وضاحتی بیان

 
د روهی په ویب پاڼه کی زما په هکله ځنی لیکنی شوی ، د ویب پاڼی د لیکلو په باب ګرانو لوستونکو ته لاندی عرایض لرم :
·         دا چه زما د قبایلو په چارو کی د ولس مشر سلاکلر ټاکل شوی یم حقیقت نلری
·         پدی هکله د محترم ولس مشر له دفتر څخه که  څوک شک لری باید سپیناوی تر لاسه کری
·         دا چه زه مشران تیر باسم دا یو خنداور خبر دی ، حقیقت دا دی چه زه د ۴۵ کلن ویاړمن حزب اسلامی غړیتوب لرم او محترم مجاهد ورور حکمتیار صیب چه د حزب اسلامی امیر دی خپل مشر ګڼم د ا به ډیر حماقت وی چه څوک خپل مشر تیر باسی او نه هغه داسی شخصیت دی چه د تیروتنو ښکار شی الحمد الله د هجرت ،دعوت او د جهاد روڼ  تاریخ لرم چه هر چا ته ښکاره دی
·         دا چه زه ډګر جنرال شوی یم ، واقعیت دا دی چه زه د اردو په اډانه کی شیول انجینر یم او په ۱۹۹۵ م کال کی د محترم حکمتیار صیب لخوا ماته د ډګر جنرالی د رتبی فرمان راکړی شوی چه دا زما ویاړ دی ،د مسلک ،د رتبی او سوابقو له مخی هم د جنرالی د رتبی مستحق یم چه ډیری همصفیان می جنرالان دی، زه د اوسنی اردو په اډانه کی او یا په ریفورم کی څه منصب او عهده نه لرم او نه یی غوښتنه لرم او نه ددی دندی ته جوړ یم
·         دا رښتیا ده چه په یوه متحد حزب اسلامی معتقد یم په حزب کی د ډلو سره قطعا موافق نه یم حزب اسلامی په افغانستان کی یو ملت شموله تنظیم دی چه مشر او امیر یی محترم ورور حکمتیار صیب دی .
·         د یو موټو حزب اسلامی تر اړخ د افغانانو ملی یووالی می ارمان دی چه ددی ارمان د تحقیق لپاره حتی الوسع هاند کوم.
·         په سولیز ژوند  معتقد یم ، سوله د ولس  اړتیا ده او د سولی په وړاندی ټول موانع باید له منځه ولاړ شی که هغه خارجی نظامی شتون دی  او یا په فساد اخته حکومت پر اسلامی او ملی موخو باید کله هم سودا ونه شی.
·         دوه ځلی د صدارت لمړی مرستیال وم خو تر نن ورځی نه په کلبل ځمکه لرم او نه شخصی کور لرم ،د کارته نو په شهرک طلایی کی په یو ه واړه اپارتمان کی په کرایه اوسیږم چه دا می ویاړ دی نه پانګی لرم او نه بلند منزل .
·          زه رښتیا هم د اولس یووالی غواړم چه حزب اسلامی پدی یووالی کی ستر او اساسی رول لوبولی شی ـ د اولس مشر صیب سره ډیره پخوانی پیژند ګلوی لرم خو  ددوی په ودولت کی هیځ ډول ماموریت نلرم او نه یی غواړم .
·         دا چه زه د محترم او مجاهد مشر حکمتیار صیب دا جازی پرته هلی ځلی کوم دا باید د کابل میشت د حزب له وروڼو او د حزب  د مرکزی اجرایی له مسولینو ځخه وضاحت وغوښتل شی ، له ما ځخه باید هیځ څوک دا تمه او امید ونلری چه خدای مه کړه د اسلام ، ملی مصالحو ، حزب اسلامی او د حزب اسلامی د قیادت او زعامت  خلاف به څه وکړم زه د هر چا ښه او بهتر د خپلی ۴۳ کلنی مبارزی سنګر پیژنم  او د خپل کور پاسداری ،عزت او تعهد ته انشا الله تعلی وفادار یم – ستری ستری حزبی او حکومتی دندی پر مخ بیولی په وړو  وړو مقاعدو نه دوکه کیږم او نه یی د حصول هڅه کوم
. وسلام علیکم  ورحمته الله و بر کا
انجینر قطب الدین هلال
۹۲/۱/۲۹ کابل
20013/4/17
·