 
        	    
                    
                                    
                     
 
حاجي محمد سعيد لاهوري
رحمة الله عليه 
( ١٠٥٦ – ١١٦٦ هـ ق )
          مولوي محمد ابراهيم کاموي د افغانستان لوى عالم ، مجاهد او وطپنال سړى و . دده علم ، تقوا ، وطندوستي او ژورناليستيکې هلې ځلې زمونږ هېواد او ټولنى لپاره د بلې ډيوې غوندې رڼا او ځل ورکوي . 
          په دغه ليک کښې به لومړى د مولوي صاحب په نيکه حاجي محمد سعيد لاهوري ( ١ ) ، خپلې خبرې سريزه کوو ، او که چېرې       د الله تعالى په فضل او مرحمت ژوند او فراغ و ، ددغې لړئ په بله برخه کښې د مولوي محمد ابراهيم کاموي پر ژوند او علمي            هلو ځلو خپلې ليکنې ته به د پاى ټکى ږدو .       
          د مغولي واکمن ابوالمظفر شهاب الدين شاهجهان ( ١٠٣٧- ١٠٨٥ هـ ق ) د واکمنۍ په شلم کال چه د ( ١٠٥٦ هـ ق ) کال ( ٢ ) سره سمون خوري په لاهور کښې دمحمود شاه کره يوهلک زوى شو . دغه سعيد ماشوم د پلار او مور له خوا محمد سعيد ونومل شو ، چه وروسته دغه ماشوم په تصوف او عرفان کښې هغه پوړئ ته ورسېد چه د نوي افغانستان بنسټگر لوى احمد شاه بابا ( ١١٦٠ –     ١١٨٦ هـ ق ) او د هغه مهال نامتو عالمان ، صوفيان او مشران        د لاس نيوي او دعا په هيله دده جونگړې ته راتلل . 
          د حضرت خواجه بهاءالدين محمد نقشبند ( ٧٩١ هـ ق کښې مړ ) ته منسوبه نقشبنديه طريقه کښې دپېړو په پوړيو نامتو او نوماند عالمان او د تصوف لار روي . تړاو لري . هم ددې نقشبند يې طريقې د (( خلوت درانجمن )) او (( سفر در وطن )) مخکښو څېرو څخه حاجي محمد سعيد لاهوري و . 
          حاجي محمد سعيد لاهوري په نقشبنديه طريقه کښې دارشاد اذن له شيخ سعد الله وزير آبادي ( ١١٠٢ هـ ق کښې مړ ) ( ٣ ) څخه او ده له پښتانه ستانه شيخ آدم بنوري ( ١٠٥٣ هـ ق کښې مړ ) او ده بيا له حضرت شيخ احمد فاروقي سرهندي  کابلي  مجدد الف ثاني ( ٩٧١ – ١٠٣٤ هـ ق ) رحمة الله عليه څخه لاس ته راوړى و  . 
          په هغه مهال په نورو طريقو کښې لاس نيوى ( بيعت ) دودو . زمونږ ددې خبرې ښه لاس وند ، ميا فقير الله جلال آبادى دى په دې ډول چه دغه جلال آبادى ولي الله په نقشبندي طريقه کښې د دايم الشهود محمد مسعود پيښوري مريد او خليفه و چه دغه محمد مسعود پېښوري د حاجي محمد سعيد لاهوري مريد او خليفه و ، خو بيا هم په قادريه ، چشـــــتيه ، شطــــــاريه ، رفــاعيه ،شاذليه غزاليه خلوتيه ، سهرورديه ، همدانيه ، طيفوريه ، گازرونيه او مدنيه سربېره په ٢١ نورو طريقو کښې ماذون او خليفه و . ( ٤ ) 
          په همدې اساس حاجي محمد سعيد لاهوري په مدينه منوره کښې ، له سعيد محمود بن سيد علي المدني څخه په قادريه طريقه کښې او ورپسې په لاهور کښې ، د شيخ محمد اشرف لاهوري                (١١٠٤ هـ ق کښې مړ) څخه دشطاريه طريقې خلافت حاصل کړ .(٥)
ميا فقير الله جلال آبادى ( ١١٩٥ هـ ق کښې مړ ) رحمة الله عليه        د خپل پير پير(شيخ الشيخ ) په (( غوث اکمل محمد سعيد لاهوري )) او په يو بل مکتوبکښې په (( غوث مکمل ممکن النورين جامع البحرين ، نسخۀ جامعۀ طرق الميه محمد سعيد لاهوري )) ستايي او يادوي .
          د ميافقير الله جلال آبادي په ١٢، ١٨ ، ٣٢ ،٤٢، ٢٣٩ ، ٣٠٥ ، ٣٠٩، ٣١٣ ، ٣١٥ ، ٣١٦ ، ٣٤٢ ، ٣٨٨ او نورو مخونو کښې د حاجي محمد سعيد لاهوري او محمد مسعود پيښوري يادونه،دطريقت دپيرانو په توگه،په ډېر درناوي سره شوې ده .  ( ٦ ) 
          ميافقير الله جلال آبادي په (( فوايد فقير الله )) کښې خپل روحاني لارښود حاجي محمد سعيد لاهوري او محمد مسعود پېښوري گڼي او ستايي  : 
په حاجي سعيد سبحانه !
کــرم وکــــړې مهــــربانــه !
( فوايد فقير الله – ( کابل چاپ – ٩٧ م مخ ) 
لـــــه حاجــــي محــمد سعــــيده
زه يــم شـــــوى مســـــتفـــــيــــده
د لاهـــور شمــــــع  و جـــــانـــــه !
درست لاهـورو پــــرې روښـانه
بل حضرت مسعود خوبــلاره
دستگير مې دى دلـــــــداره !
( فوايد فقير الله – کابل چاپ – ٩٩م مخ )
محقق کندهاري علامه حبيب الله کاکړ ( حبوآخوانزاده ) ( ١٢١٣ – ١٢٦٥ هـ ق ) په منهاج العابدين )) د ١٢٣٦هـ ق تاليف کښې          د خپلې نقشبنديه طريقې د سلسلې په برخه کښې وايي : 
زمـونږ شيخ فـــرح الـــــديــن دى
په وجود يې معــــمور ديـــن دى
چه مخدوم ترې فيض موندلى
و مقــــــصود ته رســـــيدلـــــــــى
خــــواجه ميـــا فقـــــــير الله دى
چــــه پـــــه ســـــر د حق آگاه دى
چه خواجه ترې فيض آمود دى
هغه شيخ محمد مسعـــود دى
شيخ مسعود چه يې مريـد دى
حضرت شيخ محمد سعيد دى
د شيـــــخ پير بيـا سـعد الله دى
چـــه خاصــــــه ولـــــــــى الله دى
چه د ميــــا مرشــــد او پير دى
شيــــخ آدم د بنـــــور پيـــــر دى
بيــــا د شيـــخ آدم رهبــــــر دى
شيخ آدم چه لـــــکه نمـــــر دى
زمونږ قبـــــلۀ روحـــــــاني دى
مجدد الف ثــاني دى . ( ٧ )
د حاجي محمد سعيد علم او تاليفات :
          استاذ الاساتذه پوهاند عبدالشکور رشاد ليکي : 
          حاجي محمد سعيد له علمه هم برخه درلوده او د خپل وخت له وتلو علما ء و څخه و . دى د مولانا نور محمد مدقق لاهوري همدرسه و . شاه ولي الله محدث د هلوي ( ١١١٤- ١١٧٦ هـ ق ) په (( الانشاء في سلاسل اولياء )) کښې ليکلي دي : زه چه په ١١٤٣ هـ ق کال حج ته تلم په لاهور کښې څو ورځې د حاجي محمد سعيد په مدرسه کښې واوسيدلم او د (( جواهر خمسه)) اجازه مې له ده څخه        وموندله )) . ( ٨ ) 
          د شاه ولي الله محدث د هلوي له دغې ليکنې څخه معلوميږي چه حاجي محمد سعيد لاهوري د ارشاد او تلقين سر بېره دور زده کړې ( تدريس ) چارې هم مخ ته وړې او په لاهور کښې يې داسې مدرسه درلودله چه محدث د هلوي شاه ولي الله غوندې نوماند عالم او مصنف هم خپله علمي تنده پکښې خړو بوله . 
          د هغه په مريدانو او د مريدانو په مريدانو کښې ، په علم او عرفان سمبال او پسوللي ، گڼې څېرې موتر سترگو کيږي چه ډېر يې د افغانستان د خاورې سره تړاولري .د بېلگې په توگه د ځينو نومونه او يادونه د ښاغليو لوستونکو مخې ته ږدو : 
          ١- ميا فقير الله جلال آبادي چه د خپل مهال په ټولو مروجو علومو کښې د تبحر خاوند و . د لوى استاد پوهاند عبدالحى حبيبى خبره (( ميا فقير الله جلال آبادي ، د تاليفاتو          د زياتوالي عملاً نظراً او حالاً په اسلامي علومو او عرفان کښې ،      د خپلو پراخو معلوماتو له امله تر جامي ( رح ) وروسته د افغانستان دعلم او قلم په تاريخ کښې مهم عرفاني او علمي شخصيت دى . . . )) ( ٩ ) 
          ٢- ملا فرح الدين عرب کندهاري ( ١١٥٩ – ١٢٤١ هـ ق ) چه په پښتو ژبه کښې د (( تعداد الکباير )) په نوم يې يو منظوم کتاب ليکلى دى چه په خپل مهال کښې دوگړو روحاني او علمي مقتدا و . 
          ٣ – محقق کندهاري علامه حبيب الله کاکړ د ملا فيض الله کندهاري زوى چه د هند په نيمه و چه او افغانستان کښې پېژندويه او منلى عالم و چه د کتابونو ليک لړ يې په منقولو او معقولو علومو کښې په عربي ، پښتو او دري ژبو کښې تر دېر شو ټوکونو اوړي . 
          په دې ډول گورو چه حاجي محمد سعيد لاهوري د خپل مهال په عرفاني او علمي شخصيتونو باندې ژورې هراړخيزې اغيزې درلودې . که چېرې ددې پوهانو د علم او عرفان له مخه د حاجي محمد سعيد د تللو هڅه او هاند وکړو نو دې ته خامخا اړکيږو چه دده لارښودې څېرې ته         د درناوي سرونه ټيټ کړو . څيړونکي              د حاجي محمد سعيد لاهوري په مولفاتو کښې دغه کتابونه په نخښه کوي : 
1. تفسير مبين .
2. رسالۀ اذکارقاديه .
3. قايد الانام الى بيت الحرام . ( ١٠ ) 
4. رسالۀ ظهور و تنزلات . 
5. رسالۀ همه اوست  (١١)
          د حاجي محمد سعيد لاهوري حالات ، ملفوظات او مکتوبات دده د خليفه محمد مسعود پيښوري له حالاتو او ملفوظاتو سره        د ((قران السعدين)) په نامه ، آخوند محمد رفيع پيښوري راټول کړي
دي . د حاجي محمد سعيد په ستاينه چه کومې فارسي قصيدې ويلي شوي دي د هغو مجموعه (( سعيد نامه )) نوميږي . ( ١٢ ) 
          د حاجي محمد سعيد لاهوري نسبنامه چه د تاليف کال يې ١١٩٠ هـ ق ښودلى شوى دى د حاجي مولوي عبدالرحيم صاحبزاده په غوښتنه او د مولوي عبدالوهاب په اهتمام د لاهور په گلزار محمدي مطبعه کښې چاپ شوې ده . دغه رساله  معاصر ليکوال او شاعر غلام حبيب نوابي له سره او ډلې ده او په پاى کښې د حاجي محمد سعيد د ځوځات ، چه په لاهور ، پيښور ، د سره رود په مستى خيلو ، د لغمان په حسن زيو ، گوشته ، کامې ، شکر درې ، کوهدامن ، امام صاحب او بغلان کښې استوگنه غوره کړې ده ، نسبي شجرې يې پکښې راوړي دي او د (( صحف ابراهيم و موسى يا شجره و شرح حال پير پټان اعني حاجي محمد سعيد لاهورى رح)) په نامه يې ترتيب کړي دي چه ټايپي نسخه يې ٢٨ مخه لري .              ( ١٣)         
          در دران احمد شاه بابا ( ١١٦٠ – ١١٨٦ هـ ق ) د افغانستان هغه مسلمان او دينداره ټو لواک و ، چه د واکمنۍ برم او پرتم هم دده زړه او اند د عالمانو ، صوفيانو او شاعرانو له ناستې څخه موړ نه کړ . د خداى ج د لارې لارويو سره يې د زړه له کومې مينه او        عقيدت و .
          هغه مهال چه نادر افشار ووژل شو نو پښتانه مشران له نادري 
اردو څخه بېل شول او د کندهار په لوري يې د سفر موزې په پښو کړې . کندهار ته نژدې په شير سرخ کښې په يوه غونډه کښې غونډ شول چه يو مشر ځانته وټاکي . اته ورځې پرله پسې اته غونډې وشوې . خو کومې پايلې او نتيجې ته نژدې نه شول ، د نهمې ورځې په غونډه کښې د صابر شاه ملنگ له خوا احمد شاه بابا د ټولواکئ او واکمنۍ لپاره ونومل شو . چه د ټولو مشرانو له خوا درايو په اکثريت دغه وړانديز ومنل شو . د هغه مهال يو بل عالم او بزرگ حضرت ميا فقير الله جلال آبادي رحمة الله عليه د تاريخ او افغانانو دې اتلې څېرې ته څلور ليکونه ورلېږي . دغه ليکونو کښې               د تصوفي مسايلو ، اداري چارو او وورمونو  ( نصيحتونو ) په ښکالو ورسره د زړه هيلې او تلوسې شريکوي . 
          شاه ولي الله محدث د هلوي رحمة الله عليه د هندي مسلمانانو بدې او ترخې ورځې ورته په زړه کوي او د مرهټه و ظلم او نادو دو نه د خلاصون په هيله ورته ليکونه رالېږي . کله چه احمد شاه بابا رحمة الله عليه د شاه ولي الله محدث د هلوي او مغل امپراتور عالمگير ثاني ( ١١٧٠ – ١١٧٣ هـ ق ) په غوښتنه او بلنه مرهټه وباندې د پنځم ځل لپاره د بريد تکل کوي نو پښتون ستانه او ولي الله د څمکنو ميا عمر صاحب ( ١٠٨٤ – ١١٩٠ هـ ق ) د ((پاني پت )) د جگړې لپاره خپل اوه لس زره او پنځه سوه مريدان د جنگ او جهاد ډگر ته استوي . 
          زما آرموخه ددغې اوږدې معترضې څخه دا ده چه د احمد شاه بابا اړيکې له عالمانو او صوفيانو سره ژورې او پر له نغښتې وې . دغه اړيکې د ټولواکئ له لومړئ ورځي څخه د مړينې تر وخته ادامه مومي . 
       پير افغانان :   
          په ١١٦١ هـ ق کال ( ١٥ ) چه لوى احمد شاه بابا لومړى وار پرهند ( پنجاب ) باندې بريد کوي د (( راوي )) سيند په ښئ غاړه باندې (( شاه درې )) ته له رارسيدلو څخه وروسته پوښته کوي چه په لاهور کښې کوم پيرشته دى ؟ - ده ته په ځواب کښې د شيخ حاجي محمد سعيد لاهوري رح نوم اخيستل کيږي . کله چه احمد شاه بابا په لاهور کښې و ، له هماغه پير سره گوري او د عاځنې اخلي او حکم کوي چه د حاجي محمد سعيد لاهوري داوسېدلو په سيمه ( لکهى محله او عبدالله واړي ) کښې دې څوک د چا په مال غرض نه           لري . ( ١٧ ) . 
                 پوهاند استاد رشاد ليکي : 
          (( مفتي غلام سرور وايي : له دغې ورځې څخه حاجي محمد سعيد په (( پير افغانان )) مشهور شو او تر اوسه ( زمونږ تر زمانې ) دغه نوم پرې پاته دى . دغه روايت د (( بزرگان لاهور )) په ١١٧م        د ((حديقة الاولياء )) په ٢٠٢م ، او د (( لاهور کى اولياى نقشبندى کى سر گر ميانى )) په ١٢٧م مخ کښې هم نقل شوى دى . ( ١٧ ) 
ددغه روايت پخلى او ملاتړ غلام حبيب نوايي هم پخپله رساله کښې کوي خو هغه د (( پير افغان )) سره (( پير پټان )) هم راوړي او د خپلې رسالې عنوان يې د پير افغان پر ځاى پير پټان ليکلى دى . ( ١٨ ) 
      
د حاجي محمد سعيد اخلاف :
          د حاجي محمد سعيد لاهوري دوه زامن وو چه د يو نوم عبدالفتاح او د بل سيد کريم و . دواړه وروڼه په کوچنيوالي کښې مړه شوي دي چه د هغوى نه کوم اولادنه دى پاته شوى . د حاجي محمد سعيد دوه لوڼې وې چه د مشرې لور نوم يې (( بي بي صالحه بانو )) و چه په ميا رحمت الله صاحبزاده واده وه او د کشرې لور نوم يې (( بي بي صاحبه خاتون )) و چه پر ميا عبدالحکيم صاحبزاده واده شوې . نن چه څوک ځانونه د حاجي محمد سعيد ځوځات گڼي په دغه نسب حاجي محمد سعيد لاهوري ته رسيږي :
 
 
حاجي محمد سعيد لاهوري
عبدالفتاح     سيد کريم     بي بي صالحه بانو    بي بي صاحبه خاتون
ميا موسى صاحبزاده  ميا عيسى صاحبزاده  ميا محمد اکرم ( صلاح الدين)    
ميا غلام محمد ( گونگى بابا )
غلام رسول      شاه رسول           شاه محمود               غلام محمد
 
حسن على      حيدر على     ميا قمر        عطا محمد       ميا هاشم
 
ابراهيم                                  ملا اسماعيل                 اسماعيل ( دوهم )
ملا رحمت الله 
مولوى عبدالحميد
مولوى محمد ابراهيم کاموى 
 
      محمد موسى شفيق                                محمد هارون بشير ( ١٩ )
          حاجي محمد سعيد لاهوري له اوږده پر ثمره ژوندنه وروسته چه يوسل ولس کلن و په ١١٦٦ هـ ق کال په لاهور کښې مړ شو . اروا دې يې ښاد وي . زيارت يې د لاهور ښار په (( عبدالله واړى )) نومې کوڅه کښې د حضرت چراغ شاه د خانقاه جنوبي خواته پروت دى .
       ماخذونه او څرگندونې : 
          ١- د افغانستان د ژورناليزم مخکښان – په ٣٤٨ – ٣٤٩ مخونو کښې د مولوي محمد ابراهيم کاموي نيکه سعد الله خان لاهوري ليکلى شوى دى . سهوه او تېروتنه ده . سعد الله خان             د شاهجهان ( ١٠٣٧ – ١٠٨٥ هـ ق ) وزيرو . لوى عالم ، حافظ ، وياند او ليکوال و . استاد  پــــوهاند رشـــــاد ليکــــــلي دي چــــــــــــه 
(( په ١٠٥٦ هـ ق کال يې د بلخ او په ١٠٥٨ هـ ق کال يې د کندهار په جنگو کښې گډون درلود . د جلال الدين روښاني نمسي کريمداد لور د علامه سعد الله خان ماينه وه . لطف الله خان ( ١٠٥٥ – ١١١٤ هـ ق ) ددغې  روښاني پښتنې زوى و . )) وگ : کابل مجله د ١٣٥٩ هـ ش درېيمه گڼه – ميا حاجي يار محمد پاپيني – ٥٤ م مخ.
          علامه سعد الله خان لاهوري د ١٠٦٦ هـ ق کال د جمادي الاخر په مياشت کښې مړ شوى دى . وگ پښتو تاريخ هندوستان – لومړى ټوک _ ٦٨٦ مخ .
          د افغانستان نامتو خطاط او مورخ عزيز الدين وکيلي پوپلزي د (( دارالقضاء در افغانستان )) په ٥٢١ م مخ کښې  ليکلي چه        (( مولوي محمد ابراهيم کاموي دسيد جلال الدين بخاري له ځوځاتو څخه دى))داستادوکيلي پوپلزي دغه ليکنه هم دتامل وړده . 
٢ _ وگ : 
          الف : - جلال آبادي ميا فقير الله _ فوايد فقير الله _ مقدمه ، لغتنامه او تعليقات د پوهاند عبدالشکور رشاد – کابل پوهنتون  _ د ژبو او ادبياتو پوهنځى _ د لوړو او مسلکي تحصيلاتو مطبعه _ کابل ١٣٥٩ هـ ش _ د لغتنامې اته اويايم مخ . 
          ب _ غلام حبيب نوابي د حاجي محمد سعيد د زېږېدو مهال   د او رنگزيب عالمگير ( ١٠٦٨ _ ١١١٨ هـ ق ) په واکمنئ کښې گڼي خو څه وخت چه د زېږيدو نېټه يې ليکي بېرته د شاهجهان         ( ١٠٣٨ ١٠٦٨ هـ ق ) واکمنئ ته پرشاځي او د حاجي محمد سعيد د زېږېدو نېټه د ( ١٠٥٣ هـ ق ) درجب المرجب د مياشتې د جمعې شپه ليکي ښاغلي لوستونکي دغه گډوډئ او سهوې ته بايد ځيروي وگ : صحف ابراهيم و موسى يا شجره وشرح حال پير پټان اعني : حاجى  محمد سعيد لاهوري _ تحشيه و تعليق غلام حبيب نوابي ټايپي – نسخۀ کابل – ١٣٣٧ هـ ش – دوهم مخ . 
          ٣- لوى استاد پوهاند حبيبي کله چه د ميا فقير الله جلال آبادي د نقشبنديه طريقې سلسله ليکي د شيخ سعد الله وزير آبادي نوم نه راوړي . وگ : د ميا فقير الله پېژند ليک – ٦٦م مخ . 
          ٤- حبيبي ، پوهاند عبدالحى – د ميا فقير الله پېژند ليک –  د زلمي هېواد مل ژباړه – کابل پوهنتون – د ژبو او ادبياتو پوهنځى= د لوړو او مسلکي تحصيلاتو ( د وزارت ) مطبعه- ١٣٥٩هـ ق – ٦٧- ٧٢ مخونه . 
          ٥-
          الف – فوايد فقير الله – د پوهاند رشاد د لغتنامې او تعليقاتو ٨٨م مخ . 
          ب – صحف ابراهيم و موسى يا شجره و شرح جال پير پتان ... ٤،٣م مخ . 
          ٦- فوايد فير الله ، د پوهاند رشاد د مقدمې ٣٠م مخ . 
          ٧- محقق کندهاري علامه حبيب الله کاکړ کندهاري – منهاج العابدين – مطبع مقبول عام لاهور – ١٣٤٠ هـ ق – ٢٨٧ – ٢٧٩ م 
مخونه . 
          ٨- فوايد فقير الله – د پوهاند استاد رشاد د لغتنامې او تعليقاتو نه او يايم مخ . 
          ٩- د قايد الانام الى بيت الحرام )) په نامه يو پښتو منثور کتاب هم شته دى چه يو ناقص الاول لا سکښلې نسخه يې ، چه ٣١ مخونه لري ، د پيښور پوهنتون په خطي مجموعه کښې ساتل کيږي. په دې نسخه کښې د کتاب نوم ، د تاليف کال ، د خطاطئ ( کتابت) کال او د مصنف نوم نه دى راغلى . له ښه مرغه ددې کتاب يوه بله نسخه د پيښور د پښتو اکېډيمئ په خطي نسخو کښې هم شته چه چه د کتاب نوم هم پکښې شته دى او د خطاطئ کال يې ١١٧٦ هـ ق دى . زه نه پوهيږم چه دا پښتو کتاب او د حاجي محمد سعيد لاهوري ليکلى کتاب ، قايد الانام الى بيت الحرام ، په خپلو منځو کښې کومه اړيکه او تړون لري او که نه ؟  
          که چېرې ددې دوو کتابونو د منځپانگې له مخې پرتليزه څېړنه او ليکنه وشي ډېر به ښه وي . د پښتو قايد الانام الى بيت الحرام لپاره وگورئ : هېواد مل زلمى – په قايد الانام الى بيت الحرام نومې پښتو خطي کتاب کښې د لرغونې پښتو د حکايتي نثر بېلگې – کابل – د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز مياشتنئ مجله ( کابل – ١٠ ، ١١ مه گڼه : ٨١٢ ، ٨١٣ – ٣٤ – ٤٣ مخونه . 
          ١٠= فوايد فقير الله – د پوهاند استاد رشاد د لغتامې او تعليفاتو نه اويايم مخ . 
          ١١- ايضاً – نه او يايم او اتيايم مخ . 
          ١٢- دغه رساله د استاد عبدالله بختاني خدمتگار – په کتابتون پورې اړه لري . دده نه مننه چه دغه رساله يې د استفادې لپاره زما په واک کښې راکړه . 
          ١٣-
          الف – بختانى خدمتگار سرمحقق عبدالله – پښتانه شعراء څلورم ټوک – د افغانستان د علومو اکادمي – د ژبو او ادبياتو انستيتوت – دولتي مطبعه – ١٣٥٧ هـ ش – ٩٧٦ مخ . 
          ب : اثر سلارزى ، قاضي عبدالحليم – روحاني رابطه او روحاني تړون . 
          ١٤- په فوايد فقير الله باندې چه پوهاند عبدالشکور رشاد کوم تعليقات ليکلي دي دغه نېټه ١١٦٠ هـ ق راغلې ده . د خطاط تېروتنه او سهوه بايد وي . 
          ١٥- د ډاکټر گنداسنگهـ (( دراني احمد شاه )) کښې چه نصر الله سوبمن ترجمه کړې ده ددې سيمونوم ( لاخى او عبدالله – ورى ) چاپ شوى ، لامل يې د مترجم لوست دى . په همدغه مخ کښې د مفتي غلام سرور (( حديقه الاوليا )) دوه واره ( حديقة العليا ) چاپ شوى ، لوستونکى يې بايد حديقة الاولياء ولولي .               
          ١٦- 
          الف – دراني احمد شاه . 
          ب – فوايد فقير الله – د پوهاند رشاد د تعليقاتو او لغتامې ٨٠م مخ . 
          ١٧- همدا اثر – همدا مخ . 
          ١٨ – صحف ابراهيم و موسى يا شجره و شرح حال پير پټان        د رسالې دوتنه او نور گڼ مخونه . 
          ١٩ – ايضاً – دغه نسبي شجره د غلام حبيب نوابي له رسالې څخه ترتيب شوې ده . په رساله کښې تاريخي او ټايپي غلطئ دومره زيات دي چه د هغه گڼنه او شمېرنه ديوې مقالې ليکلوته اړتيا لري . د حاجي محمد سعيد د اخلافو په برخه کښې را قم الحروف چه څه ليکلي دي ، د ډېر دقت نه پکښې کار اخستل شوى دى .
                                                                                              ( پاى ) 
          د خدمتگار ضروري يادونې : 
       -افسوس چه ښاغلي تصور ته مرگ فرصت ورنه کړ،دې ضروري کار باندې بريالى نه شو او د مولوي صاحب د ژوند ليک ليکنه نورو څيړونکو ته پاته شوه . 
          - غلام حبيب نوابي په دې ليکنه کښې ذکر شوې چاپي شجره او يوه بله خطي شجره چه د کوهدامن د شکر درې او سيدونکى .
سيد محمود مفتي ورته سپارلې  ده سره يو ځاى کړې او د ( صحف ابراهيم و موسى . . . ) په نامه رساله يې ترې جوړه کړې ده . 
              - ماته دا د چاپ تېروتنه ښکاري نه د مترجم . 
                 - دغه رساله زما په زيار او اهتمام د ١٣٨٦د حوت په مياشت چاپ شوه د هغې په مقدمه کښې ما څرگنده کړې ده چه ددغه انتساب حلقه تته ده . د ښاغلي تصور ډېر دقت د ډېر قدروړ دى . د شفاهي روايت شهرت او تواتر يې هم پخلى کوي . سره ددې هم د زياتې څېړنې او اسنادو انتظار په کار دى . ( خدمتگار ) 
( د رسالې پاى ) 
                  
 
             
            