
دکونړولایت په شیګل کي یوځل
بیادیرغلګرو ځواکونو د بمونو په باران کي نهه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شول .پیښه داسي
وه چي دشیګل ولسوالۍ سولتن درې ته داپریل
پر۵ مه دشپې ۱۱بجې داخلي عسکر او یرغلګر ځواکونه د چاپې په شکل راغلل
، دوی د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شول ، جګړه ټوله شپه او ورځ تر مازیګره پوري روانه وه، دواړو خوا ته ځاني تاوان
ورسید. د معمول په څېر د یرغلګرو الوتکو د جګړې په جریان کي پرسیمه ړنده بمباري وکړه چي له امله یې دملکي خلګو دوه کورونه ویجاړ او نهه
تنه ولسي وګړي (پنځه تنې ښځي اوڅلور۴ماشومان ) پکي شهیدان شول .
د فبروري پر۱۳مه هم یرغلګرو او افغان ملګرو پوځونو یې
دهمدې (سولتن درې) په چوګان کلي کي لس تنه ولسي وګړي شهیدان کړ
ل ،په وژل شووکي پنځه تنه ماشومان، څلورښځي او یو سړی شامل ؤ . د کونړ والي وحیدي هم دملکي خلګو د وژنې خبر تائید کړ.
دطالبانو، دولت
او یرغلګرو ځواکونو پر تلفاتو خبره نه کوو ځکه هغوی هریو یې حتی طالبان چي دوسایلو او امکاناتو له نګاه څخه کمزروي دي هم خپل مطبوعات لرياوهم له نورو لارو خپل ږغ تر نړیوالو رسولی شي، .لویه ستونزه داده چي د بې شمېره برېښنایې
او چاپي رسنیو د پراخ فعالیت سره سره د ولس په حال نړیوال څه چي دیو ولایت خلګ د خپل
ګاونډ ولایت له حال څخه ترډیره حده په سمه توګه نه خبریږي. په تېره کوم جنایتونه چي د دولتي
ځواکونو(اردو،پولیسواواربکیو) او نیواکګروله خواترسره کیږي ترډیره بریده په رسنیوکي له خپریدولیري ساتل کیږي ،اویا د خبري
ارګانونو څښتنان اوژورنالیستان د څو ډالرو ترلاسه کولو په خاطر د خپل ولس سره پرشوي ظلم
خاوري اچوي ، بېلګې یې زښته ډیري دي ، وروستیودوو- دروو جنایتونوته یې دلته هم اشاره
کوو.
دمارچ پر۲۰مه د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په کنجک سیمه کي داخلي عسکرو شل تنه ولسي وګړي
شهیدان او ګڼ شمېر یې ژوبل کړ ل، دغه پیښه
وروسته له هغه رامنځته شوه چي ځایې پولیس یو مسجد ته
ورغلل او هلته یې د قران عظیم الشان سپکاوی وکړ ، خلګو د پولیسو د دې
ناوړه پیښي په غبرګون کي مظاهره پیل
کړه اوعاملینوته یې دسزا غوښتنه کوله چي
د پولیسو د بې دریغه ډزوښکاراو یاد شوی تلفات
ورته ورسیدل. همدا ناوړه پیښه د هلمند ولایتي
چارواکو هم تائید کړه .
دغه رازد مارچ پر۲۷مه