
بریالی پښتون
د پرديو په چوپړ کې لګيا رسنۍ ازادې دي؛ خو هغه رسنۍ چې د افغانستان له ملي ګټو سره سمې خپرونې کوي، تل له يو ډول ستونزو سره مخ دي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنيو سره دوه ګونی چلند کوي. که څه هم په افغانستان کې د وينا ازادي ده؛ خو بیا هم دغې ازادۍ ته پولې ټاکل شوې دي، چې څه خپرولی شي او کوم شی باید خپاره نه کړي؛ مګر د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنیو سره يو ډول چلند نه کوي، ځینۍ رسنۍ، چې ښکنځل لیکي؛ خو د وزیر همفکره رسنۍ دي او د افغانستان تجزيه غواړي او يا هم د افغانستان ملي حاکميت ته احترام نه لري، هغوی ته د وزارت له لوري هېڅ ګواښ نه کېږي؛ خو هغه رسنۍ، چې د افغانستان لپاره خپرونې کوي، حق ته حق وايي او باطل ته باطل، اتل ته اتل وايي او خاین ته خاین، هغه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري له ستونزه سره مخ کېږي.
که څه هم په خپله ولسمشر کرزی د وينا ازادۍ ته ژمن کس دی او په ټول افغانستان کې دویم داسې کس نشته، چې د ولسمشر کرزي په شان د رسنيو ازادۍ ته ژمن وي او يا هم رسنيو ته احترام ولري، پر ولسمشر خپلې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ پراخه نيوکې کوي او په ځینو مواردو کې يې آن د ولسمشر خبرې تحريف کړې هم دي، لکه په دې وروستيو کې ولسمشر وويل، که افغانان پر ملا عمر کومه نيوکه و نه لري؛ نو هغه کولای شي، په راتلونکو ټاکنو کې نوماند شي؛ خو رسنيو د ولسمشر کرزي شرطيه جمله په بیانيه هغې اړولې وه.
زه به له رسنيو سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوه ګوني چلند څو بېلګې درته وړاندې کړم.
لومړی، سرنوشت ورځپاڼه پرته له دې چې د رسنیزو سرغړونو د څېړنې کميسيون ته ور وغوښتل شي، لويې څارنوالۍ ته معرفې کېږي او مسوول مدير يې پوره يوه شپه او يوه ورځ په زندان کې تېروي.
ملي باور ورځپاڼه هم په همدې ډول وه، بې له دې چې کارکوونکي يې خبر شي، پوليس دفتر ته ورغلل او هغوی ته یې د څارنوالۍ جلب ور کړ، په داسې حال کې، چې د قانون له مخې لومړی باید مسوول مدیر د رسنیزو سرغړونو د څېړنې کميسيون ته ور وغوښتل شي، ملي باور له دې امله لويې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوې وه، چې یو خو د افغانستان ګټو ته ډېره وفاداره وه او بل دا چې له يوې ویبپاڼې څخه يې د يوه چارواکي د اختلاس خبر د سرچينې په يادولو سره خپور کړی و. مګر بې له دې چې له هغه سرچينې پوښتنه وشي، د دغې ورځپاڼې دفتر ته هره ورځ په رينجرو کې سپاره پولیس ور تلل او هغوی يې ګواښل.
کله چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې له رسينو سره کومه غونډه وي، نو يوازې دري ژبو رسنيو ته بلنه ور کول کېږي او پښتو رسنۍ ته خبرېږي، چې دا د اطلاعاتو او کلتور وزارت بله دوه مخي ده.
اوس د ماندګار ورځپاڼې مسوول مدير په ډېره سپین سترګۍ سره په تلويزیون کې کیني او وايي، چې د افغانستان نوم حقوقي ستونزه لري، دا په دې معنا ده، چې نوموړی د افغانستان اساسي قانون او ملي حاکميت ته احترام نه لري او نه يې مني. نوموړی د هغو کسانو له ډلې دي، چې غواړي افغانستان تجزیه کړي او لوی تاجکستان را منځته کړي. مګر د ولسمشر کرزي په خبره دا ارمان به دوی ګور ته ویسي، همداسې د دوی مشرانو هم غوښتل خو بريالي نه شول.
ماندګار ورځپاڼې په کونړ کې د وژل شوو معصومو ماشومانو مرګ ته هم روایت ورکړی دی او په يوه سرلیک کې يې لیکلي دي: (( یازده کودک فرماندهان طالب در کنر کشته شد)) آیا دغه ماشومان طالبان وو، آیا دوی ګنهګار وو او آیا د يوه کس د جرم سزا باید د هغه ټولې کورنۍ او په ځانګړي ډول ماشومانو ته ور کړل شي؟ لومړی خو داسې نه ده، چې دا ماشومان د طالب قوماندانانو ماشومان وو، که چېرې داسې وي هم؛ نو د پلرونو د کړنو سزا باید دوی وګالي؟
ماندګار ورځپاڼه چې د شمالي ټلوالي له لوري يې مالي ملاتړ کېږي او د امتیاز خاوند یې هم د شمالي ټلوالې یو کس غړی دی او ځان د افغانستان د ملي ګټو ساتونکی هم ګڼي او تل پر حکومت نیوکې هم کوي، ځانونه هغه کسان ګڼي، چې افغانستان یې ساتلی دی؛ خو په اصل کې ټولو ته معلومه ده، چې دوی د افغانستان پر سره لومړی له روسانو سره معامله کوله او وروسته د امريکایانو د الوتکو تر سیوري لاندې په کابل را ننوتل.
ماندګار ورځپاڼه اوس په کونړ کې د ماشومانو وژل يوه ناوړه پېښه نه ګني، ځکه بیا د دوی بادارن ترې خپه کېږي او بل دا چې دغه ماشومان پښتانه دي؛ نو ځکه دوی پرې خوشاله دي او دا يې ور سره تړلي دي، چې د طالب قوماندانو ماشومان دي. عبدالستار سعادت په خپل فس بوک کې ډېر ښه ليکلي دي، وايي د اسراييلو ماشومانو به پر هغه توغنديو لاسلیکونه کول، چې پر فلسطین په توغېدل دوی به ویل، چې د فلسطین ماشومان ووژني. اوس ماندګارخېلو هم دا کار پیل کړی دی او له پښتنو سره داسې کينه او دښمني کوي، لکه اسراييل یې چې له فلسطینیانو سره کوي.
د ماندګار ورځپاڼې دا يوه خبره نه ده، بلکې هره ګڼه يې له ګڼو سرغړونو او د افغانستان اساسي قانون ته په سپکاوي ډکه ده، نه د افغانستان ملي حاکمیت ته پام کوي او نه هم د افغانستان اساسي قانون په پام کې نیسي.
زموږ ګیله له ماندګار خېلو نه ده، ځکه دوی له غرو را ټیټ شوی کسان دی، چې له خلکو سره يې د ټوپک په خوله خبرې کولې او اوس دومره هم ښه شوي دي، چې قلم را اخیستی دی، دوی د قلم اهل نه دی.
ګیله مو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزراته ده، چې یوه ورځ یې هم ماندګار ورځپاڼه بنده نه کړه او نه یې هم مسوول مدیر څارنوالۍ ته معرفي کړ؛ بلکې نور هم وخت ورکوي، چې د افغانستان ملي ګتې و ننګوي او د افغانستان ملي حاکميت ته نور سپکاوی هم و کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر څخه يوه بې ځایه هیله کوم، بې ځایه ځکه ورته وایم، چې دا هیله د وزیر مخدوم رهین له مفکورې سره په ټکر کې ده او غواړم، چې هغه خپله هم فکره ورځپاڼه قانون ته وسپاري او د بې ځایه ویلو دویم دلیل دا دی، چې وزیر به له شب نشنیو دومره وخت نه لري، چې په دغو کارونو پسې وګرځی.
هیله مې دا ده، چې وزیر دې لکه څنګه، چې ملی باور او سرنوشت ورځپاڼو ته ګواښونه کوي او یا بينوا پاڼه تړي، همداسې دې له ماندګار سره هم وکړي، ځکه دغه ورځپاڼه د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف خپرونې لري، د افغانستان اساسي قانون ته پام نه کوي او د افغانستان ملي ترمينالوژي ته مراعات کوي.