په پاکستان کې راروانې لانجمنې ټاکنې او پايلې يې

  
 
اوسمهال په پاکستان کې ټولټاکنو ته په داسې حالتو او شرايطو کې تيارى نيول کيږي، چې هغه هېواد د بل هر وخت په پرتله د کورنۍ جګړې په ناورين کې ښکېل دى، امنيتي، اقتصادي او ټولنيز حالات يې خورا بحراني او کړکيچن دى.
لوږه، بيکاري، ناامني او مذهبي شخړې اوپه حکومتي ادارو کې د فساد بي سارى شتون اوج ته رسيدلى او امنيتي حالت يې ورځ تر بلې د لا ترينګلتيا پر لور درومي. د پاکستان ټولټاکنې د دې لامل شوې، چې په پاکستان کې سياسي کارپوهان د دوو جلا او بېلابېلو نظرونو بنسټ تر څيړنې لاندې ونيسي، څوک دا ټاکنې د پاکستان په اوسني زماني مقطع کې  خورا اړينې اومهمې ګڼي او نور بيا په دې باوري دي، چې د ټاکنو په پروسه کې د پاکستان د پوځ او امنيتي چارواکو احتمالي لاسوهنې هغه انديښنې دي، چې د خلکو په اذهانو کې يې ځاى نيولى دى. پيپل او مسلم ليک ګوندونه په ټاکنو کې اصلي لوبغاړي بلل کيږي او خلک په يواځې سر ټاکنو ته په اوسنيو شرايطو کې د شک په سترګه ګوري. سياسي کارپوهان په دې باور دي، چې لومړۍ به ټاکنې د درغليو تر سيوري لاندې وي او بل اړخ به يې دا وي، چې د ايتلافونو او مصلحتونو اړتيا به رامنځته شي، د پاکستان د رامنځته کېدو راهيسې يواځې څو ځلې دغه راز ټاکنې شوې او هر ځل يې حکومتونه، د سياسي جوړجاړيو له لارې جوړ شوي، چې بيا ډېر ژر له منځه تللي او مات شوي دي، او د ايتلافونو او جوړجاړيو په وسيله د حکومت جوړول تل له شخړو او ناندريو سره مل وو او بيا يوه پوځي واکمن د واک پر ګدۍ  ډډه لګولې ده. د جنرال ضياالحق او جنرال مشرف له خوا د ذولفقار علي بوټو او نواز شريف د حکومتونو پرمهال دا ډول ټاکل شوي حکومتونه د دغه ډول ايتلافونو ښکار شوي او پارلماني شخړې د دې لامل شوي، چې ضياالحق او مشرف د کودتاګانو په پايله کې د واک چارې په لاس کې واخلي، مشرف خو بيا څو وارې د دې هڅه کړي ده، چې ځان ولسواکۍ پلوى وښايي او نړيوال په دې قانع کړي، چې دى يو ديکتاتور نه بلکې يو ولسواک او د ولسواکۍ پلوى سړى دى او د ترهګرۍ په خلاف د نړيوالې ټولنې سره کلک ولاړ دى. که څه هم د تېرو ټاګنو په ترسره کېدو د اصف علي زرداري حکومت پنځه کلنه دوره ، چې د ننګونو او لانجو سره مل وه پوره کړه، خو ځينې کارپوهان په دې باور دي، چې دا کارد ځينو امنيتي ادارو او نړيوالو د ملاتړ پرته نا شونى کار وو.
دا په داسې حال کې ده، چې د پينځو کلونو په بهير کې د پاکستان زياتره ولسي وګړي کله هم دده د حکومت د کړنو راضي نه ښکاريدل، ځکه ده هغه ټولې ژمنې چې ولس ته يې د ټاکل کېدو وروسته، د لومړنۍ وينا پرمهال کړي وې، پاتې راغى او د خلکو کرکه او نفرت هغه مهال لا په ډيريدو شو، چې صدارعظم يوسف راضا ګيلاني د پاکستان د قاضي القضات سره د زرداري په اړه د خپلې ميرمنې بينظير بوټو د واکمنۍ پرمهال په مالي درغليو کې د لاس درلودلو په اړه د معلوماتو د ورکړې له امله بې خبري وښوده او دا ددې لامل شو، چې له دندې څخه ګوښه او راجا پرويز اشرف يې ځای ناستى شي. اوس چې په پاکستان کې د روان عسيوي کال د مۍ په مياشت کې د ټاکنو د ترسره کېدا لپاره د ټاکنيز کمپاين پروسه پېل شوي ده، پخوانى پوځي جنرال پروېز مشرف، چې د يو زيات شمېر تورنو لکه، د بينظير بوټو او اکبر بوګتي په وژلو، د لال جومات د پېښې په رامنځته کېدو، د خپلې واکمنۍ پرمهال د واک څخه په ناوړه ګټې اخيستنې تورن دى، له بريتانيا څخه پاکستان ته په ټاکنو کې د ګډون په هيله ورستون شوى دى. که څه هم په ټاکنو کې يې يو ځل غوښتنليک رد شو، خو بېرته يې غوښتنه پر ځاى شوه،خو پردغه دلګيدلو تورونو دسپيناوي له امله اوس يوځل بيا دسترې محکمې دپوښتنو او ګروګينوسره مخ دی .
 مشرف هغه څوک دى، چې د خپلې واکمنۍ پرمهال د سترې محکمې قاضي القضات له دندې ګوښه کړى و او وروسته بيا يې د خلکو د سختو غبرګونونو د ويرې له امله بېرته په خپلې دندې وګماره، کله چې د مشرف د واک موده پاى ته ورسيده اومشرف له ګواښ سره مخامخ شو، د پوځي حکومت په اعلانولو سره يې بيړنى حالت اعلان کړ، چې بيا يې هم د سترې محکمې رئيس او ورسره يو شمېر نور قاضيان په دې سياسي لومه کې ښکېل شول او له دندې ګوښه کړل شول. دا هغه مهال وو، چې د پاکستان د دوو لويو ګوندونو مشران بينظير بوټو او نواز شريف له ډېرې مودې جلاوطنۍ وروسته د لندن او رياض څخه پاکستان ته راګرځيدلي وو.
په دې موده کې مشرف اړ شو، چې د پوځي مشرتوب لاس په سر شي او په پاکستان کې د ټولټاکنو بهير اعلان کړي، په همدې لړ کې په ٢٠٠٧ زيږديز کال د ټاکنيز کمپاين پرمهال بينظير بوټو په يوه غونډه کې د وينا پرمهال، د راولپنډۍ په لياقت باغ کې د يوې بمي چاودنې د رامنځته کيدو سره جوخت د ډزو په ترڅ کې د ګولۍ په لګيدو ووژل شوه. که څه هم د پاکستان لنډ مهاله حکومت دغه کار د ترهګرۍ بريد وباله، خو د پاکستان د خلکو ګوند ( پيپل پارټي) مشرانو په ځانګړي توګه د بينظير بوټو خاوند اصف علي زرداري دا پړه د حکومتي چارواکو پر غاړه واچوله او په دې برخه کې يې د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د څيړنو او پلټونو غوښتنه وکړه، خو د جنايي جرمونو او پېښو د څيړنو او تحقيق د ماهرينو يوې بهرنۍ ډلې دا پېښه وڅيړله او پړه يې پر ترهګرو او ډار اچوونکو ډلو واچوله. کله چې بيا وروسته په پاکستان کې د ټاکنو په ترسره کېدو پييل ګوند برياليتوب ترلاسه او په ټاکنو کې نورو ګوندونو د جنرال مشرف په ګډون ماته وخوړه او د اصف علي زرداري تر مشرتوب لاندې د قانون پر بنسټ خپله پنځه کلنه دوره لکه، څنګه چې دمخه ورته اشاره وشوه، ترسره کړه.
اوس دا دى په پاکستان کې د ټولټاکنو د ترسره کېدو لپاره په داسې حال کې لازم اقدامات په لاره اچول شوي، چې د پاکستان يو زيات شمېر وګړي، چې د تېر حکومت پرمهال د فسادونو، نا امنيو، بې عدالتيو، بې قانونيو د بيو د لوړوالي څخه رانيولې، بيا تر ځانمرګو بريدونو پورې تر ستوني راغلي دي، خو بيا هم د ټاکنو ترسره کېدو ته په ښه نظر ګوري او داسې انګيري چې دوى به وکړاى شي، د خلکو له خوا د يوه ټاکل شوي حکومت په رامنځته کېدو سره له ورپېښو بدمرغيو  او ناوړه حالت څخه د را وتلو لار ومومي. خو داسې کسان هم کم نه دي، چې وايي، پاکستان بايد د لا نورو زياتو لانجو او کړاونو د رامنځته کېدو انتظار وباسي، ځکه د نړيوالې ټولنې سره د ترهګرۍ پر خلاف د پاکستان يوه ژمنه هم ،چې په سر کې يې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ او ډار اچوونکو ډلو او کړيو له منځه وړلو په اړه کړي وې، پر ځاى  نه شوې، بلکې تروريستي او اورپکي ډلې لا پسې پياوړې  شوې او څوک په پاکستان کې ځان د دې ګواښونو خوندي نه ويني. په پيښور، کراچۍ، وزيرستان او آن په پنجاب کې  تروريستي پېښې د دې ښودنه کوي، چې ترورېزم ځپل شوى نه، بلکې لا پياوړى شوى او ځواکمن شوى دى او ترهګرې ډلې د دې وړتيا لري، هر کله چې وغواړي، پاکستان حکومت ته کلک سرخوږى ورپيښولاى شي. لنډه دا چې اوسمهال د پاکستان د حکومت د چارو په سمبالتيا او دې ټاکنو پر شفافيت وړاندوينه له وخت مخکې خبره ده، وبه لېدل شي، چې د ټاکنو په ترسره کېدو سره راتلوونکى حکومت به څنګه وکولاى شي، په پاکستان کې پر ستوونزو بريا ترلاسه کړي او د ورپېښو ستوونزو او ننګونو ته به د پاى ټکى کيښودل شي او که څنګه، خو د دې کار ترسره کېدل هغه وخت شوني ښکاري، تر څو په سيمه په ځانګړي ډول په افغانستان کې روان تاوتريخوالى، چې د پاکستان د لاسوهنو په پايله کې رامنځته شوى دى، پاى ته نه وي رسيدلى، نو ځکه په پاکستان کې د روان بحران او کړکېچ شتون تر ډېره بريده د افغانستان په امنيتي ستوونزو کې، چې د دوى په وجود کې رامنځته شوي دي، نغښتى ښکاري. که پاکستاني چارواکي په خپل هېواد کې سولې، ثبات او امن راوستو ته ژمن وي، نو دوى بايد پوه شي، چې په افغانستان کې د امن او ثبات راتلو پرته پاکستان ته سوله، امن او ثبات نشي راتلى. په پاکستان کې د ټاکنو وروسته رامنځته کيدونکى حکومت بايد تر هر څه وړاندې په افغانستان کې ناامنيو ته د لمن وهلو پر ځاى ټولې هغه ژمنې، چې د افغانانو او نړيوالې ټولنې سره يې کړي دي پر ځاى کړي، تر څو په سيمه کې روانو نا امنيو ته چې د خلکو ورځيني ژوند ته يې سترې ننګونې رامنځته کړي دي، په سوله او امن کې خپل سوله ييز ژوند پر مخ بوځي