
د ولسي جرګې اصلاح غوښتونکي ګروپ له خوا
د ټولټاکنو لپاره ټاکل شوې نېته ورځ تر بلې رانږدې کېدونکې ده، او وار له مخې يو شمېر سیاسي احزاب، سياسي څټې، بنسټونه او ټولنې په سلاء مشورو بوخت دي ترڅو په راتلونکي کې يې د يو مشخص نوماند څخه حمايت اعلان کړي، د راتلونکو ټولټاکنو لپاره نه یوازې هېوادوال بلکه نړيوال هم په تشويش کې دي، او ويره لري، هسې نه چې د درېيم ځل لپاره ولسمشر حامدکرزی په څوکۍ ناست پاتې شي، ولې ولسمشر حامدکرزي وار وار دا خبر رد کړې او تاکيد يې کړی، چې دی به په راتلونکي ټاکنو کې ګډون نه کوي او ازادو ټاکنو ته به لار هواروي، ولسمشر حامدکرزي د امريکا متحده ايالاتو له ولسمشر بارک اوباما، د رسنيو استازو او نړیوالو سره په وار وار ژمني کړي او زیاته کړې يې ده، چې دی په هېواد کې د يو ډيموکراتيک نظام پلوی دی او همېشه به کوښښ وکړي، چې په هېواد کې د ټولټاکنو لپاره لار هواره کړي.
خو د بل لوري ارګ ماڼۍ ته نږدې سرچینې وايي، چې ولسمشر حامد کرزی او لومړی مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم پايلې ته رسېدلی چې په راتلونکې کې به يو سمبوليک پښتون څټی نوماند هېوادوالو ته وړاندې کوي، نوماند ته به تر پايه کوښښ کوي، چې بريا ور په نصيب کړي، سرچيني وایي ولسمشر حامدکرزي د فهيم سره دا مشوره هم کړې، چې د دوی له لوري حمايه کېدونکی نوماند به په راتلونکي پنځه کالونو کې د اوسني ولسمشر حامدکرزي، د اوسني لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم او دوی ته نږدې دوستانو خبرې مني، کورنی او بهرنی سياست به د دوی په خوښه مخ ته وړي، په هر کار کې به له دوی سره سلاء مشوره کوي او په ټوله کې به هر څه د دوی د رضايت ترلاسه کولو وروسته ترسره کېږي.
د يادې برنامې پرمخ بيولو لپاره ولسمشر حامدکرزی، مارشال محمدقسيم فهيم او د دوی نږدې ټيم په وزارتونو، سفارتونو، قونسلګريو او ولاياتو کې ژور بدلون راوستل غواړي، پدې برخه کې به مسووليت هغه چا ته سپارل کېږي، چې په راتلونکي کې د ولسمشر او فهيم په غوښتنه او شخصي هداياتو سره سم کار پر مخ بوزي، د دوئ د خوشحاله ساتلو په موخه به هر عمل اجرا کوي او داسې انګيرنې هم موجودې دي، چې پورته ذکرشویو سياسي څوکيو ته به داسې څوک هم لار پرانېزي، چې په هېڅ ډول به د بشر حقوق، قانون، دنده او صلاحيتونه نه پيژني او نه به هم په څه باندې سر خوږوي.
د جوړ شوي پلان دوهمه برخه د شمالي ولاياتو په رهبريو کې ادلون او بدلون يوازې د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم خوښ ده او بس!!
د جوړ شوي پلان درېيمه برخه: د ولسمشر حامدکرزي ځانکړې بوديجه او د نړيوالو څخه په مشخص او پټ ډول د يو شمېر رسنيو د تقویت لپاره مصارفات چې د همدې بوديجو څخه ورکول کېږي، په راتلونکي کې به د رسنيو له لارې او د يو شمېر کارپوهانو په خوله ډېر سپين تور او تور به سپین شي خو دا هر څه به په پيسو کېږي، ولې چې هر څه به په پيسو اخيستل شوي وي، او په ښکاره به وايي چې رسنۍ د عامه اذهانو د تنوير لپاره ښه منبع ده.
د پلان څلورمه برخه: ولسمشر حامدکرزی، لومړی مرستيال، ددوی ټیم او نوماند به تر پايه کوښښ وکړي، چې په ولسي جرګه کې نفاق، تفرقه، خپل منځي مشکلات او نورې ستونزې راولاړې کړي، چې د بې اعتمادۍ يوازينی مرکز ولسي جرګه وښايي، ولسي جرګې ته زمينه سازي او رسوايي د جوړ شوي پلان د مهمو او اساسي ټکو څخه ده، او بيا وروسته ډېرې وړې مسلې د رسنيو له لارې ولس او دنياوالو ته لوی وښايي چې ولس پر ولسي جرګې بې باوره شي.
د پلان پنځمه برخه: ولسمشر حامدکرزی، لومړی مرستيال، د دوی ټيم او نوماند به د ځينو هېوادونو سره اړيکي وساتي او د ملاتړ غوښتونکي به وي، د دې ترڅنګ هغه څوک چې په داخل د هېواد او يا بهرنيو هېوادونو کې ملاتړي لري او د دوی سره سر په لار نه وړي د هغوئ په اړه به د تکيتکونو کار اخلي تر څو هغوئ هم د سياسي صحنو څخه په تکتيکي ډول له منځه يوسي.
په چارواکو د فشار راوړلو ژوندۍ بېلګه د ولسي جرګې له لوري د ۱۱ وزیرانو استیضاح موضوع يادولی شو، دا خو وزیرانو کوښښ وکړ، لوټه يې په اوبو کې کېښوده او ځانونه یې پرې تېرل کړل کنه دوی به هم د ځینو واليانو په شان د جوړ شوي پلان ښکار شوي و او اوس به يې د وزارت دندې په لاسونو کې نوې پاتې.
د پلان شپږمه برخه: په اداراو کې ګډوډۍ ته لمن وهل، عامه نظم او دسپلین ته زيان رسول، او ولس پر ادارو بې باوري کول د دې پلان د سرټکو څخه شمېرل کېږي، چې بيا د همدې راولاړ شويو ستونزو له وجهې چې په لوی لاس منځته راغلي وزیران، واليان، ښاروالان او سفيران تبديل کړي.
د پلان اوومه برخه: د عدليي او قضایي ارګانونو او فساد سره د مبارزې ادارې له لوري به پر يو شمېر چارواکو نيوکې زياتې شی، د عامه افغانانو ذهنونه به د هغوئ په خلاف واړول شي، چې ولس بيا پر دوی اعتبار ونکړي، او پدې برخه کې به د رسنيو او يو شمېر کارپوهانو څخه هم د کيلۍ په شکل کار اخيستل کېږي، تر ډېره بريده به کوښښ وشي، چې د کورنيو چارو پخواني وزیران هر يو حنیف اتمر او علي احمدجلالي، د ماليې پخوانی وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزی، د تجارت اوسنی وزیر انورالحق احدی، د اقتصاد اوسنی وزیر عبدالهادي ارغنديوال، وتلې نړيواله څهره ډاکتر خليل زاد، روحاني او جهادي شخصيت پيرسيداحمدګيلاني او نورو په اړه به منفي تبلیغات شروع شي، تبليغات به ورځ تر بلې زور واخلي او تر پای به کوښښ وشي، چې ددوی په اړه د عامه افغانانو ذهنيتونه پدې نومونو چې ګواکې دوی بهرنيان دي، دوی د کاري دورو په جریان کې کارونه ندي کړي، دوی غربي فکرونه لري او نور و به ټکول شي او د صحنې څخه به وروسته واچول شي.
د قومونو اوسيدونکو غونډو باندې به سيورې پروزي او تر ډېره برېده به کوښښ وشي، چې د افغانستان د مختلفو قومونو اوسيدونکي پراخ بنسټه اتحاد جوړ نکړي او په يو خوله د چا څخه د دوی د غوښتنې پرته ملاتړ وکړي، او هر هغه څوک به د وخت څخه مخکې د سياسي صحنې څخه په تکتيکي ډول وويستل شي، چې د نوماندۍ بوې ترې خېژي.
هغه چارواکي چې د دوی خوښ نه وي او د عدليي او قضايي ارګانونو او د فساد سره د مبارزې ادارې له لوري ورته دام کېنښودل شو، بیا به يې په يو شمېر ارګ پلوه وکيلانو تورنوي او ټاپې به پرې لګوي، د دنياوالو څخه مرستې جلبول او نورې خبرې پرځای خو دا پلان جوړ او د پلان د عملي کېدو لپاره به تر اخيري بريده کار وشي.
د افغان پارلمان (ولسي جرګې اصلاح غوښتونکي ګروپ) له لوري دا خپاره شوي معلومات که څه هم تر دې پټ او د پردې تر شاه و، خو ياد شوی ګروپ هېوادوالو او هېواد سره د بې کچې مينې په خاطر پورته ذکر شوي معلومات شريکوي، هيله ده، چې هر يو یې د خپلو ملګرو او دوستانو سره شريک کړئ، او نور په رېښتيني ډول د کومک لاسونه يو بل ته ورکړئ، چې هېواد د روان ناورين څخه وژغورل شي.
ولسي جرګې اصلاح غوښتونکي ګروپ له خواء