
يوسف انتظار ـ خوست
له کله نه ، چې دهېواد څخه دناټو او ايساف ځواکونو د وتلو ډنډورې مخ په تويدو دي ورسره جوخت يې دخلکو په اذهانو کې بېلابېل نظرونه او انديښنې هم رامنځ ته کړې دي ، يوشمېر هېوادوال انديښنه لري او پدې اند دي ،هسې نه ،چې دافغانستان څخه دنړيوال ائتلاف دپوځي ځواکونو له وتو وروسته هېواد يوځل بيا دبهرنيو غرضي لاس وهنو په شتون کې دافغانانو ترمنځ دواک دخپلېدو پرسر په کورنۍ جګړه کې ښکيل شي، خو يوشمېر نور هېوادوال بيا له دا ډول انګيرنو انديښمن نه دي او دليل راوړي ، چې افغانستان اوس مهال ديوه سراسري نظام او ادارې لرونکی هېوا ددی او دملي وسلوالو ځواکونو په درلودلو سره ددې وړتيا ورسره ده ،چې دهر ډول کورنيو او بهرنيو ګواښونو پر وړاندې په ميړانه ودريږي.
دهېواد دملي حاکميت ، ملي خپلواکۍ، دخاورې دبشپړتيا او دخلکو دځان او مال څخه په ډاډمنه توګه دفاع وکړي ، بل داچې دافغانستان څخه دنړيوالو وسلوالو ځواکونو وتل دافغانستان دپريښودلو په معنی ندي ، بلکې نړيواله ټولنه ټولو هغو کړو ژمنو ته ،چې دافغانانو سره يې کړې دي پر خپلو ژمنو به ولاړه وي، خو له دې په انديښنه کې دي ،چې که په هېواد کې را روانې ټاکنې دلاسوهنو په موجوديت کې د درغليو قرباني شي او دخلکو دازادې ارادې پربنسټ شفافې او خلکو ته دمنلو وړ قانوني ټاکنې ترسره نشي ددې ويره شته ، چې دټاکنو غيرشفافه پروسه هېواد دتاوتريخوالي او بحران پرلور بوځي.
بلخوا دډيرې مودې راهيسې دافغانستان دسياسي هرم دچپه کېدو او راسته کېدو پرسر نړيوالې لانجې روانې دي، خودا ادلون بدلون نړيوالو حرفوي کارپوهانو دغه او دې ته ورته دسيمې نور موخه ييز هرمونه پرخپلو قاعدو درولي او کله يې هم دهرم څوکې ته دقاعدې په سترګه کتلي او دسياسي اتکا دثقل مرکز داسې ټکي ته برابر کړی ،چې له هغه څخه ددغه هرمونو دثبات تمه نشي کېدای، همدا لامل دی ،چې ډيرو خبرو اترو دلږو کړو وړو ځای هم ندی نېولی او ددولت او ملت ترمنځ يې دبې باروۍ او ناهيليو فاصلې رامنځته کړې دي ، داځکه ،چې له يوې خوا په افغانستان کې ديوې سالمې او شفافې ادارې خبرې کيږي ، لفظي او ليکلې ژمنې پکې وشي خو له بلې خوا دډول ډول انو بهانو په توښه ( بخور نه مير) دځبيښاک ګر فرمول له مخې ځنډول کيږي او يا خو دداسې کسانو په واک کې ورکول کيږي ،چې هغوی خپلو ځانونو ته پکې له لسو زرو ډالرو رانېولې ان تر اتلسو زرو ډالرو پورې مياشتني معاشونه او دخپلو اولادونو دبيمې لګښتونه پرخپل زړه ټاکلي دي.
بل لوري ته ځينو سيمه ييزو چارواکو ته دپوځي سياست دقاچاق له لارې مالي تعذيه ورکول کيږي او دهغوی دځاني ګټوداقتصاد پربڼ باندې يې دمظلوم ملت دپيدا وارو عامه شتمنيو او ګمرکي محصولاتو ويالې ورسپرې کړي دي، ترڅو دسيمه ييزو لانجو د ودې په صورت کې دغه پرڅوکه دريدلی سياسي هرم نور هم بې ثباته کړي ، له هرې خوا هر چا په هېواد کې دننه اوله باندې ددغې خړې پړې هوا څخه په استفادې سره دې خاورې ته له غرضه ډک لاسونه راغزولي ، کورنيو او بهرنيو غلو لاسونه سره يو کړي ، دکورنو او ښارګوټودجوړولو دپروسې په نوم حرفوي دلالانو له کم تجربه افغانانو څخه ډيرې پيسې ترلاسه کړي يوشمېر غله او داړه ماران له هېواده وتلي او يوشمېر نور يې دوتلو په حال کې دي.
لارې او سړکونه ، چې دهېواددتعذيې ، ودې او تفکر له اډانو سره تړاو لري ، ټول وران ويجاړ دي ، دبيارغونې ډنډورې اوريدل کيږي خو دجوړيدو څرک يې دترلاسه شويو مالي مرستو انډول په پام کې نېولو سره نه ترسترګو کيږي ، ديوې لسيزې زياتې مودې په بهير کې په زرګونو ميليونو امريکايي ډالره مرستې ددې هېواد د بيا جوړيدو لپاره ترلاسه شوي دي ، خو دموثر او بنسټيز جوړښت لپاره ټولټال دڅو زرو مليونو ډالرو زيات کار چا ندی ترسره کړی.
دهېواد نږدې دوه سوه پنځه نوي زره وسلوال ځواکونه ، چې ملګرو ملتونو دافغانستان لپاره ټاکلي دي او دهغوی دجوړېدو بهير په اصطلاح په سياسي انډول په پام کې نېول شوي دي ، دافغانستان او سيمې روانو حالاتو ته په پام پداسې حال کې، چې داړتيا وړ پرمختللې وسلې هم په لاس کې نه لري، ياده شمېره دانديښنې وړ ده، دا په داسې حال کې ده ، چې افغانستان همدا نن خپلواک ډاډمن امنيت ته تږی دی او ورځ تربلې امنيتي ګواښونه مخ پرډيريدو دي ، دخلکو پرسر مال او عزت باندې تېري کونکي بريدونه مخ پرزياتېدو دي ، کچيرې ددغه نيمګړتياوو مخه ونه نېول شي نو کېدای شي، چې دغه افتونو ځپلې هېواد هغه دتېرو وختونو کفن کشانو ته خلک لبيک ووايي او ورته دبرات سند ورکړي، ځکه ،چې نن سبا هر څوک دژوند په ټولو برخو کې دناامنۍ احساس کوي اوس هم زرور په کمزورو او لويدلو خلکو له واک څخه په استفادې سره ناوړه ګټه اخلي ، همدلته ده ، چې ددولت په اډانه کې به چارواکي په خپلو ژمنو کې پاتې راځي، ددولت او ملت دبېلابېلو تګلارو له کبله به واټن لاپسې زياتيږي ، سياسي ثبات به کمزوری ، دګواښونونښې به پېل او بالاخره دکواکۍ په پای کې به دلاس وهنو سريالونه پايليږي.
افغانستان به دسيمې دنورو هېوادونو په پرتله بې واکه او ددوی حق به دبې عدالتيو په سولی کې ځړيدلی پاتې وي ، بيت المال به تل لوټ او هرکس او ناکس به دواک ګدۍ ته دهڅې تکل کوي ، حکومتونه به داصولي قاعدې دنشتوالي له کبله په زور رامنځته کيږي او په زور به له منځه ځي ، په هرګوټ کې به دولسواکۍ ترتامه لاندې دهېوادوالو بشري حقوق تاله ترغه وي ، دټوپک سالارۍ له لاسه به افغان وسلوال ځواکونه ، عامه نظم ، امن او ثبات او سيمه ييزو اړيکو ته به تل ګواښ وي ، هېڅوک به دلته دپانګې اچولو زړه نه ښه کوي ، حال داچې سيمه ييزې اړيکې دامنيت په شتون کې داقتصادي ستونزو دله منځه وړلو ، بيارغونې او نړيوال باور دبيا ترلاسه کولو ښکاره بېلګې دي اداري تذوير او فساد،چې دسياسي نظام دړنګيدو اصلي لاملونه دي ، لاډيرې بې قانونۍ او خپلسرۍ به په کې راټوکيږي ، محوري او مسول چارواکو ته په کار ده ، چې اداري جوړښت ته دقانون په چوکاټ کې سره له اوسه پوره پاملرنه وکړي او هغه عملي کړي ترڅو هېواد په اوس او راتلونکي کې خپل سالم پرمختګ ته لاره پرانيزي ، ډاډمن امنيت ټينګ او دخلکو غوښتنو او انديښنو ته دقناعت وړ ځواب وويل شي.