
سورۍ کوزه
ژباړن : ذبیح الله رحیمزی
یو سړي هر ورځ د اوبو دوه کوزي د یوه لرګي په یو
سراو بل سرکې تړلي، لرګی به یې په اوږه
کاوه او خپل کور ته به يي اوبه راوړلې .
یوه کوزه ډیره زړه او کوچني،کوچني سوري یې درلودل ، هر ځل
به چې سړی د خپل کور په طرف په لاره تېریده نو دکوزې نیمې اوبه به په لاره
څڅېدې .
سړي دوه کاله همدا کار کاوه .
روغې کوزې په ځان ډیر ویاړ کاوه ،چې خپله دنده یې
په ډیره میړانه او سمه توګه ترسره کړی ؛خو زړه کوزه په دې ډیر شرمینده او مایوسه
وه ، چې صرف کولی شي خپله نیمه دنده ترسره کړي .
هغه کله پوهیده ، چې څڅېدلې اوبه هم یو کار سرته
رسوي ، تر دې چې زړه کوزه دومره شرمینده وه ، چې یوه ورځ کله چې سړي غوښتل اوبه له
څاه راوباسي پریکړه یې وکړه چې له هغه سره خبرې وکړي .
« زه له
تا بخښنه غواړم له کومې شیبې چې تا له ما ګټه پورته کړې صرف زما له نیمې برخې دې
کټه پورته کړې ،صرف نیمه تنده دې د هغو
کسانو چې په کور کې ناست دي ماته کړی «
سړي وخندل او وویل :
کله چې بیرته ستنېدو په ځیرسره دلارې اوږدو ته
ګوره .
د ستنېدو په وخت کې کوزه ګوري ، چې د لارې په یوې
خو ا ..... د دې په خوا
ښکلي ګلان او شنه بوټي راشنه شوي .
سړي وویل :
ګوري چې طبیعت ستا په طرف څومره ښایسته دی ؟
زه په دې پوهیدم چې له تا اوبه څڅیږي ؛ نو پرېکړه
مې وکړه چې له دې کار ګټه پورته کړم .
د لوې لارې په دې اړخ کې مې دګلانو او ترکارۍ تخم
وشیندلو او تا هم هره ورځ هغې ته اوبه ورکولې .
کور ته مې ګلان یوړل او خپلو کوچنیانو ته مې تازه رومیان او کاهو ورکړل ، که له تا اوبه نه څڅیدای نو څنګه به په دې
توانېدې چې دا کار وکړې !!
د اپریل ۲۵ / جلال اباد /