چیني مشران له واک وروسته کومی بوختیاوی لري؟

   
سیلیا هاتن
 
 
بی‌بی‌سی-پکینګ
ژ: سمیع الله ایلم، کابل
اپریل۲۰۱۳،۰۵
د نوری نړی مشران له واک څخه په لری کیدو په خیریه او نورو دیپلوماتیکو هلو ځلو لاس پوری کوي خو ددی سرچپه په چین کی داسی نښی نښانی نه لیدل کیږي. چین کی په همدی نږدی ماضي کی ددی هیواد ولسمشر هوجن تاو له واکه لری شو خو دا هیله نه شي تری کیدای چی کوم د خاطرو کتاب او یا په پیکینګ کی د واک پرمهال د لانجو کونجو په اړه دی څه شی ولیکي. په ورته وخت کی ددی هیواد له لومړي وزیر ون جیاباو څخه هم کومه هیله نه کیږي چی چیری دی لاړ شي کومه وینا دی واوروي او په مقابل کی دی پیسی واخلي.
په چین کی نا لیکل شوي اصول وجود لري چی چینایي مشران له واک څخه په لری کیدو نور نو کاملاً له صحنی ځان وباسي او په عام محضر کی نه ښکاره کیږي. له بلی خوا څخه په چین کی له واکه د مشرانو ګوښه کیدل په کمونیستي نړی کی پخپله یو نوی والی دی ځکه چی چینایي مشرانو به تل ویل چی د مرګ تر اخري سلګی پوری به  د انقلاب لپاره کار کوي.
په ۲۰۰۲ز کال کی د وخت ولسمشر جیانګ زمین په ځینو بدلونونو لاس پوری کړ د مثال په ډول د ګوندي مشرانو لپاره یی د سن محدوده وضع کړله: ۶۸ کلني د حزب د اصلي مشرانو لپاره او ۶۵ د لوړ پوړو چارواکو لپاره.  که څه هم له هماغه وخته دغه محدوده په ډیر قوت او غښتلتیا سره نه دی پلی شوی. پخپله جیانګ له واکه ګوښه کیدنه د راتلونکو دوو کلونو لپاره وغځوله. نوموړی حتی تر ۲۰۰۴ز پوری، یعنی دوه کاله وروسته له هغی چی خپل ځینی واکونه یی خپل ځایناستي هو جن تاو ته لکه د فوځ مشري ور سپارلي وو خو بیا هم په واک کی پاتی شو.
همدا څو ورځی دمخه هم ژو شیاو چوان، د چین د مرکزي بانک رییس ددی اجازه وموندله چی د ۵۶کلنی څخه وروسته هم خپلی دندی ته ادامه ورکړي. لوړ پوړي چینایي مشران په دی باور دي چی ژو ښه اقتصادي بدلونونه په هیواد کی رامنځ ته کړيدي نو له همدی کبله قوانین او اصول د هغه د مقام په اړه په نظر کی نه نیسي.

په چارو کی مداخله:
ویبو چی چینایي ټویټر دی، کاروونکی یی په دی وروستیو کی د ژو په خپل موقف په پاتی کیدنی سخت انتقادونه وکړل. په ویبو کی یو شعار دا وو: ژو نه ژغورونکی دی او نه هم خدای! په هر نسل کی نوي لیاقتونه او استعدادونه ظهور کوي او د طبیعت د اصل مطابق نوي شیان د پخوانیو هغوی ځای نیسي.


د لویدیځی نړی د مشرانو او سیاستوالو په پرتله ډیر کم پیښیږي چی چینایي مشران دی چیرته وینا وکړي. د چین زیاتره وګړو په خورا جرات د حاکم کمونیست له پخوانیو مشرانو غوښتی دي چی د هیواد په جاري چارو کی دی له مداخلی لاس واخلي.
وو زویولای چی په چین کی یو بلاګر دی او د چین د هنرونو په ملي اکاډمی کی په تدریس بوخت دی وایي: هغه څه چی زړه می کیږي د اخري ځل لپاره وغواړم دا دی چی له واک ګوښه شوي مشران دی په چارو کی د پردی ترشا مداخله نه کوي او له دی لاری څخه دی هڅه نه کوي چی یو ځل بیا خپلو شخصي موخو ته چی د ټولنیزی ترقی او د اصلاح مخه نیول دي ورسیږی.
هغه چی د چین د اوسنیو او پخوانیو مشرانو ترمنځ کرښه کاږي، زیاتره یی په جیانګ زمین په غوصه دي. د چین د دولتي رسنیو په وینا هغه له خلکو سره ژمنه کړی وه چی کله له خپل مقامه لری شي نو په پوهنتون کی به تدریس ترسره کوي. خو ددی سرچپه هغه د پردی تر شا د سیاسي لوبو په یوه فعال بدل شو. په مشخص ډول سره ویلی شو چی  تیر زیږیز کال د ۸۶ کلن جیانګ لپاره یوه بوخت کال وو. نوموړي د تیر کال په نومبر کی چی په کمونیست ګوند کی کدري شخصیتونه ځای پرځای کیدل او د مراتبو په سلسلی کی بدلونونه رامنځ ته کیدل په دی بوخت وو چی خپل کسان څنګه او چیری ځای پر ځای کړي.
د ښاغلي جیانګ دفتر د پیکنګ په ژونګنانهای کمپلکس کی چیری چی د چین نوموتي سیاستوال اوسیږي موقعیت درلوده. دغه دفتر تیر کال، وروسته له هغی چی جین پینګ د حزب مشری ته ورسیده، بند شو. په چین کی زیاتره په دی باور دي چی سیاسي مشران له واکه په ګوښه کیدو بی له سیاسي فعالیته بل کار نه لري ځکه چی هسی نه کوم داسی څوک واک ترلاسه کړي چی د دوی پټی دوسیی او خطاوی را ونه سپړي.  او هسی نه د ګوند لخوا تر تعقیب لاندی ونیول شي. خو د ناتینګهام پوهنتون د چین د مطالعاتو استاد استیو تسانګ وایي چی د پخوانیو مشرانو تعقیب خبره ډیره کمزوری او له امکانه لری ده ځکه چی حاکم ګوند تر حده کوښښ کوي ترڅو پخواني سیاستوال له منازعاتو او له عام منظر څخه لری وساتي.

د تاریخ کنترولول
کیدای شي چی پخواني سیاستوال هڅه وکړي چی ډیره موده په سیاست کی له پاتی کیدو وروسته یو څه ارام وکړي او خپله دمه جوړه کړي خو دوی د هغو کسانو لخوا چی غواړي د دوی د نفوذ څخه په استفادی په حکومت کی موقفونه ترلاسه کړي دوی ارام نه پریږدي.




استیو تسانګ وايي که چیری حتی پخپله هوجن تاو هم وغواړي چی له واک څخه تر لری کیدو وروسته چیرته لری دمه وکړي، هغه کسان چی له ده سره د کمونیست ګوند د ځوانانو له برخی څخه د سیاست میدان ته رسیدلی دي، دی به پرینږدي چی په ۲۰۱۷ز پوری چی په کی به  د کمونیست ګوند سر تا سري غونډه ترسره شي ارام کیني. ځکه چی په دی ډول سره به هغوی وکولای شي خپل نقش او رول په سیاست کی فعال وښيي.  
له واکه ګوښه شوي مشران بیا هم په سیاست کی بوخت وي، خو بیا هم دوی دا حق نه لري چی خپل د واک مهال خاطرات ولیکي او چاپ یی کړي ځکه چی دا دوی ته د کمونیست ګوند حکم دی. ډاکټر تسانګ وایي: که چیرته څوک غواړي چی خپل خاطرات نشر ته وسپاري، باید له حاکم ګوند څخه رسمي مجوز ولري. مطلب دا چی د دوی لیکنی به په دقت سره لیدل کیږي او تر نظارت لاندی به نیول کیږي.
په چین کی حتی پخواني مشران هم له سانسور څخه خلاص نه دي. ویل کیږي چی لی پنګ چی د ۱۹۸۷ او ۱۹۹۸ز کالونو پرمهال د چین لومړی وزیر وو، د په ۱۹۸۹ز کی د تیان آنمن لاریونونو په اړه یوه محافظه کاره لیکنه وکړله خو د نشر اجازه ور نکړل شوله.
د چین یو بل لومړی وزیر ژایو زیانګ هم مجبور شو چی د تیان آنمن د میدان د لاریونونو په اړه په پټه خپلی خاطری په هانګ کانګ کی یوه خپرندوی ته وسپارلی. ډاکټر تسانګ وایي: تاریخ له ولسمشر او یا هم وزیرانو څخه ډیر مهم دی. حاکم ګوند غواړي چی تاریخ په خپل کنټرول کی ولري. خو بیا هم هر څه چی دي، په چین کی حقیقت او ریښتیا یوازی او یوازی په حاکم ګوند پوری اړه لري او هغوی یی خپل حق بولي. د تاریخ د کنټرول له لاری څخه حاکم ګوند غواړي چی حقیقت پخپل انحصار کی ولري.
چینایي مشران چی کله د ګوښه کیدو قفس ته ننوځي، زړه په دی خوشالوي چی ځه تعداد یی په زیاتیدو دی. له ۵ څخه ۷ د سیاسي کمیټی غړي—چی د چین د حاکم کمونیست ګوند اداره په لاس کی لري—به  تر ۲۰۱۷ز پوری به تقاعد شي. کیدای شي تر هغه وخته پوری به د مرکزي بانک پُرکاره مشر ښاغلی چوان هم تقاعد شوی وي او د دوی استقبال ته به سترګی په لار وي.

samiullahelam@gmail.com