
نن د چهارشنبې په ورځ شاوخوا ۲ بجې
او ۱۳ دقیقې په ختيځو ولايتونو کې د ریکتر په کچه ۵.۹ درجې زلزله شوي، چې شاوخوا یوه دقیقه یې دوام وکړ.
د ننګرهار د والي وياند احمد
ضياعبدالزي د مازديګر په 6:30 بجو روهي ويب پاڼې ته وويل، چې د دې ولايت په
مرکز او ولسواليو کې د زلزلې له امله 6 کسان
مړه دي او 76 کسان ټپيان شوي دي.
ښاغلى عبدالزى وايي، سلګونه کورونه
هم ويجاړ شوي او په وينا يې، دا لومړني
معلومات دى او کيداى شي د زلزلې له امله د مړو او ټپيانو شمېر نور هم زيات شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس بازمحمد شیرزاد روهي ويب پاڼې ته د تازه
معلوماتو په توګه وويل، د زلزلې له امله ولايتي روغتون ته او 109 کسان وروړل شوي، چې 3 تنه يې مړه دي او پاتې هغه يې ټپيان دي، چې په
وينا يې څلوېښت تنه يې له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت کړي دي.
بلخوا د کنړ والي وياند وايي، په دې
ولايت کې هم د زلزلې له امله 3 کسان مړه شوي او 4 تنه ټپيان دي.
ياودنه: د چارواکو په خبره، دا
لومړني معلومات دي او کيداى شي نور زيان هم وروسته رسنيو وړاندې شي.
خبريال: توريالى همت- جلال اباد