لوګر وژغورۍ

لوګر وژغورۍ
صمدخان غر
samadkhanghar@gmail.com
تر دې وړاندې مې په لوګر کې د سيمه ايزو پوليسو يا (ALP) په اړه يوه مقاله ليکلې وه چې ځينو غندلې وه او ځينو هم تاييد کړې وه.
خو خير انساني اندونه يو ډول نه وي، غندنې او ستاينې هغه انساني ښکارنده ده چې تل به يي انسانان کوي او انسانان به ورسره مخ هم وي.
تر دې وړاندې مې ډير وارې په لوګر کې د بيارغونې، اداري فساد، ولايتي ادارې او نورو په اړه ليکنې کړې وې خو نه پوهيږم چې ولې له لوګر سره د مور ميرې چلند کيږي، او هيڅوک يي نه اوري.
لوګر د کابل په سويل کې يو له هغو ولايتونو څخه دی چې قومي جوړښتونه پکې تر ډيره مختلط دي، په دې ولايت کې د تير شوي کال د کب له مياشتې ځينې خبرې د خولو پر سر وې چې يوه يي هم د سيمه ايزو پوليسو خبره وه.
دا خبره د ۱۳۹۲ کال د وري په مياشت کې عملي شوه او په خلکو وسلې و ويشل شوې او ډيری خلک پکې مسلح شول.
ما تر دې وړاندې ويلي و چې په دې ولايت کې محلي پوليس ږيرو او لونګيو ته سپکاوی کوي، خو تيره ورځ مې په يوه ويبپاڼه کې په دې اړه يو بل را پور ولوست دا په دې مانا چې دا سپکاوی کم نشو بلکه لا هم روان دی.
خدای شته دا راپور ډير زوړ نه و ځکه زه هم په دې ورځ په لوګر کې ووم او دا هرڅه مې په سترګو وليدل. د تيرې پنجشنبې په ورځ د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د برکي راجان په سيمه کې ټوله ورځ د سيمه ايزو پوليسو او طالبانو تر منځ نښته روانه وه، چې دا نښته د روان کال په پيل کې لومړنۍ هغه وه.
نښته هغه وخت پيل شوه چې سيمه ايز پولیس د برکي راجان د ملک کلا په سيمه کې ۵۲ بستريز روغتون ته په يو ټپي طالب پسې ورغلي و، روغتون ته له ورتګ سره سم د طالبانو او اربکيانو تر منځ نښته شوې وه او تر نښتې وروسته ددې جګړې لمنې تر شاکي کلا او ان ضياالدين کلا پورې وغځيدلې خو په پای کې اربکيان يا سيمه ايز پوليس بيرته را په شاه شول او په برکي راجان کې يي په وهلو ټکولو او ډزو پيل وکړ ان تر دې چې د وهلو تر څنګ (( ای زن تان را..... افغان...... افغان خر......... .... در ريش ولونګي تان......)) يي ښې بيلګې دي.
د ډزو او وهلو په دې لړۍ کې يوازې هغه کسان چې په موباييل کې يي ترانې يا د طالبانو ويډيوګانې وې ډير سخت و وهل شول او ان ورته د خور، مور، ښځې ښکنځلې وشوې، چې د پوليس له شان سره زما په اند خور مور ته کنځلې ته نه ښايي. دا منم چې د طالبانو ترانې سم کار نه دی خو په  دې سيمه کې د طالبانو په ليکو کې وژل شوي کسان هم د دې سيمې دي او کيدای شي يو څوک به يو ډول نه يو ډول ورسره همدردي لري نو که دولت هم غواړي چې همداسې خپل زړه خوږي کسان ونازوي، په دې ولسوالۍ کې راډيو دې سندرې او چټيات نه خپروې په ښو ښو خپرونې دې فکر وکړي، دوی دې هم ويډيوګانې جوړې کړي، ځکه خلک يي اوري، زه درته قسم کوم چې د شمعې اشنا(( يار مې د ملي اردو سرباز دی)) سندره په لوګر کې د ورځې په ترڅ کې له يوې راډيو تر شل وارې ډيره غوښتل کيږي، له دې سره سره چې د ډيرو زامن په ملي اردو کې شته يا به نه وي خو يو ډول احساس ورکوي.
خو دا هرڅه يوازې يوه ورځ نه وو په همدې ورځ له يو تن څخه ۶۰ زره افغانۍ هم اخيستل شوې وې او سخت وهل شوی و. ډير کسان بنديان شوي و او ډير نور له ډاره بازار ته نه شوای تلای. او په سبا يي د امريکايانو په مرسته د برکي راجان بازار په ختيځه برخه کې چې ياده لاره شاه مزار، اله دادخيلو، ډبر، پاچا کلا، او بيا ات څرخ ته غځيدلې دلته سنګر نيولی  و او محلي پوليسو هر څوک را کښته کاوو يو وارې يي ښه د بړستنې کاوو او بيا يي يو لوري ته نه يو لوري ته ليږه.
په دې ولايت کې د سيمه ايزو پوليسو واګي يوازې يو قوم او يوې تنظيمي ډلې ته په واک کې ورکول شوي دي، او دوی بيا دا خبره کوي چې ګواکې پښتانه ټول طالبان دي يا دا چې دوی ځکه پښتانه بنديان کوي چې د دوی کسان طالبانو تښتولي دي.
خو اوس پوښتنه داده چې آيا طالبان رښتيا پښتانه دي کنه. دې پوښتنې ته ځينې معقول ځوابونه هم شته دي، چې ښه بيلګه يي تخار او بدخشان ولايتونه دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مقاومت مرکزونه  و خو اوس تر ډيرو ولايتونو ډير طالبان هلته پکې فعال دي او د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې خو يي د ملي اردو لس پنځلس سرتيري هم شهيدان کړل، نو که طالبان پښتانه وي بيا نو په بدخشان کې څوک دي او په تخار کې بيا دا کارونه څوک کوي.
په لوګر کې د محلي پوليسو دې لږو تلفاتو دومره غبرګون له ځان سره درلود په داسې حال کې چې د ګرمۍ موسم لا پاتې دی او طالبان ټول لا نه دي را رسيدلي او يا هم پوره نه دي اکمال شوي که چيرې په دې ولسوالۍ کې داسې پيښه وشي لکه په وردوج، ناړۍ او نورو سيمو کې نه پوهيږم د دې بدمعاشانو، پوډريانو او نورو غبرګون به څه وي.
معلومه خبره ده چې غبرګون به د پنجشنبې د ورځې د زور زياتي په پرتله ډير سخت وي او ان کيدای شي يو شمېر پکې په يو او بل نوم و وژل شي.
څو ورځې وړاندې همدې پوليسو يو کس وهلی و چې ياد کس ولسوالۍ ته شکايت کړی و خو کله چې کور ته ځي سهار تري تم کيږي چې تر نن پورې تري تم دی او هيڅوک نه پوهيږي چې دا کس چيرې او چا بوته. همداسې په يو کس د مولۍ خوړل، د ټليفون د ميموريانو خوړل، وهل ټکول، ښکنځلې، د ټوپک مرمۍ ورته تيرول................. او داسې نورې يې هغه بیلګې دي چې په تيره يوه اونۍ کې د سيمې خلک ورسره مخ دي.
د خلکو وهل، ټکول، سپکاوی، ښکنځل او تري تم کيدل د ۱۳۹۲ کال د وري له مياشتې را په ديخوا هغه پيل شوی زور زياتی دی چې ساری يي نشته او دې کار په سيمه کې د طالبانو نفوذ سل په سلو ته نيږدې کړی دی، او که دا کړنې دوام وکړي دلته به د دولت په ضد ولسي پاڅون وشي.
دا منو چې سيمه ايز پوليس د امريکې پروژه ده خو له دې پروژې امريکا ځينې ګټې تر لاسه کول غواړي:
وګورۍ عراق، سوريې، يمن او نورو هيوادونو ته نظر ورکړۍ هلته د مذهبي جګړې په برخه کې د امريکې پيل شوې پروژه پوره کاميابه شوه او اوس هره ورځ په دې هيوادونو کې په لسګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په افغانستان کې امريکې او ايران په دې پروژه ډير کار وکړ له دې سره سره چې د ايران مذهبي جګړې يو څه پايله لرلې ده او شيعه ګان اوس تهران ته سجدې کوي خو د امريکې دا پروژه ناکامه شوه خو اوس يي د سيمه ايزو پوليسو په نوم په دې پروسه کار پيل کړی دی چې څنګه کولای شي کور په کور دښمني را منځ ته کړي او بيا يي امريکا سيل وکړي او افغانان کور په کور يو بل سره و وژني.
په لوګر کې له والي بيا تر ولايتي شورا پورې ټول يوازې او يوازې خپلو ګټو ته ناست دي، بيګاه شپه زموږ يو دوست د ولايتي شورا له مشر عبدولي وکيل سره دا خبره  شريکه کړه نوموړي په لومړي سر کې دا خبره نه منله خو کله چې هغه ورته وويل چې زما ورور ددې پيښې ښکار شوی دی بيا يي ومنله خو همدې عبدالولي په سبا ټلويزيون کې د لوګر امنيت تر کابل او نيويارک څخه هم د ډاډ وړ بللی و، مګر څوک نه و چې په دې خولو يي وهلی وی چې دروغ ولې وايي ځکه زموږ استازي په تيرو لسو کلونو کې له مرکز څخه نه دي وتلي او ټول دروغ وايي که يي نه منۍ راشی زه ورسره مناظرې ته تيار يم.
زموږ استازي، هم عجيب دي دومره زيات دروغجن دي چې هيڅ اټکل يي نه کيږي، په لوګر کې او په تيره بيا په برکي برک کې جوړ شوي اربکيان يا سيمه ايز پوليس د سیمې او خلکو له غمه مړه خلک نه دي بلکه کوښښ کوي چې يوازې خپلې ګټې خوندي کړي او د دوی ګټې ملي نه بلکه شخصي دي، دوی پوډر څکولو ته اړتيا لري او پوډر پيسې غواړي، دوی کور کې ډوډۍ غواړي ډوډۍ ته پيسې په کار دي.
هر پوډري، زناکار، غله، قمار باز، لوچک او لوفر وسله اخيستې او خلک ګواښوي.
په پای کې زه خبرداری ورکوم او له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوم که دې موضوع ته په جديت سره رسيده ګي ونکړي د هوا له ګرميدو سره سم به کور په کور جګړه پيل کيږي چې بيا به يي کابو کول ناشوني وي، زه وايم ښه به وي چې د دې کور په کور جګړې مخه ونيول شي او د دې پوليسو پر ځای ملي پوليس او ملي اردو په سيمه کې حاکمه شي او په خلکو باندې په زوره نه بلکه د قانوني مرجع له لارې حکومت وکړي. شته والي بايد بدل شي او داسې يو کس په لوګر کې والي شي چې جديت ولري لوګر د واليانو د آزمويلو لابراتوار نه دي چې له مجددي، بيا تر لودين، هاشمي، وردګ او اقبال عزيزي پورې نيولې رټل شوې څيرې پکې خوندي کيږي، دا منو چې په لوګر کې په ډيرو شته مشرانو کې همت او غيرت نشته دی خو داسې غيرتيان به پکې پيدا شي چې د دوی نارې سورې به ټوله نړۍ لوګر ته متوجې کړي.