پښتانه د له منځه تلو په حال کې!

هر مدير ته پکار ده، چې د ښه مدیريت د ترسره کولو په موخه په کارپوه، با استعداده، کدرونه او پر وطن زار اشخاص ولري، ترڅو د ټاکلو شويو موخو د ترلاسه کولو په خاطر ورسره مرسته وکړي او پرځای مشورې ورکړي، ولسمشر حامدکرزی پدې برخه کې کمبخته دی او داسې څوک مشاورين، نږدې اشخاص او کاري ټيم کې نه لري، چې د ولس په خیر، ولسي ښېګڼو او هر قشر ته د پوره پوره حقونو د ورکولو په برخه کې نيکې مشورې ورکړي، يو شمېر سياسي شنوونکي، مبصرين، سياسي څټې، رهبران او چارواکي پر ولسمشر او د ولسمشر په کاري ټيم نيوکې کوي، چې دوی هېڅکله هم نيکې مشورې ولسمشر ته ندي ورکړي او يا يې هم هغه وخت ورکړي، چې اوبه له ورخه تېرې وي.
ګاونډي هېواد پاکستان او د امريکا متحده ايالاتو سره د ولسمشر حامدکرزي اوبه خړېدو اصلي لاملونه هم د نيکو مشاورينو د نشتون وجه ګڼل شوې، په هره وړه او لويه خبر ولسمشر پر ياد شویو هېوادونو کلکې نيوکي کړي، چې د ملي رسنيو ترڅنګ نړيوالو رسنيو هم اخيستې، خو ولې د ولسمشر حامدکرزي مشاورين د ايران پر خلاف ولسمشر ته مشورې نه ورکوي، ايران د افغانستان سرسخته مخالف او د هغه شمېر افغانانو دښمن بلل شوی، چې اوسمهال په ايران کې ژوند کوي، هغه غريب افغانان چې ايران کې د مسافرۍ شپې ورځې تېروي د مختلفو بهانو او د ايراني ډلو له لوري په اچولو شويو دامونو کې ګير شوي او بيا یې مړي هېواد ته د څو ورځو وروسته رااستول شوي، خو ولسمشر پټه خوله ناست وي.
د ولسمشر کرزي په تېره ۱۲کلنه دوره کې پښتنو ته د نورو قومونو د اوسيدونکو په پرتله زيات زيان اړول شوی او غرور يې د خاورو سره خاورې شوی، په تېره ۱۲ کلنه دوره کې ډېر شمېر پښتانه چارواکي په مختلفو بهانو او نومونو د وظايفو څخه ليرې شوي او په کور ناست شوي، يو پر بل پسې د يو تړل شوي پلان له مخې له منځه تللي او داسې څه دې قوم سره وشول چې د افغانستان په تاريخ کې ورسره نه و شوی، پښتانه کدرونه تحقير شوي او له څوکيو ليرې شوي، چې پدې کدرونو کې داسې کدرونه هم شته چې نه يوازې د هېواد بلکه د نړۍ پر سطحه پرې حساب کېدای شي، د چارواکو ترڅنګ د ملي تاجرانو او ملي ګرايانو نه هم غرور واخيستل شو او پر کور کښېناستل.
نړيواله پېژندل شوې څهره ډاکټراشرف غنی احمدزی، د کورنيو چارو پخوانی وزیر او د امريکا متحده ايالاتو د پوځي چارو استاد علی احمدجلالي، د دفاع پخوانی وزير جنرال عبدالرحيم وردګ، د افغان ګوند رهبري، هدایت امين ارسلاء، د کورنيو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر، قادري کورنۍ، سياسي ګوندونه او کدرونه يو پر بل پسي د پلان شوي طرحې سره سم له منځه لاړل، په جنوبي غرب حوزه کې د سر سړی ندی پاتې او مشرقي کې ګډوډۍ روانې دي، دا ټول د پلان شوي طرحې سره سم دي، چې دا قشر وځپل شي او پرځای کښېني.
رسنۍ هم تر سناسور لاندې نيول شوي، چې ملي مسايل مطرح نکړي او نه هم چاته اجازه ورکوي، چې پدې برخه نظرونه اظهار کړي، که د ولسمشر حامدکرزي د دوهمې دورې ټول تصميمونه وکتل شي تاسو ته به جوته شي، چې هر تصميم یې د پښتون قوم پر ضد او د پښتنو د له منځه وړلو په موخه نیول شوی.
پښتانه چاته وژاړي او چاته اوښکې توی کړي، د پښتون مشر په شتون کې هره ورځ د صحنو څخه د منځه تلو په حال کې دي، څوک پرې رحم وکړي او څوک پرې ورحمېږي؟ د پښتنو غرور مات شو، خو تر دې دمه يې ناسور ته څوک دردمان نه شول، موږ د ولسمشر ښاغلي حامدکرزي څخه په کلکه غوښتنه کاو، چې د پښتنو په ضد په پلان شوي طرحې ځان پوره پوه او د پښتنو د منځه وړلو په مخنيوي کې له پوره جديدت څخه کار واخلي.
اباسین ارمان