
په ولسي جرګه کې له تېري یوې اونۍ راهیسی د هغو یولسو تنو وزیرانو د استیضاح
چارې په دې موخه پیل شوي دي چې ګواکي خپله انکشافي بودیجه یې له پنځوسو سلنې څخه
ښکته لګولی ده او په همدي اړه په ولسي جرګه کې د وزیرانو او وکیلانو ترمنځ اخ ډب
روان دی، تېره اونۍ د اوو وزیرانو هر یو د پوهنې وزیر فاروق وردګ، د سوداګرۍ وزیر
انورالحق احدی، له نشه ای توکو سره د مبارزی وزیر ضرار مقبل، د اقتصاد وزیر
ارغندیوال، د بریښنا وزیر اسماعیل خان، د معدن وزیر شهراني او د کلتور وزیر مخدوم
رهین ور بلل شوي ول.
له دغو وزیرانو له جملي څخه د لومړنيو دریو تنو څرګندونې د ولسي جرګي د وکیلانو د قناعت وړ وبلل شوې او له استیضاح څخه
بریالي ووتل او په څرګندونو کې یې فقط همدومره زموږ تر غوږونو را ورسیدل چې په
فلاني پروژه کې دومره پیسې لګول شوي دي چې د وزارت د انکشافی بودیجی له پنځه اویا
سلنی څخه زیاتي دي خو نور نده معلومه چې ورته پیسي په کومو چارو لګول شوی، څنګه
لګول شوې خو فقط مصرف شوې دي او وکیلانو هم د وزیرانو څرګندونې پرځای او برائت یې
ورکړ، خو پاتې وزیرانو ته صندوق کېښودل شو او د شته وکیلانو د نصاب له مخې باید د
هر یو وزیر لپاره ۱۰۴ رایې د تایید او د رد لپاره معیار وټاکل شو خو وروستيو دوه
وزیرانو مخدوم او شهراني د ۱۰۴ رد رایې واخیستي او ارغندیوال ۹۹ تایید او اسماعیل
۹۹ رد واخیستي چې ددغو دوو وزیرانو په اړه د ولسي جرګي اداري پلاوي اعلان وکړ چې
دوی پر خپلو څوکیو پاتې او د رد رایو معیار يې پوره نکړو.
نو ددغه اعلان سره په ولسي جرګه کې
ضدو نقیص نظرونه را پورته شول چې زیاترو وکیلانو په څرګندونو کې د معاملې څرک له
ورایه څرګندیده، خو څو وکیلانو یو څه ښه نظرونه درلودل له هغی جملي څخه یوه شکریه
بارکزۍ وه چې ډېر ښه نظر يې وړاندې کړ او زیاته یې کړه چې د نړۍ په هیڅ یوه پارلمان کې
به داسی پرېکړه نه وي شوې چې نن دلته د افغانستان په پارلمان کې کېږي چې هغه د
اکثریت رد پواسطه په خپله څوکۍ پاتې کېږي حال دا چې د تایید لپاره يې ډېرې کمي
رایې تر لاسه کړي دي خو نظرونه زیات او بلی ورځ ته یې موضوع وځنډول شوه .
د نوې اونۍ د شنبی په ورځ د اکثریت رد
رایو واړه جمع اسعماعیل خان او ارغندیوال له مخدوم او شهراني سره سرې سترګي
له ولسي جرګې څخه بریالي را ووتل او بېرته یې د ولسي جرګي د غړو اکثریت رایې د
تایید لپاره ترلاسه کړې او په خپلو څوکیو باندې پاتې شول چې پرون له همدغی ولسي
جرګي لخوا رد شوي ول. نو د خلکو په اند په ولسي جرګه او حکومت کې د پراخه فساد د
شتون له امله دواړه خواوې په معاملو کې ښکیل دي او ملت شاته پاتې دی، نو د دغسی
حکومت او ولسي جرګې په شتون کې به د هېواد او خلکو برخلیک څرنګه وي. ښکاره خبره
ده چې ټول فساد دې حکومت په پروژو او نورو معاملو کې وهي او د ولسي جرګې غړي د استیضاح
پواسطه له وزیرانو څخه خپله ونډه ترلاسه کوي.
د کونړ ولایت یو تن اوسیدونکې سید
حفیظ الله سیدي وایي، دوی له پارلمان او حکومت څخه هیڅ ښه هیله نلري او په خپلو
رایو باندې چې دغو وکیلانو ته یې ورکړې دي پښیمانه دي. د ده په وینا پارلمان یوه
ورځ یوه پرېکړه کوي او سبا یې بېرته بدلوي او په سیاست کې استقرار باید موجود
وي، خو د ده په خبره پارلمان په ثانیه کې تغیر خوړلی شي. نو څنګه به د دغسی پارلمان په
شتون کې د ولس او هېواد ګټي خوندي شي. سید حفیظ الله سیدي په ځوان کهول باندې اواز
وکړو که غواړئ خپل راتلونکې روښانه او هېواد له شته فساد او ناخوالو څخه وژغورئ نو راپورته شئ او یو قاطع دریځ ونیسئ او په راتلونکو ټاکنو کې د دغه ډول خلکو له
ټاکلو څخه مخنیوی وکړي، چې ټولې پرېکړې د شخصي ګټو له امله کوي.
اینجنر عزت الله خان وایي ده ته کله کله په خوب کې هم خندا ورځي، چې زموږ
سرنوشت د دغه ډول کسانو په لاس کې چې هغوی د یوې ورځې لپاره په خپلو خبرو او کړنو
باندې نشی دریدلی، نو ولس به څنګه ښه ورځ وویني. د ده په وینا پارلمان کې فساد
،حکومت کې فساد او د فساد پر ضد ادارو شتوالي چې ولسمشر کرزی یې هم ننداره کوي خو
تصمیم نه نیسی ځکه هغه خپله په فساد کې ښکیل دی. وزیر فساد کوي ، پارلمان فساد
کوي او ټول حکومت په فساد کې غرق دی، نو که داسې نه وي نو ولې یو وزیر په خپله څوکۍ
باندي د پاتې کیدو لپاره په میلونونو ډالر مصرفوي او ولسمشر او د فساد ضد ادارې یې
هم له ورایه ګوري.
ځکه وزیران ډاډه دي که یو میلون ډالر مصرف کېږي، نو بیرته لس میلونه په
ناقانونو لارو ترلاسه کوي نو ځکه څومره مصرف په پارلمان باندې کېږي نو کوي يې چې
څوکۍ له لاسه ورنکړي. نو هغه د عربي ژبې متل دی، چې کل یوم البدتر. نو رښتیا هم د
هرې ورځې په تېریدو سره د دې پرځای چې بهتروالي رامنځ ته شي بدتر والی رامنځ ته
کېږي. نو په دغه لنډه موده کې د پارلمان تېره دوره او اوسنۍ دوره د ځمکې او اسمان
توپېر لري نو له اوسني پارلمان څخه هیڅ د خیر تمه نه کېږي ځکه دوی په خپلو پرېکړو
باندی خیژی نو د ولس په څه کیسه کې دي. دوی ته یوازې پیسي او ژوند غوره دی او نور د
ولس او هېواد په کېسه هم نه دي.
نو ددغسې پارلمان او حکومت په شتوالي کې به څنګه وکړای شو له ګاونډیو
هېوادونو او نړیوالو سره ډیپلوماتيکي اړېکي پرمخ یوسو ترڅو د نړیوال کاروان څخه
وروسته پاتې نشو. نو که همدغه ډول خلک پرموږ واکمن وي نو فکر نه کوم چې سل کاله
وروسته هم موږ د نړۍ د کاروان په ګردونو پسی هم ورسېږو. نو ولس او ځوانانو ته پکار
ده چې یو د مثبت بدلون په لټه کې شی او همداسی د خیر په غونډۍ ورته پاتې نشي ګني هېواد
او ولس به دغه اوسني مسولین په سیلابونو باندي یوسي.