داخله وزیر څوک دی؟ بسم الله محمدي که مجتبی پتنګ؟

 
له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د مسولیتونو د لیږد د کمیسیون ریس ډاکټر اشرف غني احمدزي په مزارشریف ښار کې په یوه غونډه کې د افغان امنیتي ادارو ترمنځ د دندو د تداخل او د کورنیو چارو وزارت په کارونو کې د دفاع وزارت د مشرتابه د لاس وهنو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
ډاکټر اشرف غني احمدزی له کابو دوو کلونو راهیسې چې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د مسولیتونو د لیږد د کمیسیون مسوولیت ور په غاړه شوی د افغان امنیتي ارګانونو په برخه کې پراخي څیړنې کړې دي او په دې برخه کې د نظر خاوند دی. نو خبرې یې باید د ځینو نورو چارواکو غوندې بابیزه ونه ګڼل شي.
د کورنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي جنرال مجتبی پتنګ له ټاکل کیدو وروسته دا ګونګوسې ددغه وزارت د کارکوونکو او نورو خلکو په منځ کې وې، چې ددغه وزارت زیاتره مهمې پریکړې د دفاع د وزیر ښاغلي بسم الله خان محمدي له خوا کیږي. جنرال مجتبی پتنګ تر دې د مخه د هیواد په شمال کې د پولیسو د زون قوماندان و، کله چې بسم الله خان محمدي د کورنیو چارو وزیر شو، دی یې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې د لوی ریس په توګه و ګوماره او په ډیر لنډ وخت کې یې د کورنیو چارو وزارت د معین په توګه وټاکه.
کله چې ښاغلی بسم الله خان محمدي د ناکارۍ او په کورنیو چارو وزارت کې د قومي او تنظیمي اړیکو د پاللو له امله د افغانستان د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحیت شو. ویل کیږي چې دی په دې وزارت کې دداسې کس د ټاکلو په لټه کې شو چې دده له امرونو سرپیچي ونه کړي. نو ده ښاغلی جنرال مجتبی پتنګ د ولسمشر د لومړي مرستیال په مرسته ددغه وزارت لپاره پیشنهاد کړ. هرڅه د ښاغلي بسم الله خان محمدي له هیلو سره سم ترسره شول پخپله د ملي دفاع وزیر شو او نږدې کس یې جنرال مجتبی پتنګ د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.
د کورنیو چارو وزارت د زیاترو کارکوونکو په وینا جنرال مجتبی پتنګ زیاتره کارونه د دفاع د وزیر په امر او مشوره ترسره کوي. هیڅ داسې مهمه پریکړه به نه وي چې د ښاغلي بسم الله خان محمدي له اجازې پرته دې شوې وي.
ښاغلی پتنګ چې کله د کورنیو چارو وزیر شو د خپل دفتر د چارو د ښه تنظیم لپاره یې پخوانی مسلکي او په کار پوه جنرال هاشمي د کورنیو چارو وزارت د دفتر د ریس په توګه وټاکه. خو دا یوازنی کار و چې ښاغلي بسم الله خان محمدي پرې خبر نه و، ښاغلي بسم الله خان له جنرال هاشمي سره چې د کونړ اوسیدونکی دی او په کورنیو چارو وزارت د تنظیمونو د واک په وخت کې په کور ناست و، هیڅ ډول پیژندګلوي نه لرله. د کورنیو چارو وزارت د دفتر د ریس په توګه د جنرال هاشمي له ټاکل کیدو څخه څو ورځې نه وې تیرې چې بسم الله خان خبر شو هغه یې ډیر ژر له کاره ګوښه او پر ځای خپل نږدې کس بهرام د دفتر د ریس په توګه وټاکه.
د کورنیو چارو وزارت د دفتر د ریس داسې ژر ګوښه کیدلو او پر ځای یې د ښاغلي بسم الله خان د یوه کس ټاکل کیدلو د کورنیو چارو وزارت په چارو کې د دفاع د وزیر د لاس وهنو ګومان په یقین بدل کړ.
له بلې خوا که وګورو د کورنیو چارو د وزیر ښاغلي پتنګ له خوا هر کار چې پیل شوی یا یې ژمنه شوې ترسره شوی نه دی. ویل کیږي څو ځله د څو تنظیمي جنرالانو او ریسانو د ګوښه کیدو خبره رامنځ ته شوه خو عملي نه شوه. د کورنیو چارو وزارت یو ریس څه موده دمخه په پروان ولایت کې د خلکو په وژنو کې تورن شو خو لا هم پخپل ځای دی.
ښاغلي جنرال مجتبی پتنګ څو میاشتې دمخه د ولسي جرګې په یوه غونډه کې په کلکه ژمنه وکړه چې د لسګونو بې ګناه افغانانو قاتل شجاعي به په یوه هفته کې د قانون منګولو ته سپاري خو هغه او په بغلان کې د یوې بلې خونړۍ پیښې عاملین لا اوس هم سرې سترګې ګرځي.
دغه راز جنرال مجتبی پتنګ د پولیسو د زونونو قوماندانۍ لغوه اعلان کړې خو دې پریکړې لا تر اوسه هم د عمل جامه نه ده اغوستې، داسې ښکارې چې ددغو پریکړو د ابلاغولو پر وخت د دفاع وزیر نه و او یا خبر شوی نه دی.
افغان حکومت ته په کار ده چې د کورنیو چارو وزارت په چارو کې د دفاع وزیر د لاس وهنو او ددغو دوو مهمو وزارتونو تر منځ د وظیفوي تداخل موضوع وڅیړي او په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
خبریال