
دغویی ۷او۸ مه
هغه دوې ورځې چی دواړه ښکیلی خواویی دبریااولاسته راوړنو ادعا لری ولی عام افغانان تری کرکجن دی غواړم دغې ورځی ته په ژوره توګه کتنه وکړم او له هغو
خلکو نه چی په واقعی ډول قربانی ددی ناورینونو شوی او هیڅوک دهغوی سرښندنونه یادونه نه کوی دفاع وکړم:
دغویې ۷:غواړم ددغې پیښې شالید ته یوه لنډه کتنه ولرم
په ۱۳۴۲ کال افغانستان کې یوخوځښت دخلق ګوند په نوم چې ځینې غړیې دشاهي کورنۍ ترحمایت لاندې وه په
لومړې ځل دلومړۍ کمیټی په نوم منځ ته راغلل، مرکزي غړی یې نورمحمد تره کی،ببرک کارمل،صالح
محمد زیرۍ،طاهر بدخشي، سلطانعلی کشمند، شهرالله شهیر او دستگیر پنجشیری وه او دمارکسیستي ایدیالوژی خپرولو په موخه یې په لومړي ځل ۲۲ د وري ۱۳۴۵ کال دخلق په
نوم لومړنۍ خپرونه پیل کړه چی ترډیره بریده یی په غیرمستقیم ډول دمارکس ایدیالوژی
خپروله. دمرکزی غړو ترمنځ مخکښ اوشوروی اتحاد ته منلۍ یې نورمحمد تره کۍ اوببرک کارمل وه چی وروسته
خلق دنورمحمد تره کی ترمشرۍ اوپرچم دببرک کارمل ترمشرۍ فعالیت ته ادامه ورکړه ولی
په ټولیزه توګه دواړه ګوندونه دمارکس دافکاروپلویان اودشوروی اتحاد سفارت ترمستقیم
نظارت خپل فعالیتونه مخ ته وړل په همدی وخت کې طاهر بدخشی دستم ملی په نوم دیو بل
مارکسیستی ډلی بنسټ کیښود، دمحمد ظاهر شاه په دوران کی دخلق حزب یو له غښتلو
حزبونو څخه وه چی دخپلو فعالیتونو لپاره یی علمی موسیسې اونظامي ځایونه هدف ټاکلی
وه په پایله کې ۲۶چنګاښ ۱۳۵۲ کال دسردارمحمد داود خان
قدرت ته په رسیدو کی دخلق ګوند رغنده رول ولوباوه دسردارمحمد داود خان واکمنۍ دخلق ګوند لپاره یوه ښه پیل
وه چی بلاخره ترکابینې پوری ځانونه ورسول ولې دسردار داود خان سفر شوروی اتحاد ته او له برژنف
سره دهیواد په داخلي چاروکې نه مداخله دسردار داود او برژنف ترمنځ لفظي شخړه رامنځ
ته کړې په پایله کې سردار داود اسلامی او په ضمنی ډول غربی هیوادونو ته مخه کړه
او دخلق ګوند سره یې دښمني پیل کړه او هغه يې بهرنۍ ایدیالوژي وګڼله اوورو ورو یې
دخلق ګوند څخه خپله کابینه اوفوځ پاکولوته بنا وکړه، دسردار داود دغه کړنې شوروی اتحاد دیته
اړویسته چی ترڅو خلق اوپرچم سره همغږې کړي او دسردار داود خان په وړاندې مبارزه
وکړي ولې دخلق ګوند یو لوپوړي میراکبر خیبردترورپړه په سردارداود اچول دخلق ګوند ته
داعتراضونو ضمینه مساعده کړه چی بلاخره سردار داود خان دخلق ګوند د اوو غړو دنیولو
امرورکړ(نور محمد تره کی،
ببرک کارمل، دکتر شاه ولی، دستگیر پنجشیری، عبدالحکیم شرعی او داکتر ضمیر صافی ) او حفیظ الله
امین له موقع نه په استفادې اوپه فوځ کی دنفوذ په درلودلو سره په ۷ دغویې ۱۳۵۷ کال دکودتاه په ترڅ کی بریالی شو ترڅو سردارمحمد داود له کورنۍ سره شهیدان او
دافغانانو هیلې ددیموکراسۍ او ترقۍ لپاره په خاورو کی يوځای له سردار داود خان سره
په یو نامعلوم ځای کې دفن کړي.دخلق ګوند چې دپخواني شوروی اتحاد دفکری استعمار یوه ستراتیژي وه ددې ګوند مرکزې غړو په واسطه قدم په قدم پلي
کیدله او عاملین یې په لومړی سرکې مرکزی غړي اوپه دویم قدم کې ټول لوړپوړی چارواکي دی چی
بلاخره دوې ضمینه دیته مساعده کړه ترڅو افغانستان دشوروی ترمستقیم تیری لاندې واقع
شی دغه ګوندي حرکت په لاندي ډول خپل کړنې توجیه کوی چی دهر دلیل لپاره یې ځواب
ځانګړی شوی:
توجیح :دسردار داود حکومت دشاهي نظام پاتې شونی وه له همدې وجې
مونږ کودتاه وکړه.
دلیل :سیاسی درک چې دهر هیواد دوګړو سیاسي اراده څرګندوی په اوس او تیر وخت کی ژوندې وه او
ددیموکراسي لومړی پړاو دسردار داود په مشری هر افغان ته منلی وه او په نیک پال یی
شمیرلی وه چې بلاخره دخلق ګوند له افغان ولس سره په دې برخه کې لویه جفا وکړه.
توجیح: سردار داود دخلق مشران بندیان اوترور کړل.
دلیل: هر څوک چې دملي ګټو په ضد وی سخت ترینه جزا په
پخوا اوس وخت کې په نړیواله کچه پرې تطبیقیږی او که چیری بغاوت وشي نو جزایې مرګ
وی او پردی مفکوره هیڅکله سیاسي اپوزیسیون نه شي کیدلای.
توجیح:دکارګرو ژوند ته بهبود ورکول زمونږ دکودتا هدف وه.
دلیل: هیڅ داسې شواهد نشته چې داوښایه دخلق کودتاه دکارګرو دژوند دښه والي باعث شوی
وي حتی پخپله شوروی اتحاد کې هم کارګره طبقه په ډیروستونزو کې ژوند کاوه.
دغویې اوومې کودتاه چې عاملین یې دښه نیت په توګه توجیه
کوي ۹فیصده افغانان شهیدان، ۳۱فیصده یې ټپیان او شاوخوا ۳۳ فیصده یې نورو هیوادونو
ته مهاجر کړل.
که چیرې پورتني توجیحات اوداسې نورې بې مفهومه ویناوې
ددوي ناروا عمل ته مشروعیت نه ورکوي او دوې دملیونونو انسانانو دوژلو، ټپي کولو او
هجرت ته اړویستلو باعث شوي او نن دبیان آزادی نه په ډیره بې شرمي دخلکو له
احساساتو سره لوبې کوي اوحتی دقدرت لاسته راوړلو ادعاوې کوي، نو داحالت
یوخواشینوونکی حالت دی چې له درې نیم لسیزو وروسته هم افغانان عدالت ته لاسرسۍ نه
لري آن تردې چې دښمن یې دمظلومې ادعا لری چې پایله کې ظالمان مظلوم اوپه ضمني ډول
مظلوم اولس ظالمان ګڼې. ولې افغان اولس په غوڅ اکثریت دغویې دمیاشتې کودتاه یو
وحشیانه عمل بولي او عاملین یې دافغان اولس تباه کاران ګڼې او غوره جزا ورته تر بل هر څه زیات دنفرت او بې حیایې سمبول ګنې.
ولې دیرغل په مقابل کې دافغانو جهاد نه یواځې افغانستان بلکې ټولې نړۍ ته یې له
مارکس اوکمونیستي افکارو نجات ورکړ ولې دیوسالم مدیریت اوقدرت طلبي دافغانانو
مجاهدت هم له خاورو سره دافغانستان په څیر خاورې کړ چې دغه ناخوالی دغویې اتمې
ترسرلیک لاندې څیړو:
دغويې ۸: دشهید
سید قطب هغه وینا که چېرې نشنلیزم مونږ دیته هڅوي ترڅو له ښکیلاک او ظالمانو سره
وجنګیږو،که چیرې سوسیالیزم مونږ دیته هڅوي چې فیودالیزم سره جګړه وکړو او که چیرې
اندویدالیسم مونږ دیته هڅوې چې له طغیان اودیکتاتوری په وړاندې ودریږو پس اسلام چې
دغه ټول اعمال دیوې مشترکې وجې له امله چې هغه ظلم او ستم ده مردود ګنلي مونږ ته
امر کوي چې بې له جوړجاړي او ارامتیا بدون له شک اوتردیده په ګډه سره ددې په
وړاندې باید مبارزه وکړو. همدغه تګلاره افغانانو هم غوره کړه او دلوی خدای په
مرستې سره شوروی اتحاد ته ماتې ورکړه اونړۍ
یې دهغوې له شره خلاصه کړه، دغویې
اتمه کال ۱۳۷۱ دافغانستان په تاریخ
کې یوه بله پاڼه شروع شوه چې پایله کې دغه
نوې پاڼه هم دغویې داوومې کودتاه په څیر دافغانانوپه میړانه مجاهدت، دشهیدانو په
وینو، دیتیمانو په اوښکو دکونډو په څیروګریوانونو داسې معاملې وکړې چې خلکو دغویې
اتمه هم دافغانانو دبدبختیو لوی عامل وګاڼه او عاملین یې دشوروی یرغل تباهی په تله
کې برابر ګڼې ولې د خلق ګوند په څیر مجاهدین هم خپلو کړنو ته توجیحات ورکوي چې
مونږ دغه توجیجات په هراړخیزه توګه څیړو:
توجیح: جګړه بهرنیانو ګرمه ساتلې وه.
دلیل: که موضوع داوي چی بهرنیان جګړه ګرمه وساتې او تاسو
باندې جګړه تپل شوې وي پس تاسو له خپل شعور نه کار وانخیسته او دهغوی دلاس آله
ګرځیدلي وی او که په شعورسره موجګړه مخته نه وي وړی نو تاسو بالکل معافیت لری او
په راتلونکي کې خپل جګړې لپاره توجیحات مه ورکوې.
توجیح: ځینې جهادي رهبران دګاونډیو دلاس آله وه ځکه جګړې
دوام وموند.
دلیل:دجهاد دوران کې مالي منابع معلوم وه او ۹۰ سلنه
مالي منابع دپاکستان په واسطه رهبرانوته ورکول کیده پس ټول رهبران په یوه تله کې
وه،نوهغه څوک چې دمستقلو منابعو په لټه شوې او آن خپله شوروي اتحاد سره تړونونه
کړې هغوې په کوم دلیل ځان دپردیو دلاس آله نه بولي.
توجیح: ځینې رهبران دقدرت تږی وه نو ځکه مونږ جوړجاړي ته
ونه رسیدو.
دلیل: جهاد مقدسه کلمه ده او افغانانو ترهرچا ښه مبارزه
وکړه پس که چیری دقدرت طلبي موضوع په هررهبر کې نه وه مطرح ولې یوې پایلې ته ونه
رسیدی او ولې مو دجهاد نتیجه چې دعوامو په وینوښیرازه شوی وه دپلیتو اهدافو قربانی
کړه.
هر ناروا کړنه په هیڅ ډول نه توجیح کیدای شي دا یواځې
عام افغانان وه چې ترهرچایې ډیره قرباني ورکړه دهغې تاریخې پیښې یادونه هم ضروری
بولم چې یو کمونیست له یوه بزګره پوښتلي وه چې مونږ پرحق یو که مجاهدین بس خوار
بزګر ځواب ورکړ چې تاسودواړه برجق یاست او یواځینی خلک چې ناحق دی هغه مونږ یو ځکه
دواړه لورې مونږ خپل هدف ګرځوی. په حقیقت کې دشوروی اتحاد په وړاندې مو هرډول
قربانی ډیرزړه بوګنوونکی نه دی ځکه دهغوی په وړاندې مو دجهاد په نامه هرڅه قربان
کړل ولې دردونکی پیښه داسلام په جامه کې دفساد اوبې عدالتی په توره وژل او بیایې
په بې شرمي سره دغلطو اعمالو توجیح کول دي، او غویې ۸ نه وروسته ټول جنایتونو
مسولیت په هغه چادی چې له دې نيټې وروسته یې افغانستان دګودال له څنډې دننه ګودال
ته پریوست او نن یې دنجات ډغرې وهي.
ومن الله توفیق
عبدالصمد باهر ستانکزی
.