پيشو د غوښې څوکيداره  کېږي!!


ګنګوسې دي چې وايي ولسمشر..وبښۍ تر هغه هم یو قدم وړاندې لومړی مرستیال قسیم فهیم غواړي چې له معنوي ارزښتونو تش فضل احمد معنوي چې په تقلب ، بې عدالتۍ ، سپین سترګۍ او حق خوړلو کې یې د حبیب الله کلکاني مډال اخیستی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پرمسند کښینوي مطلب دا چې د دنیوي عدالت تر ټولو لوړه پوړۍ (په افغانستان کې تش په نامه ده)قاضي القضات ترې جوړ کړي .
یوې شیبې لپاره د معنوي پخوانۍ بې شرمۍ هیرې کړی او یواځې له ظرفیتي اړخه به یې وڅېړو .قاضي القضات باید داسې یو کس وي چې زده کړې ،پوهه او بې طرفي یې لازمي شرطونه دي. چې معنوي په دې درې واړو کې پوره کمزوری ده او که راشو اضافي او نورو شرایطو ته نو بیا خو قسم ده که معنوي د سترې محکمې په دروازې کې هم څوک پریږدي ریاست خو لا پریږده.
راځی چې معنوي سم وپیژنو::معنوي په پنجشېر ولسوالۍ کې په مولانا شیرین اغا مشهور وو د شورای نظار په فرهنګي( ٭۰شورای نظار کله فرهنګ درلود) برخه کې کار کاوه چې وروسته د مسعود له لوري د قابضان د مدرسې د مشر په توګه وټاکل شو
په ۱۳۸۱ کال کې د فهیم له لوري د لنډې مودې لپاره د پوهنې وزارته سرپرست وروسته بیا مرستیال بیا د سترې محکمې مرستیال بیا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړی او بیا مشر شو . په تلویزونونو کې یې د زده کړو کچه ماسټری یادوي خو هاغه څوک چې معنوي له نږدې پیژني حیرانه پاتي دي چې ماسټري خو پریږده دې معنوي دا ښوونځی چیرته لوستی؟/ ځکه معنوي د پنجشیر په رخه ولسوالۍ کې د ؛پیاوشت؛ د کلي په جومات کې د محلي مولویانو څخه لومړنی دیني زده کړې کړي نور هیڅ ښوونځی او پوهنتون ته ندې تللی.
اوس پوښتنه دا ده چې د جعل کارانو دغه سردار معنوي د ماسټری سند له کومه کړی. له یو ځایه خبر شوم چې کله چې معنوي د سترې محکمې مرستیال وو د کابل پوهنتون د شرعیاتو د استاد امام الدین واثق چې د محی الدین مهدي ورور ده او د بین المللی اسلامي پوهنتون څخه یی د عربي په ژبه کې ماسټري درلوده اسناد په دې پلمه ترې غوښتي وو چې نوموړی مصر ته په تحصیلی بورس کې لیږي او هماغه سند یې په خپل نوم جعل کړی وو.
خو تر دې دمه د فضل احمد معنوي د ښوونځي او یا هم د پوهنتون نه کوم استاد او نه هم کوم ټولګیوال پیدا شوی.
نو که خدای مه کړه قسیم فهیم په دغه سریال کې کامیابه شي نو بیا دا شعر به سم جوړ راشي: که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي---خپل ټټو او د بل اس به برابر کړې. پنجشېر هغه ولسوالۍ ده چې نفوس یې د کابل ولایت د مېشتو هودخېلو قوم نیمايي برخې ته هم نه رسېږي خو په دې تېرو یوولسو کلونو کې یې نږدې ۷۰ سلنه کلیدي حکومتي څوکۍ په لاس کې دي . او چې کله بیا راشو اپوزېسیون ته نو بیا هم ۶۰ سلنه دوی چغارې وهي. او کله چې د ټولنیز عدالت اواز اوچت کړو نو بیا هم دوی اول صف خپل کړي او تر مونږ ددوی اوازونه اوچت وي .
که یو ځل د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معینیت د حکومت له لوړپوړو چارواکو څخه د سواد او املا ازموینه واخلي نو په اتوماته توګه به دا ۷۰ سلنه سهم به ۰،۷۰ ته راښکته شي. خو چېرته دې دومره جرات؛ امتحان خو پرېږده خپل حق ترې نشو اخیستی.
نو کوم ګلونه چې معنوي په ټاکنو کې وکرل ډېر ژر به یې په قضا کې هم وکري او تر هغې زیات...ځکه قضا خو له پخوا ګل او ګلزار وه

په درنښت: میرویس ستانکزی