اسلامي حزب ته يوه مشوره!


 
یوه مشوره هغه هم ددولت مخالفه وسله واله ډله ( حزب اسلامی ) ته !
طالبان دشورای نظار په څیر یوه ځان غوښتونکې ډله ده، چی بغیر د امارت له نومه بل  هېڅوک له ځانه سره په واک کې دشریک کیدو مستحق اوحتی سیال نه ګڼي اولږڅه ویل ددوی په مقابل کی بیا کفر او له اسلام څخه بغاوت دی !
دافغانستان خلک اوس له تېر وخت څخه په تجربی اوپند اخیستنی پوه اوهوښیار شوي دي، طالبان نشي کولای چې د تیر په څیر دغه باتور ملت ته دپاکستان په اشاره چې ټوپک یې ورته په اوږه ایښی ماته ورکړي. یا په بل عبارت  داهیڅ امکان نلري چی یوه ډله دې یو قوم اوملت ته ماته ورکړي.
زما په اند طالبان نور دجنګ دمیدان ګټونکی ندي او نه هم زموږ  حکومتي واکداران د دې جوګه دي چې طالبانو اونورومخالفووسله والو ډلو ته ماته ورکړي اودغه د جګړې لمبې چې افغانان اوخاصتاْ پښتون منحیث د یو ملیت پکی سوځي د تل لپاره خاموشې کړي.
 بس د جنګ یوه لوبه ده روانه به وي، ترهغې چې د پردې ترشا اصلي لوبغاړي له تمویل څخه ستړي، جنګ بس او د سولې لیاره خپله کړي، خو دا به هغه وخت وي چې ډیرې میندې به بورې شوې اوسي اوډیر ماشومان به یتیمان شوي اوسي. اوس زما له پورته مقدماتي خبرو څخه حزب اسلامي ته چی د نومیالو اوباتور مجاهدینو ځاله ده دا مشوره ده چې دکامیابۍ په صورت کی ستا کور اوکلی د طالبانو سره نه کیږي، لکه څنګه چې دشورای  نظار سره ونشو لکه څنګه چی طالبانو سره دهغوی دواکمنی پر مهال ونشو، نواوس هم سردوخت دی ! پکار خو داده چې د داسې یکه تازې  اوخود خواه اوپه ځان مینې ډلې سره چې مستقبل یې د ماضي له نامطلوبو کړنوڅخه لکه د لمر په شان له ورایه معلومیږي  په یوه لاره دیولیاروي په څیر له  تلو نه ډده وشي .
حزب اسلامی باید دیوې جامعې سیاسي پوهې په لرلو سره په مستقلانه ډوله دسیاست نوې پاڼه پرانیزي او له دولت سره دخبرو اترو میزته کیني،  له هغو شرطونو څخه چی د ګټې پرځای یی  ملت ته تاوان ډیر دی تېر اومنصرف شی  دسولی ،امنیت اوټکاو لپاره باید  عملی اقدامات وکړی ولوکه درهبریت په مالی اوځانی زیان هم وی ځکه په نړی کی یو کارهم بی له قربانی اوسرښندنی شونی نده هغه داچی زمونږ مجاهد ملت دتاریخ په اوږدوکی دخپلو مشرانو په فتوا او امر ډیری قربانیانی ورکړی نو اوس به پدی کی څه باک اوعیب وی ؟ که سیاسی رهبریت خپل ژوند په داوولګوی  اوخپل الله ته دیو شهید په څیر سرخ رویه لاړشی .
دحزب سیاسی قیادت باید دپردیو له اسارته (پاکستان ) څخه ځان خلاص اودیو متحد افغانستان لپاره کاروکړی دادتاریخ ډیری حساسی اونازکی شیبی دي پدغه حساس مرحله کی که دحزب قیادت له یو ښه اومثبت فکرڅخه کاروانخلی نودحزب ټول غړی هغه چی انقلاب اودرپه درۍ ډیر ځورولی دی لابه پسی وځوریږي.




<!--[if !mso]-->

<!--[endif]--> محمد داود یتیم یار
2013/4/21
 
<!--[if !mso]-->
<!--[endif]-->

  که خدای مکړه  فرض محال اوسنی دولت له منځه ځی اوطالبان راځی نوبیا زه دتېرو ناخوالو څخه په تجربی داپه یقین کامل سره ویلای شم چی  دحزب اسلامی راتلونکی برخلیک  به دطالبانو په لاس ډیره خرابه او له زاواله ډکه وي هغه ځکه چی یا به دپاکستان تراثر اورسوخ لاندې امارت منی اوبعیت به ورسره کوی  اویابه دجنګ سره مخامخ کیږی دابه بیا داسی وخت وی چی هیڅ یو خارجی ملاتړی  به ونلری  بی لدی چی دتاریخ یوه هیره شوی پاڼه وګرځی . والسلام