه دسیمه ییزو حکومتي ادارو له لارې ولګوي نه دکاندیدانو له لارې . دلته ده ،چې رایه ورکونکي به له کاندیدانو یو څه واټن پیدا کړي ، ځکه ولس په کلیو او بانډو کې دخپلو ګټو پر بنسټ له کاندیدانو سره راشه درشه کوي .
دویم : عمران خان په بهرنۍ تګلار کې کمزوری دی او پوره تجربه نه لري او نوم یې هغه وخت یو څه زیانمن شو ،چې کله یې ددودیزو ګوندونو ځینې سیاستوال او هغه څیرې ،چې پخوا له مشرف سر ه وو په خپل ګوند کې ومنل . دا ډول پریکړه دبدلون له تګلار سره په ټکر کې ده ځکه له پخوانیو سره یو ځای کېدل او دبدلون خبره ضدونقیض ده .
دبلوچستان اسلامپال او ملتپال
دا ځل به جماعت اسلامي په ټاکنو کې ونډه اخلي ځکه تېر ځل یې په 2008 ز کې ورسره پریکون اعلان کړې و پردې سربېره په ترینګلي بلوچستان کې یو شمېر ملتپاله ګوندونه هم ونډه واخلي .دبلوچستان ملي ګوند مشر سردار اختر منګل ،چې له څلورو کلونو تبعید وروسته بیرته بلوچستان ته راستون شو او دبلوچ ملي ګوند مشر نواب زاده طلال بګټي - پلار یې د2006 ز په اګسټ کې وژل شوې - اعلان کړې دی ،چې په ټاکنو کې به برخه اخلي نوموړي د 2008 ز له ټاکنو سره پریکون کړې و او دلیل یې دا و ،چې دپخواني ولسمشر جنرال مشرف حکومت یې څارنه کوي او پر جنرال تور دی ،چې دنوموړي پلار یې وژلې دی .
دې پرمختګ هغه هیلې یو څه راژوندې کړې دي ،چې په بلوچستان کې به تاوتریخوالې او ترینګلتیا یو څه راکنترول شي پوځ هم دنوموړي له پریکړې هرکلې کړې دی ،چې په ټاکنو کې ونډه اخلي ځکه دا به دبلوچ ډلو سره مرسته وکړي ،چې له تاوتریخوالي راوګرځي .
جماعت اسلامي ،چې په ټول پاکستان په ځانګړې توګه په پنجاب او خیبرپښتونخوا کې مشهور ګوند دی غواړي ،چې په ټاکنیزو حوزو کې له نوازشریف سره یو جوړجاړي ته ورسیږي ځکه دوی دواړه یو بل ته نږدې دي ، خو دنوازشریف ډله بیا وايي : جماعت اسلامي له خپل حق ډېره برخه غواړي .
په خیبرپښتونخوا کې پر عوامي نشنل پارټۍ او دمهاجر قومي مومنټ دطالبانو بریدونه به له هغو اسلامپالو سره مرسته وکړي ،چې ځانونه یې کاندید کړي دي ځکه طالبان ددوی دسیالو کاندیدانو غونډې په نښه کوي او په پښتون میشته سیمو کې یې خپل نفوذ له لاسه ورکړې دی .
په اسلام اباد کې برتانوي انسټیټوټ د2013 ز په مارچ کې یوه سروی ترسره کړې ده او 29- 18 کلونو ترمنځ ځوانانو او نجونو په کې ونډه اخستې ده 38% ځوانان شرعي محکمو واکمني ، 32% دپوځ واکمني او 29% دیموکراسي غوښتې ده .
مشرف ، پوځ او طالبان
په پاکستان دټاکنو کمیسون پخواني ولسمشر ته دکاندیدا تورۍ اجازه نه ده ورکړې او خبره دېته ورسیده ،چې محکمه یې دنیولو امر وکړي . ددې پرمختګونو سربېره له محکمې څخه دمشرف تېښته او داسې هم ویل کیږي ،چې اوسني حکومت ورسره په تېښته کې مرسته کړې ده . له ترهګرۍ سره دمبارزې محکمې امر وکړ ،چې جنرال مشرف به ددوو اونیو لپاره پلازمینې ته څېرمه په چک شهزاد سیمه کې په خپله کرونده کې نظر بند وي .
دا جنرال مشرف او پوځ ته سخت ګوزار او داسې انګیرله ،چې د دوی سپکاوې شوې دی پوځ کتل ،چې پخوانی مشر یې دملي خیانت په تور محاکمه کیږي او دا هغه تور دی ،چې دولس پر وړاندې دپوځ پر ژمنتوب او رښتینولۍ دخلکو شک راپیدا کوي .
اوس پوځ دوه غوراوي لري ،چې دواړه ورته درانه تمامیږي : یا به دخپل پخواني مشر په ننګه ودریږي ،چې دخپلو سرتیرو مورال او برلاسي وژغوري او یا به خپل مشر قرباني کوي او دمحکمې او قانون درناوې به کوي ،چې ولس ته ثابته کړي ،چې موږ له قانون پورته نه یو .
دا هیښونکې وه ،چې ولسمشر او لوی درستیز هڅه کوي ،چې په پارلمان کې یوه څوکۍ تر لاسه کړي دا څوکۍ په پخوانیو هغو سره دپرتلې وړ نه ده . که چیرې جنرال مشرف بریالې شوې هم وای نو له وسه به یې څه پوره و ،هیڅوک ددی کار پر انګیزه نه پوهیږي .
دیادونې ده ،یوشمېر کړۍ وايي : پوځ له نوموړي څخه غوښتي و ،چې پاکستان ته مه راستنیږه . جنرال ته دنږدې کړیو او وکیلانو ټینګار کاوه ،چې دجنرال مشرف محاکمه د پوځ هغه ده او دا سې هڅې هم شته ،چې دپوځ پښه محکمې ته راکش کړي ، خو محکمې دمشرف دوکیلانو دا غوښتنه ونه منله ،چې دپوځیانو پښه دې په دې دوسیه کې راښکیل شي .
دا څرګنده شوې ده ،چې اوسنی لوی درستیز اشفاق کیاني تر اوسه دکوم سیاسي ګوند پر ملاتړ نه دی تورن شوې او نښه یې داده ،چې زمینه ورته برابره وه ، خو د دیموکراتیک حکومت پر ضد یې کودتا ونه کړه . پردې سربېره دمشرف په دوسیه کې هم ښکیل نه شو او حکومت ته یې اجازه ورکړه ،چې خپل وخت پوره کړي او له کومې لاسوهنې پرته یې پارلمان پرېښود ،چې خپله دوره پوره کاندي .
طالبان غواړي ،چې په ټاکنو کې یې رول ویجاړونکې وي دپاکستاني طالبانو ویاند احسان الله احسان درسنیو پر مټ له پاکستاني ولس غوښتي دي ،چې له دی نااسلامي ټاکنو سره پریکون اعلان کړي او دخلکو ګوند ، عوامي نشنل پارټي او مهاجر قومي مومنټ په ټاکنیزکمپاین کې برخه وانخلي ځکه دا به زموږ له اړخه په نښه شي او همداسې وشول دوه ځل ، خو دعوامي نشنل پارټۍ کاندیدان په نښه شول . دا به په راتلونکو ټاکنو کې دې ګوندونو ته سخت زیان ورسوي په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخو او قبایلو کې .
نوي واکمن او بهرنۍ تګلار
دا به اسانه نه وي ،چې دیوهېواد بهرنۍ تګلار ،چې دڅو لاملونو او وضعیت له کبله وار له مخه ټاکل شوې وي . که چیرې دنوازشریف په مشري مسلم لیګ او یا دعمران خان په مشرۍ تحریک انصاف واک ته ورسید له امریکا سره به اړیکې یو څه بدلون ومومي او دخلکو ګوند په پرتله به دا اړیکې دسیال په بڼه راڅرګندې شي اوس ، خو تر ډېره بریده دلاسپوڅي په سترګه ورته کتل کیږي .
له ایران سره به هم دپاکستان راتلونکې اړیکې بدلون ومومي او دنوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ به له ایران څخه پاکستان ته دګازونللیکې تړون لغوه اعلان شي پخوا یې هم ورته ګوتڅنډنه کړې وه . ځکه نواز شریف همدومره سعودي عربستان ته نږدې دی لکه څومره ،چې زرداري ایران ته دی . له طالبانو سره به دنوازشریف ګوند دخبرو کانال پرانیزي ،چې پخوا دخلکو ګوند دا نوښت نه شو رامنځته کولای .
عمران خان به هم ورته غوراوي ولري ، خو کېدای شي دبدلون کچه به کمه یا زیاته وي ، خو بهرنۍ تګلار به داقتصادي او مالي ستونزو تر اغیز لاندې وي او دومره به اسانه نه وي ،چې ستر او دپاموړ بدلون دې په کې رامنځته شي .
لنډیز
په پاکستان کې له ټاکنو وروسته دوه انځوره دولس تر سترګو کیږي یو شمېر وايي راتلونکې پارلمان به ځوړند هغه وي په بله مانا هیڅ یو سیاسي ځواک به دا واک وړتیا نه لري ،چې په یوازې ځان حکومت جوړ کړي . دایتلاف په پایله کې به کمزوری حکومت رامنځته شي او دهغو ستونزو له حل به عاجزه وي ،چې له ښې ډېرې مودې راهسی پاکستان ورسره لاس وګریوان دی .
بله ډله وايي : یو پیاوړی کامیاب کاندید به رامنځته شي له یو یا دوو ملګرو سره ایتلاف وکړي او دخلکو ګوند په څیر حکومت به جوړکړي .