پر ډیورنډ لین د دروازو جوړیدل

افغانستان د تېرو درې لسیزو په واکمنو نظامونو کې د وروستۍ لسیزې (اوسنی واکمن نظام) کې له ډیرو زیاتو  ګړنګونو را پرېواته چې بېرته جګول یې هم اوږدو کلونو ته اړتیا لري. هغه نظام چې په اصطلاح ځانته قانوني او  دیموکراسۍ پلوه اداره وایي او د خلکو د رایو پواسطه رامنځ ته شوی دی او هم د نړیوالې ټولنې شتون هغه ته د دوی په وینا تر بل هر وخت زیات مشروعیت ورکړی دی، خو په تیرو ټولو نظامونو کې که هغه د طالبانو اسلامي تحریک نظام وو، د مجاهدینو اسلامي نظام وو او د خلق او پرچم ولسواک نظام وو خو دومره تاوان افغانستان نه وو کړی لکه څومره چې په دغه برحال نظام کې افغانستان هر څه له لاسه ورکړل.
 زه په دغو ماتو ګوډو تورو کې نه غواړم د نظام په نورو خامیو او ناخوالو خبرې وکړم، ځکه عیان ته حاجت د بیان نشته دی او هرڅه خلک په سر سترګو ویني چې د افغانستان د اوسني نظام وزیران، والیان، وکیلان، ریيسان او حتی مامورین یې په څومره اوبو کې ډوب دي، خو زه غواړم د پاکستان لخوا د ننګرهار ولایت  د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دوازې جوړیدلو ته دغه ماته ګوده لیکنه ځانګړې کړم، چې یو وجود په دوو برخو ویشي.
د زیاتو مصروفیتونو له مخې چې زه ورسره په دې وروستیو کې مخ او زیاتو لیکنو ته دومره اوزګارېږم هم نه، خو په دې وروستیو کې د دغی یادې موضوع خبر په مطبوعاتو کې را څرګند شو او د افغانستان حکومت فقط همدومره وویل پاکستان باید د پولې په اوږدو کې له یو اړخیز فعالیتونو څخه مخنیوی وکړي، خو د پاکستان حکومت د افغانستان په دغه غږ هیڅ غوږ ونه ګراوه او هسې مطبوعاتو ته د خبر پیدا کولو لپاره یوه وړه موضوع وبلله او دوی په عمل کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
 پاکستان هم له وخت څخه په ګټې اخیستنې داسي کارونه ترسره کوي، چې هغه د چا خبره له خوږ ګوتې څخه نیول کوي، مثلاً څه موده وړاندې له پاکستان څخه په ښکاره د ترهګرو د را اوښتو په بهانه پر ډیورنډ لین د اغزن تار غځولو پروژه طرحه شوه، چې تر شا يې لوی رازونه موجود وو او په ډېرو ځایونو کې په دغه کار بریالي هم شول . اوس مهال یې د دروازو موضوع راپورته کړې، نو پاکستان اوبه خړوي او خپل کبان پکې نیسی او د خپل هېواد راتلونکو ګټو لپاره هره چاره پرمخ وړي، خو بالمقابل زموږ د نظام واکمن چې زیاتره یې د دویم تابعیت پاسپورټونه هم په جیبونو کې لري افغانستان خپل نه ګڼی او یوازې یوازې د سوداګرۍ لپاره یې یو ښه مارکیټ بولي او زیاتره وزیران چې په درغلیو تورن شوي نو د افغانستان پاسپورټ یې په کابل کې پرېښودلي او په دویم پاسپورټ په لويدیځو هېوادونو کې خپل د خوښۍ ژوند پرمخ وړي چې د پوښتنې حق ورڅخه هم څوک نلري.
 وړمه شپه په یو ځای کې چې زه هم هلته موجود وم د ګوشتې ولسوالۍ له یو پخواني جهادي قوماندان سره دوو نورو جهادي قوماندانانو خپلې پخوانۍ جهادي کیسی کولې او پر ډیورنډ لین د دروازې جوړولو موضوع يې هم په خپلو منځونو کې د بحث وړ وه. دوی په خپلو کې ویل پخوا زموږ جهادي مرکزونه دیادې سېمي ور اخوا چې اوس مهال پرې دروازه جوړېږي په کیلومترونو اخوا ښاپښ سره او په موټرو کې تر ساعت یو نیم ساعت زیات مزل وو موجوده وه، خو اوس پاکستان بیخي ناروا کوي او دومره وړاندې راغلی دی.
 د ګوشتې ولسوالۍ پخواني جهادي قوماندانان چې اوس مهال د سېمي سپین ږیري دي او پلازمېني کابل ته هم په یاده سېمه کې د ژورو څاګانو په ایستلو پسي راغلي وو، وویل چې پاکستان اخوا خلکو ته د ژوند سهولتونه برابروي او پوخ سړک یې تر دروازي پورې راوستی دی او دوی څو ځلې په قومی تړو د پاکستان د دغو کارونو مخنیوی وکړ خو دوی تش لاس دي او بیګا سبا وچه ډوډۍ هم نلري، نو څنګه به وکړای شي د یو حکومت مخه ونیسي او د افغانستان حکومت دوی ته د څښلو د اوبو ستونزه نشي هوارولای نو د ډیورنډ لین شخړه به څنګه حل کړي.
 په همدی بحثونو کې زه هم په سوچ کې د ننګرهار ګوشتې ته لاړم او هلته مې د هغو مخورو خلکو چې پخوا ما پرې د رسنیو لپاره راپورونه چمتو کړي ول را یاد شول، هغوی هم یاده ستونزه کټ مټ د دغه پخواني جهادي قوماندان په څېر بیانوله او ویل يې د کرزي په دغه دوره کې د پاکستان تر څلوېښتو کیلو مترو زیات دېخوا راغلی دی، چې د پوښتني حق ورڅخه څوک نلري. دسېمي د خلکو په وینا د داود خان د جمهوریت پرمهال دوی ته د ژوند سهولتونه برابر او په کور معاشونه ورکول کېدل، چې پاکستاني پوځ یو اینچ هم دیخوا قدم نشو را کېښودلی خو نن زموږ په کور کې راته دروازې جوړوي.
د همدغی سېمي یو مخور چې د ډیورنډ لین په اوږدو کې ژوند کوي، وایې ترڅو به موږ پاکستان او ایران هېوادونو ته د سوال او زاریو لپې نیولې وي، که په سوال او زاریو کیدای نو اوس به افغانستان کې هيڅ خبره نه وه. دی وایي پر افغان حکومت او ولس غږ کوي چې د هرې ناروا کړنې په صورت کې باید قاطع برخورد وکړي، که هغوی زورور او په خوله لس سوکان را کوي نو یو سوک خو یې موږ هم وهلی شو او دا به دا پیغام ورکړي چې د غچ اخېستونکې يو.
 دده په وینا هغه د پښتو متل دی چې وایي(کږه خوله په سوک سمېږي)، نو که ځواب ورکړو به خپله به راڅخه ځان لرې ساتي، چې موږ هم ورسره خرابېږو او که همداسې چوپه خوله پاتې شو نو ګیدړ نور هم زړور کېږي او ترهغه مو وهي چې له اخ او ډب څخه وغورځېږو. ددغه مخور مشر په وینا افغان حکومت باید له پاکستان سره قاطع برخورد وکړي او د نړیوالې ټولنې په شتون کې د هغوی دوه مخیتوب څرګند او هرې ناروا کړنې ته په قاطع برخورد سره ځواب ووایي.
د هېواد حریم په لويدیځ او ختېځ کې د ایران او پاکستان تر مستقیم ګواښ لاندې دی او د دواړو هېوادونه لخوا په کیلو مترونو دېخوا د هېواد ځمکې لاندې شوې، چې د افغان ولس روڼ اندي، سیاسي اپوزسیون، مدني او بشري ټولنې، نړیوالې ټولنې،  سیاسي ګوندونه، د نظام وسلوال مخالفین ( طالبان او حکمتیار ډله) او برحاله حکومت پرې چوپه خوله دي چې تر ټولو زیات مسوولیت افغان برحاله نظام ته متوجې کېږي او که همداسې چوپه خوله پاتې شي نو په افغانستان کې د اوسني نظام د نورو ډالیو ترڅنګ به دغه هم یوه په زړه پورې ډالۍ وي چې د افغانستان په تاریخ کې به پرې خلک ویاړي. 
نو د افغانستان روڼ اندي، مشران، ځوانان او په ټوله کې لوستي خلک باید د دغو ناخوالو په اړه چې افغانستان ورسره اوس مهال مخامخ دی په یوه خوله را پورته شي، ترڅو عامو افغانانو ته د جوړیدو او د هېواد ملي او اسلامي ګټو په اړه عامه ذهنیت ورکړي او د ستونزو د حل په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي، ګني بیا به به مو دغه موقع له لاسه ورکړي وي او د هغه مچ په څېر به بیا د افسوس نارې سورې وهو او هیڅ څه به په لاس نه راځي.