
د شوروي د امپراتورۍ له ړنګیدو او د نړۍ له یو قطبي کیدو نه وروسته د امریکا پر وړاندې مقابله وزنه له منځه لاړه. نړۍ د امریکا د ستراتيژیکو لوبو په میدان بدله شوه. افغانستان او عراق د قدرت د وېشلو د نوي نظام د تشخص د لابراتوار حیثیت وموند. په لابراتوار کې د کيمیاوي وسلې نه نیولې تر پرمختللې حربي تکنولوژي پورې حیرانوونکی تولیدات ، « میراژ » او «آواکس» الوتکې وآزمایل شول. نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ته درناوی د لابراتوار د فزیکي قوانینو تر اغیز لاندې حاشیې ته ولوید. افغانانو سره د لابراتوار د موږک په حیث چلند وشو. د دیموکراسۍ تر پلمې لاندې بی شمیره جنایتونه ترسره شول. او ټول د ملګرو ملتونو تر بیرغ لاندې.
بشري حقونه او د جګړې قوانین د لویدیزو هیوادونو د خپلمنځي اړیکو او معاملاتو زیږنده دي. د تاریخ په اوږدو کې نړیوال قوانین د کانوانسیونونو په چوکاټ کی راجستر ، تسجیل او تشریع ( مشروعیت ورپه برخه کول ) شوي دي.
د نړۍ په کچه د زورواکانو د برلاسي له امله نړیوال حقوقي نظام پدې نه دی بریالی شوی چې د جګړې مخه ونیسي . خو که انسانان جګړه بندولی نشي هغه ته باید د څارویو د جګړې د توپیر په موخه لږ تر لږه د مضبوطو قوانینو د لارې انساني بڼه ورکړي . د جګړې قوانین د همدغه مقصد د پاره تنظیم شویدي .
د افغانستان په جګړه کې سره له دې چې لویدیزوال د جګړې د نړیوالو کانوانسیونونو د یو اړخ په توګه دنده لري چې د جګړې قواعدو ته درناوی ولري ، خو برعکس يې له هغو نه په سرغړونې سره تاریخي « ریکارډ » په ځای ایښی دی .
د جګړې د قوانینو د سرغړونې بهترین مثال په کلیو او بانډو باندې د ناټو هوائي بریدونه دي چې په ترڅ کی یي په زرګونو ملکیان وژل شوي یا ژوبل شوي دي او عامه شتمنیو ته تاوان رسیدلی دی.
د ناټو ګڼ شمیر جنګي عملیات له مخالفینو نه د غچ اخیستنې په مقصد ترسره شوي دي، چې د جګړې په حالت کې ورته له کنټرول نه وتلي حیواني غریزې ویلي شو. دلته خبره له جنایت نه تېره ده. سناریو داسې پیلیږي :
په یوه کلي کې د وسله وال مقاومت دوه کسان د بهرنیو قوتونو په قطار باندې ډزې کوي . دواړه له معرکې نه تښتي . یو ساعت وروسته د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره سره چې برید کوونکو د سیمې نه لرې مصئون ځای ته پناه وړې ، کلی په بشپړه توګه تر هوایي ګوزارونو لاندې نیول کیږي. په سلګونو ملکیان ژوند له لاسه ورکوي . دغه ارادي او پلان شوی جنایت یوه موخه لري : کلیوال دیته اړ شي چه د کلي په کچه د ناټو د بمباریو له ویرې نه د وسله والو مخالفینو د راتګ او عملیاتو مخه ونیسي.
احمد شاه د پنجوائي اوسیدونکی پژواک خبري آژانس ته وایي : « ... درې ورځې مخکې د زنګ آباد په څلور لارې کې یو شمیر بهرني فوځیان د یوې چاودنې په پیښه کې ووژل شول. د پیښې نه وروسته یو شمیر بهرنيو صاحب منصبانو ، قومي مشران یوې غوندې ته راوبلل. په غونده کې بهرنیان د غونډې ګدونوالو ته وویل : که د چاودنې عاملین راپیدا نکړئ د هغې غچ به ستاسو له ښځو او ماشومانو نه اخلو... سبايي « رابرټ بالس » د شپې په تیاره کې له خپلو ملګرو سره د ملکيانو پر کورونو باندې برید وکړ چې په کې ۲۵ تنه شهیدان او پنځه تنه زخمیان شول ( د مارچ ۱۲ ، ۲۰۱۲ م کال ) .
همدا اوس امریکا د « رابرټ بالس » جنایت ، د « سیاسي ترمامیتر » په بڼه کاروي: کله چې د یو نوي جنایت پام باید بلې خواته واړول شي یا کله چه اړتیا احساس شي چې باید د جګړی اصولیت او عدالت غوښتونکی اړخ نمایش ته کېښودل شي ( د مثال په توګه د وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو په بهیر کې ) ، امریکایی چارواکي د « رابرټ بالس » محاکمه تر لاس لاندې نیسي. دا احتمال شته چې نوموړي ته د کاذب ادعا تر بیلګې لاندې د لیوني په حیث برائت ورکړل شي .
د « وړیا جنایت ستراتيژي » د « رابرټ بالس » په دوسیه باندې ایسار نه پاتې کیږي: په یوه لسیزه کی د عزیزآباد ( هرات ) نه نیولې تر کونړ او د هلمند نه نیولې تر کندوز او دشت لیلي پورې( ۳۰۰۰ زره شهیدان ) اټکل نیم ملیون بیګناه افغانان د یوه رذیلانه او ماجراجویانه جګړې قربانی شوي دي .
په افغانستان کې سوله او سیاسي ثبات او د نړیوال نظامي ائتلاف د غړیو ( او په ځانګړې توګه امریکا ) سره نورمالې اړیکې هغه وخت تأمینیدای شي چې وړیا جنایتونو ته رسیدګي وشي . یعنې حق خپل طبيعي ځای ونیسي .
د همدغه مقصد د پاره باید له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې د ملګرو ملتونو په سروالي د جنایتونو د څیړنې یو کميسون جوړ شي . د څیړنې په کمسیون کې نړیوال سور صلیب ، د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو کميسیون ، د اروپا د اتحادیی د بشر ي حقونو کمسیون او په جګړه کې ځینې ناپیيلي هیوادونه ګډون درلودلاي شي .
د تاریخي تجربې په نظر کې نیولو سره ( د ویتنام مثال ) افغانستان به هیڅکله دومره پیاوړتیا ترلاسه نکړي چه اشغالګر ځواکونه دیته اړ کړي چې افغانانو ته د یرغلیزې جګړی تاوان ورکړي: خو د ټینګ احتمال له مخې به په جګړه کې دخیل هیوادونه افغانستان له خپلې اوږدمهالې اقتصادي مرستې نه بې برخې نکړي .
که موږ په افغانستان کې د بهرنیانو د جنایتونو یوه دوسیه ځان سره ونلرو ، د دوی مرستې د « خیرات » په بڼه مطرح کیږي . خیرات زموږ ملي غرور تر سوال لاندې راوړي او د اوسني مقاومت د جګړې د منطق سره په تقابل کې واقع کیږي. د جنایتونو د دوسیې په درلودلو سره ، مرستې د شهیدانو د « وینې بیه » ( خون بها ) او د « جګړې تاوان » په ډول یعنې د یو « حق » په توګه ( سره له دې چې د یرغلګرو قوتونو له خوا نه پیږندل شي ) به رامنځته شي.
د بهرنیانو د جنګي جنایتونو په اړوند د دوسیې تنظیم د قطر د مذاکراتو په اجندا کې باید ځانکړی ځای ولري . « پای»
فرانسه
د اپریل ۸
۲۰۱۳ م کال