دلوګرولایتي شورا که دسخي داد هوټل

 
ټوله شپه مې د اربکیانو دغوبل څخه پیره کوله بس په الله او بسم الله مو شپه تیره کړه سهار وختې مو دولایت په خوا حرکت راوکړاو غوښتل مې چې دغه مسئله دولایتي شورا ترغوږو راورسوم سهار ۱۰ بجې دولایتي شورا په دفترورننوتم ګورم چې څودانې پراته دي او خراوپریې اچولی نوڅوځلی مې دروازه وټکوله ترڅوله خوبه راپورته شي خویوه دبړستنې لاندې راغږ کړ څه ډز او ډوز دې شروع کړی راځه، ورغلم نور خو پکې ځای نه وه دکوټې په منځ کې کیناستم ګورم چې یو وکیل سې وروسته مې پوښتنه وکړه نوم یې ښاغلي حاجي غلام یحيی و، دبړستنې سر راوښکه او راته یې وویل ځوانه څه خبره ده سې په دې شنه ګهیځ راغلی یې؟
ما فکر وکړ چې دابه کوم مسافر دلته ویده وي ځکه د لوګرولایتی شورا خو دسخي داد هوټل او مسافر خانه ده بس له ازرې سې راختا شي نو په ولایتي شورا کې يي بیا سنګر نیولی وي، ښه راځم خپلې خبرې ته، ورته مې وویل سې کاکا وکیلان صواحبان نه دي راغلي؟
په ډیره تنده لهجه یې راته وویل خړسرې ولې زه درته وکیل نه ښکارم وارخطا شوم او په زړه نازړه ډول مې ورته وویل: وکیل صیب زموږ کلي کې اربکینانو سخت بد حال شروع کړئ، نوریې بلې خبرې ته پرینښودم یو بل وکیل سې ژیړه لونګۍ یې په بوغبند ایښې وه دبړستنې لاندې راغږ کړدا څوک ده سې اربکیان اربکیان یې شروع کړي ورته ووایه اوس وکیلان نشته ماسپیښین ۲ بجې راشه بیا به سره ګپ ولګو دا ژیړه لونګۍ د لوګر دولایتي شورا دریس ښاغلي ډاکټرعبدالولي وکيل وه، ډیره سخته غصه راغله چې زه دې څه لپاره راغلی یم او دا راته وایې ۲ بجې راشه بیابه ګپ ولږو خو هیڅ مې ونه ویل بس له ځان سره مې وویل چې څه .......بازار ده خان میر علاقه دار ده.
ما دولایتي شورا درئیس ښاغلي عبدالولي په هلکه ډیرښه نظردرلوده کله چې نوموړی د ولایتي شورا دریس په توګله وګمارل شو نو شکر مې وویسته اوله ځان سره مې وویل سې هغه یو روڼ انده او پوه انسان ده لږ احساس خو به لري او دلوګر د دریدلي ولس په زخمونو به دمرهم ټپۍ کیږدي خو زه څه خبروم چې دبارن نه تښتیدو او دناوې لاندې مو شپه شوه، دریس صاحب له کارنامو سې خبر شوم بیخي مې له تعلیمه زړه تور شو ، ښه اوس به دښاغلي باعزته او قدرمن ډاکټر صواحب عبدالوکیل دارشیف څخه څو اثاردرسره شریک کړم.
لومړې دا چې دسجاوند په سیمه کې چې کله بهرنیو ځواکونو بې ګناه خلک شهیدان کړل نو ددغه شهیدانو کورنیو ته ۱۸۰۰۰۰ډالره مرسته راغله سې ددغې مرستې لږبرخه یې څونفروته ورکړې ترڅوخلکوته په سترګوکې خاورې ورواچوي چې مرسته خو یې وویشله او دمرستې ډیره برخه دوخت دوالي ښاغلي جنرال عتیق الله لودین او خان عبدالولي خان ترمنځ فیفټي فیفټي شوه چې وروسته یې دغه غلاافشا شوه اودوسیه یې دلوګرڅارندوالي ته لاړه خو هلته به یې هم څه شیرني ورکړي وي بس خبره لاړه او تراوسه یې درکان نشته، وکیل صیب الله مې دې له شیطاني وساتي دروغ خو نه وایم، دا لا څه کوې دازرې ولسوالۍ مرکزي روغتون ته تیر کال ددرملو مرسته شوي وه چې دهغو درملواکثره برخه خان عبدالولي خان شوړه کړې وه او خلکوته یې ویلي وه چې د دې درملو تاریخ تیرشوي، عام خلک بیچاره ګان ددرملو په نیټه څه پوهیږي بس درمل یې بیا یوڅو نفروته په کمیشن ورکړي وه چې په درملتونونو یې خرڅ کړي یاالله له داسې بې شرموغلاو فنا راکړه امین او ثم آمين.
وکیل صیب ستا په اجازه هغه دکمیشن کاري قصه به هم وکړم که نه خفه کیږې! دپوهنې وزارت یوې باوري سرچینې دنوم نه ښوودلوپه شرط وویل چې دلوګرولایت دولایتي شورارئیس ښاغلي ډاکټرعبدالولي علیه رحمه دازرې ولسوالۍ له ۶ تنو بیچارګانو هریو څخه ۱۳۰۰ ډالره اخستلي وه او ورته یې ویلي وچې ازره ولسوالۍ کې مو داجتماعي کارمندانو په صفت مقرروم دایې لا څه کوې کله مې چې نوموړې عریضه ولیده دهریوه مخې ته یې ډاکټر او انجینر لیکلي وه وی وی.............. وایې پکه دادې لابله سپکه، وه زما رئیس صاحب څوک چې انحینر او ډاکټر وي هغه بیا په ازره ولسوالۍ کې داجتماعي کارمندي دنده کوي؟ افسوس ستاسې په حال، چې ددې مظلومو په وینو اوس هم تجارت کوئ، خو يوه خبره کوم که وکيل راته داړې جينګې کړې بيا نو له پوهنې وزارت څخه د ده اخيستل شوی امر هم خپروم ههههههههههههههه
یارانو زموږ ریس صواحب کله کله په ګردي میزونو کې هم ګډون کوي او داسې خیټالوژی کاروي سې الله دې مسلمان ترې ساتي يو وخت په سبا تلويزيون کې ناست وه او ويل يي چې په لوګر کې هيڅ خبره نشته، لوګر نه دی نيويارک دی نيويارک، خو کاشکې زه ورسره وای سې ورته ويلي مې وای چې تا دې خدای و وهي چې ته په تيرو څو کلونو کې له مرکز او کابل پرته چيرې، خروار، څرخ او يا برکي برک ته تللی يي؟
خو لنډه به يي وايم، د لوګر له ولايتي شورا د ارزې اډه جوړه ده، صواحبه ديګ بخار بار وي غوښه پکې پرته وي، تر نهو بجو خوبونه وي او دا ځوانان پکې ويده وي، په ولايتي شورا کې يو ساعت لګيدلی دی د هغه ساعت له ټک ټک څخه هم نه شرميږي.
کيدای شي که وکيلانو غاښ چيچی وکړ د نهو بجو يو داسې انځور درته خپور کړم چې ساعت خوار چيغې وهي چې د سهار نهه بجې دي خو وکيلان صواحبان پکې ويده دي.
هيره مو نشي چې د لوګر د ولسي جرګې د غړو او ملي هيلې اونيزې کيسه درته وروسته کوم اوس هم دومره بس ده ځکه وايي لږ وايه، لږ خوره او لږ څمله داسې نه لکه زموږ ولايتي شورا چې تر نهو بجو ويده وي.