
په خواشینی سره مو دا بدمرغه خبر واوریدو چې د کنړ په ولایت کې د یوولسو تنکیو ماشومانو په ګډون یو شمیر هیوادوال د یرغلګرو قواؤ د هواي برید په نتیجه کې په شهادت ورسیدل انا لله وانا الیه راجعون.
مونږ ددی وحشیانه پیښۍ تر څنګ د فراه ولایت وحشیانه برید هم په کلکه غندو او ددی پیښوو طراحان ،تر سره کوونکئ او ملاتړي د افغان ولس غلیمان ګڼوو ، په دی پیښو کې د جګړي ټول طرفونه ښکیل وو او مسؤلیت يې هم د ټولو خواؤ په غاړه دی. دابه زمونږ نیکمرغئ وی که د یوولسو کلونو وروسته په لومړی ځل د کنړ د پیښی بهرنئ او داخیلی اړخ دواړه محاکمه شی د بشری خپلواکو ټولنو څخه هیله کیږی چې دا مسله په ډیر جدی ډول تر څار او تعقیب لاندی ونیسی او ددی تر څنګ د جکړی په تولو خواؤ غږ کوو چې نور ولسی خلک د خپل مقام قربانی نکړي.
مونږ د قربانیانو له کورنیو سره په دی دروند غم کې شریک یوو الله ج دی ددوی حوصیلي او صبر لوړ او ټینګ کړی.
د لیستر ښار د پښتون خوځښت ټولنې
فرهنګئ څانګه