کوکنار؛ په افغانستان کې د امريکا وينه

 زمرى افغان 
افغانستان د اشغال په يوولسم کال هم له شرابو پرته د نړۍ ٩٥ سلنه نشه يي توکي توليدوي. ددې توکو لويه برخه په هغو نهو ولايتونو کې ده چې تر ګردو زيات بهرني سرتيري په کې ديره دي او جګړه په کې روانه ده. له ناټو او امريکايي ځواکونو څخه په پاک افغانستان کې چې ژورغربت هم لاندې کړى و، د طالبانو مشر ملا محمدعمر د ترياکو د بندولو فرمان صادر کړ، چې هغه وخت په ټول افغانستان کې په يو کال کې٢٠ ټنه ترياک توليد شوي وو، خو د ناټو او امريکايي ځواکونو څخه په ډک افغانستان کې دا توليد په کال کې تر ١٠٠٠٠ ټنو پورې لوړ شوى دى. نو اوس به په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو دا خبره چې دوى په افغانستان کې له نشه يي توکو سره مبارزه کوي، خورا خندونکي وي. ملګري ملتونه وايي چې يوازې په ٢٠١٢ کال کې په افغانستان کې د نشه يي توکو توليد ۶۱ په سلو کې زيات شوی او ترڅنګ يې د کرنې کچه هم اووه سلنه ختلې ده. د سرچينې په وينا چې سږ کال ټول ټال په ۱۳۱زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د حاصلاتو اندازه يې له تېر کال څخه څه باندې ۲۰۰۰ ټنه زياته ده.
د نشه يي توکو د کرکيلې پر وړاندې د پراخو هڅو او مبارزې له خبرو سره سره د نشه يي توکو د کرنې، توليد او قاچاق پراختيا، ښيي چې د نشه يي توکو د مخنيوي په پرتله ددې توکو د کرنې، توليد او قاچاق هڅې پياوړي دي. ددې هڅو تر شا څوک دي؟ د نشه يي توکو اصلي کاروباريان څوک دي او ددې توکو د کرنې، توليد او قاچاق لويه ګټه څوک وړي؟ همدې پوښتنو ته د ځواب ويلو هڅه کوو:
د افغان دولت او نورو اړوندو ادارو رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې له توليد شوو نشه يي توکو څخه خورا کوچنۍ ګټه د کوکنارو کرونکو ته رسيږي. له نشه يي توکو سره د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل و ايي: (( په داسې حال کې چې د نړۍ هېوادونه د نشه يي توکو د کښت او قاچاق ټوله ملامتي د افغانستان په خلکو وراچوي، له دغو توکو څخه په نړيواله کچه د ٦٨ ميليارده ډالرو کلنۍ لاسته راغليو پيسو يوازې ٣ سلنه د افغانستان د خلکو لاس ته لوېږي.)) نوموړى زياتوي: ((له دومره خطرناک او لوى مبلغ څخه دومره کم سهم دا ښيي، چې د افغانستان خلک او کروندګر، د مخدره توکو قربانيان دي او د خپل فقر او بېکارۍ له امله د قاچاق د نړيوالې مافيا له خوا ترې ناسمه ګټه اخيستل کېږي.)). نه يوازې رسمي شمېرې بلکې عيني واقعيت هم ښيي چې د نشه يي توکو له کرنې، توليد او قاچاق څخه د افغانستان خلکو ته خورا کمه برخه رسي، چې هغه به يې هم يوازې له کرنې څخه وي. که له نشه يي توکو څخه د لاسته راغلو پيسو نيمه برخه هم افغانستان ته رسېدلى واى، نو موږ به د افغانستان د خلکو په اقتصادي حالت کې خورا لوى بدلون لېدلاى واى، خو اوس هم د افغانستان خلک له اقتصادي اړخه خوار لوېدلي دي. له دې ښکاري چې د افغانستان ولس په ځانګړي ډول د کوکنارو کرونکي له دې چارې څخه خورا کمه ګټه وړي.
د نشه يي توکو د کرنې، توليد او قاچاق اصلي محرک د نشه يي توکو مافيا ګڼل کيږي، چې خورا زياته ياديږي، ددې مافيا په اړه لا پوره معلومات نشته او تر ډېره د يوه نامرئي ځواک په توګه انځوريږي. افغان چارواکي، له نشه يي توکو څخه اغيزمن شوي اشخاص او هېوادونه، د بشري حقونو ادارې او خلک د نشه يي توکو له بحث سره يو ځاى د مافيا نوم اخلي او پرته له زياتو توضحاتو د هر څه پړه پر دوى ورغورځوي. خو مافيا څوک دي؟ د نشه يي توکو په مافيا کې دوه پياوړي لاسونه ښکاري، يو هغه ډلې دي، چې له نورې نړۍ څخه هغه مواد راوړي چې کوکنار په هروينو، مورفينو او نورو مواد بدلوي او له دې ځايه هروين، مورفين او نور پرمختللي نشه يي توکي د ځمکې او هوا له لارې نورې نړۍ ته لېږدوي. ويل کيږي چې دا مافيايي ډلې د افغانستان په ګډون د ځينو هېوادونو له چارواکو جوړې دي او يا هم په يو ډول ورسره تړلي دي او مرسته يې کوي. ددې ترڅنګ پر افغانستان د امريکا او ناټو له يرغل وروسته بهرنيان په ځانګړي ډول پوځيان هم د نشه يي توکو ستر کاروباریان ګڼل کيږي. برېټانوي او امريکايي پوځيان تل په دې تورن شوي چې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري او له همدې امله په هغو ځايونو کې چې دوى حضور لري، نه يوازې نشه يي توکي کم شوي نه دي، بلکې لا پسې زيات شوي دي. ګڼ کسان په دې باوري دي چې بهرنيان يا بهرني ځواکونه د نشه يي توکو په توليد او قاچاق کې ښکېل دي او آن دا چاره کله کله د افغان چارواکو له خوا هم په شعوري او غير شعوري ډول ياديږي. په دې اړه لوموړى غبرګون ٢٠١٠ کال کې د حامد کرزي و. نوموړي د نشه يي توکو خلاف نړيوالې ورځې په تړاو  بې ساري څرګندونې وکړې: (( افغانستان خپله ملامتي مني، عذر او دليل هم نه وړاندې کوي، دا مو په ګټه ده چې د کوکنارو پرضد هغسې کار وکړو چې تراوسه مو کړی. خو دا بلا، له افغانستان او نړۍ څخه تر هغې نه ورکېږي چې نړۍ په رښتينې توګه هم په افغانستان کې کار ونه کړي او هم په خپلو هېوادونو کې په نشه يي توکو د روږدېدو او قاچاقبرانو مخه ونه نيسي. دا حالت چې اوس پر افغانستان راغلی د بهرنيانو له لاسه دی. بهرنيان، نړيواله مافيا او آن موږ ته رسيدلي رپوټونه وايي چې بهرني ځواکونه خلک د کوکنارو کرولو ته هڅوي.)) د کرزي خبرو د نشه يي توکو له ډرامې لومړنۍ پرده پورته کړه. په دې پسې ځينې نورې رسواينې هم وشوې. د افغانستان د عدليې وزير په ٢٠١١ کال کې په همدې تړاو له بي بي سي - پښتو سره په يوه ځانګړې مرکه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د نشه يي توکو په کرنې، توليد او قاچاق کې طبعآ هغوی ښکېل دي، چې لاسونه يې له دې ځايه تر امريکا او اروپا پورې خلاص دي، او د نشه يي توکو قاچاق کوي، ايا په دوی کې بهرنيان نشته!؟))
دې لړۍ همداسې دوام وکړ، په کابل کې د سيمې د هېوادونو له مخدره توکو سره د مبارزې په دويمه څلور اړخيزه دوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل وويل: ((د نړۍ نورو هېوادونو ته په افغانستان کې د توليد شويو نشه يي توکو قاچاق ځنځيري جريان دى او په دې برخه کې بايد يواځې افغانستان مقصر ونه پېژندل شي. په دې څلور اړخيزه ناسته کې د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل، د روسيې د نشه يي توکو د کنترول د ادارې مشر ويکتور پتروويچ ايوانوف، د تاجکستان د نشه يي توکو د کنترول مشر رستم شاه نظروف او د پاکستان له نشه يي توکيو سره د مبارزې د ځواکونو مشر جنرال سيد شکيل حسين ګډون درلود.
مقبل دې غونډې ته وويل: ((د کوکنارو کښت، د ترياکو توليد او په نړيوالو بازارونو کې يې د مصرف په موخه په مورفينو بدلول او بالاخره زموږ له هېواده قاچاق يې يو طرفه جريان نه دى، بلکې له مختلفو مواردو سره تړاو لري او افغانستان بايد په يواځې توګه له دې امله مقصر ونه پېژندل شي او سرزنش نه شي.))
په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه يوه سياسي لوبه ده. د کوکنارو کښت ځکه سياسي لوبه ده؛ چې د نشه يي توکو په کښت، پروسس او قاچاق کې سترې مافيايي کړۍ، بهرني پوځيان او نړيوالې څارګرې ډلې لاس لري. دا سمه ده چې چې نشه يي توکي افغان کوندګر کري، خو څوک دي چې له دې ځايه يې تر اروپا، روسيې او امريکا پورې وړي؟ دا کار افغانان نه شي کولاى، دا کار يوازې هغه کسان کولى شي چې په افغانستان او سيمه کې اصلي ځواکونه دي او ځمکه او هوا يې تر کنټرول لاندې ده. دغه راز که چېرې تاريخ ته وګورو، د ترياکو جګړه او نورې ګڼې بېلګې شته چې ښيي د نشه يي توکو اصلي محرکين څوک دي او ولې دا کار کوي.
اوس پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې مېشت ناټو او امريکايي ځواکونه ولې د نشه يي توکو په کاروبار کې ښکېل دي او دا کار د کومو موخو لپاره کوي؟ ناټو او امريکا له دې لارې څلور اهداف تعقيبوي:
١- د نشه يي توکو له کاروبار څخه خورا زياته اقتصادي ګټه تر لاسه کيږي او دا ګټه کروندګر نه، بلکې قاچاقچيان تر لاسه کوي. افغان چارواکي وايي چې د نشه يي توکو له کاروبار څخه په کال کې ٦٨ ميليارده ډالره تر لاسه کيږي، خو اټکل دى چې دا عايد په به تر دې هم زيات وي، نو بهرني ځواکونه په افغانستان کې د اقتصادي موخې لپاره دا کار کوي.
٢- په افغانستان کې د توليد شوو نشه يي توکو لويه برخه د سيمې په هېوادونو کې کارول کيږي، ايران، پاکستان، د منځنۍ اسيا هېوادونه او په ځانګړي ډول روسيه ددې توکو قرباني ده. ويل کيږي چې په افغانستان کې د توليد شوو نشه يي توکو له کارونې څخه هر کال په روسيه کې تر ٤٠ زرو زيات کسان مړه کيږي. امريکا د سيمې پر هېوادونو د فشار لپاره هم غواړي چې په افغانستان کې نشه يي توکي توليد شي.
٣- د نشه يي توکو له قاچاق څخه يو شمېر ډلې تغذيه کيږي، دا ډلې په افغانستان، منځنۍ اسيا، روسيه او د سيمې په نورو هېوادونو کې په يو لړ جنايتونو کې ښکېلې دي. امريکا له همدې ډلو سره نږدې او پياوړې اړيکې لري او له دوى څخه په افغانستان او سيمه کې د وېرې اچونې، ترور او نورو جرمونو په کولو کې کار اخلي. دا ډلې د نشه يي توکو په کاروبار ژوندى دي او امريکا نه غواړي چې د خپلو دغو جرمي شريکانو او ملګرو تغذيه قطعه کړي. له همدې امله د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره نه يوازې دا چې ګامونه نه اخلي، بلکې هڅه کوي چې پراختيا ورکړي.
٤- يو شمېر هغه لوړ پوړي چارواکي چې د نشه يي توکو په کاروبار کې ښکېل دي، د امريکا لاسپوڅي دي او امريکا غواړي چې خپل لاسپوڅي په همدې ډول پياوړي کړي. دغه راز امريکا ګڼ چارواکي په همدې کاروبار کې د لاس لرلو له امله يو ډول يرغمل کړي دي او دوى ته ويل کيږي چې که د امريکا له هرې غوښتنې څخه سرغړونه وکړي، نو د نشه يي توکو د کاروباري په توګه به خلکو ته ور وپېژندل شي او له ناوړه برخليک سره به مخ شي.
امريکا د نشه يي توکو له کرنې، توليد او قاچاق څخه ګڼې نورې ګټې هم کوي. له همدې امله يې هڅه کړې چې دې چارې ته پراختيا ورکړي او د طالبانو په وخت کې د نشه يي توکو ٢٠ ټنه توليد ١٠٠٠٠ ټنو ته لوړ کړي. نشه يي توکي په افغانستان کې د امريکا وينه ده چې د پوځي حضور په رګ رګ کې يې ګرځي او ژوند يې ورسره تړلى دى.
په ټوله کې د نشه يي توکو د کرنې، توليد او قاچاق پر وړاندې مبارزه يوه ډرامه ده او هيڅ حقيقت نه لري، ددې کار ګټې امريکايي او ناټو ځواکونه وړي، خو پړه يې يوازې پر افغان ولس ور اوړي. دا په افغانستان کې د امريکايي سياست يو بل حقيقت دى او افغان ولس ته په کار ده چې ددې واقعيتونو په درک کولو سره له دوى سره هر ډول اړيکه پرې کړي او له ستونزو څخه د وتلو لپاره يوازې پر اسلام منګولې ولګوي او د نجات لپاره يوازې الله ته مخ واړوي.