
_ نن ورځ دمعيوبينو دحقوقو لپاره دمبارزې نړيواله ورځ ده ؛
_ په جاپان او کوريا کې دماشوم ورځ ده ؛
_ په1818 زکال کې يهودي الاصله جرمنی کارل مارکس ، فيلسوف او سياست پوه او د کمونيزم بنسټ ايښودنکی زيږيدلی؛
_ په 1821 زکال کې ناپليون بوناپارت ومړ ؛
_ په 1836 زکال کې په اروپاکې د اور ګاډي لومړنۍ پټلۍ جوړيدل په بلجيم کې پيل شول ؛
_ په 1900 زکال کې نامتو ارمنی ـ روسی انځورګر سمندر کښ (( ايوازوفسکي )) ومړ ؛
_ په1956 زکال کې د جاپان په پلازمېنه توکيو کې ، دجيدو سپورت لومړنۍ اتلوالي پيل شوه ؛
_ په 2000 زکال کې ديوه نوي کمپيوټري ويروس «I love you» له امله يوازې په شمالي امريکا کې يو مليارد ډالره زيان رسيدلی .