د برښنا شرکت ظلمونه

له کلونو راهیسې هر چا چې لاس یی برشوی قدرت ته رسیدلی ، توان یی پیدا کړی په افغان ملت یی بی رحمانه ظلم اوستم کړی که هغه بهرنیان دی او که کورني چارواکی.....
له بهرنیانو خو به ګیله نه کوو ځکه زړه مو په دی تسلی کوو چی دوی خو مونږ سره کومه ځانګړی اړیکه نلری که دوی پر مونږ ظلمونه کوی خپلو شومو اهدافو ته د رسیدو په منظور دی خو د خپلو کورنی چارواکو نه ګیله ځکه کوو چی دوی خو د وطن پالنی ورورګلوی او د مسلمان افغان دعوی کوی....
هدف می د برښنا شرکت دی کله چی دا خصوصی بازی په افغانستان کی شروع شوه نو خدای هغه سودخورو ته چی کلونه کلونه یی افغانستان نه لرې اوسیدل ځان ته به یی افغان نوم شرم ګڼلو ځانونه یی د خوارو غریبو ، کړیدلو او جنګ ځپلو افغانانو وینو ځښلو ته راورسول او په دی نوم چی مونږ وطن ابادوو وطن ته خدمت کوو راغلل خو که پدی شکل ودانول وی خدای د هیڅکله نه ابادوی ....
برښنا شرکت د خوارانو وینی وڅښلی پرځای ددی چی خلکو ته روښنایی راوړی ورته یی تیاره راوړی برښنا کله وی کله نه وی خو د غریب د یوې مړی تښتوونکی برښنایی لګښت بیلونه خو ضرور شته...
په ټوله نړی کی د برښنا بیلونه میاشت پر میاشت کورونو ته لیږل کیږی خو دلته بله دنیا ده ځکه څوک یی د پوښتنی نیشته دوه میاشتینی بیلونه لیږل کیږی ولی؟؟؟
ددې لپاره چی هغه کټګوری د برښنا یونټونو پورته لاړه شی او دی یوی نیمی افغانی پر ځای تر اته افغانیو واخلی .
کله چی په کور کی د برښنا کومه ستونزه پیدا شی نو مجبور یی له بازاره یو برق اینجینر راولی ځکه دوی لموی مسلکی کارمندان نلری او که وی هم له بازاره زیاتی پیسی غواړی
ـ بیلونه ددی پرځای چی کورونو ته ورسوی په یو دوکان یا بل ځای کی آچول کیږی ترڅو د جریمی دپاره بهانه پیدا شی چی ولی مو بیلونه پر وخت نه دی تحویل کړی .
زمونږ غوښتنه له چارواکو څخه داده چی د خدای لپاره نور له دی ژمني خوبه راپاڅی او ددی خوار غریب ملت د وینو څښلو مخه ونیسی.