سره مياشت او سور صليب د پښتنو پر ضد

 
ډير کلونه به نه کيږي چې په هيواد کې مې په ډيرو دفترونو کې کار کړی دی، خو يو څه وخت مې له سرې مياشتې سره له کاره ډیر خوند مې ترې واخيست ځکه ددې ادارې کارونه راته يو ډول سم نه ښکاريدل.
سره مياشت چې اوس يي په دري کې نوم هم اړول شوی دی او ورته (هلال احمر) افغاني وايي داسې يوه اداره ده چې تر ډيره اړو کسانو ته مرستې نه رسوي، سور صليب چې په لويه کې له جنګي قربانيانو او بنديانو  سره مرسته کوي داسې نه کوي. سرې مياشتې خو ان زموږ مصطلحات هم را خراب کړل.
زه څه وخت په شمال کې ووم په شمال کې د هيواد تر نورو ټولو سيمو د سرې مياشتې فعاليتونه ډير و، سيمه ايزو دفترونه او کلينکونه يي درلودل او هر ځای يي سم درز غوبل جوړ کړی و.  د سره صليب دومره امبولانسونه په شمال کې هسې ګرځيدل چې هيڅ اټکل يي نشو کيدای.
اوس چې له يو بل دفتر سره په هلمند، پکتيکا، غزني، کندهار، لوګر، پکتيا او خوست کې د پلټونکي په توګه کار کوم دلته نه سور صليب شته او نه هم سره مياشت ډير کم يوازې خال خال دفترونه دي او دوی پکې ناست دي او بس.
دلته هره ورځ په لسګونو بې ګناه انسانان خپل ژوند يو ډول نه يو ډول له لاسه ورکوي مګر د سرې مياشتې او سره صليب د موټرو غوبل په شمال کې دی. سورصليب څو ورځې وړاندې نه پوهيږم د خپلې کومې بريا په موخه د هيواد په کچه اوس اوس وتلې سندرغاړې فرزانه ناز را بللې وه او کنسرت يي جوړ کړی و او پنځه زره ډالره يي هم فرزانې جانې ته ورکړي و.
نه پوهيږم چې دا ادارې په افغانستان کې څه کول غواړي، يو وخت به زموږ د کلي ملا ويل چې دا سور صليب صليبي اداره ده او تر ډيره مذهبي اړخ لري خو ما به نه منله مګر اوس چې وينم له جنګي قربانيانو سره د مرستې په نوم د فرزانه ناز کنسرت او هغه هم د ښار په داسې يو هوټل کې چې په زرګونو ډالر غواړي ځينې پوښتنې له ځان سره لري چې بايد سور صليب يي ځواب و وايي، ځکه سور صليب دا څو کاله دا کار کوي او تير کال يي هم دې ته ورته کنسرت جوړ کړی و.
همداسې که سرې مياشتې ته راشۍ، له دې سره سره چې د دې ادارې مشره د يو پښتون ميرمن ده خو په اداره کې، په اعلاناتوکې،  په بروشرو کې په چوپړتياوو يا خدمتونو کې پښتانه هير شوي دي، هر باشعوره پښتون که چيرې ددې ادارې اعلانات چې د لاټري لپاره يي کوي وګوري بس وايي( چو ايستاده اي دست افتاده ګير) خو په پښتو يو اعلان هم نشته دی، زما په خيال دوی ځکه په پښتو اعلان نه جوړوي چې پښتانه ورته له سره د سړي زامن نه ښکاري، که چيرې په پښتون ولس کې شعور وی او پښتانه ورته سړي ښکاريدای نو د دوی ژبې او خلکو ته به پکې پام شوی وی.
تاسو وګورۍ په پښتنو پسې ډول ډول ډنډورې غږول کيږي څوک يي ترهګر بولي، څوک يي اسراييل بولي، څوک يي څه بولي او څوک يي څه، خو تاسو راته يو داسې ثبوت وښيی چې په پښتون ميشتو سيمو کې دې تر دې دمه خيريه کارکونکی وژل شوی وي، ژورناليست دې وژل شوی وي او يا دې بل داسې زور زياتی شوی وي احيانا که شوي هم وي تر ډيره به دولت او نړۍ وال ځواکونه پکې ښکيل وي ، زه په پښتون ميشتو سيمو کې د داسې چوپړتياوو پر وړاندې هيڅ ډول خنډ نه وينم.
دولت پښتانه وژني، بهرنيان پښتانه وژني، ايران او پاکستان پښتانه وژني، وسله وال مخالفين پښتانه وژني، شجاعي او اربکيان پښتانه وژني، سور صليب او سره مياشت هم پښتانه وژني، ځکه د وژلو ډول تغير کوي هغوی مې په ټوپک وژني او دوی زموږ په نوم يا د هر جنګي قرباني په نوم راوړل شوې مرستې په نورو لګوي او يا هم يوازې د دوی معاشونه او د لوکسو موټرو تيل کيږي.
زه پوښتنه کوم سره مياشت د کومې موخې لپاره جوړه شوې، سور صليب دلته څه کوي، ولې شمال د سور صليب له امبولانسونو ډک دی، بمبارۍ خو په لوګر او کونړ کيږي، د سړک د غاړې ماينونه خو هره ورځ په زابل او هلمند کې د لسګونو تنو ژوند ترې اخلي، دوی ولې خپل خدمتونه پښتون ميشتو ولايتونو ته نه پراخوي، معلومه خبره ده چې د دې دوو ادارو په  راس کې شته څيرې پښتون ضد څيرې دي، دوی پښتانه ځپي او د پښتنو په وژنه خوند اخلي ځکه پښتون وژنه د دې تش په نوم ادارو د مالي تمويل لپاره تر ټولو ښه سرچينه ده که له سرې مياشتې سره حسابي وشي چې تاسو څومره ټکټونه پلورۍ، څومره نورې مرستې را جلبوۍ او څومره بيرته مصرفوۍ ځواب به يي څه وي مالومه خبره ده چې ځواب به يي منفي وي ځکه د دوی په کړنو کې روڼتيا نشته.
سور صليب چې له جنګي قربانيانو سره د مرستې په نوم جوړه شوې سويسي اداره ده سره مياشت بيا يو ډول نه يو ډول د دوی په وروستې پاتې ډوډۍ شخوند وهي دواړو لاسونه سره ورکړي دي او دسيسې جوړوي، زموږ په نوم راغلې مرستې په نورو ويشل کيږي، زموږ په نوم راغلي خدمات نورو ته ورکول کيږي، زموږ په نوم راغلي امبولانسونه په نورو ولايتونو کې لمر زاړه کړل، زه وايم که چيرې داسې وي چې په افغانستان کې دوی خپل خدمات نشي وړاندې کولای ورک دې شي له هيواد څخه دې وزي، بايد پښتانه را ويښ شي په ولايتونو کې بايد د سرې مياشتې تش په نوم ټول مرکزونه وتړي او د دې ادارې پر ضد دې لاريونونه وکړي، زما ليکنه تر ډيره مستنده ده تاسو ورشۍ په ټولو ولايتونو کې ددې ادارو د کړنو سروې وکړۍ، په ټلويزيون کې د دې دوو ادارو اعلانات وګورۍ، ټول په نورو ژبو دي، د سور صليب جنتريانې وګورۍ او نور اړوند توکي يي وګورۍ اوس اوس پکې لږ لږ پښتو شته خو هغه هم معياري پښتو نه ده ډيرې غلطۍ لري او که چيرې دا ادارې ماته چلنج راکول غواړي په برښناليک دې د خپلو کړنو پښتو هارډ کاپي را وليږي چې زه يي ور وښيم، داسې نه ده چې په پښتنو کې ښه ليکوالان نشته او يا ښه ژباړنان نشته دي دا هر څه شته دي خو پښتانه د دوی نه خوښيږي.
تاسو وګورۍ سور صليب خپل اعلانات داسې رسنيو ته ورکوي چې هغه له اصله له پښتنو سره دښمني لري د دوی اعلانات چې ( ناويلې کيسې) نوم ورکول شوی دی يوازې له طلوع څخه خپريږي طلوع هغه اداره ده چې تل يي پښتانه ځپلي دي پرونی د ننګرهار راپور به مو هير شوی وي چې دوی خپور کړی و، د دوی ويبپاڼې ته که ورشې ويې ګوري نو تل به يي خبري بګرونډ دا وي (( خوګياڼي د ننګرهار يو له هغو ولسواليو څخه ده چې ډيره ناامنه ده.)) وروره ستاسو دې ملا ماته شي په کال کې يوه چاودنه په نيويارک او پاريس کې هم کيږي نو پاريس او نيويارک ته ولې څوک نا امنه نه وايي، خو دا هر څه مالوم دي او دا له پښتون سره دښمني ده او همدغه سور صليب درته همدا پښتون ضد رسنۍ هم پياوړې کوي.
زه له پښتنو غوښتنه کوم چې يا دې دا ادارې وشړي او يا دې هم نور حق وحقدار ته ورکول شي که داسې ونشي او دا لړۍ روانه وي لرې به نه وي چې ډير ژر به زموږ حقونه هم تر پښو لاندې شي راشۍ لاسونه سره ورکړو په يو آواز دا غږ تر نړۍ والو ورسوو، زه به ډير ژر په دې اړه په انګليسي ژبه ليکل شوې مقاله او اسناد هم له ډيرو نورو نړۍ والو رسنيو، مرسته کونکو ادارو او ان د سرې مياشتې له رييسې او د سره صليب له رييس سره هم شريکه کړم.
نور بيا
صمدخان غر
samadkhanghar@gmail.com