د پيسو په کڅوړو، سي آی ای په افغانستان کې قدرت لټوه

د روان کال دثور مياشتې په ۸مه نېټه مشهورو (نيويارک ټايمز او ګارډن) ورځپاڼو د افغانستان ولسمشر حامدکرزي دفتر په اړه څو مخيزه مقاله خپره کړې، چې پکې د کابيني غړو ته د امريکا استخباراتي ادارې له لوري ميليونه ډالر پدې موخه ورکړل شوي، چې په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړي، نيورياک ټايمز د دې عنوان لاندې (د پيسو په کڅوړو، سي آی ای په افغانستان کې قدرت لټوه) مقاله خپره کړې، پدې مقاله کې د هغه پیسو سربېره چې دايران دولت له لوري د ولسمشر دفتر رئيس عمرداودزی په وخت کې ارګ ته راوړل کېدې، دې ته هم اشاره کړې، چې سي آي ای، په تېرو دولسو کالونو کې دومره کڅوړې (نه شمېر کېدونکي) پیسې ارګ ته راوړل شوي، د ارګ پر چارواکو سربېره د کابينې پر غړو او د امنيت شوراء په مسوولينو ويشل شوې.
د ايران، پاکستان، امريکا، انګليستان او نوور هېوادونو د استخباراتي کړيو په اړه چې ارګ ته پيسې انتقالوي د توندو انتقادونو ترڅنګ يو شمېر افغان دوسته ليکوالانو لیکنې هم کړي، خو لومړی وار دی، چې مشهوره ورځپاڼه (نيويارک ټايمز) دا خبر په خپله غيږ کې نغاړي او ځای ورکوي، شايد نيورياک ټايمز او ګارډن د ولسمشر حامدکرزي په ولس او نړۍ کې د محبوبيت د کموالي په وجهه داسې څه نشر ته سپارلي وي، چې کالونه کالونه پټ پاتې و، دلته اصلي خبر پر ولسمشر نه بلکه د ولسمشر پر هغه ټيم ده، چې ښاغلي له ځانه سره د وفاداره ټيم په صفت ساتلی و، خو ورځ تر بلې خبر افشاء کېدو لور ته درومي، پټ رازونه افشاء کېږي او څرګندېږي، چې د دې ټيم د لارښوونې او هدايت ورکونې مرجع ولسمشرۍ دفتر نه بلکه کومه بله مرجع ده، د ښاغلي ټيم په ګروپونو وېشل شوی، ځينې يې په اقتصادي مافيا بدله شوې، او ځينې نور يې بيا د ولس په شر کې خپل خير لټوی، ځينې يې د نورو هېوادونو سياسي او استخباراتي مسايلو ته د افغاني ګټو پرخلاف وفادار دي، د نورو هېوادونو له لوري دوی سره د پیسو، امکاناتو او ګټو وعدې لامل شوي، چې ولسمشر ندی توانېدلی، چې په تېرو ۱۲کالونو کې په کارپوهه او افغاني ګټو ته ژمنه کابينه ولري او د هغې پاليسۍ په تطبیق کې له ولسمشر سره لاس يو کړي، چې په پلي کېدو يې ګټې افغان ولس ته رسېږي.
د همدې کابينې، د ارګ او امنيت شورا د يو شمېر غړو له لوري افغان دولت له داسې ژور بحران سره مخ دی، چې مسلح مخالفین يې هم نشی پېښولی، نيويارک ټايمز د راپور د تائيد ترڅنګ بايد يادوم وکړم، چې همداء اوس د کابينې، ارګ، او امنيت شوراء غړي پر يو بل پسې داسې اخته دي، ته به وا چې د دوی په رزق يې پښه اېښې، په محالفو او د رسنيو پر مخ خو د ولسمشر څخه دفاع هم نشي کولای، چې د دوی بادران به ځينې ناراضه شي او هغه امکانات به پرې بند کړي، چې اوسمهال ورته ورکول کېږي.
د ښاغلي کرزي مديريت ته د ضعيف مديريت صفت په برخه دی، سره لدې چې ښاغلی په هر څه پوهېږي، خو بيا هم اقدام نه کوي، پدې هم اګاه دی، چې هغه شمېر وزیران چې د ښاغلي پر مخ کې د همده صفت کوي، تر شاه يې بيا وايي، چې (ولسمشر ته دا خبرې ونکړو نو څه وکړو، مجبور يو چې ګوزاره ورسره وکړو، هسې هم يو څو ورځې يې پاتې دي، تېرې دې کړي)، نيورياک ټايمز وايي، په ميليونو ډالر ارګ ته راوړل شوي، او پر همدې چارواکوويشل شوي، ولې دې ته یې اشاره نده کړې، چې د وزارتونو له لوري ورکول کېدونکي قراردادونه چې په هر قرارداد کې يې پنځه، لس او څلوارلس ميليونه ډالر غوښتل کېږي، دې حالاتو هېواد له اقتصادي ژور بحران سره مخ کړی.
دفاع چارو وزارت په يوه قرارداد کې چې د ملي اردو لپاره د البسې قرارداد و پنځه ميليونه ډالر رشوت غوښتل شوی وه، د کورنيو چارو وزارت له لوري د خوراکي توکو په قرارداد کې چې د تېر کال په پای کې امضاء شو، نهه ميليونه ډالر رشوت اخیستل شوی و، د معارف وزارت کال وړاندې چې د ۱۳۹۱ کال درسي کتابونو د چاپ قرارداد امضاء شوی و، څوارلس ميليونه ډالر رشوت اخيستل شوی و، د معدن او صنايعو وزارت له لوري د مسو عينکو، ډبروسکرو او هغه قرارداد کې چې د کاناډايي شرکت سره امضاء شوی و، پنځلس ميليونه ډالر غوښتل شوي و، حال دا چې د کاناډايي شرکت له لوري هر کال افغان دولت له ۵ ميليونه ډالرو نقصان سره مخ کاوه، د ماليې، ټولګټو چارو، ترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو، پورته ذکرشوی او دې ته ورته نورو وزارتونو له لوري په هر قرارداد کې د يو لک امريکايي ډالرو څخه تر پنځلس ميليونه امریکايي ډالرو پورې رشوت اخيستل شوی، کمېشنکاري، په پیسو مقررۍ هم د يادولو وړ دي، چې ټولې پورته شوې ادارې ورڅخه خلاصې ندي.
د سيمه ييزوارګانونو خپلواکې ادارې له لوري داسې څه په محلي حکومتدارۍ د تقويت په نوم روان دي، چې رسوايي او بوی به يې په لنډوخت کې ټول هېواد او نړۍ په سر واخلي، کمېشنکاري، مقررۍ په پيسو، مياشتنی باج اخيستل، د محلي حکومتدارۍ په مقابل کې ولاړېدونکې ناندريزې موضوعګانې پورته کول او دې ته ورته نورې ډېرې دي، چې د شخصي ګټو د نه ترلاسه کولو پر وخت ولس او محلي حکومتونه ورسره مخامخ دي، هېواد د همدې کمزوري مديريت، د بااحساسه کابينې په نشتون او د پرديو ګټو ته ژمن ټيم په پايله کې داسې برحان لور ته روان دی، چې نه شهيدسردادمحمدداودخان، اعليحضرت ظاهرشاه، ببرک کارمل او حتی د طالبانو پروخت داسې څه نه و، چې اوس يې د ليدو شاهدان يو.
څارنوالۍ هم د فساد منبع ګرځيدلي او اوس خو داسې پکې کلک اموخته شوي، لکه چې قصاب پر ډېر کلک هډوکي تبر راخلاص کړي او تر ټولو کلک هوډوکی پرمنځ دوه ټوټې او داسې حالاتو ته يې راولي، چې ټوټې کول یې بيا کوچني ته هم ستونزمن نه وي، په لويو دوسيو چې قتلونه وي پیسې اخلي او دوسيو ته د پای ټکی کېږدي، د همدې ارګان په منفي کړنو، ظلم او زياتې په پايله کې افغانان اړ کېږي، چې صحرايي او د طالبانو محاکمو ته مراجعه وکړي.
کمېشنکارانو او تاجرانو له لوري شپنيز مخافل جوړول او په هغه کې د پورته ذکر شويو اشخاصو ګډون هم د يادول وړ ده، په شپنيزو محالفو هم په ميليونو ډالر مصرف شوي يا په کور دننه او يا هم په خارج کې، منفکۍ، مقررۍ، قراردادونه او هر څه د دوی په خوښه کېږي، داسې سرنوشت ټاکوونکي فيصلې هم کېږي، چې ستونزې يې ټول افغان ملت ته راولاړېدلی شي، او که ووايو چې د هېواد سرنوشت د ضعيف مديريت په پايله کې د هغه چا په لاس لويدلی يوازې خپلو ګټو ته وفادار دي او بس، کله چې کومه پرېکړه بېځایه وشي، د ارګ همداء چارواکي او مشاورين ولسمشر ته داسې بېځايه مشورې ورکوي، چې ښاغلی پر احساساتو راولي د رسنيو پر مخ هغه څه بيان کړي، چې بايد په هر وار يې نه وای بيان کړي.
نيورياک ټايمز يوازې پرده د پټو پيسو څخه ليرې کړي، دا تورونه شايد اوس ځیني چارواکي پرځان ونه مني، خو حالات داسې لور ته روان دي، چې په راتلونکي څو مياشتو کې به خپله همداء چارواکي اړ کېږي، د خپلو ګټو خوندي ساتلو په موخه به پر نورو نيوکې کوي او پر خپلو ملګرو به شاهدي وايي، چې څوک ورسره په کوم ګروپ کې شامل و، ځينې نور به بيا هم غلاو ته نوره هم مخه کوي اوس که بورۍ په يو لاس ډکوي بيا به يې په دواړه لاسونو، د دې ترڅنګ څو مشخص غړي به ولسمشريزو ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي، چې پر همدې ولسمشر به بيا نيوکې کوي، او وايي به چې ده پر خپل وخت کې چې پوره ۱۲کاله یې ولسمشري وکړه، ولس ته څه کړي او کوم د خير کارونه یې کړي دي.
پورته ذکر شويو چارواکو بيا رسنۍ او څو شنوونکي، ليکوالان او تحليل کوونکي په پیسو اخيستي، چې ددوی په نفعه او ګټه ليکنې وکړي، خبرې وکړي او مقالې خپرې کړي.
ولسي جرګه هم د دې رنځ څخه نده خلاصه، د څو غړو پرته نور غړي په مقرريو، قراردادونو، اړيکو، سفارتونو سره روابطواو نورو باندې اخته دي.
اوس ولسمشر حامدکرزي ته پکار ده، چې په راتلونکي يو کال کې هغه څه ترسره کړي، چې په ولس کې ځان وګوري، ولسي همدردي ورسره زیات شي، په کابينه او مستقلو رياستونو کې ژوربدلون راولي، ضعيف مديريت ته د پای ټکی کېږدي او په راتلونکي يو کال کې د ولس په خیر کارونه ترسره کړي.
صمد افغان