
مصطفی کمال ترابزی
د ناټو سازمان لوى منشي وايي، که طالبان په خپله خوښه د سولې له پروسې سره يوځاى نه شي، د پوځي فشار له لارې به يې دغه کار ته مجبور کړي.
هغه متل ريښتیا دی، چې وايي کلي په زور نه کېږي.
د ناټو سرمنشي چې وايي، وسلوال طالبان به د ټوپک او کوتک په زور د سولې خبرو ته مجبور کړي، سرمنشي به هم کله داسې نه وي اوريدلي چې يو چا يو څوک په زور سولې ته مجبور کړی وي او که کېدای نو په دا تېرو څو کلونو کې ناټو ځواکونو کومې وسلې وې چې د وسلوالو خلاف جنګ کې يې تر کار وانه خيست.
د ناټو ځواکونو ګڼې داسې وسلې وې چې هيڅ یې ازمويلې نه وې هغه یې افغانستان ته راوستې او په بیلابیلو ولايتونو کې یې د طالب وسلوالو پر ضد وکارولې، که په زور وسلوال سولې ته مجبوريدلی، جنګ خو همدومره وي چې ناټو ځواکونو په افغانستان کې د القاعده او وسلوالو طالبانو پر خلاف وکړ.
د دغه جنګ هدف څه وو؟ د چا لپاره او د څه لپاره وو، پایله یې څه شی شوه؟
دا هغه پوښتنې دي چې له ګڼو افغانانو او بهرنیو کتونکو په ذهن کې ګرځي، که د دغه جنګ هدف افغانستان ته سوله راوستل، القاعده له منځ وړل او د وسلوالو ځپل وو، بیا خو نو دغه یو هم نه دي شوي، بیا ولې ناټو خپلو ځواکونو ته د ۲۰۱۴ کال وروستی نيټه ټاکلې چې وځي، بیا دې اووسيږي، تر هغه دې دلته وي چې خپل هدف ته ورسيږي.
که له دغه جنګه په افغانستان کې د يو داسې دولت راوستل وو چې د افغانانو په زخمونو پټۍ کېږدي، بیا خو نو ښکاره تاسې هم چيغي وهی چې افغان دولت فاسد دی او ګواښونه هم کوی، که په افغانستان کې اداري فساد له منځه ولاړ نه شي دوی به خپلې مرستې بندې کړي.
ناټو او نړيوال د دې شاهد دي چې له ۲۰۰۱ ميلادي کال راپديخوا ورځ تر بلې حالت خرابيږي، افغانان راتلونکې ته هيله من نه دي، هغه له دې کبله چې د افغان دولت چارواکي ځان په افغانستان کې خوندې نه احساسوي، همدا اوس د افغان دولت ګڼ چارواکي چې په لوړو پوستونو دي کورنه يې په بهر کې دي او یا هم کوم هېواد تابعيت لري، نو په دا تېرو لسو کلونو کې نړیوالو څو تنه د هستی خاوندان کړي دي.
امريکا او ملګرو يې هغه چې اقلیت وو په لاس کې ونيول او پښتانه یې داسې وګڼل او داسې یې وګڼله چې ګوندې پښتانه تروریستان دي یا ورسره اړېکې لري.
د ناټو ځواکونو ته خپل تېروتنې معلومې دي، لازمه نه ده چې زه يې دلته ذکر وکړم، هغه څنګه وايي (( هلته به خبر شې چې تالو ژبې ته ورشې))
د رپوټونو له مخې که څه هم ناټو په افغانستان کې ځينې تېروتنې کړي او منلي يې دي، خو اوس ناټو غړي هېوادونه او امریکا په افغانستان کې په یو ډول نه يو ډول ځان ګټونکی حسابوي، خو دوی نه دي ليدلي چې د ګڼو ولايتونو يواځې په مرکز کې امنیت دی نور په ډیر شمېر ولسوالیو کې وسلوال طالبان غلچکي بریدونه کوي او یا واکمن دي.
نو د ناټو مشره که ته هم ريښتیا غواړې چې وسلوال د ټوپک او کوتک په زور سولې ته راضي کړې نو بیا په پاکستان او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې چاڼيز عملیات وکړه، هلته د پاکستان ای اس ای وسلوالو ته روزنه ورکوي، په قبایلي سیمو کې محاکم دي، له افغانستانه دوسیاوې ورځي، هغوی پرې د پښتونخوا د قبایلې سیمو څخه حکم جاري کوي.
د ناټو مشره وسلوال ته د ټوپک په زور سولې ته نه شي راضي کولای، چې د پاکستان خوښه نه وي، وسلوالو طالبانو ته ستاسو ځواکونو په دې ۱۱ کالو کې ماتې ورنه کړه نو اوس به یې څه د پوځي فشار لاندې راولې او سولې ته به راضي شي.
دا سمه ده ته قدرت لرې خو ستا هدف روښانه نه دی، ستا هدف د وسلوالو ځپل وای نو تا به یې ځالې ختمې کړی وای او پټنځايونه خو يې نړيوالو ته معلوم دي چې چرته روزل کېږي او له کومه ځایه سرچينه اخلي .
که تاسو په ريښتیا هم غواړی چې راتلونکې ټاکنې رڼې او د امن په فضا کې تر سره شي، نو په پاکستان فشار راوړئ، له هغوی په دې برخه کې همکاري وغواړه او که ونه شو نو بیا پاکستان تر پوځي فشار لاندې ونيسه ځکه د وسلوالو طالبانو سره دې په دې ۱۱ کالو کې زور معلوم شو. کلي په زور نه کېږي، يوه د حل لار لري چې د وسلوالو پر ځای په پاکستان فشار راوړې.